د حضرت محمد مصطفی صَلی اللهُ عليهِ وَسَلم ژوندليک ( پينځمه برخه )
په دې برخه کې لوستی شئ  :

درسول الله صلى الله عليه وسلم ناروغي ،
وفات
تجهيز او تكفين

ناروغي :

دچهار شنبې په ورځ چې دصفر دمياشتې اتلسمه يا نولسمه نيټه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم جنت البقيع ته چې دعامومسلمانانو هديره وه ولاړ ,كله چې له هغه ځايه راستون شونو ناروغه شو,دحضرت ميمونې رضى الله عنها كره يې شپه تيره كړه ,د دوشنبې په ورځ درسول الله صلى الله عليه وسلم ناروغي زياته شوه , او دنورو بيبيانو په خوښه دحضرت عايشې رضى الله عنها كره ولاړ ,ترڅو پورې چې يې دګرځيدو ځواك درلود نو مسجد ته به يې تشريف وړلو ,وروستنى لمونځ دماښام لمونځ وو چې مسلمانانو په رسول الله صلى الله عليه وسلم پسې ادا كړ. دامهال درسول الله صلى الله عليه وسلم سر خوږيده او تړلى يې وو ,همدا شپه ماخوستن وار په وار بې هوښي ورباندې راتله ,او امر يې وكړ چې حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه دې لمونځ وركړي .
بله ورځ ماسپښين درسول لله صلى الله عليه وسلم ناروغي يوڅه كمه وه ,غسل يې وكړ ,د حضرت عباس او حضرت علي رضى الله عنهماپه اوږو باندې يې ځان تكيه كړاوجُومات ته ولاړ ,هلته دابو بكر رضى الله عنه په امامت لمونځ ولاړوو ,چې دهغه ترڅنګ كيناست او خلكو ته يې لمونځ وركړ ,وروسته يې يوه لنډه خطبه وويله ,دادرسول الله صلى الله عليه وسلم وروستۍ خطبه وه چې پكې يې وفرمايل :
(خدای جل جلاله يوه بنده ته واك وركړى چې ددُنياوي نعمتونو اوياهم دخدای له لورې داُخروي نعمتونو له منځ نه يوخوښ كړي. بنده هغه شيان دځان لپاره غوره كړل چې له آخرت سره اړيكې لري.
حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه وژړل ځكه پوه شو چې هغه بنده پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم دى ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دابوبكر صديق رضى الله عنه په اړه وفرمايل ترټولو زيات چې زه دچا له شتمني او ملګرتيا څخه خوښ يم هغه ابوبكر دى .)
همداراز يې په خطبه كې دانصارو په هكله وفرمايل : (اى خلكو زه دانصارو په هكله تاسې ته وصيت كوم ,عام مسلمانان به ډيريږي خو انصاربه دومره لږ شي لكه په خوړو كې مالګه ,انصارو خپله دنده تر سره كړه ,اوس په تاسو دهغوی دپور پرې كول فرض دي ,انصار زما په وجود كي دمعدې په څير دي ,هرڅوك چې ستاسو دګټو او تاوان واكدار (خليفه) وي نو دهغه دا دنده ده چې كه هرڅوك په انصارو كې ښه وي ومني ,او كه له چا څخه كومه تيروتنه شوي وي نو هغه دې وبښي . )
رسول الله صلى الله عليه وسلم ترناروغتيا يوه ورځ وړاندې حضرت اسامه رضى الله ته امر كړى وو چې دروميانو جګړې ته لاړشي ,خو دهغه له قوماندې څخه دنوموړي دځواني له كبله شكايت وكړ ,رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې اړه پخپله خطبه كې وويل : (كه داسامه په سردارۍ تاسې نيوكه لرئ نو دده دپلار په سردارئ هم تاسې نيوكې كولې زما دې په سپيڅلي خدای لوړه وي چې اسامه د دې دندې حقدار او مستحق دى , هغه په ما ډير ګران دى ,او تر دې وروسته به هم په ما ګران وي .) رسول الله صلى الله عليه وسلم دخطبې په ترڅ كي داهم وفرمايل : (دحلال او حرام نسبت دې ماته نه كيږي ,ما هغه څه حلال كړي چې هغه خدای جل جلاله پخپل كتاب كې حلال كړي ,او ما هغه څه حرام كړي چې خدای جل جلاله حرام كړي دي).
رسول الله صلى الله عليه وسلم دا هم وفرمايل چې : (اى دخدای دپيغمبر لورې فاطمې ! او اى دخدای دپيغمبر عمې صفيې! دخداى او آخرت لپاره څه عمل وكړئ زه تاسې له خدای جل جلاله څخه نشم خلاصولای ). د نوموړې خطبې له ويلو وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته دحضرت عايشې رضى الله عنها كورته تشريف يووړ , دناروغتيا په نا كرارۍ كې نبوي ذات ته ورپه يادشول چې څه اشرفۍ يې له بي بي عايشې سره ايښې وې هغه يې راوبلله اوورته ويې فرمايل : (عايشې! هغه اشرفۍ چيرې دي ؟ محمد(صلى الله عليه وسلم ) به له خدايه جل جلاله سره پداسې حال كې وويني چې دی په هغه بد ګمانه وي , لاړه شه او هغه دخدای جل جلاله په لاره كې خيرات كړه . )

ددوشنبې په سهار چې درسول الله صلى اله عليه وسلم دناروغتيا ديارلسمه شپه وه چې رسول لله صلى الله عليه وسلم دخپل كور له وره (دروازې) نه پرده پورته كړه ,ويې ليدل چې خلك په لمانځه ولاړدي ,ډير خوښ اوموسكى شو ,حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه فكر وكړ چې رسول الله صلى اله عليه وسلم لمانځه ادا كولو ته راځي ځكه يې نووغوښتل چې شاته شي ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم په اشاره پوه كړ چې لمونځ وركړي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته حجرې ته ننوت ,دا هغه وروستنۍ ليدنه وه چې صحابۀ كرامو له نبوي سپيڅلي څيرې نه وكړه .

دوفات كال :
رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې لس ورځې په اعتكاف كي تيرولې ,خو په ورستنۍ روژه كې شل ورځې په اعتكاف كې كيناست ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې يوځل دحضرت جبرايل عليه السلام له خولې نه قرآنكريم اوريده ,خو د ورستني كال په روژه كې يې دوه ځلې واوريده .
دوروستني حج او په ځينو نورو خطبو كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ځيني داسې خبرې كړې وې چې هغه دمړينې يادونه وه ,لكه چې دحج په وروستۍ خطبه كې يې وفرمايل : (زه ددې خبرې هيله نلرم چې په راتلونكي كال كې له تاسې سره وليدلای شم ,ښايي تر دې وروسته حج ونه كړای شم . )
دحج دفريضې داداكولو ترراتګ وروسته رسو ل الله صلى الله عليه وسلم داحد دشهيدانو هديرې ته ورغى ,او هلته يې هم داسې خطبه وويله چې ګواكې څوك له مړواو ژوندو سره په مخه ښه كوي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفر دمياشتې په اولسمه يا اتلسمه نيټه حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته وفرمايل : (ته له لښكر سره لاړشه او له هغو شريرو خلكو څخه دې دپلار كسات واخله . ) دموته په وتلي جنګ كې حضرت زيد رضى الله عنه شهيد كړای شوى وو ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته هلته دبيا تللو امر وكړ .


 وفات:

څومره چې ورځ پخيدله په رسول الله صلى الله عليه وسلم بې هوښي ډيريدله ,درسول الله صلى الله عليه وسلم دزړه ټكړې حضرت بي بي فاطمې رضى الله عنها چې دا ناكراري وليدله نوپه ژړا يې وويل های زما دپلارنا كراري .رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : (ستا پلار به تر دې ورسته نا كراره نه شي . )
دناروغۍ په نا كرارۍ كې به هم درسول الله صلى الله عليه وسلم له مباركې خولې نه داتور ي اوريدل كيدل : (مع الذين انعم الله عليهم ) او يا دا (اللهم بالرفيق الاعلى ) , تر غرمې وروسته درسول لله صلى الله عليه وسلم په مباركه سينه كې غږ پيداشو ,او پدې مهال يې شونډې ښوريدلې او داتوري ورڅخه اوريدل كيدل (الصلاة وما ملكت ايمانكم ) يعنې دلمانځه او مرييونو خيال ساتئ ,په وروستنۍ شيبه كې رسول الله صلى الله عليه وسلم لاس پورته كړ ,په ګوته يې اشاره وكړه او درې ځلې يې وويل : (بالرفيق الاعلى ,بالرفيق الاعلى ,بالرفيق الاعلى ) په همدې وينا كې يې لاسونه ځوړند شول ,سترګې يې دبام په لورې نيمكښه پاتې شوې او سپيڅلی روح يې قدسي عالم ته والوته .
انا لله وانا اليه راجعون .

تجهيز او تكفين:

دسې شنبې ورځ د تجهيز او تكفين ورځ وه حضرت علي رضى الله عنه ,فضل بن عباس رضى الله عنه ,او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه غسل وركړ ,په همدې مهال كې حضرت عباس رضى الله عنه هم حاضر وو ,او يو انصاري حضرت اوس بن خولې رضى الله عنه اوبه راوړې ,دكفن لپاره دسپڼسيو درې سپينې ټوټې غوره شوې .
تر غسل او كفن وروسته دا پوښتنه راپيدا شوه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به په كوم ځای كې خاوروته سپارل كيږي ؟ حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه وويل :انبيا چې چيرې وفات شي هلته خاورو ته سپارل كيږي ,په همدې خبره اتفاق راغى او په كوم ځای كې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شوى وو په هماغه ځای كې دقبر كنلو كار پيل شو , داځای دحضرت عايشې رضى الله عمها داوسيدلو خونه وه ,دقبر په سرهم خبره راپورته شوه ,ځكه حضرت ابو عبيده بن جراح رضى الله عه به دمكې دخلكو په څير بغلي قبرونه كيندل ,او حضرت ابو طلحه رضى الله عنه به بيا دمدينې دخلكو په دود لحدي قبرونه ايستل ,نو دا خبره كيدله چې اوس څوك او څه ډول قبر وكندي ؟
حضرت عمر رضى الله وويل : په همدې دواړو اصحابو پسې څوك واستوئ ,هر يو چې لومړى راغى هغه دې دخپلې خوښې قبر وكندي ,په دواړو صحابه و پسې سړي واستول شول ,حضرت ابو عُبيده بن جراح رضى الله عنه په كور كې نه وو ,حضرت ابو طلحه رضى الله راغى او لحدي قبر يې جوړكړ , څنګه چې دقبر ځمكه نمجنه وه نو هغه بستر يې پكې وغوړاوه په كوم كې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شوى وو .
كله چې جنازه تياره شوه نو خلك دلمانځه لپاره رامات شول ,خونې ته وار په وارورننوتل او لمونځونه يې كول ,دالمونځونه پرته دچا له امامت نه ترسره شول ,لومړى نارينه و بيا ښځينه و او ورپسې كوچنيانو دجنازې لمونځونه ادا كړل .درسول الله صلى الله عليه وسلم مبارك جسد حضرت علي مرتضى رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه ,حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ,او حضرت عبدالرحمن بن عوف رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ .
انا لله وانا اليه راجعون .

بېرته شاته