د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه
د حضرت محمد مصطفی صَلی اللهُ عليهِ وَسَلم ژوندليک ( څلورمه برخه )
په دې برخه کې لوستی شئ  :

دبدر وتلې غزا
د بني قينُعاع غزا
داحد وتلې غزا
دبئر معونه پيښه
درجيع پيښه
دبنو نضيرشړل
دخندق غزا
دبنو قريظه پای
 

 دا خبره ډيره اختلافي ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په څو غزاګانو كې ګډون كړى وو څوك 27 څوك 20 او څوك يې بيا 18 ښيي چې مونږ له هغوی څخه لاندې يوڅو غزاګانې را اخلو  :

دبدر وتلې غزا :

دهجرت په دوهم كال درجب مياشت وه چې مسلمانانو دكفارو په يوه تجارتي قافله باندې چې دابو سفيان په مشرۍ كې له شام نه مكې ته راروانه وه دبريد كولو تابيا ونيوله 313 تنه مجاهدين چې ٧٤ تنه پكې مهاجر او نور يې انصار وو درسول الله صلى الله عليه وسلم په ملتيا دزرو تنوكفري لښكرو چې له هغه مهال سره سم دهرډول جنګي ساز او سامان په درلودلو سره جګړې ته چمتو ووله مدينې څخه د باندې دمقابلې لپاره راووتل .
درمضان المبارك په اوولسمه ورځ دواړه لښكرې سره مخامخ شوې ,خو ترجنګ په مخته شپه كې باران وشو ,دمسلمانانو د لورې شګلنه ځمكه كلكه اودمشركانو د لورې ځمكه خټې شوه ,په همدې شپه صحابۀ كرام بې غمه ويده شول ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ټوله شپه له الله تعالى سره په راز او نياز كې رڼه تيره كړه , دقريشو لښكر ته ارام ورپه برخه نه شو ,سهار دومره زړه نازړه وو چې دمسلمانانو لښكر ورته په سترګو ډير ښكاريده ,جګړه پيل شوه ډير ژر دقريشو مشران ووژل شول ,او لښكرې يې زړه ماتي او تيښته پرې ګډه شوه , دقريشو له لورې اويا تنه چې ډيرى يې مشران وو ووژل شول او همدومره بنديان شول ,له مسلمانانو څخه څوار لس تنه شهيدان شول چې شپږ تنه پكې مهاجر او اته تنه انصار وو,پدې ډول دا خونړۍ جګړه دمسلمانانو په بري سره پای ته ورسيدله .

د بني قينُعاع غزا :

څنګه چې دمدينې منورې ډيرى اوسيدونكي يهودان ووپه دوی كې بني قينقاع ,بني نضير او بني قريضه غټې كورنۍ وې , د بني قينقاع دكورنۍ خلكو زرګري كوله ,او په نورو يهودانو كې دوی زړه ور او جنګيالي وو ,له دې كبله لومړى دوی دجګړې داعلان جرأت وكړ, او دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له لورې ورسره شوى تړون يې مات كړ , دبدر دجنګ په شپو كې نوموړې كورنۍ خپله كينه ښكاره كړه ,او ګړبړ يې جوړ كړ ,ورسره داپيښه هم وشوه چې يوه مسلمانه ميرمنه ديهودو هټۍ ته ورغله , هغوی د دې ميرمنې بې پتي وكړه ,يو مسلمان چې هلته ولاړوو هغه يهودي يې وواژه , او يهودو بيا هغه مسلمان شهيد كړ .
كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر شو نو ورغى او يهودانو ته يې وفرمايل :
ای له خدايه وويريږئ داسې ونه شي لكه دبدر په خلكو چې وشول او په تاسې عذاب راښكته شي . يهودانو په ځواب كې ورته وويل : مونږ قريش نه يو ,كه له مونږ سره مو شخړه پيښه شوه نو مونږ به تاسو ته وښيو چې جنګ څه ته وايي ؟ كله چې ديهودو له لورې تړون مات شو , رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دې ته اړشو چې له دوی سره جنګ وكړي .
يهودان يې كلابند كړ او دا كلابندي تر پنځلسو ورځو اوږده شوه , وروسته په دې راضي شول چې هره پريكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم وكړي مونږ يې منو ,عبدالله بن ابي چې د دوی سوګندي وو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې دوی دې جلاوطنه شي ,هماغه وو چې دايهود چې اووه سوه تنه وو او دريو سوو تنو پكې زغرې اغوستي وې دهجرت په دوهم كال د(وړوكي اختر) په مياشت كې دشام اړوندې سيمې (اذرعات) ته وشړل شول .

داحد وتلې غزا :

دبدر په غزا كې چې كله قريشو ماتې وخوړله او ډيرى مشران يې دجنګ په ډګر كې ووژل شول ,نو دوی هم دكسات اخستلو لپاره هلې ځلې پيل كړې ,هغه تجارتي كاروان چې دابو سفيان په مشرۍ له شام څخه راغلى وو ,ټوله ګټه يې دجنګ په تياري خرڅه كړه .
حضرت عباس رضى الله عنه چې مسلمان شوى وو,خولا هم په مكه كې اوسيده ، ديو ليك له لارې رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې لښكر له څرنګوالي نه خبر كړ ,رسول الله صلى اله عليه وسلم هم دحال احوال معلومولو لپاره څوك واستول ,هغوی خبر راوړچې قريش احد ته نژدې رارسيدلي دي . احد دمدينې شمال لورې ته يو نيم ميل لرې پروت د يو غره نوم دى .
له ډيرى صحابۀ كرامو سره تر مشورې كولو وروسته رسول ا لله صلى الله عليه وسلم دهجرت په دريم كال دشوال په مياشت كې دجمعې په مباركه ورځ له يوزر تنه نبوي لښكرسره له مدينې نه دباندې ووت ,خو دمنافقينو مشر عبدالله بن ابى ابن سلول له خپلو دريو سوو ملګرو سره بيرته راستون شو ,نو له دې امله رسول الله صلى الله عليه وسلم سره اووه سوه تنه پاتې شول ,چې په هغوی يواځې سلو تنو زغرې درلودې .
رسول الله صلى الله عليه وسلم داحد غره تر څنګ لښكر دا شان برابر كړ چې شايي غره ته شوه ,اودلښكر صفونه (مقدمه , ميمنه ,ميسره ,اوخلفيه ) يې تيار كړل او قومندانان يې معلوم كړل . رسول الله صلى الله عليه وسلم پنځوس تنه دحضرت عبدا لله بن جبير رضى الله عنه په مشرۍ دغره دهغه كنډَو دساتلو لپاره وګمارل چيرې چې دشا له لورې دقريشو دبريد ويره وه ,او ورته ويې فرمايل : كه په مونږ هرڅه كيدل خو چې تاسې هغه ځای پرې نږدئ ,جنګ په پيل كې ځان ته ځانته وو ,خو وروسته صفونه سره ګډشول ,دقريشو بيرغ وړونكي په يو بل پسې ووژل شول , حضرت علي او حضرت ابو دجانه رضى الله عنهما هم ددښمن په لښكر كې لارې جوړې كړې , څو د دښمن پښې سستې او تيښتې ته اړشول ,خو مسلمانانو په غنيمت ټولولو لاس پورې كړ واو دغره دكنډو ساتونكو چې همدا حال وليد ,نو پوه شول چې مسلمانان بريالي شوي او دغنيمت غونډولو مهال دى ,كه څه هم حضرت عبدالله بن جبير رضى الله عنه ورته دنه تللو ډير وويل ,خوهغوی لاړل يواځې حضرت عبدالله بن زبيررضى الله عنه له لسو تنو سره پاتې شو ,كله چې خالد بن وليد (چې هغه مهال لا نه وو مسلمان شوى اودكفارو له لورې راجنګيده ) هغه كنډو خالي وليد نو له نورو سپرو سره په هماغه كنډو راواوښت , كوم كسان چې هلته پاتې وو هغوی شهيدان كړل ,او دجنګ ډګرته يې ځان راورساوه ,قريش يې بيرته سره راټول او نوى جنګ پيل شو , مسلمانانو چې دغنيمت غونډولو له امله وسلې له ځانه لرې كړې وې , دومره وارخطا شو چې خپل او پردي يې نه پيژندل ,په همدې وارخطايۍ كې څو تنه مسلمانان پخپل منځ كې شهيدان شول .
جنګ دومره تيز شو چې آن درسول الله صلى الله عليه وسلم په ښكلي رخسار هم دوينو لارې جوړې شوې ,او داغږ پورته شو چې محمد صلى الله عليه وسلم شهيد شو ,خو څو تنه وو چې له خپل ځانونو يې درسول الله صلى الله عليه وسلم دساتلو ډال جوړكړى وو .
په نوموړي جنګ كې اويا تنه مسلمانان شهيدان شول ,چې ډير يې انصار وو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم تره حضرت حمزه رضى لله عنه هم دشهيدانو دكاروان ملګرى وو , چې هندې (دابو سفيان ميرمنې )دحضرت حمزه رضى الله عنه نس څيرې او ځيګر يې را وايست او خوله يې پرې ولګوله . (علماوو ليكلي چې كله هندې ايمان راوړ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې ماته مه رامخامخ كيږه ,هغه ووچي هندې به چيري رسول الله صلى الله عليه وسلم وليدنو لاره به يې ورڅخه چپوله ) دجنګ په پای كې رسول الله صلى الله عليه وسلم څو تنه وټاكل ترڅو ددښمن څارنه وكړي , پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دوهمه ورځ آن تر اتو ميلو پورې ددښمن څارنه وكړه . همدا جنګ وو چې دمسلمانانو دبې وزلي توب او تش لاسي له امله ,دحضرت مصعب بن عمير رضى الله عنه شهيد وجود نيم په كفن او نيم په وښو پټ كړای شو .
كه څه هم داحد په غزاكې مسلمانانو ته دسر ډير تاوان ورسيده ,خو ماتې يې خوړلې نه ده ,ځكه له جنګ پلوه دماتي دوه شرطونه دي : ١) داچې دهغه هيواد خاوره ونيسي ٢) دا چې دهغه هيواد پوځ ورك كړي .
خو مشركانو نه مدينه ونيوله او نه يې دمسلمانانو پوځ ورك كړ ,ځكه په هماغې ورځ داسلامي لښكر اوياتنه صحابۀ كرام رضى الله عنهم ددښمن دڅارنې لپاره روان شول .

دبئر معونه پيښه :

دهجرت په څلورم كال دصفر په مياشت كې ,دكلاب دكورنۍ مشر ابو براء رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او عرض يې وكړچې : له ما سره يوڅو تنه وليږه ترڅو زما قبيلې ته داسلام بلنه وركړي . رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : زه دنجد له لورې په ويره كې يم ,ابو براء وويل :دهغه ځای دخلكو ضامن زه يم .
درسول الله صلى الله عليه وسلم ويره ځكه وه چې عامر بن طفيل دنجد دسيمې مشر رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ويلي ووچې : زما او ستا تر منځ درې خبرې دي , لومړى داچې : دكليو او بانډو مشري به ستا وي ,او دښارونو مشربه زه يم ,دوهم داچې ترخپل ځان وروسته ما خليفه كړه ,كه دانه منل كيږي نودريمه خبره داچې ټول غطفان به راټول او سخت بريد به درباندې وكړي .
كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له ابو براء سره اويا تنه صحابۀ كرام واستول ,او هغوی بئر معونه نومې ځای ته ورسيدل , نو دحضرت حرام بن ملحان رضى الله عنه په لاس يې درسول الله صلى الله عليه وسلم ليك همدې عامر ته واستاوه عامر حرام رضى الله عنه شهيد كړاو له شاو خوا كورنيو نه يې يولښكر تيار كړ ,عامر له همدې لښكر سره دبئر معونه په لورې راروان شو ,صحابۀ كرام رضى الله عنهم دحضرت حرام رضى الله عنه دراتلو په هيله وو خو داچې ځنډ يې وكړ نو ورپسې روان شول ,په لاره دعامر له لښكر سره مخامخ شول ,دعامر لښكر دوی ټول ونيول او هلته يې شهيدان كړل ,خو يو تن عمرو اميه ترې ژوندى پاتي شو ,او هغه هم داسې چې عامرورته وويل چې زما مور ديوه مريي دازادولو نذر منلى وو نو زه تا ازادوم .
رسول الله صلى الله عليه وسلم چې له نوموړې پيښې خبرشو نو ډير وغميده ,او يوه مياشت يې دسهار په لمانځه كې دې تيرى كوونكو ته ښيراوې كولې .

درجيع پيښه :

دبير معونه له پيښې سره نژدې درجيع پيښه هم يوه زړه دردوونكې پيښه ده .
دعضل او قاره دكورنيو څو تنه راغلل او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې عرض وكړ چې له مونږ سره يوڅو تنه دتبليغ لپاره وليږه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ورسره دحضرت عاصم بن ثابت په مشرۍ لس تنه صحابۀ كرام واستول ,كله چې دا مبلغين رجيع نومې ځای ته ورسيدل نو دې كسانو ورسره ټګي وكړه ,اودبنو لحيان كورنۍ يې ولمسوله ترڅو دا مبلغين شهيدان كړي ,هغه وو چې دبنو لحيانو دوه سوه كسان ورپسې راووتل خو دا مبلغين ورڅخه يوې غونډۍ ته وختل ,كفارو ورته وويل راښكته شئ مونږ تاسې ته پناه دركوو ,حضرت عاصم رضى الله عنه ورته وفرمايل :مونږ له كفارو څخه پناه نه غواړو جګړه ونښته او دامبارك مبلغين شهيدان شول ,يواځې دوه تنه حضرت خُبيب او حضرت زيد رضى الله عنهما دكفارو په خبره تيروتل ,او له غونډۍ څخه راښكته شول ,دښمنانو دهغوی مټې وروتړلې او مكې ته يې بوتلل .
څنګه چې حضرت خُبيب رضى الله عنه داحد په جنګ كې حارث نومې كافر وژلى وو ، نو نوموړى هم دحارث زامنو واخيست ,څو يې دخپل پلار په كسات كې ووژني ,كله چې دې كسانو حضرت خُبيب رضى الله عنه دوژلو په موخه دحرم له پولو څخه دباندې بوتلو ,نو حضرت خُبيب رضى الله عنه ورته وفرمايل : اجازه راكړئ چې دوه ركعته لمونځ وكړم , وژونكو ورته اجازه وركړه ,حضرت خُبيب رضى الله عنه دوه ركعته لمونځ اداكړ اوورته وويل : زما زړه غوښتل چې ډير لمونځ وكړم خو ستاسې به داخيال شي چې له مرګه ويريږي (ځكه نو په همدې دوو ركعتونو بسنه كوم ) .
له همدې مهال راپديخوا چې څوك وژل كيږي نو تر وژل كيدو مخه دوه ركعته لمونځ اداكول ورباندي سنت بلل شوي ترڅو دحضرت خبيب رضى الله عنه داياد په امت محمدي كې ديوه ښندونكي دښندوينې د علامې په توګه تر قيامته پورې جاري پاتې شي .
دشهادت نه لږ وړاندې حضرت خُبيب رضى الله عنه داشعر ووايه :
لستُ اُبالِي حِينَ اُقتَلُ مُسلِمًا .............. على اَيِ شِقٍ كانَ لِلهِ مَصرَعِ .
وذالك في ذاتِ الاِلَه ِوَاِن يَشَأ............. يُبارِك على اوصالِ شِلوٍ مُمَزَعِ .
ژباړه :كله چې زه دپالونكي څښتن په لاره كې وژل كيږم نو بيا هيڅ پروا نلرم چې په كوم اړخ به ووژلى شم .او كه خدای وغواړي نوزما په غوڅو اندامونواو بندونو به بركت وكړي .
حضرت زيد رضى الله عنه بيا صفوان بن اميه دوژلو لپاره واخيست ,دهغه دوژلو پر مهال دقريشو ډيرو مشرانو دهغه ننداره كوله . كله چې وژونكي توره راواخيسته ,,ابو سفيان وويل :ريښتيا ووايه ! كه پدې مهال كې ستا په ځای محمد (صلى الله عليه وسلم) وژل كړل شوى وای نو داكاربه تا خپله نيكمرغي نه وه ګڼلې ؟
حضرت زيد رضى الله عنه ورته وويل : زما دې په خدای جل جلاله لوړه وي ,چې زه پدې خبره هم سر وركولو ته تيار يم چې دمحمد صلى الله عليه وسلم په پښه كې اغزى ولاړ شي , په همدې مهال كې دصفوان مريي (نسطاس ) دهغه سر وواهه .
انا لله وانا اليه راجعون .

دبنو نضيرشړل :

له يهودانو سره داتړون هم شوى وو چې كه دكومې وينې بيه دمدينې په هستوګنو راتله نو هره كورنۍ به خپله ونډه وركوي ,كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوو تنو دوينې دبيې دوركولو لپاره بنو نضير ته ورغى , نو كه څه هم په ښكاره ډول خو يهودانو دا غوښتنه ومنله ,خو په پټه يې يو سړى چې عمرو بن حجاش نوميده ,دخونې دوهم پوړته خيژولى وو ,او ورته ويلي وو چې محمد (صلى الله عليه وسلم )دهمدې خونې سيوري ته ولاړدى ,له هغه بامه ډبره ورباندې راواچوه ترڅو ووژل شي ,خو رسو ل الله صلى الله عليه وسلم ته دا دسيسه كشف شوه اوپه سملاسي ډول مدينې ته ولاړ .
همداراز بنو نضير له قريشو سره دمسلمانانو په خلاف په يوه بله دسيسه كې هم ګډون درلود چې دمسلمانانو پټ ځايونه يې ورته ښودلي وو ,سربيره پر دې ديهودو همدې قبيلې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو پيغام هم رااستولى وو چې له ديرشو كسانو سره راشه او مونږ به هم ديرش تنه پوهان درولو ,كه هغوی ستا خبرې ومنلې نو مونږبه هم اسلام راوړو .رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا څرګنده وه چې دوی دبغاوت هوډ كړى ,نو په ځواب كي يې ورته وويل : تر څو تاسې له ما سره يو بيل تړون نه وي كړى زه په تاسې باور نلرم .بنو نضير دتړون له كولو په شا شول ,سره له دې چې د دوی ديني ورونو (بني قريظه )همداسې تړون كړى وو .
بل ځل يې بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم ته پيغام راوليږه چې ته هم درې كسان راوله مونږ به هم درې كسان پوهان درولو نو كه هغوی ستا خبر ومنله نو مونږ به هم اسلام راوړو ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغوی دا خبره ومنله ,خو په لاره چا خبر وركړ چې يهود توري په لاس درته ولاړاوستا دوژلو اراده لري .
دبنو نضيروددې شرارتونو لامل داوو چې يو خو ددوي كلاوي ډيري كلكي وې او له جنګ څخه نه ويريدل , اوبل دوي ته دمنافقينو مشر عبدالله بن ابى ټټر وهلى وو چې دچا خبره مه منۍ كه جګړه ونښته نو بني قريضه به هم ستاسي ملاتړ وكړي او زه به هم له دوو زرو كسانو سره ستاسې ملاتړ ته درودانګم .خو كله چې اسلامي لښكر درسول الله صلى الله عليه وسلم په امر د دوی كلاګانې محاصره كړې نو نه يواځې داچې بنو قريضه يې ملاتړ ونه كړ بلكه دمنافقينو رئيس عبدالله هم په ښكاره ډول له مسلمانانو سره دجګړې كولو ځواك نه درلود .
محاصره پنځلس ورځې اوږده شوه ,په پای كې بنو نضير پدې راضي شول چې هرڅومره سامان په اوښانو وړای شي هغه دې يوسي او له مدينې څخه دې جلا وطن شي .
ديهودو دنوموړې كورنۍ ډير كسان خيبر ته ولاړل ,او په هغوی كې سلام بن ابي الحقيق ,كنانه بن الربيع ,او حيي بن اخطب غوندي يهودي سرداران هم وو ,چې په خيبر كې يې دومره درناوى وشو ,چې دخيبريهودانو هم دوی دخپلو مشرانو په توګه ومنل .
دهجرت په څلورم كال دربيع الاول په مياشت كې بنو نضير وشړل شول ,او مسلمانانو ته له دوی څخه پنځوس زغرې ,پنځوس خولونه ,او درې سوه څلويښت توري په غنيمت پاتې شوې . والحمد لله على ذلك .

دخندق غزا :

كله چې بني نضير له مدينې نه ووتل ,نو داسلام پر خلاف يې په يو لوی سازش لاس پورې كړ , لومړى د دې يهودو مشران مكې ته ولاړل او قريشو ته يې وويل : كه تاسو راسره مرسته وكړئ نو مونږ به دمسلمانانو جرړې وباسو ,قريشو همدا ورځ غوښتله . دهمدې ليدنو كتنو پايله دا شوه چې قريشو خپل او يهودو خپل سوګندي سره راټول كړل ,څو تر 24000 ډير پوځ په مدينه باندې دبريد كولو لپاره چمتو شو .
رسول الله صلى الله عليه وسلم چې خبر شو نو له صحابۀ كرامو سره يې مشوره وكړه ,دحضرت سلمان فارسي رضى الله عنه په رايه دخندق په كندلو پريكړه وشوه ,دمدينې ښار دريو لورو ته كلاګانې او ونې درلودې خو شمال لورې خلاص وو,همدې لورې ته دخندق په كندلو پيل وشو .رسول الله صلى الله عليه وسلم دخندق نقشه پخپله وښودله ,په اوسني حساب دا خندق شپږ كلو متره اوږد او پنځه شرعي ګزونه كډى وو.
دهجرت په پنځم كال د ذي قعدې د مياشتې په اتمه نيټه دخندق كار پيل شو ,رسول الله صلى الله عليه وسلم هرو لسو تنو ته لس ګزه ځمكه دكندلو لپاره معلومه كړه ,او پخپله هم په كار لګيا وو ,صحابه و به دكار په ترڅ كې دا ترانه ويله :
نحن الذين بايعو ا محمدا ....................على الجهاد ما بقينا ابدا .
مونږهغه كسان يوچي له محمد صلى الله عليه وسلم سره مو تر خپله ژونده پورې دجهاد كولو بيعت كړى .
رسول الله صلى الله عليه وسلم به ورته په ځواب كي دادعابدرګه كوله :
اللهم لا اجر الا اجر الآخرة .................فاغفر الانصار والمهاجرة .
اجرخو دآخيرت غوره دى نو اى خدايه ته بښنه وكړه انصارو اومهاجرو ته .
كه څه هم دوي به دلوږي له كبله په نسونو پوري كاڼي تړلي وو , خو بياهم دخندق كار په شلو ورځو كي د دريو زرو تنوپه مباركو لاسونو پاي ته ورسيده .
مسلماني ميرمنې او ماشومان دښار خوندي كلاګانو ته بوتلل شول ,او هلته دبنو قريظه ديهودو دبريد له ويرې دوه سوه تنه دحضرت سلمه بن الاكوع رضى الله عنه تر مشرۍ لاندې سنګري شول ,نور لښكر د(سلع ) نومې غونډۍ په لمن كې مورچې ووهلې . دمسلمانانو په لښكر كې ځينې منافقين هم وو ,چې په يوه او بله بهانه به يې اجازه غوښتله ,او دلښكر له صفونو څخه به وتل ,اودنورو يهودو په لمسون بنو قريظه هم دمسلمانانو په مقابل كې ودريدل .
كله چې دابو سفيان په مشرۍ دكفارووسله وال لښكر په خورا جوش او جذبه مدينې ته راورسيدل نو له خندق سره مخامخ هك پك پاتې شول . دخندق خوا ته يې خيمې ووهلې ,او له هغه ځايه به يې غشي ويشتل ,خو دوه ځلې سخته نښته هم وشوه ,يو ورځ داسې چې دكفارو مشرانو ديوې يوې ورځې دجګړې لپاره ټټرونه ووهل ,او هره ورځ به يې بې شميره غشي دمسلمانانو په لورې ويشتل .
دوهم ځل دتيري كوونكي لښكر وتلي اتلان له خندق څخه راپورې وتل ,او دننه لورته په جګړه لګيا شول ,په دوی كې عمرو بن عبدود ,نوفل او ضرار هم وو ,خو د دوی په مقابل كې حضرت علي او حضرت عمر رضى الله عنهما په خورا ميړانه وجنګيدل ,عبدود او نوفل ووژل شول او ضرار په تيښته بريالى شو . دا ورځ خورا سخته ورځ وه ,مشركينو له هر لورې غشي ويشتل ,په همدې ورځ له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پرله پسې څلور لمونځونه قضا شول ,ځكه دغشو دباران له كبله هيچا هم له خپل سنګر څخه سر نه شوای راپورته كولای , څومره چې جګړه اوږديدله هغومره كفار وارخطا كيدل ,ځكه د څلرويشت زره پوځ توښه اوخرڅ مخ په تماميدو وو .
دپالونكي څښتن په قدرت يوه شپه داسې باران او ږلۍ ووريده چې دمشركينو دخيمو مراندې يې غوڅ ,او دخوراك څښاك لوښي يې په بل لورې ورته واړول ,په همدې حال كې مشركين په دې ويره كې وو چې مسلمانان بريد ونه كړي ,نو په سبا يې دماتي او بيرته تلو نغاره وغږوله ,پدې توګه له يوې مياشتې محاصر ې څخه وروسته مدينه له كلابندۍ څخه خلاصه شوه ,د دې تيري كوونكي لښكر په وارخطايۍ كې دنعيم ابن مسعود اشجعي كردار هم دستاينې وړدى .
ابن مسعود يو غطفاني رئيس وو ,نوموړى مسلمان شوى وو خو يهود او قريش ورباندې خبر نه وو,او ده ورسره اړيكې درلودې , ابن مسعود بنو قريظه يهودوته چې لا په مدينه كې وو وويل : تاسې او مسلمانان ديوه ښار اوسيدونكي ياست ,كه قريش او نور يهود ماتې وخوري نو ستاسي ژوند سختيږي ,ددې لپاره چې قريش تل در سره مرسته ولري له هغوی څخه څو تنه يرغمل كينوئ ,بيا قريشو ته ورغى او ورته ويې ويل : بنو قريظه په تاسو باور نلري هغوی وايي كه تاسو له مونږ سره په ژمنه ولاړياست نو څو تنه راسره ګرَو (يرغمل) واوسئ .
قريشو چې داخبره واوريدله په بنو قريظه پې باوره شول ,او دازموينې لپاره يې ترې وغوښتل څو د شنبې په ورځ په مسلمانانو بريد وكړي ,يهودو مخالفت وكړ چې پدې څه سره د دوې تر منځ بې باوري لاهم ډيره او دقريشو ملا سسته شوه .
دخندق دجنګ دوهم نوم احزاب هم دى ,ځكه پدې جنګ كې دعربو او يهودو ډيرو كورنيواو ډلو ټپلو ګډون كړى وو,پدې جنګ كې شپږ تنه مسلمانان شهيدان او اته تنه مشركين ووژل شول ,خو د(اَوس )دكورنۍ مشر او دانصارو يو غښتلى مټ حضرت سعد بن معاذرضى الله عنه پدې جنګ كې ټپي اوڅوورځې وروسته دهمدې ټپ له امله په شهادت ورسيده . انالله وانا اليه راجعون .

دبنو قريظه پای :

له يهودو سره چې كوم تړون شوى وو نو بنو قينقاع هغه دبدر او بنو نضير داحدپه ورځ مات كړ, له همدې كبله دادواړه يهودي كورنۍ له مدينې څخه جلا وطنې شوې .بنو قريظه دخندق غزا په پيل كې دمسلمانانو لورې ونيو ,دجنګ په جريان كې يوه يهودي ځان هغه كلاوو ته ورساوه چيرې چې مسلمانې ميرمنې او ماشومان اوسيدل ,هلته حضرت حسان رضى الله عنه پهره كوله ,خو داچې په جنګ كې ديوې پيښې له كبله يې ونه شوای كولای هغه يهودي ووژني ,حضرت صفيي رضى الله عنها دحضرت حمزه رضى الله عنه خور بي بي هغه يهودى وواژه ,توره يې ترې په غنيمت كې واخيستله اوسر يې دكلا شاته وغور ځاوه , يهود پوه شول چې دلته هم وسله وال كسان شته ځكه يې نو بريد ونكړ .
دجنګ په مهال كې رسول الله صلى الله عليه وسلم دبنو قريظه يهودوته حضرت سعدبن معاذ او حضرت سعد بن عباده رضى الله عنهما ورواستول ,څو هغوی ته ليكل شوى تړون ورياد كړي ,خو هغوی وويل محمد څوك دى او تړون يې څه شى دى ؟
ځكه نو دې يهودو دخندق په جنګ كې عملا برخه واخيسته ,او دماتي پر مهال يې هم داسلام لوی دښمن ,دبنونضير دجلاوطن شوو يهودو مشر حُيَي بن اخطب له ځانه سره راوست ,حُيَي بن اخطب دجلاوطنۍ په مهال ژمنه كړې وه چې دمسلمانانو په خلاف به دچا مرسته نه كوي ,خو په نوموړي جنګ كې يې نه يواځې داچې دقريشو مرسته يې وكړه بلكه دمسلمانانو حليف (سوګندي) يهود بني قريظه يې هم جنګ ته ولمسولو .
دخندق دجګړې په پای كې رسول الله صلى الله عليه وسلم امر وكړ چې وسلې مه ږدئ او په بنو قريظه بريد وكړئ ,دلښكر په وړاندې حضرت علي رضى لله عنه دهغوی كلاګانو ته ور سيد,كه بنو قريظه بيا هم د روغې جوړې لاره نيولې وای شوني وه چې امان يې موندلى وای ,خو دوی دجنګ تياري نيولې وه ,او دحضرت علي رضى الله له رسيدو سره سم يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په شان كې ستغې سپورې وويلې .
درسول الله صلى الله عليه وسلم په امر يې كلاګاني محاصره شوې ,او دا محاصره تر يوې مياشتې اوږده شوه ,په پای كې يهودو وويل هره پريكړه چې سعد بن معاذ رضى الله عنه وكړي مونږ يې منو ,(هغه مهال حضرت سعد بن معاذ رضى الله عنه زخمي وو شهيد شوى لا نه وو , ) يهودو فكر كاوه چې له سعد رضى الله عنه سره د هغوی د نيكيو له امله چې ښايي په يوه مهال به يې ورسره كړې وي له كبله ممكن حضرت سعد د دوی په ګټه يوه پريكړه وكړي خو داسې ونه شول بلكه : حضرت سعد بن معاذرضى الله عنه پريكړه وكړه چې دبنو قريظه يهودو جګړه مار كسان دې ووژل شي ,ښځي او ماشومان دې بنديان او مال دې غنيمت ونيول شي .
داپريكړه حضرت معاذ رضى الله عنه دتورات له حكم سره سمه وكړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ته به چې په هغه مهال كومه خبره ښكاره نه وه راغلې نو دتورات احكام يې عملي كول ځكه يې نو پدې پريكړې سره حضرت سعدرضى الله عنه ته وويل چې تايوه اسماني پريكړه وكړه . د بنو قريظه يهودو دا پريكړه ومنله او ځانونه يې دوژلو ځای ته حاضر كړل , ددې پريكړې په كولو سره دبنو قريظه مسأله پای ته ورسيده .

بېرته شاته