ددواړو اخترونو (كوچني او لوی) لمونځونه دوه دوه ركعته كول واجب دي .او د دواړو لمونځونو لپاره اذان او اقامت نشته .
داداكولو طريقه يې څه داسې ده :
تر هرڅه له مخې دې داسې نيت وكړي �
زه دعيد الاضحى يا عيد الفطر لمونځ سره له هغو شپږو تكبيرونوچې واجب دي په ما باندې پدې امام پسې كوم مخ مې كړى لورې دكعبې ته .
بيا دې لاسونه غوږونو ته پورته كړي او (الله اكبر)دې ووايي او لاسونه دې تر نامه لاندې وتړي او ثناء
(سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك ولااله غيرك)
دې ووايي بيا دې لاسونه غوږو ته پورته كړي او (الله اكبر) دې ووايي او لاسونه دې ايله پريږدي دا لومړى تكبير شو , بيا دې په دوهم ځل (الله اكبر) ووايي او لاسونه دې غوږو ته يوسي او بيا دې ايله پريږدي دا دوهم تكبير شو , بيادې په دريم ځل (الله اكبر ) ووايي او لاسونه دې غوږو ته يوسي او پدې ځل دې لاسونه تر نامه لاندې وتړي دا دريم تكبير شو , اوس به نو امام قرأت پيل كړي او دنورو لمونځونو په څير به دا ركعت پوره كړي .
كله چې دوهم ركعت پيل شي نو امام به قرأت ووايي او دقرات له فراغت نه وروسته دې (مخكې تردې چې ركوع ته ولاړ شي ) لاسونه غوږو ته پورته كړي او (الله اكبر) دې ووايي او لاسونه دې ايله پريږدي دا لومړى تكبير شو ,بيا دې لاسونه غوږونو ته پورته كړي او (الله اكبر)دې ووايي او لاسونه دې ايله پريږدي دا دوهم تكبير شو, ,بيا دې په دريم ځل بيا (الله اكبر) ووايي او لاسونه دې غوږو ته پورته كړي او ايله دې كړي دا دريم تكبير شو, بيا دې بې له لاس پورته كيدو (الله كبر) ووايي اوركوع ته دې ولاړشي .بيا دې دغه ركعت هم دنورو عادي ركعتونو په څير پوره كړي .
بيا دې امام خطبه ووايي او خلك دې پټه خوله كيني او خطبه دې واوري ,ځكه چې ددې خطبو اوريدل هم واجب دي . په اخترونو كې هم دجمعې په څير دوه خطبې دي , اوامام ته ددواړو خطبو تر منځ ناسته سنت ده .
والله تعالى اعلم باالصواب

بېرته شاته

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more