د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

سفر کټواز ته

hamid khan afghnyar
24.07.2013

نن د کټواز سفر ليکم، هغه وخت چې پدې لاره ورتلم، ګردونه پورته وو، يواځې د شنه سهار خړه په سيمه خپره وه او غرونه ښکلي او صفا ښکارېدل، ډېرى خلک ويده وو د نن يې هېڅ فکر هم نه کاوه خو نن په هغه سفر کلونه اوښتي، په غرونو ګرد پروت دى او لمر د کټواز لويديځي غره ته نږدې شوى، خو هماغه راز لا کيسې کوي، کيسې کيسې کيسې.
کټواز يواځې په مازيګر کې ښه نه ښکاري، سهار چې لمر را پورته شوى وو تر ټولو ښه ځلېده، اوس چې لمر په غره کېني ته يې هم په دوړو پسې مه ګرځه.
هغه بل سهار چې لمر له غره نوى راپورته شوى وو، په شنو ونو کې آرام وږم لګېده او د مرغانو او چڼچڼکو غږونه آرام آرام په ځنګل خپرېدل، لارې آرام ښکارېدې، بيروبار پرې ډېر نه وو...
غرمه شوه نوې کورنۍ د هندوکش له هغې خوا څخه راغلې وه او دلته د غره په لمن کې ميشت شوې وه، د کورنۍ غړو په سترګو د لاس سيورى جوړ کړى وو او وړاندې يې شنو درو ته کتل، ښايي د څارويو د څرولو لپاره به يې ځايونه لټول، خو لاره آرامه شوې نه وه، څو سهاره وروسته نورې کورنۍ راتللې او دلته ميشت کېدلې، کټواز ته په ورغځېدلو لارو ګردونه مالومېدل او هره ورځ نوې نوې کورنۍ د هندوکش د غره له ها پلو څخه راتلې او د اسپو له سوو پورته کېدونکې دوړې يې له ليرې ليرې سيمو لېدل کېدې، ښکلي شنه ځايونه او شنې درې يې نيولې او هلته يې ژوند پيل کړ.
دا وخت نو نړۍ د حضرت مسيح عليه سلام راتګ ته سترګې په لاره وه، خو دې خواته يې څوک زيات په کيسه کې نه وو ښايي په راتګ سره يې هم ژر ترې نه واى خبر شوي، هماغه وو چې د هغه په راتګ سره لاډېر وخت تېر شوى وو چې يو چا يې خبر راووړ چې يو څوک حضرت عيسى نوميږي او پيغمبري لري، يوې ډلې خلکو چې لرګي يې په لاس کې وو شاوخوا وکتل خو څه يې ونه ويل.
هغه وختونه خو مو هم ښه په ياد دي چې د کټواز د غرونو په سرو به چې د لمر د کېناستو وخت شو نو د عبادت چيغې به شاوخوا پورته شوې، لمر به د غره سر ته نږدې کېده او خلکو به د مازيګر په خړه کې ورته د بندګۍ سرونه ټيټ کړل، د بتانو لپاره يې به يې چې سرونه ټيټول او هره شپه به يې د ژوند له خړو جونګړو د دېګونو بويونه پورته وو او د ځمکې قلبې او د مالونو څرولو به ستړي کړي وو او په يوه ډډه لګولو به يې ټوله ستړيا ايستله.
هغه وخت چې د اسلام لمر په نړۍ راپورته شو دې خوا ته د اسلامي لښکر راتګ مو هم ښه په ياد دى، هغه لړزه چې د دې غرونو په کاسه کې د ميشتو خلکو په زړونو ګډه شوې وه، له هغو سترو غرونو شاته چې اسلامي لښکرو به زورونه وهل او د اسلام بيرغ به يې وړاندې ووړ بېرته به يې دلته دمه جوړوله، دېخوا ته تر بلخه پورې په سپېرو دښتو او د تقريباً ټيټو غرونو ترمنځ داسلامي لښکر تګ راتګ او سپور بيرغ هم د ټولو په ياد وو.
دا نږدې وختونه چې دلته د کټواز په څنګ کې د غزنويانو امپراتوري جوړه شوه، اوس هم زما له ذهنه نه وځي، د دې کاسې خلکو چې د دې ترک امپراتورانو کارنامې ستايلې او د خپل نامسلمان ګاونډي په لور يې دهغوى په تاخت او تاز افرين وايه هم ښه خوږ وخت وو، زه لکه چې پدې سيمه کې هان له هغه وخته بوڅ ناست يم او د تاريخ په صفحه ناليکل شوي توري لولم ښه مې په ياد دي چې د دې سيمې په دا بل څنګ کې د غوريانو اقتدار د خلکو په زړونو لړزه ګډه کړې وه، موږ به هغه وخت ويل چې د فيروزکوه پاچايان غواړي ټوله سيمه ونيسي او چا به باور کاوه چې يوه ورځ به دې اوسپنيزو پاچايانو ته غوسه ورځي او په کټواز سيمه کې به غزنوي امپراتورۍ سره غيږه نيسي.
هغه سهار مې هم په ياد دى چې سپين ږيري دېوال ته ډډه وهلې وه او آرامې آرامې يې کيسې کولې، لمر نور غره ته نږدې کېده او هغه ويل چې د غزني پاچا خپل غوري سيال او زوم چې غزني ته ورتښتېدلى وو له خپل سپه سالار سره وژلى دى، شاوخوا خلکو په يو غږ وويل:
- څه وايې ؟ ولې؟ !!
ډېر خلک يې ښايي نه وي حيران کړي خو د غوريانو منډه چې په غزني يې را واخيسته د دې سيمې ټولو خلکو وليده خو غوريان يې څرنګه مات کړل...
هغه خو يې پرېږده کله چې علاوالدين په دې سيمه را منډه کړل لکه چې په خپلو غوږونو د يو سپين ږيري له خولې اورم چې په غزني کې يې اوربل کړى وي او ټول غزنوي پاچايان يې له خاورو را ايستلي وي، عجيبه وه د کټواز او غور خو د يو قوم يوې ژبې او يو مذهب خلک وو خو څومره غوسه ورغلې وه چې دا سيمه يې تر بسته پورې ټوله وسوځوله...
د غزني پاچا هغې جګړې ته خپل ځوى استولى وو، هغه کيسه مې هيڅ نه هيريږي چې خلکو به کوله او ويل به يې چې غزنوي پاچا علاوالدين ته خبر واستاوه چې له موږ سره جګړه مه کوه موږ فيلان لرو، هغه په ځواب کې ورته وويل چې که تاسې فيلان لرئ موږ خرميلان لرو او همدا د کټواز سيمه وه چې د دواړو لورو جګړه پکې ونښته.
د هغې جګړې ګردونه پورته کېدل او د شاوخوا غرونو يې په آرامۍ ننداره کوله، د غزنوي د پاچا زوى په جګړه کې ووژل شو او د غوريانو يو خرميل هم په جګړه کې مړ شو هغه بل خرميل بسته فيل وواژه او مخ په غزني يې پسې رامنډه کړه.
هغه شپه مې هم په ياد ده چې د کټواز له ټيټو غرونو څخه په غزني امپراتورۍ دا پوځونه راوتل او دوړو يې ټوله سيمه پټه کړې وه.
د کټواز د ښکتنۍ لمنې هاخوا د نامسلمان هند خلکو ته د غزنوي په کارنامو څومره خلک خوشحال وو، د شپې ماخوستن چې به خلک په ډوډۍ راټول شول او هند ته به يې د غزنوي لښکر د ورتګ کيسې کولې، خو اوس يې وروستى پاچا د غوريانو په لاس هماغه هند ته تښتېده...
دا ټولې کيسې غرو کولې ريښتيا کيسې به يې کولې، کيسه کيسه کيسه ...
ريښتيا هغه د غياث الدين غوري کيسه مې له ياده ونه وځي کله چې يې د هند په لوري د تلونکي لښکر د اسپو د پښو ګردونه د کټواز په خوا کې پورته کېدل ټولو يې ستاينه کوله، د شهاب الدين د زړورتيا او هند ته د هغوى د بيرغ په ورتګ د هغوى د خوشحاليو کيسې تر ډيره په دې غرونو او دښتو کې ګويا وې.
د ويرې کيسې هم ډېرې دي، هغه ويره او ډار چې له کټواز او غرونو يې تېرېده او زړونه يې رېبل د هغه کيسې هم د خلکو په خولو تر ډېره روانې وې، چنګيز او مغول يې ورته ويل، خلک به ترې پټېدل او د بې رحمۍ کيسې به يې هره شپه د اور د لمبو په شاوخوا کې په فضا کې ګرځېدې.
څه به درته ليکم، ګرانې هغه سيمه ټوله ويره او خوښي وه، کله غم کله ډار او کله هم د ميړانې د درس ټاټوبى... بياوايم کيسې کيسې کيسې وې.
هغه خلکو چې د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا خبرونه يې د هغوى قوم ته راوړل په دې سيمه کې به يې څرنګه هرکلى کېده، کوم کوم استازي به يې په څه خوښيو لمانځل او څه خوښۍ وې چې نه يې کولې.
د خپلواکۍ غږ ډېر خوږ وي د افغانستان د خپلواکۍ غږ يې پدې خلکو وکړ او څه نارې به نه وهل کېدې او څه خوشحالۍ وې چې نه کېدې.
خو د غم ورځې مو هم په ياد دي، د کټواز په ښکتنۍ برخه کې چې انګريزانو خېټه اچوله او پدې سيمه يې د کابل د اميرانو په خوښه کرښه راکاږله، خلک زيړي لمر ته مازيګر ناست وو، د چا تسبيح په لاس کې وې او چا کيسې کولې، د کابل اميرانو په دې خبره چې دا پښتانه تاسې انګريزانو ته درکوو تبصره يې کوله، هغه سپين ږيرى له ځايه پورته شو ، کالي يې وټک وهل او سر يې وخوځاوه آرام يې وويل:
- دا به تاريخي اشتباه وي
ډېر مازديګري همداسې تير شول، چا يې د نه منلو کيسې کولې چا به ويل چې اړ يو خو والله که زه هم پوهېږم اوس هغه دي ټول ريښتيا شول.
زه هم کله کله باور نه کوم
خو ...
اوس لمر غره ته نږدې شوى ... ګردونه هم د ډېرېدو په حال کې دي
***


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more