د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

یکې خانه ګیل است، دیګرې خانه دل است [یو د خټوکور دئ او بل د زړه کور دئ]

اتل
21.06.2013

د فورم ډیرو درندو ګډونوالو، اسلام علیکم
نن بیا د اسلام او مسلمانانو په حریم تیرئ شویدئ، او د خدای پهخونه، او د مسلمان په مینه یې ګذار کړیدئ.
په موږ مسلمانانو کې، مکه مکرمه او مسجدونه د خدای کورونه بلل کیږي. دغه دواړه په اسلام کې ډیر مقدس اماکن ګڼل کیږي، او دواړه د الله جل جلاله د فرض عین عبادت د ادا کولو مراجع دي.

خو دغه دواړه مقدس اماکن د الله دپاره د عبادت د خټو کورونه دي، او فزیکي حضور لري، چې کیدای شي د اسلام او مسلمانانو دښمنان تاوان ورورسوي.
خو د الله جل جلاله هغه کورونه چې ماورا او غیر جسمي موجودیت لري، هغه د الله دمیني او محبت هغه والا اماکن دي چې د پروردیګار عالمیان او اسلام جذبه داسې پکې اخښل شویده، چې هیڅ انساني قدرت هغو ته د لاس رسي توان او قدرت نلري. دغه مقدس اماکن زموږ عقاید،اذهان او تعقل دي چې زموږ په اندروني چاپیرچل کې شپه او ورځ دالله او اسلام د ذکر غړنکې وهي. دا غیر فزیکي کورونه د مسلمانانو زړونه دي چې د الله په مینه مست دي، البته نه فزیکي زړونه، بلکه د خیالاتو، تصوراتو، ادراک، فهم او تعقل او اسلامي عقیدوزړونه چې هیڅ ترورست او د اسلام غلیم هلته لاره نلري. یوازي ابلیسان زموږ زړونو ته وسوسه راوړلئ شي، خو د قوي اسلامي جذبې له برکته د شیطان وزورونه هم په دې اسلامي حریم کې سوزیږي. ځو هغه شیطانان چې د ترورستانو په جامه کې راخي، بیا د الله جل جلاله فزیکي کورونه یعنې مسجدونه وراونولې شي،خو دغه مساجد موږ مسلمانان بیا بیا آباددولئ شو. خو د اسلام دښمنان بیا خپله دغه کناه څنګه توغلئ شي؟
========
پېښور: جومات کې ځانمرګي برید ۱۴ کسان ووژل
د پېښور څمکنۍ تاڼې په حدودو کې د حسینیه په یو جومات نن د جمعې تر لمانځه مخکې یوه ځانمرګي برید خواوشا ۱۴ کسان وژلي او ۲۷ نور یې ژوبل کړل.

د پېښور د ډي سي او ( ضلعي انتظامیې افسر ) جاوید خان هم له رسنیو سره په په خپلو خبرو کې وویل، دا یوه ځانمرګې حمله وه او بریدګر د جومات په محراب کې خپل ځان والوځولی.
په پېښه کې ژوبل شوي کسان لیډي ریډنګ روغتون ته د درملنې لپاره لیږل شوي دي او په روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

د روغتون چارواکي وايي چې دوی ته تر اوسه د چاودنې اته تنه مړي او ۳۰ ژوبل کسان وروړل شوي دي.

دجمعې د مانځه پرمهال په یاد جومات کې د پنځو سوو په شاوخوا کې لمونځکونکي موجود وي.


صبور
10.07.2013

برادر محترم اتل صاحب امیدوارم که سلامهای گرم و مملو از محبت بنده را قبول فرمایید،
این موضوع را که شما یاد کرده اید، بیحد یک موضوع مهم و باارزش است، اگر ما بخوبی متوجه شویم در جهان امروز خواهیم دید که گروه های منافق مانند القایده، لشکرجنگوی، وهابیهای گمراه و بخشی از طالبان که مزدوری بیگانگان را میکنند، کوشش دارند که اسلام عزیز را از داخل خراب کنند. اما این جاهلان خبر ندارند که صاحب و نگهبان اصلی این دین (اسلام) خود حق تعالی میباشد.
شیعه و سنی هردو یک معبود (الله (ج))، یک کتاب مقدس (قرآن کریم) و یک پیغمبر اکرم، خاتم المرسلین، اشرف الانبیأ حضرت محمد مصطفی (ص) را پیروی میکنند.
این موضوعات که مارا بجان همدیگر اندازند، کدام موضوع نو نیست، از سالهاست که این منافقان کوشش میکنند، اما مسلمان واقعی میداند که اهداف و پلانهای این بیدینان چه است.
بازهم وظیفهء ما منحیث یک فرد مسلمان اینست که ازین گونه شیطنت ها و فتنه اندازی ها بپرهیزیم و همچنان به برادران و خواهران دینی خود معلومات بدهیم.
تا باشد که آنها بدانند که در جهان ما گروه های وجود دارند که به بسیار منافقت و بیشرمي، شب و روز میکوشند که اسلام این دین برحق را از داخل تخریب کنند، برما فرض است که چهره های این خاینین را به مردم خود آشکارا سازیم.

بااحترام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more