د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبان څوک دي?

هجران
18.06.2013

طالبان څوک دي
كله چي دافغان مظلوم خوغیورملت دڅه باندي یوې لسیزي سپېڅلي اوبرحقي مبارزې په پایله کي دوارسابلاك نسكورسواو۱۹۹۲زداپریل په میاشت کي یې په کابل کي لاسپوڅی رژیم هم وشوړید،نوپه خلګوکي یې دخپلواکۍ ،امنیت ،پرمختګ او اسلامي واکمنۍ مړاوي هیلي یوواربیاراتازه کړې ،مګربدبختانه چي دافغان مسلمان مجاهد ولس دهیلواوارمانونوپرخلاف دځينو جاه طلبوجهادي عناصرواوتنظيمونوترمنځ دګاونډيانواونړيوالوپه لمسون اوسازش دچوكۍ پرسرداسي خونړۍ شخړي پيل سوې چي دكابل ښايسته ښار یې په كنډواله بدل كړاو يوازي پدې ښار كي يې شپېته زره (۶۰۰۰۰)ولسي هيوادوال شهيدان كړل . دهيوادپه كچه دعامه تاسيساتوورانول ،دملي اوشخصي شتمنيوچوراوتالان اوپرملي نواميسو اواسلاميارزښتونوتېريودورځنيوعادي پيښوبڼه غوره كړه .دغه رازهيواد ته تازه راستانه سوي مهاجرين يې يووابياګډوالۍ ته اړايستل .
خورښتينومجاهدينوديادوناخوالودختمېدپه مقصددجګړه ماروډلوترمنځ دسولي ډېري هڅي وكړې ولي متأسفانه بريالي نه سول . نو دصحنې څخه وتل اوپه ورځنيوچاروبوختیدل یې غوره وبلل .
افغان ملت دانتهايې ناامنيواوناوسيوپه ګرداب كي دمظلوميت اومحكوميت په وروستي حالت كي راګیروواودځواکمن څښتن (ج)دبې شانه اوبې حده كرم اورحمت څخه يې ديورښتوني ناجي راتلوته دانتظارشېبې شمارلې .دنیکه مرغه چي د۱۳۷۳لمريز دسمبلې په میاشت كي دكندهارولايت ژړۍ ولسوالۍ دسنګيحصاردسيمي څخه دملامحمد عمر"مجاهد" په بېساري زړورتوب ،تدبیراوتوكل محض سره دپورته ذكرسووناخوالواومظالموپرضد دطالبانوداسلامي تحريك په بڼه يوملي پاڅون راپورته سوچي په ډېره لنډه موده كي یې دهیواددلویدیځ څخه ترختیځ پوري دناامنیوکرغیړن ټغرورټول کړاود۱۳۷۵ل ،دمیزان پر۶مه یې په الهي نصرت اوملي ملاتړدهیوادپلازمېنه (كابل)هم فتح کړ.دکابل دفتحي سره دهیواداواسلام ددښمنانوټولي شومي موخي اوکرغیړن پلانونه چي په سرکي یې دګران هیوادافغانستان دحتمي تجزیې طرحه راځي خنثی سول . بالاخره طالبانودافغانستان پر۹۵سلنه خاوره دټوپکسالارانواودکمونسټ رژیم دبقایاووملوک الطوایفيو،انارشیواوفحاشیوته دپای ټکی کښیښود اود ځوریدلوهیوادوالوپه ځانګړې توګه دكونډو,يتيمانواوشهيدانودارمانونوممثل ملي - اسلامي نظام یې حاكم كړ .
طالبان څوک دي :
طالبان دافغان ملت هغه سیاسي – روحاني قشردی چي دافغانستان دتاريخ په فرهنګي ,علمي ,سياسي ,جهادي اواجتماعي ډګرونوكي یې خوراګټوراواغېزمن رول لوبولى دى .په خاص ډول كوم وخت چي افغانستان دپردولخوااشغال سوى اوموجوديت ته يې ستر ګواښ رامنځته سوى دى نوولس ددوی ترقیادت لاندي دنيواك پرضد پاڅون كړى دى اوديرغلګروپه وړاندي يې دنه ستړي كېدونكوهلوځلواوبې شمېره قربانيوپه بركت خپلواكي ترلاسه كړې اودافغانستان وجود يې ديومستقل هيواد په ترګه ترننه ساتلى دى . هسي خودافغانستان دتاريخ ډېري پاڼي دطالبانوپه زرینوكارنامورنګيني دي چي دټولویادول یې ددې لیکني حوصله ورختموي ،خورابه سودنړۍ اوافغانستان په سياست كي مطرح اوسنيوطالبانو(اسلامي امارت )ته كوم چي دا مهال ددين د ساتني اوګران هيواد افغانستان دخپلواكۍ په موخه دصليبي امپریالیستي ټلوالي په وړاندي عملا په سپېڅلې مبارزه بوخت دی . دطالبانودملي اسلامي تحریک دمشرتابه اكثره غړي دشوروي يرغل پر ضد دافغانانوپه سپېڅلې جګړه كي دقوماندانواوافرادوپه توګه مستقيم برخوال وواوحتى درهبرۍ ډېرومهموغړويې خپل دبدن اعضاءپكښي قربان كړي دي . خلاصه داچي د طالبانو اسلامي تحريك دملت په بشپړملاتړ دافغانستان دټولوسيمواواقوامودمجاهدينو,مخورو،پوهانواوطالبانوڅخه متشكل دملي اسلامي حاكميت اومځكنۍ بشپړتيا په مقصد دحاكم انارشيزم پرضد یوملي – اسلامي – عملي غبرګون وواودی .
دطالبانودحکومت طرز:
لوستونکي پوهیږي دنړۍ پرمخ چي څومره حكومتونه په مختلفوجغرافيايې موقعتونوكي موجوددي هريويې ځانته دبېلا بېلومعنوي اومادي ارزښتونوپربنسټ دخپل سياسي نظام ماڼۍ ودانوي اورنګ وطرزيې تعينوي .نوبنادطالبانوحکومت داسلامي سياسي نظام داصولوپربنیادچلیده ،چي مثالي سرتاسري امنيت اوټولنيزعدالت ته يې دنړۍ شتمن اودپرمختللي ټكنالوژۍ لرونكي هيوادونه هم ګوته په غاښ وو . داسمه ده چي په زماني لحاظ اسلامي سياست څوارلس سوه كاله سابقه لري ,خويادوساتئ ! چي اسلامي سياسي نظام اوس هم په نړۍ كي دتېرواومروجونظامونوڅخه زيات دعصرهررازاړتياووته ځواب ويونكى اودنوي ساينس اوټكنالوژۍ په پرمختګ كي يې خورامؤثررول لوبولى دى .
طالبان ،عصري علوم او ټکنالوژي :
یوشمېرافکاردتعصب اویاناخبرۍ له امله طالبان دنوي ساینس اودټكنالوژۍ دښمنان بولي .خودطالبانودواکمنۍ په وخت کي دهیوادپه ټولولویوښارونوکي پوهنتونونه فعال ووچي دتعلیم وتربیې ،ادبیاتو،ژورنالیزم ،انجنیرۍ اودطب اوساینس پوهنځیو په زرګونولیلیه محصلینوته دزده کړي اسانتیاوي برابري وې .اسلامي امارت دصنعت دغوړېدواودصادراتواووارداتودزياتېدواودهيوادوالوداسانتيالپاره هيواد ته نوې ټكنالوژي ياني دډيجيټل ټليفون دستګاوي راوړلې اودغه رازیې دافغان بسيم مبايل اوثرياټليفونونو قراردادونه وكړل چي هغه مهال په سيمه ييزه كچه دانوي انكشافات وو.
ب طالبان او د نجونو تعلیم :
دطالبانودراتګ څخه مخكي ښځي څه چي سړيوآن پخپلوكورونواوكارځايونوكي دمصؤنيت احساس نه كاوه .ولي ښځوته خوبيخي دتعليم زمينه نه وه مساعده اونه هم دښځودزدكړولپاره تعليمي مراكزووجود درلودپرته له څوګوتوپه شمارښوونځيوڅخه چي ,هغه هم بندنه ,بلكي دثانوي امرپوري تعطيل سول اونه په امارت كي دښځودزدكړوسره كوم هغه ډول جدي مخالفت موجود ؤلكه څرنګه چي غربي رسنيودخپلوسياسي اهدافولپاره تبليغاوه, بلكي په ورستيوكي دامارت لخواداسلامي تعليماتوله مخي دعصراړتياووته په پام سره پريونوي ښوونيزميكانيزم كارروان ؤترڅونجوني اوهلكان داختلاط څخه وژغورل سي اوپه جلاجلاښوونځيوكي زدكړوته دوام وركړي اودغه رازدحمل ونقل وسايط يې هم بېل بېل په پام كي نيول سوي وو. ترڅوپه پوره توګه اسلامي حجاب مراعت اوتطبيق كړل سي ,چي دهيواد په يوشمېر ولاياتوكي واردمخه لا دې پروسې البته دطب په برخه كي جريان درلود. زماپه اند يوازينۍ ستونزه چي دښځودتعليم مخه يې ډب كړې وه اقتصادي مشكلات ووبس.
ج طالبان ،یونیکال اوبرایډاس :
تاسي پوهيږئ !چي دكسپين سمندرګى په نړيواله كچه دطبعي زيرمو(ګازاونفتو)څخه هغه مالامال سيمه ده چي پرسريې وخت په وخت دنړيوالوزبرځواكونو,سيمه ييزوهيوادونواوخصوصي كمپنيوترمنځ رقابتونه اوكشالې رامنځته سوي دي ,چي ددې جريان په دوران كي دامريكايونيكال اودارجنټاين بريډاس هغه دوې سيالي كمپنۍ وې چي غوښتل يې دافغانستان له لاري دمنځنۍ اسيادتركمنستان هيواد څخه وپاكستان اوبياهندوستان ته دګازونلليكه وغوځوي اودواړوكمپنيودامارت سره ښې اړيكي درلودې حتى په افغانستان كي يې خپل دفترونه پرانستل اوهريوې يې داكوښښ كاوه چي دیادي پروژې دعملي كولوچانس ترلاسه كړي .دطالبانو هيئتونوهم امريكااوارجنټاين ته سفرونه وكړل ترڅوددواړوكمپنيوشرايطواوامتيازاتوته په پام سره دافغانستان دملي ګټوپربنسټ ديوې سره يې ديادي سوي پروژې دعملي كولوپروتوكول لاسليك كړي .منتهادافغانستان اسلامي امارت دخپل ملي رسالت له مخي ديونيكال په نسبت دبريډاس شرايط دهيواددملي منافعوپه ګټه وبلل اوترمنځ يې(دامارت اوبريډاس) يولړابتدايې توافقات هم رامنځته سول .خومتأسفانه چي په امريكاكي دسپټمبرديوولسمي نېټې دپيښي په بهانه پرافغانستان د صليبي امپرياليزم ناروايرغل نه يوازي ددې اونورو انكشافي پروژومخه ډب كړه ,بلكي بې شمېره معنوي اومادي شتمنۍ يې هم راڅخه تالاترغه كړلې .
طالبان اودښځوحقوق :
مونږافغانان الحمدالله ۹۹.۹۹سلنه مسلمانان یواوباربارشكرګذاريوچي ,الله سبحانه وتعالى دبې شمېره پیرزوینوڅخه علاوه داسي ستركامل اوشامل نعمت (اسلام )راباند ي لورولى دى ,چي هم دين دى اوهم تمدن .كه له يوې خوايې پخپله پراخه اوپسته غېږه كي اقتصاد,تعليم ,سياست ,ساينس اوټولنيزوچاروته ځاى وركړى دى له بلي خوايې بياپه اجتماعي حقوقي مسائلوكي دمشراوكشر,نراوښځي مقام اووظايف هم ټاكلي اوښه تراتشريح كړي دي .نوبناداسلام مقدس دين چي ښځوته په كيفي اوكمي لحاظ كوم حقوق وركړي دي دافغانستان اسلامي امارت يې نه يوازي داچي تايدوي ,بلكي دلاښه تطبيق په موخه يې ډېري هلي ځلي اورازراز كوښښونه هم كړي دي ,چي دمثال په ډول دعاليقدراميرالمؤمنين هغه فرامين يادولاى سوكوم چي په ځانګړې توګه دښځودمشروع حقوقوداعادې اوپلي كېدوامركوي اوپه ټينګارسره وايې چي "ښځي به په دښمنیوكي نه وركول كيږي اودميراث حق به پوره پوره ورته رسيږي "زماپه انددښځودحقوقوپه برخه كي چي امارت كوم دپام وړرول اداكړى دى ښايې ډېرونظامونودخپل حاكميت په اوږدودوروكي هم نوي ترسره كړى .اونورخوجوته ده چي داډول تورونه نه يوازي پرطالبانو,بلكي پرټولومسلمانانو دغربي دولتونواوټولنولخوا لګول كيږي كوم چي دمعنويت دښكلي جهان درنګنيوڅخه ليري دماديت دتوروتياروپه ځنګلونو كي حيواني ژوندكوي بشري كرامت ترپښولاندي كوي اوښځوته يوازي ديوې مادي متاع اودجنسي غرايزوداشباع دوسيلي په سترګه ګوري .
طالبان اوپاکستان :
ځیني خلګ اوډلي تورلګوي چي دطالبانوغورځنګ دپاکستان له خوارامنځته سو،خوکه لمرپه دووګوتوپټ نه کړونوبېله شکه چي دطالبانواسلامي- ملي پاڅون په حقيقت كي دوخت دحاكم انارشيزم په وړاندي ولسي غبرګون ؤ،نه دپردولخوايوايجاد سوى تنظيم .كه طالبان رشتياهم دآى ايس آى لخواراپورته سوي اوتقويه سوي واى ,نوولي يې دپاکستان دټینګاراواصرارسره – سره دډيورن كرښه په رسميت ونه پيژندله ! ؟ ځواب واضح دی چي ،دادافغان ملت دملي ګټو،ملي وحدت اوارضي تمامیت خلاف عمل ؤاودامارت لخوايې هم ځکه كاملا ديوخپلواك ملي دريځ پربنسټ ترديد غوره سو. تاسي وګورئ ! اسلامي امارت دحاكميت په ټوله موده كي كومه كړنه دپاكستان په ګټه اودافغانستان دملي منافعوپه زيان ترسره كړه!؟ اوكه مومنظوردامارت اوپاكستان ترمنځ ډيپلوماتيكي اړيكي اونسبتا ښه روابط وي نوبياخوواضح ده چي امارت نه تنها دپاكستان سره ،بلكي دټولي نړۍ سره ډيپلوماتيكواړيكواودوستانه روابطوته ژمن اوليوال ؤ.خومتاسفانه يوشمېرګاونډيوهيوادونواوامپريالستي قدرتونوپه افغانستان كي يومركزي ,مترقي ,خپلواك اوسوچه اسلامي نظام نسواى زغملاى اوډول ډول ستونزي يې ورته ايجادولې ترڅوافغان غيورملت تل ددوى محتاج اوغلام واوسي .
طالبان اونړیواله ټلواله :
دملګروملتونوسازمان سره ددې چي دشمالي ټلوالي څوفراري غړي یې دتاجکستان په کولاب کي دافغانستان دملي حکومت په توګه په رسمیت پیژندل ورسره یې دطالبانوترواک لاندي دافغانستان په۹۵سلنه کي پرمیشت کړیدلي غریب ولس اقتصادي اوسیاسي یوطرفه بندیزونه هم ولګول چي، افغانان یې دخوراکي توکواونوروداړتیاوړموادود بېساري کمښت سره مخامخ کړل چي په پایله کي یې په لسهاووزره ښځي اوماشومان دابتدایې صحي موادودنه شتون له امله دژونده بې برخي سول . لوېدځ مخصوصأامريكاپه افغانستان كي ديوخپلواك اسلامي امارت قيام ونسواى زغملاى اوپه يوه اوبله بهانه به يې وخت په وخت اقتصادي اوسياسي پرابلمونه ورته ايجادول .منتهاد۲۰۰۱زداکتوبرپر۷مه ،مطابق ۱۳۸۰ل ,دميزان پر۱۵مه نېټه يې په امریکاکي دسپټمبردیوولسمي دپیښي په پلمه ديوې صليبي ټروريستي ټلوالي په مشرتوب دافغانستان پرپاك اوخپلواك حريم نارواپوځي تېرى وكړ چي تردوې میاشتي پرله پسې مقاومت وروسته د۱۳۸۰ل،دقوس پر۱۶مه طالبان دخپل وروستي مورچل دکندهارښاراوکلیوالي اطرافوڅخه پرشاسول .دامریکایانودیرغل په پایله کي یې په لسهاووزره افغانان شهیدان اوټپیان سول ،کلي اوکورونه بمبارسول . هغه ټوپکسالاران یې چي طالبانوشړلي وویوځل بیاپرافغان ملت وتپل ،دمخدره موادوکراوقاچاق یوواربیارواج سواوهیوادوال دداسي ناخوالوسره لاس اوګریوان سول چي پخوایې نوم هم نه اوریدلی لکه :دایډزوژنکې ناروغي اودمنسوخ عیسویت تبلیغ او..... اودشرم وړیې لاداچي دملیاردونوډالروبسپنوسره سره آن دکابل ښاریان هم دبرېښنااوصحي اوبودنعمت څخه بې برخي دي په ولایتونوکي خوخلګ دیوې ګولې ډوډوۍ پیداکولوپه خاطرخپل اولادونه پلوري اوپه دولت پوري دمربوطووسلوالوله لوري په روڼاورځ دخلګوکورونه اودوکانونه لوټیږي ،ماشومان یې تښتول کیږي اودملګروملتونودپرېکړي په اساس دراغلومیلمنو!! لخوابیاهره ورځ دهیوادوالودکورونودپلټنو،وژنو،نیونواوپه سپیویې دداړلورپوټونه خپریږي .
دتيروڅه باندي لسوكلونوپه اږدوكي صليبي اشغالګرواوتالۍ څټوټوپكمارويې دوحشي ځناوروپه څېر چي څه ډول مرګونه اوجرمونه غوښتل هغه يې ترسره اوافغان مظلوم ولس ته يې يوه دنيااقتصادي ,فرهنګي ,سياسي ,امنيتي اوټولنيزي ستونزي وزېږولې اولاهم متأسفانه دوام لري .
ګران طالب ته :
ای دیویشتمي پېړۍ دصلیبي امپر یالیزم په وړاندي تش لاسی خوپه ایماني وسله اوسپېڅلې عقیده سمبال مجاهده ! دملیونونومظلوموشهیدانوارواوي ،دکونډویتیمانوارزوګاني اوپه ټوله کي افغان مظلوم یرغمل سوی خو قهرمان ملت ستادبري لاري څاري اودپنځونکي ټولواک څښتن (ج) څخه یووار ي بیاد"دنیا پربام" دشریعت دروښانه لمر ځلېده اودسپین بیرغ رپېده غواړي ځکه چي ستا دتېري زریني دورې شهکارونه (ارضي تمامیت ، بشپړشریعت ،ملي حاکمیت ،داسلامي شعائرواوملي نوامیسوساتنه ) یې اوس هم دفکرپه کنګروزانګي اوټالونه پروهي اوراتلونکي هغې ته دي دانتظارشیبې شماري ؛خوګوره پام ! چي ، هدف ته درسېدوپه لار کي دي غلیمانواوغمازانولومي درولي ترڅوتااوسپېڅلې مبارزه دي خدای (ج) مکړه بدنامه اوولس درڅخه جلا اوخوابدی کړي ځکه چي دنړۍ په سیاسي نقشه کي ستامطرح کېده اوځلېده نسي زغملی ؛ خوته باید دلاري خطرونوته ځیرپه تدبیر سره دمیرڅمنوهیلي اودسیسې شنډي ،ملي اسلامي ارزښتونوته ژمن اوخپل مقدس هدف ته درسېدوپه موخه رواني هلي ځلي نوري هم پیاوړي ،هراړخیزي اوګړندۍ کړې !.
طالبان یوواربیادراتګ په حال کي :
دکومي ورځي څخه چي امریکااوملګرویې پرافغانستان یرغل کړ ی دی نوافغانانویې هم په وړاندي لاس ترزني حالت ته ترجیح او تش په نندارې بسنه نده کړې، بلکي دیرغلګروځواکونوپرضدیې آن داشغال دهغې لومړۍ ورځي څخه چي نړیوالویې له ډاراوبېري څخه سوڼ هم نسوای وهلی، داسلامي امارت ترقیادت لاندي دمخالفت ږغ پورته کړ ی اومقاومت پیل کړی دی چي ،په دې تېروڅه دپاسه نهه کلنوکي یې وخوني وحشي ښکېلاک ته دسلهاووملیارده ډالرودخسارې اړولوڅخه علاوه په زرهاووپوځیان وروژلي اوددوږخ وکندي ته ورټېل وهلي دي . پرافغانستان دصلیبي جګړه مارایتلاف دیرغل له پیله دافغانستان په تاریخ اګاه اوپرروانوحالاتو یې څارونکوکورنیو اوبهرنیوپوهانونظر وړاندي کاوه چي ،افغان ملت دتاریخ په اږدو کي نه یوازي داچي دیرغلګرودناپاکو قدمواوارادو څخه خپله خاوره پاکه اوخوندي ساتلې ده ؛ بلکي دنړیوالو پراختیا غوښتونکوځواکونو اونړۍ زبېښونکوښامارانو دزوال اوهلاکت اغازاوانجام یې په لاس ترسره سوی دی؛په بل عبارت دچنګیز ،ګورګین ،انګریز اوروس دستروامپراطوریوجنازې هم له دې ویاړ من ټاټوبي وتلي اودماتي اوشکست ویاړ یې دافغانانو په برخه سوی دی ؛ نوامریکا یې جنګ خوښونکي تور فکره چارواکي به هم هیڅکله په هیڅ رنګ اونېرنګ وه نه توانیږي چي دامتدین بهادرملت اېل اوښکېل کړي بیله دې چي ځانونه نور هم هلاک اوشرمنده کړي . ان شا‌ء الله تعالی
میوند سادات


قادر خان
15.07.2013

طالبان څوک دي؟؟؟؟؟
هجران وروره، که زحمت نشي د طالب صایبانو د اصلی خدمتونو او پرمخګونو په اړه یو څه مهربانی وکړي، ځکه چې زموږ ساده او بیخبر ولس تر اوسه پوری طالب صایبانو ته په واقعی توګه نه پېږني.


pattang
15.07.2013

انډيواله تجاهل عارفانه کوې !!
طالبان زما دکلي هغه پاک خلک دي چې صليبي يرغل ته ټکی ږدي !
دوی صادق په دين او وطن مين مسلمانان دي !
همدومره اوس ! اوته ؟ ؟

[quote:9afa176600="قادر خان"]طالبان څوک دي؟؟؟؟؟
هجران وروره، که زحمت نشي د طالب صایبانو د اصلی خدمتونو او پرمخګونو په اړه یو څه مهربانی وکړي، ځکه چې زموږ ساده او بیخبر ولس تر اوسه پوری طالب صایبانو ته په واقعی توګه نه پېږني.[/quote:9afa176600]


صبور
16.07.2013

پتنگ خانه، شما از کدام طالبان حرف میزنید. از آن گروهی که از ملا عمر و داماد ایشان ملا آغا جان و دیگر طالبانی که بعضاً از مشوره های صلح آمیز با مردم و دولت صحبت میکنند ویا از آنهایکه در قطر دفتر (دوکان) خود را برای چند روز باز کردند و دیدند که خریدار ندارند، و کرایه اش هم خیلی گران بود، که آنرا بزودی بسته کردند.
شما از کدام گروه حرف میزنید، ویا که شما یک اندازه پیشرفته تر هستید و از تحریک طالبان بیرونی ها پشتیبانی میکنید، که پشتونهای بیگناه را مانند مگس میکشند.
از کدام گروپ (طالبان) یاد کرده اید؟

بااحترام،


pattang
16.07.2013

طالبان يو طالبان دي په هغوی کې دصليبي اشغال او اجنټ بېکاره
شورايې نظاري دولت په هکله کوم تفاوت نشته !
ملا اغاجان اجنټ دی هغه په ترک‍يه کې له cia او شورای نظار څخه
پيسې اخلي او تقويه کېږي ! هغه اوس لا پخوا طالبانو له خپل حرکت
څخه ايستلی او لکه شيطان طوق لعنت يې په غاړه کې پروت دی !
پاتې شه دطالبانو دفتر دهغه تړل اوخلاصول تر طالب پورې تړلي
دي نوچې څوک يې بيرغ نه مني دسولې خبرې هم امکان نلري !
داچې cia تښتېدلي غله او جنګي جنايتکاران له غرو راکښته کړل
،کابل ته يې راوسته او بيرغ يې ورکه نو داددې مانا نلري چې
هغوی کوربه او دبيرغ خاوندان شول !
ترڅو چې حرام ډالر وي اړاودوړ به وي که دالر خلاص شي هر
څوک به خپله کډه تړي !

[quote:d4ac67abce="صبور"]پتنگ خانه، شما از کدام طالبان حرف میزنید. از آن گروهی که از ملا عمر و داماد ایشان ملا آغا جان و دیگر طالبانی که بعضاً از مشوره های صلح آمیز با مردم و دولت صحبت میکنند ویا از آنهایکه در قطر دفتر (دوکان) خود را برای چند روز باز کردند و دیدند که خریدار ندارند، و کرایه اش هم خیلی گران بود، که آنرا بزودی بسته کردند.
شما از کدام گروه حرف میزنید، ویا که شما یک اندازه پیشرفته تر هستید و از تحریک طالبان بیرونی ها پشتیبانی میکنید، که پشتونهای بیگناه را مانند مگس میکشند.
از کدام گروپ (طالبان) یاد کرده اید؟

بااحترام،[/quote:d4ac67abce]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more