د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د ثبت کولو پروګرام

Baheer
10.12.2004

سلامونه او نېکې هيلې مې ومنۍ.
که چا ته د ثبت کولو د پروګرام انترنتي پته يا ادرس معلوم وي، مهرابني وکړۍ او ما له ېې وليګۍ٠ مننه


omarzoy
20.12.2004

ګرانه وروره سلامونه او درناوی درته وړاندې کوم!
زه پوه نه شوم چې تاسې دثبت کوم پروګرام ته اړمن يې ؟
ايا دنړيوال جال څخه دغږ دثبتولو پروګرام اوکه دکوم بل څه دپاره؟
:wink: :wink: :wink:
ستاسې دبرياليتوب په هيله!
عمرځوئ


Baheer
22.12.2004

سلامونه او نېکې هيلې.
عمرځوئ وروره ستاسو د ځوابي ليکنې څخه مننه :D
هو، زه غواړم د نړېوال جال خڅه داسې پروګرام خپل کمپیوتر ته را ښکته کړم چې هغه پروګرام ثبت (record) کړای شي.

په درناوي

ستاسو کوچنی ورور بهير



هيواد شېرزاد
26.12.2004

ښاغلو بهير جان او عمرزوی ته سلامونه!
بهير جانه! خبره دې بيا هم ګونګه ده، ايا ستا داسې يو پروګرام په کار دی چې د راډيو، يا بل کوم غږ پرې ثبت کړې او کنه داسې پروګرام دې په کار دی چې د انترنټ څخه پرې بل پروګرام ځان ښکته يا ثبت کړې. زما سره يو څه اندازه پروګرامونه شته،
زما د ام اس ان msn ادرس درسره وليکه hewadsherzad@hotmail.com او که دې غوښتل نو زه به دغه پروګرام د msn له لارې درواستوم، د ډېر وزن له امله يې د برېښناليک له لارې استول ستونزمن کار دی.


Baheer
27.12.2004

سلامونه ګرانو . هيله ده چې روغ او جوړ وۍ٠
هېواد شېرزاد سمه ده، ما ستاسو د MSN ادرس ADD کړ٠
يونړۍ مننه ٠

ستاس کوچنی ورور بهير.


ضيا الرحمن
02.09.2005

هيواد شېرزادصاحب سلامونه او نيكي هلي مي ومنه ما شاالله ته له ښي ځواني سره ښه مهارت هم لري نوهيله ده چه له موږ مرسته وكړي اومفيد پروګرامونه راته را كړي او داهم راته وليكي چه څنګه په ورډ كښي دپښتو خاص حروف لكه ښ پ ټ ډځ څ ږ ړ ڼ ليكل كيږي
وسلام ښاد او اباد اوسي :::::::::::::ضياالرحمن له لورالايي بلو چستان ځخه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more