د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

شعر

s.sharifi45
18.05.2013

شعر
پردي زامن دهیڅ چانه خپلیږی
لالادمرګ اجازه مه ورکوه
زما بچوړي سوال ته مه کښېنوه
زمادمرګ اجازه مه ورکوه
تابه له ټولوخلګووروسته وژنی
دچا د مرګ اجازه مه ورکوه

زماځنګلونه په باروتوسوځی
زماپردرد دي زړګی نه خوږیږي
مال مي دي ولاړسي په بلایې وهم
زماپرسردي زړګی نه خوږیږي
ماشومان وږي له کورونوتښتي
پرماځیګردي زړګی نه خوږیږي

دفارلمان وکیله ساه دي ووزه
ته د ه کرزي لالا سلام څه کوې
ته دتودې بړستني نه راوزې
بړستن دي یخه سه ارام څه کوې
دادبمونوشوردي نه ویښوي
پخپله خاوره پخپل قام څه کوې

مشره وطن دي ټول سوری سوری کی
اوس رواجونه رنګ په رنګ راځي
پردی لښکري په ټو پکو سمبال
په سوله نه راځي په جنګ راځي
زموږپه دین او وطن لوبی کوي
ځکه مو وینه پرغورځنګ راځي

ددې قصې درسه پوښتنه کوم
دادروندلقب مارشال دي چاته ورکړ
دملالۍ مزار جنډه نه لري
دایوب توره ډال دي چا ته ورکړ
نورانسانان یی په بوټونوولي
دسترغازي میډال دي چاته ورکړ

لالا لالا نه دي پوښتنه وکړه
دافغانستان سره دي څه کاروو
چي صلیبي جګړه دي نه کوله
دمسلمان سره دي څه کار وو
چي اسامه په توره بوړه کي وو
دپښتون قام سره دي څه کاروو

ډیموکراسی له ژونده ویستلو
خپلو بچو پسي پیرې کوو
څومره دي ووژلوبس دی کنه
همېشه غم د هد یرې کوو
داورلمبه دي درنه وګرځیږي
موږ افغانان درته ښېرې کوو

داحمدشاه تاریخ دي نه دی لوستی
ستاسره قدر د امان نسته
ته د میرویس نیکه له ذاته نه یې
تاکي غیرت تاکي ایمان نسته
ژردی رسوابه سې ذلیله به سې
پرسردي سوری د قران نسته

ته هم پوهېږې چی وطن تباه سو
زه هم پوهېږم چی غلام یمه
یوه جوړه جامې خوراکه راته
له جنګ راوتی لغړ ځان یمه
پښتونه ګوته له ماشی لري که
زه دي اولس یم زه دي قام یمه
کمپوز[:ـ سعیدي ـ:]
په کوښښ داحمد زبیرژمن صاحب
تصحیح کونکی شرافت الله شریفي


Re: شعر

s.sharifi45
18.05.2013

[quote="s.sharifi45"]شعر
پردي زامن دهیڅ چانه خپلیږی
لالادمرګ اجازه مه ورکوه
زما بچوړي سوال ته مه کښېنوه
زمادمرګ اجازه مه ورکوه
تابه له ټولوخلګووروسته وژنی
دچا د مرګ اجازه مه ورکوه

زماځنګلونه په باروتوسوځی
زماپردرد دي زړګی نه خوږیږي
مال مي دي ولاړسي په بلایې وهم
زماپرسردي زړګی نه خوږیږي
ماشومان وږي له کورونوتښتي
پرماځیګردي زړګی نه خوږیږي

دفارلمان وکیله ساه دي ووزه
ته د ه کرزي لالا سلام څه کوې
ته دتودې بړستني نه راوزې
بړستن دي یخه سه ارام څه کوې
دادبمونوشوردي نه ویښوي
پخپله خاوره پخپل قام څه کوې

مشره وطن دي ټول سوری سوری کی
اوس رواجونه رنګ په رنګ راځي
پردی لښکري په ټو پکو سمبال
په سوله نه راځي په جنګ راځي
زموږپه دین او وطن لوبی کوي
ځکه مو وینه پرغورځنګ راځي

ددې قصې درسه پوښتنه کوم
دادروندلقب مارشال دي چاته ورکړ
دملالۍ مزار جنډه نه لري
دایوب توره ډال دي چا ته ورکړ
نورانسانان یی په بوټونوولي
دسترغازي میډال دي چاته ورکړ

لالا لالا نه دي پوښتنه وکړه
دافغانستان سره دي څه کاروو
چي صلیبي جګړه دي نه کوله
دمسلمان سره دي څه کار وو
چي اسامه په توره بوړه کي وو
دپښتون قام سره دي څه کاروو

ډیموکراسی له ژونده ویستلو
خپلو بچو پسي پیرې کوو
څومره دي ووژلوبس دی کنه
همېشه غم د هد یرې کوو
داورلمبه دي درنه وګرځیږي
موږ افغانان درته ښېرې کوو

داحمدشاه تاریخ دي نه دی لوستی
ستاسره قدر د امان نسته
ته د میرویس نیکه له ذاته نه یې
تاکي غیرت تاکي ایمان نسته
ژردی رسوابه سې ذلیله به سې
پرسردي سوری د قران نسته

ته هم پوهېږې چی وطن تباه سو
زه هم پوهېږم چی غلام یمه
یوه جوړه جامې خوراکه راته
له جنګ راوتی لغړ ځان یمه
پښتونه ګوته له ماشی لري که
زه دي اولس یم زه دي قام یمه
کمپوز[:ـ سعیدي ـ:]
په کوښښ داحمد زبیرژمن صاحب
تصحیح کونکی شرافت الله شریفي[/quote]
محترمو داشعر مي دخوښېدو له مخي درسره شریک کړ الله دي یې شاعر ته چي هر ځوک وي اجرونه ورکړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more