د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

زړه

هجران
17.05.2013

زړه
که خبرمنې زمادخيرخوا زړه
وروره مه تړه بې خدايه په بل چا زړه
(۱):زموږ په کلي کي نورهرڅه خورا ډېردي
مګرنسته ايمانداره دوفازړه
(۲):خپلو وروڼو يوسف واچِوَئ وڅا ته
ځکه نه درلودَئ يوه دزليخا زړه
(۳):دحياټغرزموږ له ښاره ټول سو
بيحيا بولي داخلګ دحيازړه
(۴):شااومخ ته دکتوزړونه سوه خاوري
فلک ورکړ وانسان ته دبلازړه
(۵):داغيار پرسر له ياره سره جنګ که
ددې عصردمجنون اودليلازړه
(۶):لطايف يې دشیطان په ذکرپايي
راسه وګوره ځموږ دپيربابا زړه
(۷):په خدمت کښي داسلام يې ځان کافرکړ
په دیده وليدَئ مادمولانا زړه
(۸):بي ديني اوبې ننګي ارتقاء بولي
امان غواړم له دې ګبره اوترسازړه
(۹):ابوالفضل نن په دې جرم محکوم دئ
چي لري له رقيبانو بې پروا زړه.؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more