د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

غونډل که غونډله

پتوال
16.05.2013

جملې ته غونډله ویل مانوس نه بریښي:

۱- جمله عربي نوم دی او په عربي کې مؤنث ، نو په پښتو کې په څه تړاو او ولې مونث نوم ولري؟؟؟ حال داچې په نورو ډیرو ژبو کې دا نوم نارینه دی!

۲- په پښتو کې مونث نومونه ډیر کم دي، دا یوه قانونمندي بریښي، نو د پردیو ژبو د اغیز لاندې باید په نیولوژی کې دا قانونمندي وساتو او د تانیث په ډیرولو يې ماته نکړو!(*)

۳- غونډل یوې زهرجنې غڼې ته وايي چې ښايي ښځینه نوم يې غونډله وي، چې له جملې سره هېڅ تړاو نه لري؟

۴- که مطلب د همدغه ویوني په ریښه ټینګار وي نو بیا ولې جملې ته غونډ یا غونډیز نه وایو چې هم نارینه ، هم لنډ او هم ښکلي دي. که غونډ په پوځي
نومونو کې یوه نیولوژي ده او هلته یوه معنی ورکوي نو دلته په
ژبه ، په ادب او ژبدود کې چې له پوځي برخې څخه ډیره پراخه ده بله معنی لرلی شي ؛ او غونډیز خو بیا دا ستونزه هم نه لري!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(*) : وايي چې آروا ښاد خان غفار خان به په اردو تقریرونو کې د خپل قام د یادولو په وخت « میرا قام » وایه، نو اردو ژبوبه ترې پوښتل چې صاحب تاسې ولې میری قام نه وایئ قام خو په اردو کې مونث نوم دی، نو ده به ځواب ورکړ چې :
[color=blue:339637bceb] «زما خو قام نر دی کنه!، نو میری میری ورته څنګه ووایم !؟»[/color:339637bceb]


حمید هڅــاند
18.05.2013

یاره ماته خو غونډله ډېره بې خونده اېسي، خو دا غونډیز هم شډل پډل لغت دی.

درنښت


پتوال
18.05.2013

درنو ګډونوالو او ګرانو لوستونکوته سلام !

[quote:f7d936b8ea="حمید هڅــاند"]یاره ماته خو غونډله ډېره بې خونده اېسي، خو دا غونډیز هم شډل پډل لغت دی.
درنښت[/quote:f7d936b8ea]

بالکل، هڅاند صاحب!
غونډیز زما هم خوښ نه دی، صرف د غونډلې په وړاندې مې ترې ښه بللی ولې زما وړاندیز نه دی . نو که په غونډله صرف نظر وشي او غونډ یز
هم ونه ټاکل شي غوره به وي.ځکه څه نکریزې خو نه دي چې د واده له ترمین وروسته يې بیا په دیوال تپي!
باید په بشپړصبر او حوصله ورته یوه موزونه او معقوله نیولوژي ولټول او وموندل شي. که د غونډ د ریښې په ځای د ټول له ریښې څخه ګټه واخیستل شي، ځکه جمله غونډ ته نه، خو کټ مټ ټول ته وايي( لکه جمله مسلمان دې خدای وبخښي او ټول مسلمانان دې خدای وبخښي سره کټ مټ مساوي دي) نو دې ته په کتو سره چې د مجموعې ته ټولګه کارول کیږي او ویونی یوې کلمې ته وایو نو وۍټولګه جملې ته ویل د مفهوم ښه انځور او په نسبي توګه يې لفظي آهنګ هم غوره بریښي. سره له دې هم دا تش یو آني وړاندیز دی چې د ګرانو ګډونوالو د نظر په هیله پرې اړونده بحث غځېدلای شی!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more