د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

نه يواځې زه ژاړم نورهم ډېر راسره ژاړي!

pattang
10.05.2013

افغانستان تعليمي نظام / قدرت الله هېوادپال

| جمعه, 10.05.2013, 03:10 PM | (35 لیدل شوی)

د تيرو لسيزو جګړو زموږ هر څه را تباه کړل، او د نوي امریکايي تپلي حکومت له راتللو سره د ورانۍ دا لړۍ يو څه سسته شوه خو بدبختانه په ټپه ونه درېده، چې په دې دوامداره لړۍ کې زموږ د تعليمي نظام تباهي هم شامله ده. تعليمي نظام د هېواد د ملا تير حیثیت لري، له دې لارې موږ په هېواد کې يو آزاد، پوه او مبتکر ولس او فکر زيږوو.

زموږ تعليمی نظام د زده کوونکي په ښوونځي کې له شاملېدو پيليږي او له پوهنتونه پر فراغت پای ته رسيږي، دلته له دې مواردو صرفنظر چې څومره افغانانو ته دا امکان برابر دی چې د تعليم دا لړۍ همداسې بې له خنډه پوره کړي، پوښتنه داده چې دا فارغيدونکي دې هېواد پرمختګ، ځان ساتنې او په ښه لور رهبري کولو ته اوږه ورکولای شي يا نه؟ آیا زموږ له دې تعليمي نظامه فارغيدونکي زده کوونکي د هېواد له تاريخه، ارزښتونو او نواميسو خبر دي؟ آیا دا فارغين په يوازې تنه کولای شي دا هېواد وچلوي؟ پدې لسو کلونو کې پوهنتونه فارغ شوو زده کوونکو څومره کشفيات کړي؟ څومره يې په نړيوالو سياليو کې بريالي شوي دي؟ هڅه به وکړو پدې لیکنه کې دې او ورته نورو پوښتنو ته يو خوځښت ورکړو.

د افغانستان په تاريخ کې حکومت هيڅکله هم له تعليمي نصاب او نظام څخه د ملت جوړونې او هېوادپالنې په چاره کې ګټه وانخيسته، دې نظام هيڅکله هم ونشو کړای چې واحد تاريخ، منلي ملي اتلان، منلی ملي ورځې او يا يو ملت او يو نظام وزيږوي يا ترويج کړي. زموږ د پنځه زره کلن تاريخ نواميس له هر نوې پديدې سره ګواښل شوي دي، کله چې په اصطلاح روښانفکرو واک ترلاسه کړ نو اسلام پسې يې راواخيسته د پرمختګ په نامه يې پر خلکو ږيرې وخرييلې او تورې اروپايي خولۍ يې ورپه سر کړې، ورپسې اسلاميانو همدا هر څه د کفر معنا کړه ټول اسلام ږيره شو د ځينو نرانو ږيرې خو له نامه هم تيرې شوې، نن هم موږ نوروز د زردشتئ ميراث ګڼو خو ورسره يوه نهه کلن ماشوم پورې بم تړنې غندلو جرات ځان ته نه ورکوو.

دې نيمګړي تعليمي نظام نه يوازې دا چې زموږ ملي تشخص زيانمن کړ بلکې ورسره يې زموږ کلتورونه، ژبې او پيژندنې تر پوښتنې لاندې راوستلی، نن موږ ټول له ترهګرئ او پردي تپل شوو جګړو او مصبيتونو ځوريږو، خو د يو ملت په توګه تر اوسه مو دا پوښتنه ځواب نه کړای شوه چې مخکې له اسلامه يا له نړيوال اسلام پرته د افغان تشخص څه دی، د تشخص پوښتنه که د لويو قومونو يعنې پښتنو يا تاجکو ته مطرح نه وي، خو دا پوښتنه ازبکانو ته چې په ګاونډ کې ورته ازبکستان پروت دی او آن د هغې ګاونډي هېواد نصاب په ځينو افغاني ښوونځيو کې تدريسيدو يا ترکمنانو ته چې نه په پښتو پوهيږي نه دري خو ټول پر اردو غږيدای شي ته ډير مهم دی، هغوی ځان له چا پورې وتړي.

لدې پرته زموږ تاريخي وياړونه هم ټول نظامي او جګړه ييز اړخونه لري، زه د خپلو اتلانو پر تاريخونو وياړم، خو زموږ تاريخ د قلم خاوندانو سره جفا کړېده، موږ نن هم د خپلو امپراطوريو او پاچاهيو يادونې کوو، د دې وطن خاورې يا تاريخ که جمال الدين افغان وي او که ابوحنيفه او که ابن سينا او مولانا بلخي يو يې هم داسې ونه نازوه څومره چې پکار وو. او کيدای شي همدا نظامي او جګړه ييز اړخ په لور کږوالی وي چې نن موږ اتل، قهرمان، زړه ور، نر، او داسې ټول مثبت القابات له جګړې او زور سره تړو.

د افغان په خاوره کې زه مسلمان يم او په دواړو وياړ کوم، ورسره پدې خاوره کې هندو، سيک او يهود هم اوسيږي دا وياړ بايد هغوی هم ولري، زموږ تعليمي نظام بايد په لومړي سر کې ملي واوسي، ورسره اسلامي هم وي، اسلام زما د افغاني پيژندنې يوه ضمیمه ده خو خپله افغانيت نه دی، عربان موږ ته مجاهد راليږي خو له اسرايل زيات د امريکا عسکر په رياض او عربو په نورو هېوادونو کې پراته دي، زموږ د ننيو بدبختيو يو تر ټولو اساسي دليل د ملي تشخص نشتوالی دی، او د دې يو اساسي دليل ناقص تعليمي نظام دی.

د نن په زمانه کې معلومات په آسانه موندل کيږي، هر څه چې وغواړئ د انټرنېټ يا بې شماره کتابونو له لارې موندل کيدای شي، خو دا معلومات پر پوهې بدلول لږه هڅه غواړي او هغه هم کيږي، معلومات هغه وخت علم کيږي چې يو څوک يې ارزيابي او نسبي عملي شکل ورکړي، خو بدبختي داده چې دا علم او پوهه موږ ته له بهره راروانه ده، زموږ د ښوونځي زده کوونکې له بهره راوارد شوي مواد يا د هغوی ژباړې لولي، آن اتباري تاريخونه مو د بهرنيو ماخذونو په رڼا کې ليکل کيږي، زموږ د پوهنتون زده کوونکي ګوګليان دي (له انټرنېټ يې راخلي) يا ښوونکي يې ماخذ مواد نه لري مجبور له بهرنيو منابعو ګټه واخلي او پر سکالرشيپونو تللي زده کوونکي چې کله راستانه شي نو هغوی له خپل تاريخه زيات د هغه هېواد له ارزښتونو خبر وي، زموږ د دولت له منځنيو مامورينو تر لوړ رتبه ټول بهر روزل شوي دي يا روزنې لپاره استول کيږي، پداسې حالاتو کې آزاد او پر هېواد مين فکر کې ناشونی نه نو ستونزمن کيږي ضرور.

لکه چې ومو ويل کله چې موږ علم ولرو او هغې ته د ټولنې حقايقو په رڼا کې عملي بڼه ورکړو، نو په هوښيارئ بدليږي او ستونزه هلته پیدا کيږي، کله چې معلومات او پوهه بهرنئ شي نو ډېر امکان لري چې عملي هوښيارتيا به هم د بهر تر اغېزې لاندې وي، چې نن يې موږ بيلګې هر چيرې وينو، که سياسي تبصرې يا خبرونه واورئ نو له ورايه بريښي چې زموږ ملي ګټې تل د بل هېواد يا قدرت له ګټو سره تړل کيږي يا د هغوی په ګټو کې خپلې ګټې لټول کيږي، که ټولنيز اړخ وګوری نو بهرنی کلتور يا ټولنه زموږ له ټولنې د بهترې يا ښې ټولنې او کلتور په توګه راپېژندل کيږي تل به په پلانکي هېواد کې داسې دي اورئ، که تعليمي برخه وګورئ نو له بهره راوارد شوې ويناوې، کتابونه، نوټونه او انګيرنې تدريسيږي، زموږ په ښوونځيو کې د مارټين لودر کينګ او ابراهم لنکن مفکورې تدريسيږي، نه چې سيد جمال الدين افغان او ابن سينا وڅيړو.

شخصي پوهنتونونه پر پرزينټشنونو فارغين ورکوي، شخصي ښوونځي چې څومره انګليسي په نصاب کې تخته کړي همدومره ځان ښه ښيي، او پر دې نازيږي چې غربي تعليم ورکوي ورسره مدرسې پر دې نازيږي چې نيمګړی ديني درس ورکوي چې په پای کې د دواړو ادارو فارغين له ټولنې ليرې او پرې فارغيږي او په کلونو دنده نشي موندلی، لومړی يې له ټولنې نه وي خبر او دوهم داسې څه نه وي زده چې پر کار يې واچوي. سمه ده چې د ژوند او دندې مهارتونه په ښوونځيو او پوهنتونو کې نه ښودل کيږي خو زموږ دا بدبخته بچي يې چيرې زده کړي، د نړيوالې ټولنې له راتګ سره د کمپيوټر او انګليسي بازار ګرم شو خو دا دواړه نه پوهه ده او نه مهارت دی يوازې مرستندوی وسيلې دي که څوک پوهه ولري نو په انګليسي يې بيانولی شي يا له کمپيوټره ګټه اخيستلای شي.

ښوونې او روزنې وزارت ټلويزون چې وګوري ټوله ورځ پکې يا د حساب ټولګی وي او يا د بهر مستند فلمونه ښيي، تر اوسه موږ خپلو زده کوونکو ته د فکر آزادي ور نه کړه، تر اوسه هغوی ته دا احساس نه ورکول کيږي چې راتلونکی د دوی دی، يا د پلار څپيړه وي او يا د ښوونکي، ټوله تربيه په زور روانه ده، ځکه زموږ د دليل او منطق برخه ضعيفه ده، همدا د ښوونځي زور او څيپيړې دي چې هر چا سره بحث وکړې له يو څه وخت وروسته خبره جګړې ته وځي، د ملت په حيث موږ د خپل تاريخ ډيرې ترخې او تورې پاڼې له سترګو غورځولي دي، هغه ټکي چې موږ ته بد ښکاري سترګې پرې د تعصب، ملي يووالي، تفرقې او نورو نامو پټوو، خو که غواړو له خپلو غلطيو زده کړو يا خپل راتلونکی خوندي کړو بايد د تاريخ له دې تورو پيښو پاڼه پورته کړو نن دا اروپا او امريکا چې موږ ته د ښځې د حقوقو او مساواتو پړپړې راکوي تر شپيته کاله وړاندې يې نه د ښځې حق مانه او نه ورته تور پوستی انسان ښکاريده او د ملت په حيث موږ چې تر څو دا ډول سختو پوښتنو ته ځواب ونه مومو نو له يوې مودې وروسته به په دوامداره توګه له اوسنيو ننګونو سره مخ کيږو.

زموږ ښوونکي ثابته تنخوا اخلي که ښه کار کوي يا بد هماغه معاش دی پرمختګ پر پيژندنه او رشوتونو کيږي پداسې صورت کې لدوی د ځان په عذابولو تمه بې ځايه ده، ورسره هغوی چې پر دې ملت يې زړه خوږيږي هغوی لپاره هغه امکانات نشته چې خپلې ازادې څيړنې وکړي حکومت به تل پر دې وياړي چې له لومړي ټولګي نيولې تر دوکتورا وړيا تعليم برابروي خو آیا موږ کله له ځان پوښتلي چې د دې فارغينو سويه څه ده، دلته د څرنګوالي ارزولو معيار څه دی. دا وړيا ښوونه موږ ته د څومره څيړنو، پرمختګونو، ابتکاراتو او آزادو څيړنو پر بيه تماميږي.

د نوي نظام له راتګ سره حکومت تعليم او روغتيا هم کاروباري کړه، د دې سکتورونو وړيا او کاروباري کيدل دواړه خپل تاوانونه او ګټې لري، خو کله چې تعليم خصوصي شي نو دولت ډېر غښتلي څارنيزه ميکانيزم ته اړتيا لري چې بدبختانه موږ يې نه لرو، د څارنيزه اداره مامورين پخپله پدې شخصي ښوونځيو يا پوهنتونونو کې استادان دي يا ورسره برخه لري، د دې ټولو زور له زده کوونکي وځي، چې پخوا ورته وړيا ناقص تعليم ورکول کيده نن دوی پر هماغه ناقص تعليم پيسه هم ورکوي.

زموږ ښوونکی، پوهاند، ليکوال او مفکر د پوليس او عسکر په څير يوځای شهيديږي، ښوونځي، پوهنتونونه او د پوهې مراکز د نظامي مراکزو په څېر الوزول کيږي، زموږ دښمن پوهيږي چې د فزيکي ځواک په څېر زموږ د پوهې او فکر ځواک هم مهم دی خو له دومره خطرونو سره آيا دولتي چارواکي په ځانګړي ډول د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه هم ورته ځوابونه لري، ټول يې شمېر ته راغونډ کړي دي کله چې ښوونکی شهيديږي نو تر يوه يا دوو کالو خو حکومت ځان په کڼو وهلی وي او ورپسې هماغه ډول يو بل ښوونکی شهادت ته استوي، موږ د معيار او وسيلو ښه والي ته اړتيا لرو، ټکنالوژي بايد دخيله او د پوهې رسولو امکانات، وسايل، طريقې او کړنلارې متنوع کړو.

که يو څوک د بدخشان غره په څوکه اوسيږي يا د هلمند په ډاګونو کې، پدې دليل چې هلته امنيت نشته، کافي زده کوونکي نشته يا نور اړونده وسايل نه لرو تر څو دې ماشومانو ته زده کړه برابره شي د قبلولو وړ نه ده، د نن ټکنالوژئ په زمانه کې د فزيکې فاصلو او نورو زيرمو ستونزې د حل لارې لري، که زده کوونکي کم وي له ټکنالوژي بايد کار واخيستل شي، د دې ملت هر بچې پر دولت حق لري چې هغې ته د تعليم مناسب امکانات برابر کړي، که دولت يې نشي کولای نو بايد خپله پړه ومني، که امنيت نشته، ښوونکي نشته يا نور داسې دلايل دا ټول د دولت نيمګړتياوې ښيي ځکه دلته د هرې تورې سپينې مالک دولتي چارواکی دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more