د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

ننواتي

sheerinashna
03.04.2013

ننواتې د پښتو یو عنعنوي د عذر غوښتلو ډول دی او د کلوـ کلو دښمنۍ او عداوتونه په ننواتو له منځه وځي او داسي وي، چي د یوه خورا لوی کار یا لوی خصومت د غذر او بخښني د پاره مغلوب یا مجرم سړی د خپل کلي یا کام سپن ږیری او ستانه خپل مقابل ته ورلیږي، کله-کله چي امر ډیر مهم او د بخښلو قابل نه وي، نو خپلي ښځي په ننواتي ورلېږي.
دا ننواتي دومره اهميت لیري، چي پښتون مري، خو ننواتي نه کوي، مګر کې وکړه، نو د ده مقابل پښتون هم ضرور دغه مني او دی بخښي.
د پښتنو له صفاتو چخه ده، چي ننواته به نه کوي او کې وکړ،ها مقابل یې هم ضرور مني، په دي ډول نور ډیر د پښتنوالي عنعنات سته، چي ځیني یې خادم او الفت زموږ پښتنو لیکوالو لیکلي دي له دغو ټولو څخه دا ښکاره کیږي، چي پښتانه اخلاقاٌ په هجومي روح کي خورا زغرد او تند او بیا په بخښه هم مړني دي.
کې انتقامي جذبات تاوده دي، عفو او بخښنه او د عذر غوښتلو منښت یې هم سته.

د عبدالحي حبیبي صاحب په ویاړ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more