د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ویي جوړول د چا کار دی؟

حمید هڅــاند
31.03.2013

تېره شپه مې تصادفاً رادیو چالانه کړه - فکر کوم اشنا رادیو به وه- په یو په زړه پوري پروګرام کې ښاغلی حبیب الله رفیع او ښاغلی مجاور احمد زیار میلمانه ول. د پروګرام موضوع وه: پښتو کې ویي جوړونه ضرور ده که نه، او دا د چا کار دی؟.
د زیار دریځ:
لغت جوړونه خورا مهم څه دي، ځکه لکه ژوند چې خوځند او بدلېدونکی دی، ژبه هم باید خوځنده او بدلېدونکې وي. خو د ده په نظر، ځینې کسان او کړۍ شته چې هغه د ده په اصطلاح ځان ساتي ( محافظه کار) دي او له بدلونونو سره یې جوړه نه ده....خو هر چا ته نه ښایي چې لفت جوړونه وکړي ځکه ګډوډي پېښوي.
د رفیع دریځ:
د ده په نظر هم لغت جوړونه مهمه ده، خو د هرچا کار نه دی، پوهان او ژبپوهان باید دا کار وکړي او لکه پخوا، پښتو ټولنه یې باید ومني او یا یې رد کړي او بیا یې د دود کولو په موخه رسنیو ته ورکړي.

ښاغلی رفیع په زړه پوري ټکی ته اشاره کوي:
پښتو کې اوس هرڅوک په خپل سر لګیا دي لغتونه جوړوي او ګډوډي زیاته ده، یو څه ته څو لغتونه جوړېږي چې ټول نوي وي چې پښتو یې نه شي هضمولی.

رښتیا هم! زما په خپل نظر رفیع صیب ښه ټکي ته ګوته نیسي. ځکه که موږ ووایو چې پرېږده لغتونه جوړ شي، ځکه مناسب یې ټولنه مني او دودېږي او نامناسب یې بیرته له مینځه ځي؛ دا به یوه ناسمه ادعا وي.....ځکه هغه د رفیع په ژبه، دومره هضم له کومه شو؟ ډکشنري به کومه اصطلاح اخلي؟ د نورو ژبو خلک چې پښتو زده کوي، هغوی به کوم لغت زده کوي؟؟

خو، پروګرام خلاص شو او د کار خبره پکې ونه شوه، ځکه:

نو دا خو زیار صیب هم وایي چې لغت جوړونه مهمه، خو د هرچا کار نه دی؛ رفیع صیب هم وایي چې لغت جوړونه مهمه ده، خو د هرچا کار نه دی؛ زه هم وایم چې لغت جوړونه مهمه ده، خو د هرچا کار نه دی.....ښه نو اوس به دا کار څوک کوي؟؟؟؟ ولي عملي اقدام نه کېږي؟؟؟؟؟ یو پر بل پړه ولي اچوله کېږی چې علومو اکاډمي کې خلک په خبره نه سره پوهېږي او نور؟؟؟؟ افغانان خبرې ډېرې کوي خو د کار درک یې مالوم نه وي!
رفیع صیب خو د پتوال صیب جوړ کړو د اوونۍ د ورځو نومونو باندې هم ولګېد چې بې مانا کار ؤ!. د پتوال صیب مخې ته دي لاس وي :wink:

خو؛؛؛؛؛
زیار صیب زړه راښکونکې خبره وکړه:
ده وویل چې یو وخت ؤ چې موږ ژبپوهان او د ژبو مسلکیان به د نورو پوهنځیو استادانو سره کښېنستلو، هغوئ چې به کوم لغت پښتو کاوی، نو له هغوئ نه به مو د هغې اصطلاح مفهوم وارېد، بیا به مو د دوئ وړاندیز شوي ممکن لغتونه وکتل، یا به مو هغه اصلاح کړل او یا به مو نوی لغت ورته جوړ کړ.

زما په نظر همداسې یو کار ته نن سخته اړتیا ده...زه پخپله له دې ستونزې سره مخ یم. زه چې کله ژباړه کوم، داسې ډېرو اقتصادي اصطلاحاتو سره مخ کېږم چې که یې انګلیسي اصطلاح کټ-مټ لیکم، بې خونده را ته مالومېږي او چورلټ ناسم ایسي-سره له دې چې ځینې اصطلاحات بیا کټ-مټ لیکم. خو پښتو اصطلاح جوړول خو زما کار نه دی!. زه په اول کې د علومو اکاډمۍ پورې لاړم، د ادتبیاتو استادانو سره مې وکتل، او د ادبیاتو نه فارغ ملګرو سره خو لا تر اوسه په لانجه کې یم: دوئ زما په خبره نه پوهېږي، زه د دوئ په خبره.
دوئ د اقتصاد په اصطلاح څه پوی شي، نو زه یې اول ورته تشریح کوم؛ خو بیا هم دوئ لغت جوړولو کې مرسته نه کوي، وایې دا زموږ کار نه دی!.
اخر ما خپلسری کار پیل کړی دی، نه پوهېږم چې کومه ورځ به پکې وډبول شم :wink: .

خو بیا هم: لغت جوړولو سره به څه کار کېږي او څوک به یې کوي؟؟؟؟؟

درنښت


larghonay laraway
31.03.2013

السلام عليکم!
هڅاند صيب باور وکړه د ژبې د پرمختګ په اړه مې ستاهڅې ډېرې خوښېږي.
ځکه تاسو غواړئ چې ژبه مو روانه، ساده، پخه او کره شي چې الله به د دې کار اجر درکړي!
ستاسو وړانديز پر ځای دی چې په ژبه کې لغت جوړونې ته اړتيا ده او دا کار بايد وشي خو چې څوک يې وکړي؟
دا يوه ډېره مهمه پوښتنه ده!
دا چې د پښتنو په اړه مشهوره ده چې نه خپله مخکې ځي او نه نور څوک مختګ ته پرېږدي دا رښتيا هم ده!
تاسو به ليدلي وي چې په ډېرو کوڅه يي الفاظو د زيار مخالفت کېږي او اکثره داسې خلک وي چې په اماتور شکل ليکوالي کوي. نه يې ښوونځي لوستی وي او نه هم پوهنځي!
په همدې ترتيب زيار صيب هم کله کله (هر وخت نه بلکې کله کله) له اټکله کار اخلي!
دا چې حبيب الله رفيع صيب وايي چې پښتو ټولنه يې بايد تاييد کړي دا هم ډېره عجيبه خبره ده.
ځکه چې اوس خو پښتو ټولنه نشته او په علومو اکيډمۍ کې د ژپو او ادبياتو مرکز دی خو دا شل کاله کېږي چې همدا چيغې وهل کېږي او د علومو اکيډمۍ کوم اقدام ونه کړ نو تش په خبرو خو نه کېږي.
حبيب الله رفيع خو د علومو اکيډمۍ مشاور دی دغې اکيډمۍ تر دې دمه کوم نوی جوړ شوی لغت ځيرلی دی؟ نو داسې خو هم نه کېږي چې نه يې خپله جوړوي، نه د نورو شاربي او نه نور مختګ ته پرېږدي!
دا چې پښتانه، نه خپله کار کوي او نه نور پرېږدي دا خو له پښتو ژبې سره دښمني ده!
زيار صيب د کابل پوهنتون استاد، د ژبې ډاکټر او د نيولوجيزم ليوال دی چې په خپل مسلک کې کار کوي نو څوک يې بايد مخه ونه نيسي!
په همدې ترتيب د علمي لغت جوړونې مخه بايد سيمه ييز تعصب هم ونه نيسي!
که زيار کوم داسې لغت جوړ کړ چې په ژبه کې يې شتون درلود نو ژبپوهان حق لري چې اعتراض پرې وکړي او رد يې کړي.
په همدې ترتيب که داسې يو لغت يې جوړ کړ چې تر هغه يې معادل لغت ډېر عام او مشهور ؤ بيا هم د منلو نه دی!
خو که نن ټول پښتانه حيران دي چې (پروګرام يا برنامه) څنګه وليکي. که پروګرام ليکي پاړسي دی او که (برنامه) ليکي نو ايرانی دی!
اوس ټول پښتانه لګيا دي او برنامه کاروي خو که سبا زيار ورته لغت جوړ کړ نو بيا به ټول اعتراض کوي!
زه وايم په افغانستان کې داسې حکومت نشته چې د پښتو ژبې لپاره فکر وکړي. دا حکومت خو پښتو له پښتنو سره ختمول غواړي نو له دې حکومته به څه ګيله وکړو چې ژبې ته به کار وکړي!
کرزی صاحب [color=red:2042a2d73e]دارد[/color:2042a2d73e] به ايران کار کند!
نو پښتانه ژبپوهان، د پوهنتون استادان، د اکيډمۍ غړي او له هېواده بهر اکيډميک ژبپوهان بايد مټې راونغاړي، لغتونه جوړ کړي او د يو بل بې ځايه ستايلو او بې هدفه سمينارونو پر ځای د هر نوي لغت لپاره په خپلو لګښتونو سمينارونه جوړ کړي، ژبپوهان پرې بحث وکړي او ټولنې ته يې وړاندې کړي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more