د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

پوښتنه

روقیه
29.03.2013

اسلام علیکم ده ټول افغان فورم ټولو خوندو اوورونوته سلامونه وړاندی کوم هیله لرم چی جوړاوروغ به یاست زه وه دافورم ته نوی راغلۍ یم زه ډیره خوشحاله سوه م چی ډیر ورونه پرمذهب ډیر ټینګ ولاړ دی نو زه غواړم چی دامذهبي ورونو څخه ده تسوف په اړه معلومات وکړم غواړم چی پوسمه چی دا څرکم لارده ځکه داډیروخت مۍ پیکر په بند ی هیله کوم چی پوره معلومات به راکړی بخښه ډیره ډیره غواړم زه په املا اوانشا ډیره نه پوهیژم ستاسی ده جواب په ا ینتیزار ستاسی خور روقیه


حمید هڅــاند
29.03.2013

وعلیکم سلام ورحمة الله

ټول افغان بحثوفورمونو ته ښه راغلاست، هرکله راشئ....

زه د تصوف لنډه پېژندنه ستاسو په وړاندې ږدم، هیله ده د لوستلو حوصله یې ولرئ او بیا فیصله ستاسو پر لاس، چې ښه ورته وایاست که بد.

اغلې خورې! که اسلامي تاریخ او شرعي نصوص په سم ډول مطالعه کړې، دې تنیجې ته به ورسېږي چې د رسول الله، صحابه ؤ او تابعینو په وخت کې د (تصوف) په نوم هیڅ هم شتون نه درلود. خو له دې وروسته بیا ځینو په اصطلاح زاهدانو چپنې واغوستې او له دې ځایه پرې صوفیان نوم کېښودل شو.

صوفیان ممکن له صوفیاء څخه اخیستل شوی وي چې یونانيی کلیمه ده او د حکمت په مانا ده. ځکه خو موږ دا نتیجه اخیستای شو چې د تصوف له عربي کلیمي څخه نه دی مشتق شوی. سره له دې چې صوفیان دعوه کوي چې تصوف له صفاء اخیستل شوی، خو دا دعوه یې ځکه باطله ده چې صفاء باید صفائی شي نه صوفي!.
صوفیان دا دعوه هم کوي چې دوی [u:74d43fed3c]ظاهراً او باطناً صفا دي[/u:74d43fed3c]، ځکه خو دوئ ته باید صوفیان وویل شي. د دوئ پام نه دی چې الله وایي:
فَلَا تُزَكُّوا أَنفُسَكُمْ ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَىٰ ( النجم، ۳۲)
ژباړه: د ځانونو پاکي مه بیانوئ، الله په متقي انسان ښه خبر دی.

د نوم په اړه یې دوئ نورې باطل دعوې هم لري، د ټولو ذکر اړین نه بولم.

[color=white:74d43fed3c]تصوف بدعت دی، ځکه:[/color:74d43fed3c]

د صوفیانو ځینې بدعات:
۱) حلقوي ذکر؛
۲) د عبادت په مهال د صوفي یا پیر یا مرشد تصویر زړه کې جوړول؛
۳) اشعار ویل؛
۴) نڅا او رقص؛
۵) په ګډا عبادت کول؛
۶) قلبي اذکار؛
۷) پټ اوراد؛
۸) په لوړ غږ ذکر کول.

اوله خبره داده چې پورته خبرې ټولې بدعات دي. ځکه د دوئ اذکار نوي دي، نه رسول په هغه طریقه عبادت کړی نه اصحابو. په دین کې د نوي کار او نوي ډول او طریقي په اړه رسول الله وايي:
وایاکم ومحدثات الامور، فان کل بدعة ضلاله ( ترمذي، کتاب العلم، حدیث صحیح)
ژباړه: په دین کې له نویو شیونو ځانونه وساتئ، ځکه هر نوی شی بدعت دی، او هر بدعت ګمراهي ده.
بل ځای رسول الله وایي:
من احدیث فی امرنا هذا ما لیس منه فهوه رد ( مسلم، کتاب الاقضیه، حدیث صحیح)
ژباړه: که چا په دین کې دا سي کار پيدا کړ چې له دین څخه نه ؤ، هغه مردود دی.
د دوئ طریقه په تفصیل مطالعه کړئ، در مالومه به شي چې له سره تر بره بدعت او بدعت دی. نو که موږ الله او رسول ته غوږ نیسو، د دوئ باید مخه ونیسو.
د تصوف په اړه په ساده ډول ویلی شو:
۱) یا خو تصوف بدعت دی ( لکه دا اوس چې روان دی او له شکه پرته بدعت دی)، بیا خو زموږ ورسره دوښمني ده؛
۲) ممکن صوفیان ووایي: نه، بدعت نه دی، ټولې طریقي مو د رسول الله پر طریقو ولاړي دي. که داسې ووایي او ان ثابته یې هم کړي، بیا خو اسلام شو، (تصوف مصوف) له بیخه ووت. بیا نو نوم ته څه ضرورت دی؟؟؟

که کومه پوښتنه لرې، شریکه یې کړه.

یادونه:
د تصوف په اړه پښتو کې تر ټولو ښکلی کتاب چې په ساده او روانه ژبه لیکلی دی او پر کره اسنادو بناء دی ( تصوف د شریعت په رڼا کې) نومېږي او لیکوال یې ښاغلی زبیر افغان دی.

درنښت


larghonay laraway
31.03.2013

زه دهڅاند صيب د ټولو خبرو تاييد کوم او يوه ورزياتوم هغه دا چې دا تصوف ماته داسې ښکاري لکه اتڼ
که ځوانان د هنر تنده په اتڼ ماتوي او وايي دا مو دود دی خو د کلي بارسوخه او باشخصيته سړی بيا اتڼ نه کوي.
نو يو شمېر هغه رياکاره بې علمه شيخان چې په اتڼ شرمېږي په ذکر کې ګډېږي او خپله هنري تنده پرې ماتوي
نور نو له ګډا سره خدای يادول عبادت نه بلکې يو بد عادت دی!


وزیري
01.04.2013

خور جاني څوک چی د تصوف بده وایی دا ټول وهابیان او سلفیان یعنی خوارج دي، ددوي خبرو ته په شریعت کی هیڅ اعتبار نشته ده. دا ددوی د جهالت او کم علمی خبره دا و بس.
ما یو وهابی عالم ته یو څو کرښي لیکلې وي چی هماغه متن ستا مخي ته ږدمه، هیله ده چی ویی لولي او پند ځینی واخلي.

محترم مولوی صاحب، مونږ دا دعوه لرو چی لاندی مذکوره ټول دلایل د طریقت په باره کی دی که دا خبره ستاسو په علم یا طبیعت باندی استواره رانغله نو مهربانی وکړی د شریعت له لیاری دی دلایلو ته یوڅه تشریح ورکړی.

اول: له حضرت عمر رضی الله تعالی عنه نه روایت ده چی:
بَیْنَمَا نَحْنُ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ ذَاتَ یَوْمٍ إِذْ طَلَعَ عَلَیْنَا رَجُلٌ شَدِیدُ بَیَاضِ الثِّیَابِ شَدِیدُ سَوَادِ الشَّعَرِ لَا یُرَى عَلَیْهِ أَثَرُ السَّفَرِ وَلَا یَعْرِفُهُ مِنَّا أَحَدٌ حَتَّى جَلَسَ إِلَى النَّبِیِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فَأَسْنَدَ رُکْبَتَیْهِ إِلَى رُکْبَتَیْهِ وَوَضَعَ کَفَّیْهِ عَلَى فَخِذَیْهِ وَقَالَ یَا مُحَمَّدُ أَخْبِرْنِی عَنْ الْإِسْلَامِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ الْإِسْلَامُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ وَتُقِیمَ الصَّلَاةَ وَتُؤْتِیَ الزَّکَاةَ وَتَصُومَ رَمَضَانَ وَتَحُجَّ الْبَیْتَ إِنْ اسْتَطَعْتَ إِلَیْهِ سَبِیلًا قَالَ صَدَقْتَ قَالَ فَعَجِبْنَا لَهُ یَسْأَلُهُ وَیُصَدِّقُهُ قَالَ فَأَخْبِرْنِی عَنْ الْإِیمَانِ قَالَ أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِکَتِهِ وَکُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْیَوْمِ الْآخِرِ وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَیْرِهِ وَشَرِّهِ قَالَ صَدَقْتَ قَالَ فَأَخْبِرْنِی عَنْ الْإِحْسَانِ قَالَ أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ کَأَنَّکَ تَرَاهُ فَإِنْ لَمْ تَکُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ یَرَاکَ قَالَ فَأَخْبِرْنِی عَنْ السَّاعَةِ قَالَ مَا الْمَسْئُولُ عَنْهَا بِأَعْلَمَ مِنْ السَّائِلِ قَالَ فَأَخْبِرْنِی عَنْ أَمَارَتِهَا قَالَ أَنْ تَلِدَ الْأَمَةُ رَبَّتَهَا وَأَنْ تَرَى الْحُفَاةَ الْعُرَاةَ الْعَالَةَ رِعَاءَ الشَّاءِ یَتَطَاوَلُونَ فِی الْبُنْیَانِ قَالَ ثُمَّ انْطَلَقَ فَلَبِثْتُ مَلِیًّا ثُمَّ قَالَ لِی یَا عُمَرُ أَتَدْرِی مَنْ السَّائِلُ قُلْتُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ قَالَ فَإِنَّهُ جِبْرِیلُ أَتَاکُمْ یُعَلِّمُکُمْ دِینَکُمْ.

دا خو د بخاری شریف داسی یو حدیث ده چی ضعف په کی محال ده. په دی حدیث کی اسلام بیل تشریح شوی، ایمان بیل تشریح شوی او احسان بیل تشریح شوی. او د احسان درجه په ټولو کی اوچته ده.
سوال داده چی دا احسان څه شی ته وایی؟ ځکه چی دا خو له اسلام او ایمان نه بیل شی بیان شویدی باید یو بیل علم و اوسی؟
دا حدیث محدثینو په خپلو کتابونو کی بی شک او شبهی په تصوف ورتپلی او د تصوف ثبوت یی ترینه ویستلی دی. وګوره!
- نووی، شرح صحیح مسلم، ۱: ۲۷، کتاب الایمان، باب سوال جبریل النبی ص عن الایمان والسلام و الاحسان.
- ابن حجر عسقلانی، فتح الباری، ۱: ۱۲۰.
- ملا علی قاری، مرقاة المفاتیح، ۶۰۱.
- خطیب تبریزی، مشکوة، ۱: ۱۱۳.

دوهم: د بخاری شریف په یو بل حدیث کی چی تذکره الحفاظ ج۱ ص۳۵- الإصابه فی تمییز الصحابه ج۷ ص۴۳۹- الطبقات الکبرى ج۴ ص۳۳۱ - سیر أعلام النبلاء ج۲ ص۵۹۶ کی یی هم روایت راغلی دی حضرت ابوهریره رضی الله عنه داسی وایی:
عن أبی هریره قال حفظت من رسول الله صلى الله علیه وسلم وعائین فاما أحدهما فبثثته فی الناس واما الآخر فلو بثثته لقطع هذا البلعوم.

په دی حدیث کی ابوهریره رض وایی چی ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دوه لوښی علم یاد کړیدی. یو می تاسی ته بیان که او که دا بل قسم علم تاسی ته بیان کړمه نو خلک به زما غاړه را پری کړی.
سوال داده: په دی کی خو شک نشته چی له ابوهریره رض نه ډیر زیات روایات شویدی نو دا یو قسم علم خو یی راورساوه نو مولوی صاحب دا بل دوهم قسم علم کوم علم ده چی په خپرولو یی خلک دده غاړه پری کوی؟

دریم: الله جل جلاله په قرآن کریم کی وایی:
هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ. سورة الجمعه ۲

محترم مولوی صاحب، په آیت شریف کی الله جل جلاله څلور شیانو ته بیلابیل اشاره وکړله.
آیات، تزکیه، تعلیم الکتاب او حکمت. سوال می داده چی دا تزکیه او حکمت کوم علم ده؟ مدلل یی تشریح کړی.

په یو بل آیت شریف کی الله جل جلاله وایی: ویعلمکم الکتاب والحکمة و یعلمکم ما لم تکونو تعلمون. البقره، آیه: ۱۵۱.
په دی آیت کی سوال داده چی تعلیم د کتاب او حکمت یی بیل کړه له هغه شی سره چی مونږه نه پری پوهیږو. او په منځ کی یی دوه دفعی د یعلمکم لفظ استعمال شه. دا کوم قسم علم ده؟
په دی ځای کی تفسیر مظهری لیکی:
تکرار الفعل (فعل یعلمکم) یدل علی ان هذا التعلیم من جنس اخر و لعل المراد به العلم الدنی. (تفسیر مظهری، ۱: ۱۴۹)

څلورم: په بل آیت کی الله جل جلاله د خضر علیه السلام په قصه کی وایی: و علمناه من لدنا علما. الکهف، ایت ۶۵.
مولوی صاحب دا کوم قسم علم دا چی الله ورته علم لدن وویلی.

پنځم: محترم مولوی صاحب تا په خپله لیکنه کی ټول علم یو علم بللی او د باطن په نامه علم کوم چی مونږ ورته تصوف وایو رد کړیده.
له حسن بصری رحمة الله نه روایت ده:
قال العلم علمان فعلم فی القلب فذاک العلم النافع و علم علی اللسان فذاک حجة الله علی ابن ادم. (مشکوة المصابیح: ۳۷)
مولوی صاحب په دی حدیث کی خو علمونه دوه شول. ملا علی قاری صاحب رحمة الله علیه هم په مرقاة المفاتیح اول جلد صفحه ۲۵۶ کی د همدی حدیث لاندی لیکی: و قد یحمل الاول علی علم الباطن و الثانی علی علم الظاهر.

شپږم: محترم مولوی صاحب، د خیرالقرون چی کوم عالمان او فقهاء دی هغوی علم التصوف تائید کړیدی. نو تاسی له هغوی نه زیات پوه یاستئ او که هغه خلک نعوذبالله منها ګمراه وه؟

• امام مالک بن انس رحمة الله چی د یو مذهب خاوند ده او ښه جید جید علماء دده مقلدین دی او تاسی په دی ښه خبر یاستئ چی امام مالک رح به په مدینه کی وه بل چا به فتوی نه ورکوله. دی وایی:
• من تفقه و لم یتصوف فقد تفسق و من تصوف و لم یتفقه فقد تزندق و من جمع بینهما فقد تحقق. (مرقاة المفاتیح، ۱: ۲۵۶)

• امام شافعی رحمه الله فرمایلی دی چی ستاسی له دنیا څخه دری شیان وماته محبوب دی،اول ترک دتکلف دوهم له خلګوسره ښه معاشرت دریم پیروی اواقتداء په لاره پسی داهل تصوف، انظرکشف الخفاء للامام العجلونی ،ص،۳۴۱،جزء،۱

• څلرم امام احمدرحمه الله فرمایلی دی چی زه ترصوفیه ؤبهترین قومونه نه پیژنم یوچاورته وویل چی دوی سماع اوتواجدکوی ده په جواب کښی و رته وویل چی پریږده دوی چی یوساعت له خپل رب سره خوشحالی وکړی، غذاءالالباب شرح منظومة الآداب،جزء،۱ص،۱۲۰لمحمدالسفارینی

• امام ابوحنیفه رحمه الله دشریعت غراءمحمدي دظاهراوباطن اودشریعت اوطریقت اودحقیقت جامع وولکه څرنګه چي په شریعت کي امام الائمه ووپه طریقت کي هم یومرشد کامل اومکمل ووهم ئې د طریقت اخذکړَیدۍ اوهم ئې خلګ په طریقت کي روزلي دي دامام صاحب دطریقت استادحضرت امام جعفرصادق صاحب وو. هدایة النافع، صفحه ۲۶۳ـ

• علامه شکارپوري ميا فقيرالله رحمه الله تعالي دقطب الارشاد په «۵۳۶» صفحه کي هم دغه ډول ذکرکړيدي، اوده داهم ويلي دي چي په ځني رسالوکي ماليدلي دي چي امام صاحب مبارک له حضرت فضيل بن عياض سره هم دطريقت صحبت کړيدئ ، يعني دطريقت اخذ يې ورڅخه کړيدئ ، اوده داهم ذکرکړيدي چي وروسته له دې چي امام صاحب مبارک په طريقت مشرف سو اودوه کاله په دغه لاره کي باندي تیر سو نوداسي يې وويل «لولاالسنتان لهلک النعمان » يعني کچيري دغه دوه کاله نه واۍ نونعمان به هلاک سوۍ واۍ ـ

دنور تفصيل دپاره ددرمختار پر حاشيه دردمحتار ج۱ ، ۴۳، ۴۴ ، ۴۵ دغه لاندي عبارت وګورۍ :
وقداتبعه علي مذهبه کثيرمن الاولياء الکرام ممن اتصف بثبات المجاهدة ورکض في ميدان المشاهدة کابراهيم بن ادهم وشقيق البلخي ومعروف الکرخي وابي يزيدالبسطامي وداودالطائي وابي حامد اللفاف وخلف بن ايوب وعبدالله بن المبارک ووکيع بن الجراح وابي بکرالوراق وغيرهم ممن لا يحصي لبعده ان يستقصي فلووجدوا فيه شبهة مااتبعوه ولااقتدوا به ولاوافقوه ، وقدقال الاستاذ ابوالقاسم القشيري في رسالته مع صلابته في مذهبه وتقدمه في هذه الطريقة سمعت الاستاذ اباعلي الدقاق يقول انا اخذت هذه الطريقة من ابي القاسم النصر اباذي ، وقال ابوالقاسم اخذتهامن الشبلي وهواخذه من السري السقطي وهومن معروف الکرخي وهومن داود الطائي وهواخذالعلم والطريقة من ابي حنيفة وکل منهم اثني عليه واقربفضله فعجبا لک يااخي الم يکن لک أسوة حسنة في هؤلاء السادات الکبار اکانوا متهمين في هذا الاقرار والافتخاروهم ائمة هذه الطريقة وارباب الشريعة والحقيقة ومن بعدهم في هذالامر فلهم تبع وکل ماخالف مااعتمدوه مردود ومبتدع ـ

• امام ابوالقاسم القشیری رحمة الله فرمائی: کل شریعة غیر مؤیدة بالحقیقة غیر مقبول و کل حقیقة غیر مقیدة لشریعة فغیر محصول. (الرسالة القشیریة: ۴۳) یعنی هر شریعت چی د حقیقت (تصوف) مدد ورته حاصل نه وی غیر مقبول ده او هر حقیقت چی د شریعت مقید نه وی غیر حاصل ده.
• او دارنګه په «فتاوی حقانيه ج۲ ص ۲۴۴» کښي هم له داسي پير او مُرشد سره چي حق پير وي بيعت کول سنت بللئ دئ .
دارنګه شاه ولي الله دهلوي (رحمه الله) په «شفآء العليل ص ۲۱» کښي داسي ذکر کړیدي : «فاعلم أن البيعة سنة وليست بواجبة» . او دارنګه په «الانوار القدسية ص ۵» کښي هم ذکر سويدي چي بيعت کول سنت کار دئ
• همدارنګه دیوبند مدرسه هم د تصوف په باره کی داسی نظر لری: داسي پير چي په خپله هم کامل وي او نور هم کامل کولای شي ، د داسي مرشد په لاس کي لاس ورکړئ او خپل نظر د نوموړي په نظر کي متصور ساتئ او د صوفيانو بوختيا يعني په ذکر ، فکر او فناء تام کي مشغول اوسئ ... موږ او زموږ مشائخ د داسي ښاغلو په بيعت کي داخل يو ، د هغوئ د اشغال شاغل او د ارشاد و تلقين لارويان يې يو. " ( عقائد علماء ديوبند ، ص ۲۲۷ )

نو محترم مولوی صاحب ! اوس ته راته ووایه چی دا ټول علماء، اصحاب او تفاسیر بدعت ته لمن وهی او که تصوف حقیقت هم لری. زما په نظر کوم خلګ چي بيعت ناروا بولي هغه خو دي باطل خلګ ، او کوم خلګ چي يې فرض بولي هغه هم له أټکل څخه ږغيږي ، په عمومي ډول د أمت مسلمه د علماوو د حُکم مطابق بیعت کول له يو داسي پير او مُرشد سره چي په هغه کښي شرطونه د پيرۍ او ارشاد موجود وي سنـــــــت دئ .
علامه شکارپوري ميان فقير الله (رحمه الله) په «قطب الارشاد ص ۴۵» کښي داسي ذکر کړیدي :
(وهيَ سنة ليست بواجبةٍ لأن الناسَ بايعوا النبي (صلی الله علیه وسلم) و تقربوا بها الی الله تعالی ، وماوجدنا الدليل علی تأثم تارکها ، ولم يُنکر أحدٌ منَ الائمة المهديين ، منَ الصحابة والتابعين علی تارکها ، فکانَ الاجماع السکوتي علی أنها ليست بواجبة . انتهی .


larghonay laraway
01.04.2013

السلام عليکم!
په خدای قسم درته خورم چې د همدې اوسني حکومت په پيل کې مې يو دوست مجبور کړم چې خانقا ته ورسره لاړ شم!
خانقا د ميوند څلي ته مخامخ زاړه بازار کې وه.
تر نيمې شپې د ټنګ ټکور پروګرام ؤ او جهالو خلکو به ورسره د الله نوم هم ياداوه
دوی به په وقفه وقفه وتل او د باندې به يې چرسان دودول.
باور وکړئ چې يوه په کې دا سندره هم وويله:
ګل دې په زلفو باندې قطار دی
دوه اننګي دې محبوبا ګل انار دی
توبا توبا
دوی ويل چې د نقشبندي طريقې والا دي
نو که ډمتوب د الله ذکر وي بيا موسيقي او ډمتوب ته ولې بد ويل کېږي؟


حمید هڅــاند
01.04.2013

وزیري صیب! ښه شو چې را پیدا شوې...

[quote:3a717c270c]محترم مولوی صاحب، مونږ دا دعوه لرو چی لاندی مذکوره ټول دلایل د طریقت په باره کی دی که دا خبره ستاسو په علم یا طبیعت باندی استواره رانغله نو مهربانی وکړی د شریعت له لیاری دی دلایلو ته یوڅه تشریح ورکړی. [/quote:3a717c270c]

اوس به وګورم چې تا څه ګلان کرلي دي!....

دا حدیث دي لیکلی:

[quote:3a717c270c]اول: له حضرت عمر رضی الله تعالی عنه نه روایت ده چی:
بَیْنَمَا نَحْنُ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ ذَاتَ یَوْمٍ إِذْ طَلَعَ عَلَیْنَا رَجُلٌ شَدِیدُ بَیَاضِ الثِّیَابِ شَدِیدُ سَوَادِ الشَّعَرِ لَا یُرَى عَلَیْهِ أَثَرُ السَّفَرِ وَلَا یَعْرِفُهُ مِنَّا أَحَدٌ حَتَّى جَلَسَ إِلَى النَّبِیِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فَأَسْنَدَ رُکْبَتَیْهِ إِلَى رُکْبَتَیْهِ وَوَضَعَ کَفَّیْهِ عَلَى فَخِذَیْهِ وَقَالَ یَا مُحَمَّدُ أَخْبِرْنِی عَنْ الْإِسْلَامِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ الْإِسْلَامُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ وَتُقِیمَ الصَّلَاةَ وَتُؤْتِیَ الزَّکَاةَ وَتَصُومَ رَمَضَانَ وَتَحُجَّ الْبَیْتَ إِنْ اسْتَطَعْتَ إِلَیْهِ سَبِیلًا قَالَ صَدَقْتَ قَالَ فَعَجِبْنَا لَهُ یَسْأَلُهُ وَیُصَدِّقُهُ قَالَ فَأَخْبِرْنِی عَنْ الْإِیمَانِ قَالَ أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِکَتِهِ وَکُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْیَوْمِ الْآخِرِ وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَیْرِهِ وَشَرِّهِ قَالَ صَدَقْتَ قَالَ فَأَخْبِرْنِی عَنْ الْإِحْسَانِ قَالَ أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ کَأَنَّکَ تَرَاهُ فَإِنْ لَمْ تَکُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ یَرَاکَ قَالَ فَأَخْبِرْنِی عَنْ السَّاعَةِ قَالَ مَا الْمَسْئُولُ عَنْهَا بِأَعْلَمَ مِنْ السَّائِلِ قَالَ فَأَخْبِرْنِی عَنْ أَمَارَتِهَا قَالَ أَنْ تَلِدَ الْأَمَةُ رَبَّتَهَا وَأَنْ تَرَى الْحُفَاةَ الْعُرَاةَ الْعَالَةَ رِعَاءَ الشَّاءِ یَتَطَاوَلُونَ فِی الْبُنْیَانِ قَالَ ثُمَّ انْطَلَقَ فَلَبِثْتُ مَلِیًّا ثُمَّ قَالَ لِی یَا عُمَرُ أَتَدْرِی مَنْ السَّائِلُ قُلْتُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ قَالَ فَإِنَّهُ جِبْرِیلُ أَتَاکُمْ یُعَلِّمُکُمْ دِینَکُمْ.[/quote:3a717c270c]

بیا دي پوښتنه کړې:
[quote:3a717c270c]دا خو د بخاری شریف داسی یو حدیث ده چی ضعف په کی محال ده. په دی حدیث کی اسلام بیل تشریح شوی، ایمان بیل تشریح شوی او احسان بیل تشریح شوی. او د احسان درجه په ټولو کی اوچته ده.
سوال داده چی دا احسان څه شی ته وایی؟ ځکه چی دا خو له اسلام او ایمان نه بیل شی بیان شویدی باید یو بیل علم و اوسی؟[/quote:3a717c270c]

ښه کاکا! په حدیث کې خو ضعف رښتیا هم نشته، خو ستا درک له ضعف نه ډک دی.
۱) احسان د عبادت هغه ډول دی چې به خورا خشوع او خضوع سره وشي او خاص الله لپاره وي...ځکه بنده باید پوی شي چې الله یې ویني. نو چې هم هم مسلمان وي او بیا یې ایمان پوخ وي او بیا یې د عبادت ډول داسي وي...خود نو غوره درجه شوه!.
خو کاکا! ته دلته بل څه ثابتول غواړې:
[quote:3a717c270c]سوال داده چی دا احسان څه شی ته وایی؟ ځکه چی دا خو له اسلام او ایمان نه بیل شی بیان شویدی باید یو بیل علم و اوسی[/quote:3a717c270c]
نو ته په دې هم نه یې خبر چې د درویو ترمیځ څه اړيکه ده؟ افسوس!.
بل څه ته نه وایې زما خوبوړې کاکا! د عبادت تر ټولو افضله طریقه ده او بس.

[color=red:3a717c270c]خو زه تانه پوښتنه کوم خوبوړې!: احسان درجې ته موږ څه وخت رسېدای شو؟؟؟؟[/color:3a717c270c]
حتماً دي باید ځواب داوي چې نه یواځې مسلمان یې او ایمان دي کامل وي، باید د احسان په طریقه عبادت وکړو...او هغه طریقه به موږ له کومه کوو؟؟؟
ګوره کاکا! هغه به هم له رسول الله نه زده کوو!!!

ته چې دلته تصوف ترې ثابتوې :shock: ، او په دې هم پوهېږي چې تصوف کې نوې طریقې دي چې رسول الله نه کولې...او بیا د تصوف طریقې ته احسان ووایې،،،بیا خو دي صحابه او رسول الله له دې درجې محروم کړم ( نعوذ باالله)....
لږ په خود راشه!!!

وزیري لیکلي دي::
[quote:3a717c270c]دوهم: د بخاری شریف په یو بل حدیث کی چی تذکره الحفاظ ج۱ ص۳۵- الإصابه فی تمییز الصحابه ج۷ ص۴۳۹- الطبقات الکبرى ج۴ ص۳۳۱ - سیر أعلام النبلاء ج۲ ص۵۹۶ کی یی هم روایت راغلی دی حضرت ابوهریره رضی الله عنه داسی وایی:
عن أبی هریره قال حفظت من رسول الله صلى الله علیه وسلم وعائین فاما أحدهما فبثثته فی الناس واما الآخر فلو بثثته لقطع هذا البلعوم.

په دی حدیث کی ابوهریره رض وایی چی ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دوه لوښی علم یاد کړیدی. یو می تاسی ته بیان که او که دا بل قسم علم تاسی ته بیان کړمه نو خلک به زما غاړه را پری کړی.
سوال داده: په دی کی خو شک نشته چی له ابوهریره رض نه ډیر زیات روایات شویدی نو دا یو قسم علم خو یی راورساوه نو مولوی صاحب دا بل دوهم قسم علم کوم علم ده چی په خپرولو یی خلک دده غاړه پری کوی؟ [/quote:3a717c270c]

اول ــ
د حدیث په اړه دې لاندې ټکو ته دي پام را اړوم:
د بخاري په دې روايت کي د سند له مخې دوې کمزوریانې شته يو يې سعيد مقبري راوي دئ چي څلور کاله د اختلاط زمانه پرې راغلې او بل يې د اسماعیل بن ابی اویس په نوم راوي سخت کمزوری ان ځيني پوهان يې دروجن ګڼي لکه یحیی بن معين ، د متن له مخې هم څو اختلافونه په کي تر سترګو کېږي د بخاري په روايت کي وعائين توري دي ، د مسند په روايت کي د جرابين توري دي او په يوه کي د ثلاثة توري دي په بل کي د خمسة توري دي نو دا ټولي کمزورۍ په کي شته.
سره له دې چې ابن حجر یې د صحت په اړه اشاره کړې ده...خو د حدیث په اړه به نوره شننه وروسته وګور...
او بل:
نو ستا څه فکر دی چې دلته یې کوم علم پټ کړ؟؟؟؟ که ته ترې د صوفیانو اذکار مرادوې نو سخته د خندا وړ مفکوره لرې!!! او ته څه فکر کوې، ابوهریره یې صحابه ؤ ته نه بیانوې، بیا نو زموږ دا بې علمه، بې لارې صوفیان تر صحابه ؤ کوم جوهر اضافه لري چې دوئ یې هضمولی شي؟؟؟؟
او رښتیا! صوفیانو ته نو بیا دعلم له کومه مالوم شو؟؟؟ وحیه خو به نه وي ورته شوې :wink:

وزیري لیکي:
[quote:3a717c270c]دریم: الله جل جلاله په قرآن کریم کی وایی:
هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ. سورة الجمعه ۲

محترم مولوی صاحب، په آیت شریف کی الله جل جلاله څلور شیانو ته بیلابیل اشاره وکړله.
آیات، تزکیه، تعلیم الکتاب او حکمت. سوال می داده چی دا تزکیه او حکمت کوم علم ده؟ مدلل یی تشریح کړی.

په یو بل آیت شریف کی الله جل جلاله وایی: ویعلمکم الکتاب والحکمة و یعلمکم ما لم تکونو تعلمون. البقره، آیه: ۱۵۱.
په دی آیت کی سوال داده چی تعلیم د کتاب او حکمت یی بیل کړه له هغه شی سره چی مونږه نه پری پوهیږو. او په منځ کی یی دوه دفعی د یعلمکم لفظ استعمال شه. دا کوم قسم علم ده؟ [/quote:3a717c270c]
نو ته تر اوسه حکمت هم نه پېژنې :lol: ؟
رښتیا تاسې خو د ښوونځیو او پوهنتونو دوښمنان هم یاست، تاسې به په حکمت څه پوی شئ او د علم د ډولونو په توپیر او ترمینځ په تړاو به یې ستاسې فکر څه کار وکړي :wink:
خندونکې خو داده چې ته دلته حکمت د صوفیانو سندرو ته وایې :P
بس دومره درته وایم چې: ښه فکر او تېز دماغ لرې!

او بیا دي دعوه کړې چې امام شافعي او امام ابو حنیفه او نورو لویو مجتهدینو جواز ورکړی دی، په دې کې دوې خبرې واوره:
۱)
تا چې به چا تورونه پوري کړي دي چې ستا د صوفیانو سندرو ته یې جواز ورکړی دی؛ د هغه ځواب به ته د اخرت په ورځ وایې، زما مشوره داده چې توبه وباسه.
۲)
د لویو او مشهورو عالمانو نظریات واوره:
تالیکلي:

[quote:3a717c270c]امام شافعی رحمه الله فرمایلی دی چی ستاسی له دنیا څخه دری شیان وماته محبوب دی،اول ترک دتکلف دوهم له خلګوسره ښه معاشرت دریم پیروی اواقتداء په لاره پسی داهل تصوف،[/quote:3a717c270c]
خو امام شافعي وایي:
لوان رجلا تصوف اول النهار لایاتی الظهر حتی یصیر احمق
ژباړه: که څوک د ورځې په سر کې صوفي شي، نو تر ماپښین وړاندي به احمق ترې جوړ شي ( تلبیس ابلیس، ۳۷۱ پاڼه)
بلې ته غوږ شه:
لایکون الصوفی صوفیا حتی یکون فیه اربع خصال: کسول، اکول، نثوم، کثیر الفضول. مالزم احدا الصوفین اربعین یوما فعاد عقله ابدا.
ژباړه: صوفي تر هغې صوفي نه دي، چې په ځان کې یې څلور خویونه نه وي پیدا کړي: ۱. ډېرسوست، ۲. زیات خوراک کوونکی، ۳. ډېر خوبي، او ۴. ډېر چټیات ویونکی. ( بیهقي ۲۰۸/۲)

تالیکلي:
[quote:3a717c270c] څلرم امام احمدرحمه الله فرمایلی دی چی زه ترصوفیه ؤبهترین قومونه نه پیژنم یوچاورته وویل چی دوی سماع اوتواجدکوی ده په جواب کښی و رته وویل چی پریږده دوی چی یوساعت له خپل رب سره خوشحالی وکړی، غذاءالالباب شرح منظومة الآداب،جزء،۱ص،۱۲۰لمحمدالسفارینی [/quote:3a717c270c]
هههههه
ښه تورونه مو پوري کړي دي!.
د امام احمد اصلي رایه به زه درته بیان کړم کاکا!:
ده پخپل وخت کې ددې ګمراه ډلې مقابلې ته مټې بډوهلې او د دوئ له شر څخه یې مسلمه امت خبر کړ. دی وایي:
ژباړه: د اهل سنه فاسقان د الله تعالی ولیان دی او د اهل بدعت او تصوف بزرګان د الله دوښمنان دي (طبقات حنابله ۱۷۴)
امام احمد وایي:
ما تکلم فیها الصحابه و لاالتعباتون...یانې صحابه ؤ او تابعینو پکې څه نه دي ویلي خو بیا د ملګري ځواب کط وايی: لا اری لک ان تجالسمهم...یانې له دوئ سره مې ناسته نه ده درته خوښه.
(تلبیس ابلیس ۱۶۶-۶۷)
[color=brown:3a717c270c] دا یې ستا مشت نمونه خروار باطلې دعوې![/color:3a717c270c]

نو انډېواله! اول خو د یو چا طریقه چې سمه یا ناسمه بولو، له نبوي لارښوونو او طریقې سره به یې پرتله کوو. خو هغه کار سره خو تاسې اړخ نه لګوئ، پروا نه لري، ستاسې خپل کار دی او د ځان تباهي مو ده. خو لږ تر لږه په لویو مجتهدینو خو تورونه مه پوري کوئ.

اوس ستا نه پوښتنه کوم:
۱)... د صوفیانو طریقې پېژنې؟؟؟
که یې پېژنې د یو څو نومونه او تشریح یې ولیکه..
۲)... ثابته کړه چې رسول الله او صحابه ؤ هم دا ډول طریقې پلې کولې!.\

که دې دا کار په وس نه وي پوره، بیا نو ګرځه خپل کار کوه، هسې د خلکو د غولولو او تېر ایستلو او ګمراه کولو باطله هڅه مه کوه!.

درنښت



Mazharee
01.04.2013

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وزیری صیب! ډیری ښه خبری مو لیکلی دی، په رښتیا چی رښتینئ تصوف په قرآن اوحدیث باندی ثابت دئ.
دا مهمه خبره نده چی لامذهبیان او تعصبی نړیوال بدعتیان یی منی او که یی نه منی، ځکه دوی خو ډیر شیان نه منی ، هر شئ چی ددوی د ناقص اوفاتر فکر سره مخالف دوی هغه نه منی، خودا دداسی خلګو عادت دئ ، ځکه وایی : الناس عدو لماجهلوا.خلګ دهغه څه دښمنان کوم چی نه په پوهیږی.
دوی په تصوف باندی نه پوهیږی نو ځکه یی ورسره دښمنی ته مټی بډ وهلی دی لکه چی په فقه باندی نه پوهیږی نو یی دهغی دښمنی دخپلو کارونو په لومړیتوب کی راوستلی ده دوی فقط د قرآن او حدیث نوم زده دئ ، خو دعمل څخه ورباندی داسی محرومه دی ، چی محرومیت یی آن فکر اوعقل ورڅخه تیښتولئ دئ، هرشئ چی یی پرخوله راغله لیکی یی دوی داسی فکر کوی چی تصوف همدغه دئ کوم چی ځنی کم عقله خلګ په نامه دتصوف موسیقی او رقص کوی، خوبیچاره ګان ناخبره ددی څخه چی کله مونږ دتصوف نوم اخلو زمونږ مراد ورڅخه هغه رښتنئ تصوف دئ نه هغه تصوف چی ځنی خلګ په نامه د تصوفی طریقو کوی خو په اصل کی هغه ګمراهی اوناپوهی وی ، دداسی ډلو مونږ هم مخالف یو په نامه د تصوف رقص نه منو په نامه دتصوف موسیقی او فحاشی نه منو بلکه زمونږ دپاره رښتنی تصوف دقبول وړدئ، خودوی څخه ګیله مکوه څو میاشتی مخکی دی ولیدل چی ددوی لویانو لالاګآنو حذیفه او رحمت الله رحمت داهل سنت څخه هم بیزاری اعلان کړه او ویل یی: چی مونږ اهل سنت نه یو.
نوچی څوک داهل سنت څخه بیزاره شی نو دهغه څخه به دکوم خیر اوښیګڼی طمعه وشی. ددوی پرمخلوطاتو، خرافاتو او هزلیاتو باندی موډیر بحث کړئ دئ، خودومره درته وایم.
وزیری صیب! ته پرحق یی اوخبره دی هم رښتیا کړیده ، او دوی پرباطله دی خبری یی هم هسی دنورو خبروپشان اوتی بوتی دی.



Mazharee
01.04.2013

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وزیری صیب! ډیری ښه خبری مو لیکلی دی، په رښتیا چی رښتینئ تصوف په قرآن اوحدیث باندی ثابت دئ.
دا مهمه خبره نده چی لامذهبیان او تعصبی نړیوال بدعتیان یی منی او که یی نه منی، ځکه دوی خو ډیر شیان نه منی ، هر شئ چی ددوی د ناقص اوفاتر فکر سره مخالف دوی هغه نه منی، خودا دداسی خلګو عادت دئ ، ځکه وایی : الناس عدو لماجهلوا.خلګ دهغه څه دښمنان کوم چی نه په پوهیږی.
دوی په تصوف باندی نه پوهیږی نو ځکه یی ورسره دښمنی ته مټی بډ وهلی دی لکه چی په فقه باندی نه پوهیږی نو یی دهغی دښمنی دخپلو کارونو په لومړیتوب کی راوستلی ده دوی فقط د قرآن او حدیث نوم زده دئ ، خو دعمل څخه ورباندی داسی محرومه دی ، چی محرومیت یی آن فکر اوعقل ورڅخه تیښتولئ دئ، هرشئ چی یی پرخوله راغله لیکی یی دوی داسی فکر کوی چی تصوف همدغه دئ کوم چی ځنی کم عقله خلګ په نامه دتصوف موسیقی او رقص کوی، خوبیچاره ګان ناخبره ددی څخه چی کله مونږ دتصوف نوم اخلو زمونږ مراد ورڅخه هغه رښتنئ تصوف دئ نه هغه تصوف چی ځنی خلګ په نامه د تصوفی طریقو کوی خو په اصل کی هغه ګمراهی اوناپوهی وی ، دداسی ډلو مونږ هم مخالف یو په نامه د تصوف رقص نه منو په نامه دتصوف موسیقی او فحاشی نه منو بلکه زمونږ دپاره رښتنی تصوف دقبول وړدئ، خودوی څخه ګیله مکوه څو میاشتی مخکی دی ولیدل چی ددوی لویانو لالاګآنو حذیفه او رحمت الله رحمت داهل سنت څخه هم بیزاری اعلان کړه او ویل یی: چی مونږ اهل سنت نه یو.
نوچی څوک داهل سنت څخه بیزاره شی نو دهغه څخه به دکوم خیر اوښیګڼی طمعه وشی. ددوی پرمخلوطاتو، خرافاتو او هزلیاتو باندی موډیر بحث کړئ دئ، خودومره درته وایم.
وزیری صیب! ته پرحق یی اوخبره دی هم رښتیا کړیده ، او دوی پرباطله دی خبری یی هم هسی دنورو خبروپشان اوتی بوتی دی.


حمید هڅــاند
01.04.2013

مظهري صیب جوړ پخیر، څه حال دی، انډېوالان ښه دي....

ته خو هر وخت هسې اوتې-بوتې لیکې...کله دي هم دلیل ویل نه کړل زده. ما ویل اوس به یو څه سم شوی یې، خو لا هم هماغسې یې لکه وې چې.... نور دې په الله سپارم، خو یاره، دلته چې راځې، دلیل هم ځان سره راوړه؛ دا خو څه د کلي پیتاوی نه دی چې پیتاوي خبرې به لیکې او ځې به.
دې لاندې خبرو ته دي توجه غواړم

[quote:9a448f0ad8="حمید هڅــاند"]

اوس ستا نه پوښتنه کوم:
۱)... د صوفیانو طریقې پېژنې؟؟؟
که یې پېژنې د یو څو نومونه او تشریح یې ولیکه..
۲)... ثابته کړه چې رسول الله او صحابه ؤ هم دا ډول طریقې پلې کولې!.\

که دې دا کار په وس نه وي پوره، بیا نو ګرځه خپل کار کوه، هسې د خلکو د غولولو او تېر ایستلو او ګمراه کولو باطله هڅه مه کوه!.

[/quote:9a448f0ad8]



Mazharee
02.04.2013

[quote:0a8c98d976="حمید هڅــاند"]مظهري صیب جوړ پخیر، څه حال دی، انډېوالان ښه دي....

ته خو هر وخت هسې اوتې-بوتې لیکې...کله دي هم دلیل ویل نه کړل زده. ما ویل اوس به یو څه سم شوی یې، خو لا هم هماغسې یې لکه وې چې.... نور دې په الله سپارم، خو یاره، دلته چې راځې، دلیل هم ځان سره راوړه؛ دا خو څه د کلي پیتاوی نه دی چې پیتاوي خبرې به لیکې او ځې به.
[/quote:0a8c98d976][/quote]
هڅاندصیب! الله دی هدایت په برخه کړه.
عجبه خبره دی لیکلی ده.
ته یووار خپل ګریوان ته سرکښته کړه، ځان ته وګوره، ته دخلګو خبره لکه :........... ترشا ځی ، اوس ته ماته وایی: [color=red:0a8c98d976]چی سم سوئ به یی او دځان سره مدللی خبری راوړه[/color:0a8c98d976]. لا لا!!!
زه الحمد لله سم وم او إن شاء الله سم به یم خبره می هم تل په دلیل کړیده هغه خوتاسو یاست چی دچټیاټو لیکل موعادت، او دځان څخه مو دقیاس نتیجه جوړه کړیده، تل داخس ارزل پسی روان یاست،


وزیري
02.04.2013

ما خپل اسلامي پیغام رقیه خور ته ورساوه، که رقیه خور څه پوښتنه لري نو ځواب ته به یی ترخپل وسه پوري کوشش وکړم. نور نو بحث ځکه نه کوم چی مقابل جانب می په بار بار په همدي فورم کی مات شوی خو بیا یی هم خپل جاهلانه مبارزي ته دوام ورکړی. نو کومه فایده په کی نشته.


حمید هڅــاند
02.04.2013

زما پوښتنه داوه:
[quote:f615fa59ae]اوس ستا نه پوښتنه کوم:
۱)... د صوفیانو طریقې پېژنې؟؟؟
که یې پېژنې د یو څو نومونه او تشریح یې ولیکه..
۲)... ثابته کړه چې رسول الله او صحابه ؤ هم دا ډول طریقې پلې کولې!.\

که دې دا کار په وس نه وي پوره، بیا نو ګرځه خپل کار کوه، هسې د خلکو د غولولو او تېر ایستلو او ګمراه کولو باطله هڅه مه کوه!. [/quote:f615fa59ae]

د مظهري صیب ځواب دادی:
[quote:f615fa59ae]هڅاندصیب! الله دی هدایت په برخه کړه.
عجبه خبره دی لیکلی ده.
ته یووار خپل ګریوان ته سرکښته کړه، ځان ته وګوره، ته دخلګو خبره لکه :........... ترشا ځی ، اوس ته ماته وایی: چی سم سوئ به یی او دځان سره مدللی خبری راوړه. لا لا!!!
زه الحمد لله سم وم او إن شاء الله سم به یم خبره می هم تل په دلیل کړیده هغه خوتاسو یاست چی دچټیاټو لیکل موعادت، او دځان څخه مو دقیاس نتیجه جوړه کړیده، تل داخس ارزل پسی روان یاست،[/quote:f615fa59ae]
[color=brown:f615fa59ae] ههههه،،،بیا خو دي ښه ځواب را کړی دی!!![/color:f615fa59ae]

وزیري صیب! تاسې خو به کله نا کله یو څه ګذاره کوله؛ دا دي څه لیکلي دي؟؟؟:

[quote:f615fa59ae]ما خپل اسلامي پیغام رقیه خور ته ورساوه، که رقیه خور څه پوښتنه لري نو ځواب ته به یی ترخپل وسه پوري کوشش وکړم. نور نو بحث ځکه نه کوم چی مقابل جانب می په بار بار په همدي فورم کی مات شوی خو بیا یی هم خپل جاهلانه مبارزي ته دوام ورکړی. نو کومه فایده په کی نشته.[/quote:f615fa59ae]

[color=brown:f615fa59ae] یاره وزیري صیب! دا خو دي زما پوښتنې ته ښکلی ځواب ویلی دی!!![/color:f615fa59ae]
زه یو ځلې بیا درته وایم:
[color=brown:f615fa59ae]۱)... د صوفیانو طریقې پېژنې؟؟؟
که یې پېژنې د یو څو نومونه او تشریح یې ولیکه..
۲)... ثابته کړه چې رسول الله او صحابه ؤ هم دا ډول طریقې پلې کولې!.\

که دې دا کار په وس نه وي پوره، بیا نو ګرځه خپل کار کوه، هسې د خلکو د غولولو او تېر ایستلو او ګمراه کولو باطله هڅه مه کوه!.
[/color:f615fa59ae]

درنښت


larghonay laraway
02.04.2013

السلام عليکم!
د غريب ملا په خوله څوک روژه هم نه ماتوي!
ما غريب پوښتنه کړې وه چې د ډمتوب او تصوف څه فرق دی خو هيچا هم ځواب رانه کړ دا ولې؟
د باړې شی به په سټيج ناست ؤ يو څو ښايستوکو هلکانو به په لاوډسپيکر کې ويل:
پير صيب د باړې په وليانو کې سردار دی
زه ورله ورځم په کې زما د زړه قرار دی
او پير صيب د باړې
لاندې ناستو صوفيانو به ورسره د ډول پر ځای د خولې غومبر وهلو
دا کوم ډول طريقت دی؟


hewad
02.04.2013

اسلام اعليکم
ښاغلی مظهري ليکي:
دوی داسی فکر کوی چی تصوف همدغه دئ کوم چی ځنی کم عقله خلګ په نامه دتصوف موسیقی او رقص کوی، خوبیچاره ګان ناخبره ددی څخه چی کله مونږ دتصوف نوم اخلو زمونږ مراد ورڅخه هغه رښتنئ تصوف دئ نه هغه تصوف چی ځنی خلګ په نامه د تصوفی طریقو کوی خو په اصل کی هغه ګمراهی اوناپوهی وی ، دداسی ډلو مونږ هم مخالف یو په نامه د تصوف رقص نه منو په نامه دتصوف موسیقی او فحاشی نه منو بلکه زمونږ دپاره رښتنی تصوف دقبول وړدئ.
زما پوښتنې دا ده چې رښتنی تصوف څۀ شی دی؟ پۀ قران شريف او احاديث کې تصوف ثابت دی؟ ايا د رسول الله پۀ زمانه کې د تصوف طريقې شته وې؟


سلامونه :

عبدالحميد/افغ
06.04.2013

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
محترمي خوري تاخو حقيقي معلومات غوښتۍ خوداسی جګړه سوه ، نوستادپاره هم داپکارده چي په خپل کور کښي دالله جل جلاله په عبادت مصروفه سې ځکه دلته کوم حاصل لاس ته نسی راوړلائ.
زه به لنډه خبره درته وکړم هغه داچي لکه چي مااورېدلي دي:چي تصوف چي کله خلګ په قسم قسم بداخلاقی مبتلا،فسق اوفسادشروع سو ، نوپه همدې وجه وتصوف ته ضرورت پيداسواودتصوف په نامه دهغه وخت استاذانوداسي لاره کښښوده چي دشریعت په رڼا کشي دهغې زمانې له حال مطابق دخلقوله رزیلواخلاقوتزکيه اوتصفيه اوپه نيکواخلاقوتحليه وکړي..
خوځيني کسان دي دځينو په نامه پيرانوپه وجه پرټول تصوف اعتراض نکوي ،.
يومتل دي وايي که دکتاب یوه ورقه خرابه وي نوټول کتاب خونه غورځول کيږي.
............


عبدالحميد/افغ
06.04.2013

د تصوف شرعي حېثيت ـ منقول ازبیانات ابوالفضل.
محترمو مسلمانانو د تصوف او عرفان دبيان د سلسلې په دې برخه کښي تاسو محترمو ته د تصوف شرعي حېثيت ، او د صوفي دکلمې تحقيق وړاندې کوم ٠ محترمو په اسلام کښې د تصوف شرعي حېثيت په دې ډول دے چې تصوف د دين يو داسي مهمه شعبه ده لکه څنګه چي (فقه) د دين مهمه شعبه ګڼله کيږي ٠د (درمختار) او د فقهي د نورو معتمدو کتابو په حواله لکه څنګه چي د فقهې د علم زدکړه فرض کفائي ده دا رنګه د تصوف د علم زده کړه هم په مسلمانانو باندې فرض کفائي ده ٠ د اسلام په ابتدائي دورو کښې حتی د امام ابوحنيفه رحمه الله په زمانه کښي (( علم فقه )) د دين د ټولو شعبو نوم ؤ په دې ډول چي علم عقايد ، او علم د ټولو ظاهري شرعي اعمالو لکه نمونځ ، روژه ، حج ٠ او د تصوف علم ټول په (( علم فقه )) کښې داخل وو همدا سبب دے چي امام ابوحنيفه رحمه الله خپل هغه کتاب چې په عقايدو کښې يې تصنيف کړے دے په فقه اکبر سره مسمی کړيدئ اودې ته دفقهي قديمي اصطلاح ويله کيږي ، په وروسته زمانه کښې علماوو د ډېر اهتمام له وجهې ((علم عقايد)) ځانته علم وګرځاوو او په ((علم کلام )) سره يې مسمی کړ ، ا و ((علم اخلاق)) يې ځانته علم وګرځاوو او په ((علم تصوف )) سره يې مسمی کړ ، او د ظاهري اعمالو علم يې ځانته علم کړ او په ((علم فقه)) سره يې مسمی کړ او دې ته جديده اصطلاح ويله کيږي ٠ دجديدې اصطلاح له مخي د دين علم دري قسمه علم دے علم کلام ، او علم تصوف ، او علم فقه چي په قديمه اصطلاح کښې دغو درې واړو ته فقه ويله کيده ٠ په قران کريم کښي او دا رنګه په نبوي (ص) مبارکو احاديثو کښي چي امر په تفقه في الدين راغلي دے مراد ورڅخه د همدغې قديمي اصطلاح مطابق زده کول د دغو درې واړو علومو دي ٠ د فقهې او د تصوف تر منځ داسي شديد تړون موجود دے چي عمل کول په فقهې باندې بې له تصوفه ، او عمل کول په تصوف بې له فقهې ممکن نه دے ٠ په قران کريم او په سنت نبوي کښې چې مسلمانان د فقهې په زدکړه امر شوے دے په هغه عمل کول بې له تصوفه ممکن نه دے ٠
محترمو ! تصوف مختلف نومونه لري لکه علم قلب ، علم اخلاق ، احسان ، سلوک او طريقت ٠ په قران کريم او په سنت نبوي (ص) کښې تصوف په اکثرو ځايو کښې د احسان په لفظ سره ياد شوے دے ، او زموږ په زمانه کښې دغه علم د تصوف په نامه سره مشهور دے ٠ محترمو! لکه څنګه چي ډېر افعال او کارونه د انسان له ظاهري اعضاو او اندامونو څخه صادريږي ( چي دې ته اعمال ظاهره ويل کيږي ) دا رنګه ډېر اعمال بيا داسي دي چي د انسان له باطن او زړۀ څخه صادريږي ( اودغو اعمالو ته اعمال باطنه ويل کيږي ) بيا لکه څنګه چي دغه ظاهري عملونه د شريعت له نظره ځيني فرض ،او واجب دي لکه نمونځ ، روژه ، زکات ، حج، وتر ،او ځينې سنت ، او مستحب دي ، او ځيني حرام ، او مکروه دي دا رنګه د انسان باطني عملونه د قران کريم او د سنت نبوي (ص) له نظره ځني عملونه فرض دي لکه تقوی ، له خدائ جل جلا له څخه ويره ، له خداے او رسول (ص) سره محبت ، اخلاص ، توکل ، صبر ، شکر ، تواضع ، خشوع ، قناعت ، حلم ، سخاوت ، حيا ، رحم دلي ، وغيره ، دغو اخلاقو ته فضايل او اخلاق حميده ويل کيږي ٠او ځينې باطني عملونه د انسان بيا حرام او ناروا دي لکه تکبر ، عجب ، ريا ، محبت د مال ، محبت د جاه او منصب ، بخل ، بزدلي ، لالچ ، دښمني ، حسد ، کينه ، سنګدلي ، او بې محله يا له اندازې وتلې غصه ، وغيره چي دغو ته رذائل يا اخلاق رذيله ويل کيږي ٠
او لکه څنګه چي ظاهري اعمال ترفقهې پوري تعلق لري او دفقهې د علم له لاري دظاهري اعمالو فرض والئ او حرام والئ معلوميږي او د علم فقهې د دستور مطابق هر مسلمان مکلف دے چي دغه ظاهري عملونه انجام کړي دا رنګه تمام فقها او علما پردې باندي متفق دي چي له باطني اخلاق رذيله وو څخه ځان ساتل او دا رنګه باطني اخلاق حميده په ځان کښې راوستل پر هر عاقل ، بالغ مسمان نر ، او ښځه باندې فرض دي په دې اړه د در مختار د اول جلد ٤٠ صفحه وګورۍ ٠
له اخلاق رذيله ؤ څخه ځان ساتلو ، او اخلاق حميده په ځان کښې راوستلو ته اصلاح النفس ، يا تزکيۀ نفس ، يا تزکيۀ اخلاق ، ياتهذيب اخلاق يا تهذيب نفس ويل کيږي او دا د تصوفو حاصل او مقصد دے ٠ په قران کريم کي الله پاک د نفس د تذکيې په شان کښې خپلو بندګانو ته دا سې هدايت فرمايلے دے: قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّهَا وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا (سورۀ شمس ٩ او ١٠ ايتونه ) ٠ يعني په تحقيق سره په مراد ورسيدی هغه څوک چي پاک يې کړ نفس خپل له رزيلو اخلاقو څخه او په تحقيق سره نامراده شو هغه څوک چي پټ يې کړ نفس خپل په رزيلو اخلاقوسره ٠
والسلام ومن الله التوفيق


عبدالحميد/افغ
06.04.2013

دځينو علماوو اقوال:
(علامه محمدمعين الدين ابوالفَضل کان الله له ودامت برکاته )
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمواسلامي وروڼوپه تېره برخه کښي ماوتاسي ته دامت مسلمه دهغوامامانوله جملې څخه چي دتصوف په اړه دمثبتونظرودرلودونکي دي دامام نووي رحمه الله تعالی کلام په تفصیل سره درته ذکرکړ،په دې برخه کښي دځينونوروعلماوو نظرونه درته تقديمَوم ـ
(۱)
شيخ الاسلام احمدبن محمد بن علی بن حجرهيتمي الشافعي:
دفتاوی حديثيه په پنځه اويايم مخ کښي فرمايلی دی،
(من انکر علی الصوفية لاينفع الله بعلمه)
يعني هرڅوک چي پرحقاني صوفيه وو باندي انکاراورد وکړي نوالله جل جلاله بيادده په علم سره وهيچاته فيض اونفع نه رسوي، همدارنګه ده په مذکوره صفحه کښي ذکرکړيدي،
(فَکم من منکرعليهم ترکوه وعماه بالخسارة والبوار)
يعني ډېر له هغوعلماووڅخه چي پرصوفيه وو(رحمهم الله تعالی )باندی يې انکارکړيدۍ له ابدی هلاکت اوخسران سره مخامخ سويدی، همدارنګه ده دمذکورکتاب په څلورسوه پنځلسم مخ کښي ذکرکړیدی چي علامه ابن سقا اوشيخ عبدالقادرجيلاني (رحمهماالله تعالی ) دواړه ديوه غوث وحضورته ورغلل علامه ابن سقا دبې احترامۍ اودتوهین په نیت ورغۍ اوبیایې دهغه غوث بې احترامي وکړه او شيخ عبدالقادرجيلاني دادب اوداحترام په نیت ورغۍ اودمذکورغوث په حضورکښي يې دادب اوداحترام مراسم پرځاۍ کړل نوپه دې سبب دعلامه ابن سقاانجام داسوچی اخیرعیسایی سواوبې ایمانه له دنیاڅخه ولاړئ اودشيخ عبدالقادرجیلاني عاقبت داسو چی الله پاک غوث اعظم ورڅخه جوړکړ،داقصه په مذکورکتاب کښي ډېره تفصيل ناکه ده مافقط دمطلب مربوط پخوړورڅخه راواخستۍ،
(۲)
علامه تفتازاني رحمه الله تعالي :
فرمایلی دی (الحق انهم اخيارائمة)
انظرشرح الروض للعارف العلامه ابوالحسن ابکري ـ،،،
يعني حق دادئ چي صوفيه لکه ابن عربي وغيرهم غوره اوبهتره دامامانودمسلمانانودي یعني ماسواله څلوروامامانوڅخه ـ
(۳)
سيدشريف رحمه الله تعالي
دتصوف په اړه فرمايلی دی:
چي تصوف دشريعت دظاهري اوباطني ادابوپرځاۍ کول دي چي په نتیجه کښي ددې بياوهمدغه پرځاۍ کونکی ته کمال حاصلیږی، همدارنګه ده فرمايلي دي ،
(التصوف مذهب کله جدفلايخلطوه بشيء من الهزل)
انظرتعريفات سيدشريف،ص۴۰و،۴۱ـ
يعني تصوف داسی مذهب دئ چي ټول رښتيااوټول سره نفعه اوفايده ده اوصوفيه هيڅ چټي اوعبث شی له تصوف سره نه ګډه وي،ـ
محترمومسلمانانوپه موجوده زمانه کښي چي کوم خلګ له حقیقی تصوف څخه انکارکوی تاسی فکروکړی چی ددوۍ دغه ناقصي ککرۍ ،ناقص عقلونه اوفکرونه به په شریعت اوپه حق اوپه حقيقت ډېرپوه وي اوکه به امام نووی،ابن حجرهيتمي،علامه تفتازانی اوسيدشريف په قرآن اوپه حديث اوشريعت ډېرپوه ول سره له دې چی دغه مبتدعين دتصوف اودطريقت دښمنان په ډېروځایوکښي دمذکوروامامانوپه اقوالوسره دليل نيسي او په داسی ځايوکښی بياددوۍ هدايات صرف نظرګرځوي ځکه چی ددوۍ له دغی بدعتی لاری سره توافق نلری ـ
يوه عجيبه خبره خولاداده چی دڅلورومذاهبودعلماووپه اتفاق سره دغه رازپه نامه ملايان چی له حق تصوف څخه منکروی اوپه څلورومذهبوکښی دیوه تابع نه وی مبتدعه بلل کيږي اوس دوۍ دڅلورومذاهبو وپیروانوته مبتدعين وايی ـ
يوه ښځه له کوره څخه دباندی وتله نویې وخپلی لورته وويل چی کورکښېنه له فلانی ښځی څخه کورګوره ځکه چی غله ده نوکله چی دغه ښځه له کورڅخه ووتله نوهغه غله ښځه یې وکورته راغله اوددې ولورته یې وویل چی ولاړه سه له کوچنیانوسره ساتونه تېره وه کوربه زه ګورم نجلۍ ورته وویل چی يا ،ادې ويل له دې یې ګوره،
اسلامی وروڼوهغه خلګ چی له حق تصوف اوحق طریقت څخه انکارکوی نوهغه دهمدغی غلې ښځی په مثال دي ،له دوۍ څخه بایددين اوشريعت قرآن اوحديث اوسنت وساتوـ
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .

تصوف او عرفان (۲۷ ) برخه . دمیرويس ۲۳،
(علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته )
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمودتصوف اوعرفان په دې برخه کښي هم دځینو نورو په اسلامي امت کښي منل سويوعلماوو حسن نظردتصوف په باره کښي درته ذکرکوم،
اول، امام فخرالدین رازي، المتوفي سنة ۶۰۶ـ
داسلامی امت مشهورمفسر امام فخرالدین رازي رحمه الله تعالی دخپل کتاب(اعتقادات فرق المسلمین والمشرکین) په اتم باب کښي کوم چي په احوالودصوفيه وو کښي دئ دصوفیه ووپه باره کښي داسی فرمايلی دی،
(اعلم ان اکثرمن حصرفرق الامة لم یذکر الصوفیة وذالک خطاء لان حاصل قول الصوفية ان الطریق الی معرفة الله تعالی هوالتصفية والتجرد من العلائق البدنیة وهذاطریق حسن،وقال ایضا،والمتصوفة قوم یشتغلون بالفکروتجردالنفس عن العلائق الجسمانية ،ویجتهدون ان لا یخلوسرهم وبالهم عن ذکرالله تعالی فی سائرتصرفاتهم واعمالهم منطبعون علی کمال الادب مع الله جل جلاله وهؤلاء هم خیرفرق الادمیین )
يعني په دې پوسه چی اکثروعلماووچی داسلامی امت دمختلفوفرقوذکرئې کړیدۍ نودصوفيه ءکرامو له یادونی څخه ئې سکوت کړیدئ اوداکارددوئ غټه خطااوتېر وتنه ده ځکه چی حاصل اوپخوړ دقول دصوفيه وو دادئ چي دالله جل جلاله ومعرفت اوپېژندنی ته درسېدولار داده چي انسان له بدواوناروا اخلاقوڅخه خپل ځان پاک اوصفاکړي اوله بدني علاقوڅخه خپل ځان مجرداوخالی کړي اواداخوډېره نېکه اوښائسته لارده،همدارنګه امام رازي رحمه الله تعالی فرمایلي دی چي صوفيه داسی قوم دئ چي همېشه په فکر اوپه خالی کولودنفسوخپلو له جسمانی علائقوڅخه مشغول وي اوپه دې کښي کوښښ کوي چی ددوۍ باطن اوسر دالله جل جلاله له ذکرڅخه په ټولوتصرفاتواواعمالوکښي ددوۍ خالی نه سی اوله الله جل جلاله سره کامل ادب له دوۍ سره دطبعی کارپه ډول لازم دئ نودغه قسم خلګ ،صوفيهء کرام، بهترین ترنوروډلودانسانانودي ـ
دوهم، حجة الاسلام ابوحامدغزالی ، ،
امام غزالی رحمه الله تعالي په خپل کتاب (المنقذمن الضلال)کښي دصوفیه ووپه اړه ذکرکړيدي چي ځما دی قسم په خداۍ پاک وی چي په علم یقیني سره زه په دې خبره باندی عالم سوۍ یم چي صوفية خاص همدا دوۍدالله جلاله پرلاره باندی تلونکي خلګ دي اوسیرت ددوۍ دهرچاترسېرت ډېرنېک سیرت دئ اولاره ددوۍ ترنوروټولولاروحقه لاره ده اواخلاق ددوۍ دهرچاتراخلاقوډېرپاکېزه دي ، هغه خلګ چي پرصوفیه ووباندی بد وایي انکارورڅخه کوي وهغوۍ ته زه داسي وايم چی تاسي په داسي طریقت اولارکښي چي دهغې اول شرط دادئ چي انسان به زړه بالکلیة له ماسوادالله جل جلاله څخه صفاکوي او مفتاح دهغې دلمانځه دتکبیراُولی په ډول استغراق دزړه دۍ بالکلیة په ذکر دالله جل جلاله کښي اواخیردهغې لاري بالکلیة فناکېدل دي په الله جل جلاله کښي،همدارنګه ده فرمایلي دی چي دحقاني صوفيه ووپه ډله کښي داخلېدل فرض عین دی
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .
تصوف او عرفان (۲۸ ) برخه . دمیرويس ۲۴،
(علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته )
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمووروڼو په دې برخه کښی دیوه بل عالمي عالم نظر دتصوف په اړه درته ذکرکوم:

■ أبوالفضل عبد الله الصّدّيق الغماري
إن التصوف كبير قدره، جليل خطره، عظيم وقعه، عميق نفعه، أنواره لامعة، وأثماره يانعة، واديه قريع خصيب، وناديه يندولقاصديه من كل خير بنصيب، يزكي النفس من الدنس، ويطهر الأنفاس من الأرجاس، ويرقي الأرواح إلى مراقي الفلاح، ويوصل الإنسان إلى مرضاة الرحمن. وهو إلى جانب هذا ركن من أركان الدين، وجزء متمم لمقامات اليقين.
خلاصته: تسليم الأمور كلها لله، والالتجاء في كل الشؤون إليه. مع الرضا بالمقدور، من غير إهمال في واجب ولا مقاربة المحظور. كثرة أقوال العلماء في تعريفه، واختلفت أنظارهم في تحديده وتوصيفه، وذلك دليل على شرف اسمه ومسماه، ينبئ عن سموغايته ومرماه.. وإنما عبر كل قائل بحسب مدركه ومشربه. وعلى نحواختلافهم في التصوف اختلفوا في معنى الصوفي واشتقاقه.
ثم: إن التصوف مبني على الكتاب والسنة، لا يخرج عنهما قيد أنملة.
والحاصل: أنهم أهل الله وخاصته، الذين ترتجى الرحمة بذكرهم، ويستنزل الغيث بدعائهم، فرضي الله عنهم وعنا بهم.
ومن أوصاف هذه الطائفة: الرأفة، والرحمة، والعفو، والصفح، وعدم المؤاخذة.
أما تاريخ التصوف فيظهر في فتوى للإمام الحافظ السيد محمد صديق الغماري رحمه الله، فقد سئل عن أول من أسس التصوف؟ وهل هوبوحيٍ سماوي؟ فأجاب: (أما أول من أسس الطريقة فلتعلم أن الطريقة أسسها الوحي السماوي في جملة ما أسس من الدين المحمدي، إذ هي بلا شك مقام الإحسان الذي هوأحد أركان الدين الثلاثة التي جعلها النبي صلى الله عليه وسلم بعد ما بينها واحدا واحدا ديناً بقوله: هذا جبريل عليه السلام أتاكم يعلمكم دينكم، وهوالإسلام والإيمان والإحسان.فالإسلام طاعة وعبادة، والإيمان نور وعقيدة، والإحسان مقام مراقبة ومشاهدة، وأول من تسمى بالصوفي في أهل السنة أبوهاشم الصوفي المتوفي سنة 150 وكان من النساك، ويجيد الكلام، وينطق الشعر كما وصفه الحفاظ).
یعنی بېشکه تصوف چی د ۍ ډېرلوۍ دئ قدردده،ډېرلوۍ دۍ شرف دده،عظیم دئ تاثیردده ، ډېره ژوره ده نفعه اوفایده دده ،تصوف ځلېدونکي انوارلري، دتصوف ثمرې اوفایدي ښکاره دي ،دتصوفومیدان په تاثېراتواودالله پاک دمعرفت په انواروسره ډېرآباددۍ ،دتصوفومجلس وخلګوته له هرقسم خير څخه لوۍ نصیب اوونډه ورپه برخه کوي،تصوف دانسان نفس له نفسی کدوراتواوخِروڅخه پاکوی ،اودانفاسوتطهیرکوي اوارواحونه دفلاح اودکامیابۍ وځینوته ورپورته کوي اوانسان دالله جل جلاله ورضاته وصل کوي سره له دې چی تصوف یورکن دئ له ارکانوڅخه ددین اوداسی جزء دۍ ددین چی دیقین دمقاماتواتمام کوی بیا دادرته وایم چی تصوف پرقرآن کريم اوپرسنت دنبي صلی الله علیه وسلم باندي ولاړدۍ ترداسی حده پوري چی دګوتی دسرپه قدرمخالفت له حدیث اوقرآن څخه نلری اوځیني له مبارکوصفاتوڅخه ددوۍرافت اورحمت اوعفوه ، صفح اوعدم المآخذة دۍ اوتاسیس دتصوف اسمانی وحي کړیدۍـ■
انتهی مختصرا
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .
تصوف او عرفان (۲۹ ) برخه . دمیرويس ۲۵،
(علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته )
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمووروڼو په دې برخه کښي دیوه بل جهاني سترعلمي شخصيت نظردتصوف اودطریقت په اړه درته ذکرکوم،
■ امام عز بن عبد السلام (متوفي سنة 660 هـ):
قال سلطان العلماء عز الدين بن عبد السلام رحمه الله تعالى: (قعد القوم من الصوفية على قواعد الشريعة التي لا تنهدم دنيا وأخرى، وقعد غيرهم على الرسوم، مما يدلك على ذلك ما يقع على يد القوم من الكرامات وخوارق العادات، فانه فرع عن قربات الحق لهم، ورضاه عنهم، ولوكان العلم من غير عمل يرضي الحق تعالى كل الرضى لأجرى الكرامات على أيدي أصحابهم، ولولم يعملوا بعلمهم، هيهات هيهات" انظر:"نور التحقيق" للشيخ حامد صقر).
يعني سلطان العلماء دعالمانوباچا عزالدين دعبدالسلام زوۍ(رحمهما الله تعالی) دتصوف په باره کښي داسی فرمایلي دي، دصوفيه ووقوم اوډله پرداسی محکمواساساتودشریعت کښېنستلي دي چی په دنیااوپه آخرت کښي له نړېدلوڅخه محفوظ دی اوله صوفیه ووڅخه ماسوانورخلګ پرخالی رسموباندی کښېنستلي دي یوله هغودلائلوڅخه ځما ددغی خبري دادۍ چی الله جل جلاله سترکرامتونه اوخارق العادته اموردصوفیه وو رحمهم الله تعالی پرلاسوباندی ښکاره کړیدي ځکه کرامات الله پاک دهغوبندګانوپرلاسوباندی ښکاره کوي چی دالله جل جلاله دقرب ومقاماتوته رسېدلي وی اوالله جل جلاله له دوۍ څخه راضی سویوي اوکچیری بې عمله علم دالله پاک درضاسبب ګرځېدلاۍ نودهرعالِم پرلاس به یوقسم کرامت ښکاره کېدلاۍ اوکچیري صوفیة ووحق علم نه درلودلاۍ اویائې په علم عمل نه وائ کړۍ نوبیابه دغه ډول خارق العادته امورله دوۍ څخه نه ظاهرېدلاۍـ،انتهی الترجمه سره له توضیح اوسره له څه قدره اخذه بالمعنی ـ
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .

تصوف او عرفان (۲۶) برخه .
(علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته )
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمووروڼوپه دې برخه کښی داسلامی امت دیوه بل سترعالم نظراوتشریح دتصوف په اړه درته ذکرکوم،چی هغه
علامة شيخ محمد أمين كردي دۍ،دغه عالم داسی فرمایلی دی
ينبغي لكل شارع في فن أن يتصوره قبل الشروع فيه ؛ ليكون على بصيرة فيه، ولا يحصل التصور إلا بمعرفة المبادئ العشرة المذكورة..
فحدّ التصوف: هوعلم يُعرف به أحوال النفس محمودها ومذمومها، وكيفية تطهيرها من المذموم منها، وتحليتها بالاتصاف بمحمودها، وكيفية السلوك والسير إلى الله تعالى، والفرار إليه..
وموضوعه: أفعال القلب والحواس من حيث التزكية والتصفية.
وثمرته: تهذيب القلوب، ومعرفة علام الغيوب ذوقاً ووجداناً، والنجاة في الآخرة، والفوز برضا الله تعالى، ونيل السعادة الأبدية، وتنوير القلب وصفاؤه بحيث ينكشف له أمور جليلة، ويشهد أحوالاً عجيبة، ويُعاينُ ما عميت عنه بصيرة غيره.
وفضله: أنه أشرف العلوم ؛ لتعلقه بمعرفة الله تعالى وحبه، وهي أفضل على الإطلاق.
ونسبته إلى غيره من العلوم: أنه أصل لها، وشرط فيها ؛ إذ لا علم ولا عمل إلا بقصد التوجه إلى الله، فنسبته لها كالروح للجسد.
وواضعه: الله تبارك تعالى، أوحاه إلى رسوله صلى الله عليه وسلم والأنبياء قبله ؛ فإنه روح الشرائع والأديان المنزلة كلها..
واسمه: علم التصوف، مأخوذ من الصفاء، والصوفي: مَن صفا قلبُه من الكدر، وامتلأ من العِبَر، واستوى عنده الذهبُ والمَدَر..
واستمداده: من الكتاب والسنة والآثار الثابتة عن خواص الأمّة.
وحكم الشارع فيه: الوجوب العيني ؛ إذ لا يخلوأحد من عيب أومرض قلبي، إلا الأنبياء عليهم الصلاة والسلام..
ومسائله: قضاياه الباحثة عن صفات القلوب، ويتبع ذلك شرح الكلمات التي تُتَداول بين القوم (كالزهد والورع والمحبة والفناء والبقاء)، (المأخذ،دارالایمان)

ددغه مذکوره عبارت دمطلوبوجملوترجمه ،
یعني تعریف دتصوف دادۍ چي تصوف داسي علم دئ چي په ده سره نېک اوبدصفتونه دنفس پېژندل کیږي ،اودارنګه تصوف وانسانانوته دالارښوونه کوی چي په څه ډول به انسان خپل نفس له مذمواوخبیثواخلاقوڅخه صفاکوي اوپه څه ډول سره به انسان په خپل ځان کښی محموداونېک صفتونه راولی،اودارنګه تصوف وانسانانوته ددې هدایت کوي چي دالله جل جلاله ورضااووحقیقی معرفت ته به سیراوسلوک په څه ډول کوي اودارنګه به انسان فراروالله جل جلاله ته په څه ډول کوی کوم چی مدلول ددې قول دخداۍ پاک دۍ چي (فَفِرُّوا الی الله)، اوموضوع دتصوف دانسانی زړه اودا نسانی حواسو افعال دي له حیثیت څخه دتصفیې اودتزکيې، ا وګټه ا وثمره دعلم تصوف صفاکېدل دانسانی زړونوده اوپېژندنه دالله پاک ده په ذوق اووجدان سره اونجات اوخلاصوالۍ دئ په آخرت کښی اوحصول درضادالله پاک دۍ اورسېدل وابدی سعادت ته دئ، اوواضع ئې الله جل جلاله دئ، اونوم ئې علم تصوف دئ ، اودمسا ئلوپه اثبات کښي له قرآن کریم څخه اوله احادیثوڅخه اوله اقوالوڅخه دخواصودامت کاراخلي، اوشرعي حکم دعلم تصوف دادئ چي زده کړه ئې فرض عین ده ،،والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .


طیب زابلی *
06.04.2013

جزاک الله وروره الله ج دی خیردرکړی چی دعصردمحقق جامع المعقول والمنقول ابوالفضل صاحب قیمتی لیکنه دی له موږسره شریکه کړه الله ج دی توفیق درکړی چی دنورو موضوعاتوپه باره هم دده ارزښتناکی لیکنی له موږ سره شریکی کړی،


حمید هڅــاند
06.04.2013

وعلیکم سلام....

ابولفضل لیکي:
[quote:7af6af635c]زه به لنډه خبره درته وکړم هغه داچي لکه چي مااورېدلي دي:چي تصوف چي کله خلګ په قسم قسم بداخلاقی مبتلا،فسق اوفسادشروع سو ، نوپه همدې وجه وتصوف ته ضرورت پيداسواودتصوف په نامه دهغه وخت استاذانوداسي لاره کښښوده چي دشریعت په رڼا کشي دهغې زمانې له حال مطابق دخلقوله رزیلواخلاقوتزکيه اوتصفيه اوپه نيکواخلاقوتحليه وکړي.. [/quote:7af6af635c]

ګوره ابولفضله! د خلقو بد اخلاقیو او ټولو بدمرغیو او رنځونو علاج لپاره اسلام بسنه نه کول؟؟؟
که یې کوله، بیا دي تصوف ولې پیدا کړ؟؟؟؟
او که اسلام کومه نیګړتیا لرله، هم یې وښیه!
او که تصوف د اسلام غورچاڼ دی؟؟؟؟
او که کومه بله خبره؟؟

[color=brown:7af6af635c]ځواب راکړه![/color:7af6af635c]

ابولفضل لیکي:

[quote:7af6af635c]په قران کريم او په سنت نبوي کښې چې مسلمانان د فقهې په زدکړه امر شوے دے په هغه عمل کول بې له تصوفه ممکن نه دے ٠ [/quote:7af6af635c]

ته به دي دا خبره سپېنوې. او دسپېناوي په موخه به دوه کارونه کوې:
[color=brown:7af6af635c]
۱) ته وایې چې د ځینو پیرانو له وجهې ټول تصوف ته باید بد ونه ویل شي.
ښه نو کاکا! ته اوس هغه سم تصوف سم روښانه کړه چې څشی دی؟ څه ډول طریقه ده؟ کوم ډول عبادت دی پکې؟ او له ولي باید بېل نوم ورکول شي؟

۲) د عبارت همدغه طریقې تر رسول الله او صحابه ؤ ورسوه!
[/color:7af6af635c]

ته هم له د وزیري غوندي تصوف ته احسان وایې :lol:
سړی درته وخاندې او که دي په حال وژاړي :cry:

زه دي نورې خبرې پرېږدم.... که په رښتیا تصوف باندي مالومات وړاندې کول غواړي. طریقي یې وړاندي کړه او ثابتې یې کړه چې د اسلام طریقې دي او بیا یې د نوم د بېلوالي ننګه هم وکړه!.
[color=red:7af6af635c] که دې دا کار په وس نه وي پوره. ګرځه خپل کار کوه....مه خپل ضایع کوه، او مه زموږ قیمتي وخت په خپلو بکواساتو ضایع کوه.[/color:7af6af635c]

درنښت


تصوف بدعت دی، ځکه:

Nasirahmadhashemi
06.04.2013

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته ددی ګروپ و َټولو دوستانو ته
یاران خبری سره نه اوږدوم دا د اوس زمانی صوفیان ما په خپلو
سترګو لیدلی چی سمدم بدعت کوی او په هیس هم نه پوهیږی
که مریدان دی او که بعضی پيران دی لکه څنګه چی زمونږ یو دوست
ورته اشاره وکړل ... دودان کشوی او همداشان ډبل ډبل چرسیان دی
ما په خپلو سترګو لیدلی او اوریدلی می دی
او دغه لاندی شیان ټول پکشی شته

تصوف بدعت دی، ځکه:

د صوفیانو ځینې بدعات:
۱) حلقوي ذکر؛
۲) د عبادت په مهال د صوفي یا پیر یا مرشد تصویر زړه کې جوړول؛
۳) اشعار ویل؛
۴) نڅا او رقص؛
۵) په ګډا عبادت کول؛
۶) قلبي اذکار؛
۷) پټ اوراد؛
۸) په لوړ غږ ذکر کول.
----------------------------------
نو هغه څوک باید قضاوت وکړی چی دغه شیان نه منی ؟؟؟؟؟؟
دا کارونه په نامه انسان ته خوند نه ورکوی... ته خو اسلام ګرسره پریږده


Re: تصوف بدعت دی، ځکه:

طیب زابلی *
06.04.2013

السلام علیكم
دتصوف پرحقیقت یاحیثیت نه غږیږم او نه دتصوف مخالف یم خودومره وایم چی داوس زمانی ټول پیران اومریدان الاماشاءالله ګمراهان اوګمراه کونکی دی په تیره بیابه بریلویان ،باړیان اوخادمان،
ددوئ داسی عقائددی چی بالکل له شرک سره مرادف دی،
اودعبادت په نیت داسی اعمال ‏‎ ‎ترسره کوی چی بدعت نه بلکی حرام دی،
یودوی ورځی مخکی له یوسړی سره ناست وم چی ځان یی دقادریی طریقی مرید ګڼی، ده ډیرخرافات ویل یوه خبره یی داوه:چی کله رسول الله صلی الله علیه وسلم معراج ته تلی نوچی کله یوځای ته ورسیدی نونوربراق پرمخ نشوتلی نوبیادسپرلۍ لپاره ګډوله ورته راغله(داګډوله زه هم منیکه پیژنم) نوبیاچی کله ده ص په ګډوله کی پښه ایښوده بله پښه یی لاندی ولاړه نوله لاندی خواغوث اعظم(عبدالقادرجیلانی رحمه الله) اوږه ورکړه تکیه یی کړ،
بله ناپړیته یی داوکړه چی په تونسه کی چی دپنجاب یوعلاقه ده هلته یوپیرداسی دروازه جوړه کړی ده چی څوک په ننوزی نود دوزخ اور پرحرامیږی.
خوهڅانداوهاشمې صیبانوتاسولیکلی:

د صوفیانو ځینې بدعات:
۱) حلقوي ذکر؛
۲) د عبادت په مهال د صوفي یا پیر یا مرشد تصویر زړه کې جوړول؛
۳) اشعار ویل؛
۴) نڅا او رقص؛
۵) په ګډا عبادت کول؛
۶) قلبي اذکار؛
۷) پټ اوراد؛
۸) په لوړ غږ ذکر کول.
اشعارتاسوپه کومه معنابدعت ګڼئ؟
ځکه چی اشعاردنبی ص په زمانه کی وو او نبی ص ځینی وخت خوښول حسان بن ثابت رض په صحابوو کی مشهورشاعروو،


Re: تصوف بدعت دی، ځکه:

حمید هڅــاند
06.04.2013

وعلیکم سلام ورحمة الله وبرکاته

تاسې مې هم سلامونه ومنئ محترم زابلی صیب!.

[quote:758a18d739="طیب زابلی *"]
خوهڅانداوهاشمې صیبانوتاسولیکلی:

د صوفیانو ځینې بدعات:
۱) حلقوي ذکر؛
۲) د عبادت په مهال د صوفي یا پیر یا مرشد تصویر زړه کې جوړول؛
۳) اشعار ویل؛
۴) نڅا او رقص؛
۵) په ګډا عبادت کول؛
۶) قلبي اذکار؛
۷) پټ اوراد؛
۸) په لوړ غږ ذکر کول.
اشعارتاسوپه کومه معنابدعت ګڼئ؟
ځکه چی اشعاردنبی ص په زمانه کی وو او نبی ص ځینی وخت خوښول حسان بن ثابت رض په صحابوو کی مشهورشاعروو،[/quote:758a18d739]

اشعار ویلو ته موږ، په مجموع کې، بد نه دي ویلي او نه ورته بدعت ویلای شو. خو په مسجدونو او عبادت ځایونو کې، په یوه خاصه طریقه اشعار او ځانګړې ترانې ویل، هغه هم د عبادت د یوې نه شلېدونکې برخې په توګه؛ بدعت څه چې ښکرور بدعت دی.

درنښت


سلام

عبدالحميد/افغ
07.04.2013

السلام عليکم.
محترمه دابوالفضل صاحب بيان ته دي هيڅ توجه نه ده کړې ، اوزمالیکنه دی مخدوشه کړې اونسبت دي راته دابوالفضل کړۍ.په دې هيله چي جواب راکړې.

يارب ان عظمت ذنوبی کثرة .فلقدعلمت بان عفوک اعظم


حمید هڅــاند
07.04.2013

معذرت غواړم ښاغلی فاضل....

اصلاً خبره داسې ده چې ما دې نوم ته پام نه وو، د لیکنې له اسلوب نه مې داسې اخیستنه کړې وه چې ګواکې پخپله ابوالفضل به یاست. ستاسې او د ابوالفضل په لیکلو کې زیات توپیر نه لیدل کېږي. هیله ده ومې بښئ.

اوس به موضوع ته بیرته ستانه شو؛ تاسې ټینګار کوئ چې تصوف د ځینو بدو کړیو او اشخاصو د اعمالو له وجهې لکه دار شوی دی او ګواکي (سم) او (صحیح) تصوف ته باید بد ونه ویل شي او ابوالفضل ادعا کوي چې بې له (سم) تصوف نه د فقهې عملي کول هم محاله خبره ده. او بیا یې نتېجه اخیستې ده چې د تصوف علم زده کول فرض عین دی!! ابوالفضل په دې اړه لیکي:
[quote:cac576b59b]اوشرعي حکم دعلم تصوف دادئ چي زده کړه ئې فرض عین ده [/quote:cac576b59b]

نو اوس که زموږ سره د مالوماتو په ډېرو کولو کې مرسته کوئ، راځئ په ګډه دا لاندې موضوع وڅېړو:
۱) صحیح تصوف څه ته وایې او د عبادت کومې طریقې پکې شتون لري؟
۲) د صحیح تصوف همدغه طریقې ایا د صحابه ؤ او رسول الله په وخت کې وې که نه؟

دې دوو پوښتنو ته لنډ او واضح ځواب موږ نیتجې ته په اسانۍ رسولی شي. نو هیله ده مالومات مو شریک کړئ.

درنښت


محمود سعيد
11.05.2013

په دې اړه ما هم يو وخت د مانع بن حماد جهني يوه ليکنه ژباړلې وه:

صوفیه
پیژندنه:
تصوف یو دیني خوځښت دی چې په اسلامي نړۍ کې د سوبو د خپریدو او د مال او شتمنیو له ډیرښت سره دود شو. دا خوځښت له عیاشۍ او په چړچو کې له ډوبیدو سره د مقابلې لپاره پیل شوی وو. په لومړیو کې ېې له عیاشۍ سره د مقابلې لپاره زهد ته مخه کړه خو وروسته ېې کار پرمختګ وکړ او د صوفیه په نوم ورته ځانګړې کړنلاره جوړه شوه. دوی د نفسونو د روزنې او لوړتیا او د موندنې او لیدنې له لارې (نه د تقلید او استدلال له لارې) د الله (ج) پیژندنې ته درسیدو لپاره ګام پورته کړ خو وروسته ېې په خپل دریځ کې نرمښت راوست او هندي، پارسي او یوناني فلسفې ېې په خپله کړنلاره کې ګډې کړي.
پنځیدنه او نومیالي:
ابن جوزي بغدادي (مړینه ۵۹۷ ل) وايي: صوفیه د غوث بن مر په نوم یو کس ته د منسوبه ډله ده چې صوفیه ېې باله او د ناپوهۍ (جاهلیت) په وخت کې په مصر کې راڅرګند شوی وو.
پخوانی عالم البیروني او اوسنی کارپوه فون هامر په دې نظر دي چې صوفیه له سوفیا څخه اخستل شوی دی او سوفیا یو یوناني ویوکی دی چې د حکمت معنی ورکوي. دا اند د هغو کسانو خبر تاییدوي چې وايي اسلامي تصوف د افلاطوني فلسفې زیږنده دی.
ځینې کسان وايي: صوفیه له صوف (وړیو) اخستل شوی ځکه صوفیان د وړینو جامو په اغوستلو مشهور وو. ځینې نور بیا وايي چې صوفیه د رسول الله د مسجد له نامه صفه اخستل شوی او ځینې نور بیا وايي چې له صفا او بله ډله ېې له لومړي صف (لیکه) څخه اخستل شوی ګڼي.
ابو سعید خراز وايي: صوفي هغه څوک دی چې زړه ېې د پنځوونکي له لوري پاک او روښانه شوی وي او هغه څوک دی چې د خدای (ج) په یاد د خوند احساس وکړي، نوموړي په بغداد کې د صوفیانو د کړاو او ستونزو پر مهال مصر ته تیښته وکړه.
ابومحمد جریري (مړینه ۳۱۱ ل) وايي: تصوف په ټولو نیکو اخلاقو او کړنو کې ګډون او له بدو خویونو او خلاقو لرېوالی دی.
ابوبکر کتاني (مړینه ۳۲۲ ل) وايي: تصوف اخلاق دي، چا چې له تا څخه په اخلاقو کې لوړتیا تر لاسه کړه نو په روڼوالي کې ېې هم تر لاسه کړې ده، تصوف لیدنه او پاکي ده.
جعفر الخلدي (مړینه ۳۴۸ ل) وايي: تصوف له بشریت څخه وتل، په بندګۍ کې ننوتل او د حق لور ته په ټوله معنی کتل دي.
شبلي وايي: د تصوف پیل د خدای پیژندنه او پای ېې د هغه یوالی دی.
بشر بن حارث وايي: صوفي هغه څوک دی چې خپل زړه ېې د الله لپاره پاک او صفا کړی وي.
قشیري چې د قشریه کتاب لیکونکی دی وايي: پرهیزګاري له شکونو سره پریکونو دی.
رابعه عدوي هم د صوفیانو له نومیالیو څخه شمیرل کیږي چې په (۱۳۵-۱۸۰ او یا ۱۸۵ ل) کال مړ شوی دی، هغه د زهد او مینې او یا د دوی په خپل اند د زهد او الهي عشق تر منځ یوالی راوستی وو، همدا شان نوموړي د تصوف د ادبي برخې په شتمن کولو کې هم ښه ونډه درلوده.
ابراهیم بن ادهم (مړینه ۱۶۱ ل) ملک او واکمني پریښوده، زهد او تصوف ته ېې مخه کړه.
سفیان ثوري (۹۷-۱۶۱ ل) د زاهدانو له علماوو څخه شمیرل کیږي، نوموړی وايي: په نړۍ کې زهد خرقه اغوستل او زیږ خوراک نه بلکې د هیلو لنډول دي.
ذوالنون مصري (مړینه ۲۴۵ ل) د زهد له ښوونځي څخه دی، ټبر ېې له قبطي یا نوبي قبیلې سره نښلي، دی لومړی کس دی چې په تصوف کې ېې د معرفت (پیژندنې) د مذهب بنسټ کیښود، لکه څنګه چې وايي: پنځوونکی مې په خپله د پنځوونکي په مرسته وپیژانده، که پنځوونکی نه وای نو هغه مې نه پیژانده.
ابوالقاسم جنید (مړینه ۲۹۷ ل) له آره له نهاوند څخه وو خو پیدایښت ېې په عراق کې شوی دی او د حارث محاسبي زده کوونکی دی، نوموړی وايي: تصوف هغه دی چې له تا څخه ستا حق ووژني او په خپله ېې ژوندی کړي.له هغه څخه د تصوف او پیژندنې (معرفت) د یوې داسې ډلې په اړه چې د نیکیو په ګډون له ټولو کړنو څخه لاس اخلي او د خدای لورته نږدې کیږي وپوښتل شول، هغه په ځواب کې وویل: هغوی یوه ډله ده چې د کړنو (اعمالو) له پریښودلو څخه خبرې کوي او دا زما لپاره لوی څیز دی، څوک چې غلا او زنا کوي د دې خبرې له کوونکي څخه غوره دی.
بایزید بسطامي (مړینه ۲۳۴ یا ۲۶۱ ل) چې پلار ېې مجوسي او د زردشت له پیروانو څخه وو، ویل کیږي چې هغه د یوه داسې په نښه شوي کس لور ته چې په زهد کې نوموتی (مشهور) وو ولاړ، وېې لیدل چې خپلې لاړې د قبلې لور ته غورځوي، هماغه وو چې له هغه څخه ېې مخ واړاوه او سلام ېې هم ورنکړ او وېې ویل: دا کس د رسول الله (ص) له آدابو څخه یوه ته ېې ژمن نه دی، نو د هغه څه لور ته چې دی ورته بلنه کوي څنګه به ژمن وي؟.
ابو مغیث حسین بن منصور حلاج (۲۴۴- ۳۰۹ ل) په فارس کې وزیږید، هغه د یوه زردشتي کس لمسی وو او د عراق په واسط کې راڅرګند شو، هغه له نوموتو حلولیانو او اتحادیانو څخه شمیرل کیږي، هغه په کفر تورن شوی وو او د لاندې څلورو تورونو له کبله چې په نوموړي پورې تړل شوي وو په دار وځړول شو:
۱- له قرامطه وو سره اړیکي.
۲- د هغه دا خبره (أنالحق) یعني زه خدای یم.
۳- د هغه د خدایۍ په اړه د هغه د پیروانو باور.
۴- د حج په اړه د هغه ګروهه، هغه باور درلود چې د مکې مکرمې حج د هغو فرائضو له ډلې نه دی چې پر ځای کول ېې اړین وي.
د هغه د شخصیت په اړه ډیره پیچلتیا شتون لري، له دې پرته هغه زورواکی، سرزوری او تندلاری وو، هغه د (طواسین) په نوم لیکل شوی کتاب لري چې هغه ماسینیونو څیړلی او را ایستلی دی.
ابوحامد غزالي (۴۵۰- ۵۰۵ ل) چې دوهم نوم ېې حجة الاسلام دی، د خراسان په طوس کې وزیږید، ګرګان او نیشاپور ته ېې سفرونه وکړل او له نظام الملک سره ېې دنده درلوده، د بغداد په پوځي ښوونځي کې ېې زده کړې کړې دي او د دمشق د مسجد په مناره کې په اعتکاف ناست وو، قدس ته ېې هم سفر وکړ او له هغه ځایه حجاز ته ولاړ او بیا بیرته خپل وطن ته ستون شو، د هغه له لیکل شوو کتابونو څخه ځینې ېې دا دي: (تهافت الفلاسفه)، (المنقد من الضلال)، (احیاء علوم الدین).
غزالي په معرفت کې د موندنې (کشف) د مدرسې مشر ګڼل کیږي او له کارنامو څخه ېې د یونان فلسفې ته ماته ورکول او د باطنیه ډلې د رسواییو څرګندول دي.
ابوالفتوح شهاب الدین سهروردي (۵۴۹- ۵۸۷ ل) [د یادونې وړ ده چې دا سهروردي له هغه ماسوا دی چې په تصوف کې ېې شهرت تر لاسه کړ او په نومې یوه لاره هم شته، ځکه هغه عمر بن محمد شهاب الدین ابو حفص دی چې په (۶۳۲ ل) کال مړشوی دی او د بغداد له مشایخو صوفیانو څخه ګڼل کیږي، په تقوی او عبادت کې مشهور وو، خو د کتاب لیکونکي د عبدالفتوح سهروردي نوم را اخستی چې هغه صوفي نه بلکې فلسفي وو او زندیقیت په تور ووژل شو.] د ایران په سهرود کې زیږیدلی دی او هر لور ته ېې ډیر زیات بیلابیل سفرونه کړي دي، نوموړی د فلسفیه اشراقیه د ښوونځي (مکتب) خاوند دی، هغه ښوونځی چې بنسټ ېې د پخواني فارس له مذاهبو او دینونو څخه د شتون په اړه د اخستل شوو اندونو سره د فیض او دوامداره څرګندیو په اړه د نوې فلسفې او افلاطونیه مذهب په بڼه د یوناني فلسفې یو ځای کول دي، هغه د سورېې د حلب ښار د علماوو له لوري محاکمه او ووژل شو، د کتابونو له ډلې څخه ېې ځینې دا دي: (حکمة الاشراق)، (هیاکل النور)، (التلویحات العرشیة) او (المقامات).
محی الدین ابن عربي (۵۶۰- ۶۳۸ ل) چې دوهم نوم ېې شیخ اکبر دی د وحدت الوجود د مکتب رامنځته کوونکی دی چې ځان خاتم الاولیا ګڼي، هغه په اندلس (اوسنۍ هسپانیا) کې وزیږید او بیا مصر ته ولاړ، له هغه ځایه د حج مراسمو ادا کولو لپاره مکې او بیا بغداد ته ولاړ او په دمشق کې ځای پر ځای شو، همالته ومړ او خاورو ته وسپارل شو، هلته ېې قبر تر اوسه شتون لري او خلک ېې زیارت کوي، نوموړي د پوره انسان اند رامنځته کړ چې په دې ډول دی: د ټولو مخلوقاتو له ډلې څخه یوازې د انسان لپاره شونې ده چې د خدای (ج) د ټولو صفاتو لپاره د ځلیدو ځای شي، ځکه د انسان لپاره دا شونتیا شتون لري چې د خدای (ج) په یووالي کې ډوب شي، نوموړی ډیر کتابونه لري چې ځینې کسان ېې شمیر تر څلورسوو کتابونو رسوي چې له هغو څخه ځینې ېې تر اوسه د قونېې د یوسف آغا په کتابتون او د ترکیې په نورو کتابتونونو کې ساتل شوي دي، مشهور کتابونه ېې دا دي:
۱- روح القدس. ۲- ترجمان الاشواق. ۳- فتحات مکیه. ۴- فصوص الحکم.
چې فتوحات مکیه ېې تر ټولو مشهور دی.
ابوالحسن شاذلي (۵۹۳- ۶۵۶ ل) چې د شاذلیه طریقې یا لارې خاوند دی، د هغه له خبرو څخه یوه دا ده: موږ د الله (ج) لور ته د ایمان او یقین په سترګو ګورو ځکه نو موږ له دلیل او زبات څخه ماړه یو او هغه ته اړتیا نلرو.
څلورګوني قطبونه: عبدالقادر جیلاني، احمد رفاعي، احمد بدوي او ابراهیم دسوق چې وروسته به وڅیړل شي.
فرانسوی فیلسوف رینه هم د صوفیانو له ډلې څخه ګڼل کیږي، نوموړی مسلمان شو په اروپا کې ېې د تصوف لاره دود کړه، هغه ځان عبدالواحد یحیی ونوماوه، هغه له اسلامي روحانیت څخه دفاع وکړه او د اسلامي تصوف لوړتیا ېې له خپل اند سره سمه بیان کړه، د کتابونو له ډلې څخه ېې دا دي: (ازمة العالم الحدیث)، (رمزیة الصلیب)، (الشرق والغرب).
اندونه او ګروهنې:
اول: اصول او بنسټونه:
دوی باور لري چې دین شریعت او ریښتینولي ده، شریعت د دین باندنۍ بڼه ده او دا هغه دروازه ده چې له هغې څخه هر څوک ننوزي او ریښتینولي د دین پټه او د نننۍ برخه ده چې هغې ته له ځانګړو شوو او واکمنو کسانو پرته څوک نشي رسیدلی.
تصوف د لارې (طریقت) او ریښتینولۍ (حقیقت) دواړه لوري په پام کې نیسي.
په تصوف کې روحي اغیز اړین دی چې هغه له خپل شیخ یا پیر څخه د لارې تر لاسه کولو پرته لاسته نه راځي.
ذکر، روحي غور، او د ملااء الاعلی لور ته د ذهن ځیر کول اړین دي او ولیتوب د دوی تر منځ تر ټولو لوړ پوړ دی.
د شرعي چارو پلي کول له اړتیاوو څخه ګڼل کیږي.
سهل تستري وايي: د لارې یا طریقې بنسټیز څیزونه اووه دي: د الله په کتاب منګولې لګول، د سنتو پلي کول، د حلالې خوړل، له زیان رسولو څخه ځان ساتل، له ګناه څخه تیښته، د توبې اړینتوب او د حقونو پر ځای کول.
ابوالحسن شاذلي وايي: کله چې ستا موندنه د الله (ج) د کتاب او سنتو پر وړاندې راشي نو کتاب او سنت پلي کړه او خپله موندنه پریږده.
همدا شان شاذلي وايي: کله چې فقیر(صوفي) د جماعت پنځه ګونو لمونځونو ته سوب نه شي نو د هغه توبه به څه ډول وي؟.
ابو یزید بسطامي وايي: که چیرې مو داسې یو کس ولید چې داسې کرامت لري چې په هوا ځي نو پر هغه مه تیروځئ، تر څو ونه ګورئ چې هغه د امر او نهې، د بریدونو ساتلو او شریعت پلي کولو پر وړاندې څه ډول چلند لري، همدا شان نوموړی وايي: که چیرې چا خپله مسله (لمونځ غالۍ) د اولو پر سر وغوړوله او یا په هوا کې پلترۍ وهلی کیناست نو هم مه پرې دوکه کیږئ، تر دې چې د امر او نهې پر وړاندې څه ډول دی.
غزالي وايي: کله چې څوک وینئ چې په هوا کې الوزي او یا د اوبو پر سر ګامونه اخلي، خو کړچار ېې له شریعت سره په ټکر کې دی نو پوه شئ چې دا کس شیطان دی.
غزالي په دې باور دی چې یوازې عقل د پیژندنې وسیله نشي کیدای، ځکه نو اړینه ده چې د عقل له لارې څخه لوړه لار شتون ولري، تر څو پکې نورې سترګې پرانستل شي او په دې توګه انسان راتلونکې چارې او له تر پردې لاندې څیزونه وویني، او دا لار یوازې هغه کسان تر لاسه کولای شي چې د عارفانو ایمان ولري او د یقین په رڼا ېې وویني، هغه په دې مسئله کې د ریښتینو خوبونو په حیرانوونکو برخو او له راتلونکې او غیبي چارو څخه د محمد (ص) په خبر ورکولو استدلال کوي.
صوفیان له (لدني) علم څخه یادونه کوي، د دوی په اند دا علم یوازې د نبوت او ولایت د څښتنانو لپاره دی، لکه څنګه چې خضر (ع) دا پوهه درلوده او خدای (ج) ورڅخه یادونه کړې ده: (وعلمناه من لدنی علما).
فناء: ابو یزید بسطامي په اسلام کې د دې اند لومړی بلونکی دی، نوموړي دا نظر له خپل شیخ ابوعلي سندي څخه لیږدولی دی، له فناء څخه موخه خدای (ج) ته بشپړ زمولیدل (استهلاک) دی، داسې چې په پای کې انسان له خپلو ولولو (احساساتو) څخه ورک شي او د فناء لیدونکی شي، خپل ځان او له خدای (ج) پرته هر څه هیروي.
قشیري وايي: څوک چې ریښتینی پاچا ورباندې هومره غلبه وکړي چې غلیم او د هغه نښې ونه ویني، هغه مهال ویل کیږي چې دا کس له خلکو څخه فناء شو او له حق سره پاته دی.
د فناء تر ټولو لوړ پوړ د (جمع الجمع) په نوم یادیږي او هغه د حق په وجود کې د بنده د زمولیدلو له لارې، د خپلو فناء کیدلو له لید څخه د فناء کیدلو څخه عبارت دی.
فناء داسې یو حالت دی چې د لاروي (سالک) خیالونه د دوو مخالفو قطبونو تر منځ دوران کوي چې تنزیه (پاکوالی) او تجرید (یوازې والی) له یوه اړخه، حلول (ګډیدل) او تشبیه (ورته والی) له بله اړخه د قطبونو په توګه ګڼل کیږي.
دوهم: د کړچار پړاوونه:
د صوفي، عابد او زاهد تر منځ توپیر شته، ځکه د هر یوه لپاره ځانګړې لار او هدف شتون لري.
دریځونه: دا هغه روحي منزلونه دي چې لاروی ترې تیریږي، خدای (ج) ته رسیږي او له هغو څخه د تیریدو او دوهم پړاو ته د رسیدو لپاره یو څه وخت دمه کوي، له دې منزلونو څخه د تیریدو او لیږدیدو لپاره هڅو او د نفس پاکوالي ته اړتیا ده.
احوال: دا هغه وږمه ده چې په لاروي لګیږي او له دې سره ېې څو شیبې نفس تازه کیږي، وروسته هغه تیریږي او خوږ بوی ېې پاته کیږي تر څو روح ېې د بیرته راګرځیدو لیوال شي، جنید وايي: حال داسې یو څه دی چې په زړه راکښته کیږي خو ډیر نه پاته کیږي.
احوال ډالۍ ده او دریځونه باید تر لاسه شي، له دې خبرې څخه داسې انګیرنه کوي: احوال د لاس خلاصۍ (سخاوت) څخه سرچینه اخلي او دریځونه په هڅه او کوښښ تر لاسه کیږي (الاحوال تأتی من عین الجود والمقامات تحصل ببذل المجهود).
د کړچار لومړی پوړ د الله (ج) او دهغه د رسول دوستي ده چې د هغه نښه د رسول الله (ص) پیروي او د هغه په ګامونو تګ کول دي.
له هغه وروسته پوړ د نیک لارویتوب (أسوة الحسنة) دی لکه چې وايي: (لقد کان لکم فی رسول الله أسوة حسنة).
له هغې وروسته د توبې پوړ دی چې له ګناه څخه په لرېتوب، د هغې پر تر سره کولو پښیمانۍ، داسې پریکړه کول چې نور به ګناه ته نه ورګرځي او د حق له څښتن څخه د بخښنې په غوښتلو که چیرې خوړل شوی حق انساني وي لاس ته راځي.
ورع: هغه ده چې لاروی د خبرو، زړه او کړنو په ګډون ټول هغه څیزونه چې په هغو کې شک شتون ولري، پریږدي.
زهد: یعني دنیا ېې د لاس په ورغوي کې وي او زړه ېې په هغه څه راځوړند وي چې د الله (ج) په لاس کې وي، له دوی څخه یو د زاهد په اړه داسې وايي: هغه رښتیا وايي، خدای (ج) ېې زړه له دنیا څخه پاک کړی دی او نړۍ ېې په د لاسونو پر سر ده.
له زهد څخه موخه بیوزلي نه ده، ځکه انسان په یوه مهال شتمن او بیوزلی کیدای شي، ځکه نو هر بیوزلی زاهد نه دی، هماغه ډول چې هر زاهد فقیر نه ګڼل کیږي.
توکل: ویل کیږي چې توکل پیلامه ده له هغه وروسته غاړه ایښودل او په وروستۍ برخه کې سپارنه ده، په داسې حال کې چې پر خدای باور د ټولو پای دی، سهیل تستري وايي: هر ځای چې الله (ج) وغواړي هلته له هغه سره تګ توکل دی.
مینه: حسن بصري (مړینه ۱۱۰ ل) وايي: د مینې نښې عبارت دي له: له محبوب سره همغږي، له هغه سره په ټولو لارو چارو کې تګ، هغه ته په ټولو وسیلو نږدې کیدل او له ټولو هغه کارونو څخه لرېوالی چې په دې لار کې نه همغږي کیږي.
رضا: له صوفیانو څخه یو وايي: د خدای رضا د دې نړۍ جنت دی او هغه په دې ډول ده چې د بنده زړه د الله (ج) تر امر لاندې ژوند وکړي، بل وايي: رضا وروستی دریځ دی چې له هغه وروسته د زړونو د مشر په احوال پسې ځي او د پردې تر شا چارو او غیبو د پلټنې په مرسته د خپلو رښتینولیو او ذکرونو د پاکوالي لپاره هڅه کوي.
دریم: د تصوف ښوونځي (مکتبونه):
د زهد مکتب: د دې مکتب پیروان زاهدان، عابدان او ژړیدونکي دي چې له هغې ډلې څخه رابعه عدویه، ابراهیم ادهم او سفیان ثوري د یادونې وړ دي.
د موندنې او پیژندنې مکتب: دا مکتب د هغه اند پر بنسټ جوړ شوی دی چې وايي د ریښتینولیو د موندلو او د پیژندنې د تر لاسه کولو لپاره یوازې عقلي منطق بسنه نه کوي او د نفس په ترټنه انسان داسې ځای ته رسیږي چې د ناپوهۍ پرده ېې د لیدلو له سترګو لیري کیږي، ریښتني او نفس الامري حقایق ېې د زړه پر آیینه انځور کیږي، د دې مکتب مخکښ ابو حامد غزالي دی.
د وحدة الوجود مکتب: د دې مکتب مخکښ محی الدین ابن عربي دی او د هغه له وروستنیو لارویانو څخه سید جمال الدین افغان وو (د الواردات رساله وګورئ)، د دې مکتب بنسټ په هر څه کې د خدای (ج) پر شتون ولاړ دی او خدای (ج) هر څیز دی، ځکه نو په کایناتو کې ټول شته توکي سپیڅلي او د درناوي وړ دي، ابن عربي په دې اړه وايي: څیړونکو په زبات رسولې ده چې په وجود کې له خدای (ج) پرته هیڅ څیز شتون نه لري، که څه هم موږ شتون لرو خو زموږ شتون د هغه د وجود په مرسته دی، ځکه نو د وجود پر مخ له حق پرته بل هیڅ شی شتون نه لري چې د خدای په ډول وي، ځکه دا ناشونې ده چې دوه وجودونه شتون ولري که څه هم هغه بیلابیل، یو ډول او یا ورته وي.
د یووالي او حلول (ګډون) مکتب: د دې مکتب مشر او مخکښ حلاج دی، په دې مکتب کې د هندي تصوف او نصرانیت نښې شته، ځکه په دې مکتب کې صوفي داسې انګیري چې ګواکي خدای په ده کې حلول کړی دی او دی له خدای سره یو شوی دی، د دوی له خبرو څخه دا دي: (أناالحق) یعني زه حق یم او (ومافی الجبة اِلی الله) یعني زما په جامو کې له خدای پرته بل څه نشته او داسې نورې خبرې چې د دوی په وینا د شهود پر شرابو د نشې په حالت کې ېې پر ژبه راځي.
څلورم: د صوفیانو تګلارې:
۱- قادریه: له عبدالقادر جیلاني (۴۷۰- ۵۶۱ ل) سره اړه لري، نوموړی په بغداد کې خاورو ته سپارل شوی دی او هر کال ېې یو زیات شمیر پیروان هغه ته د ښه مرغۍ لپاره زیارت کوي، هغه د خپل وخت له ډیرو علومو سره آشنا وو، پیروان ېې هغه ته د ډیرو کرامتونو نسبت کوي، نوموړي نهه څلویښت زامن درلودل چې له هغې ډلې یوولسو ېې د هغه لارښوونې زده کړې او په هغه ېې په اسلامي نړۍ کې خپرې کړي.
۲- رفاعیه: له احمد رفاعي (مړینه ۵۸۰ ل) سره اړه لري، چې د عربو د رفاعه ټبر څخه وو. د هغه ډله له تورې او نیزې څخه د کراماتو په زبات رسولو کې ګته اخلي. نوموړی ډیر پرهیزګاره کس وو او ډیر نفسي زیږوالی ېې درلود، د هغه تګلاره د آسیا په لویدیځ کې خپره شوې ده.
۳- احمدیه: چې له احمد بدوي (۵۹۶- ۶۵۷ ل) سره اړه لري، هغه د مصر له تر ټولو اولیاوو څخه ګڼل کیږي، هغه په فارس کې سترګې پرانستې، له حج کولو وروسته عراق ته ولاړ او د مړینې تر مهاله په طنطا کې پاته شو، خلک ېې هلته د قبر زیارت کوي، نوموړی په آس ځغلونه کې وتلی وو، هغه عبادت ته مخه کړه او واده ېې ونه کړ، د هغه پیروان او لارویان د مصر په ټولو سیمو کې خپاره شوي دي او هلته د بیومیه، شناویه، د نوح اولاد او شعبیه په نومونو څانګې هم لري چې ځانګړې نښه ېې سره لونګۍ ده.
۴- دسوقیه: دا ډله له ابراهیم دسوقي (۶۳۳- ۶۷۶ ل) سره تړاو لري. دوی له نفس او غوښتنو څخه د وتلو لپاره بلنه ورکوي. شتمني ېې له ټولو خلکو سره مینه کول او د شیخ ارادې او فرمان ته غاړه ایښودل او آرامتیا ده. دا ډله د علم او عمل لور ته بلنه ورکوي او ګوښه کیناستل د شیخ له امر پرته مستحب نه بولي.
۵- اکبریه: له شیخ اکبر محی الدین بن عربي سره تړل کیږي. د دې تګلارې بنسټ پر چوپتیا، ګوښه ناستې، لوږې او بیخوبۍ ولاړ دی. دا لار د دریو ځانګړونو لرونکې ده: د ستونزو او غم پر وړاندې زغم، په نعمت باندې شکر ایستل او د تقدیر او قضاء منل.
۶- شاذلیه: دا ډله له ابوالحسن شاذلي (۵۹۳- ۶۵۶ ل) سره اړه لري. نوموړی د مرسیه کلي ته نږدې په یوه کلي کې وزیږید او بیا تونس ته ولیږدید. هغه څو ځله حج کړی دی. د نوموړي په اړه ویل کیږي چې تګلاره ېې د خلکو لپاره آسانه کړه، ځکه د هغه تګلاره تر ټولو هوسا او نږدې تګلاره ده چې د علم او ذکر ډیروالي ته ځانګړې شوې ده او په هغې کې ډیر هاند او هڅه شتون نه لري. دا لاره په مصر، یمن او په نورو عربي هیوادونو کې خپره شوې ده . د (مخا) ښار اوسیدونکي د هغه په ولایت ټینګ او ژور باور لري. دا تګلاره په مراکش، د الجزایر په لویدیځ او د افریقا په شمال لویدیځ کې په پراخه کچه خپره شوې ده.
۷- بکداشیه: عثماني ترکان ځانونه له دې لارې سره نښلوي. دا لاره تر اوسه په البانیا کې خپره ده او شیعه تصوف ته له سني تصوف څخه نږدې ده. دې تګلارې د ترکانو او مغولو تر منځ د اسلام په خپراوي کې مهمه ونډه درلوده او پر عثماني پاچاهانو ېې په لویه کچه ولکه درلوده.
۸- مولویه: دا لاره فارسي شاعر مولانا جلال الدین رومي (مړینه ۶۷۲ ل) رامنځته کړې ده. هغه په قونیه کې خاورو ته سپارل شوی دی. دا ډله له نورو ډلو څخه د ذکر په کړیو کې د ګډا او بازیو په ګډون سره جلاوالی مومي. هغوی په ترکیه او لویدیځه آسیا کې خپاره شوي دي. اوس مهال دوی ته په ترکیه، حلب او ځینو ختیځو سیمو کې له څو تکیه خونو پرته نور څه نه دي پاته شوي.
۹- نقشبندیه: دا ډله له شیخ بهاء الدین محمد بن محمد بخاري سره نښلول کیږي چې په شاه نقشبند (۶۱۸- ۷۹۱ ل) سره ېې شهرت درلود. دا لاره د شاذلي لارې په شان هوسا ده او په فارس، د هند په ځینو ښارونو او لویدیځه آسیا کې خپره شوې ده.
ملامتیه: د دې لارې بنسټ ایښودونکی ابو صالح حمدون بن احمد بن عمار (۲۷۱ ل) چې په قصار مشهور وو، دی. له دوی څخه ځینې ېې له نفس او د هغه د نیمګړتیاوو سره د مقابلې لپاره د نفس مخالفت روا بولي. په دې وروستیو کې په ترکیه له دوی څخه ځینې تندلاري راڅرګند شوي دي چې د هر څه په اړه بې توپیره دي او د شریعت د امرونو او نواهیو له په نظر کې نیولو پرته هر ډول کارونه سر ته رسوي.
پنځم: د صوفیانو شطحیات (بڼې):
له دوی څخه ځینو ېې د ارواحو د حاضرولو دنده خپله کړې ده او باور لري چې دا هم له تصوف څخه ده. ځینو نورو بیا د ټګۍ لار غوره کړې ده . دوی د اولیاوو د قبرونو رغولو، پر هغو د کوټو جوړولو، روښانولو، زیارت کولو او پر هغو د لاس موښلو لور ته ډیر پام کوي، په داسې حال کې چې دا ټول هغه بدعتونه (نوې رامنځته کول) دي چې الله (ج) د هغو لپاره دلیل نه دی را استولی.
له دوی څخه ځینې له ولي څخه د مکلفیت پر لریتوب باور لري، یعني د هغه لپاره عبادت کول اړین نه دي، ځکه هغه داسې یوه پوړ ته رسیدلی دی چې نور عبادت تر سره کولو ته اړتیا نه لري او که چیرې هغه د شریعت په بیروني بڼه او مکلفیت بوخت شي نو د ننه چارو له ساتلو څخه به پریکون رامنځته شي، د باندېنۍ بڼې د په پام کې نیولو لپاره به له نننۍ ډول ډول راتلونکې چارې خرابې شي.
غزالي پر هغو کسانو نیوکه کوي چې دوکې او غرور غلبه پرې کړې ده. هغه دا ډلې ګڼلې دي او په لاندې ډول دي:
- هغه ډله چې په جامو، بڼې، ډول او خبرو دوکه شوي دي.
- هغه ډله چې د علم، پيژندنې او د حق د لیدلو دعوی کوي او وايي چې له احوال او دریځونو تیر شوي دي.
- ځینې نور په رواوالي کې لویدلي دي او د شریعت ټغر ېې ټول کړی دی. هغوی احوال پرې ایښی دی او د حلالو او حرامو ته په یوه سترګه ګوري.
- له دوی څخه ځینې وايي: باندنۍ کړنې هیڅ ارزښت نلري. زړونو ته کتل کیږي او زموږ زړونه د خدای په مینه کې ډوب او د خدای پیژندنې پولې ته رسیدلي دي. موږ په خپلو لاسونو د نړۍ چارې مخ ته بیایو او زموږ زړونه د خدای (ج) پر وړاندې پراته دي، ځکه نو موږ نه د باندې او نه د ننه له نفساني غوښتنو او شهواتو سره یو.
ځینې خبرې چې له ابو یزید بسطامي سره تړل کیږي، خو خواجه عبدالله انصاري هروي (مړینه ۴۸۱ ل) او نیکلسون ختیځ پیژندونکی د دې خبرود رښتیاوالي په اړه شک څرګندوي. هغه خبرې دا دي:
- سبحانی ما اعظم شأنی (پاکي ده ما لره، زما شان څومره لوړ دی).
- اٍنی لا اٍله أنا فاعبدون (زه، نشته له ما پرته معبود نو زما عبادت وکړی).
- له داسې سیند څخه تیر شوم چې پیغمبران د هغه د ساحل پر غاړه ولاړ دي.
- آسمان ته پورته شوم او د عرش مخامخ مې خیمه ودروله.
حلاج چې د حلول او یووالي د مکتب څښتن ګڼل کیږي، دا ډول خبرې لري چې ځینې ېې دا دي:
أنا من أهوی ومن أهوی أنا نحن روحان حللنا بدنا
فاٍذا أبصرتنی أبصرته و اٍذا ابصرته أبصرنا
مزجت روحک فی روی کما تمزج الخمرة فی الماء الزلال
فاٍذا مسک شئ مسنی فاٍذا أنت أنا فی کل حال
یعني (زه هغه څوک یم چې خپله يي غواړم او څوک چې غواړم ېې په خپله یم. موږ دوه روحونه یو چې په یوه سټه کې ننوتي یو. ځکه نو که ما وویني، هغه د هم ولید. او که هغه ووینې، زه د هم ولیدم. روح دې زما له روح سره داسې ګډ شوی لکه شراب چې په رڼو اوبو کې ګډ شي. ځکه نو که کوم څیز چې تا لمس کړي زه ېې هم لمس کړم، په هر حال کې ته کټ مټ زه ېې).
صوفیان د غوث او غیاث ټکي کاوري، خو ابن تیمیه په مجموع الفتاوی مجلد تصوف ۴۳۷ مخ کې وايي: له الله (ج) پرته هیڅوک د غوث او غیاث ویوکو وړ نه دي، الله (ج) دی چې د ټولو بیوزلو غږ اوري، ځکه نو له الله (ج) پرته د مقربو پرښتو او را استول شوو نبیانو په ګډون له هیڅ چا څخه د مرستې غوښتل روا نه دي.
د صوفیانو ټولې لارې ذکر کول اړین بولي. د نقشبندیه په اند د الله لفظ د معنی په پام کې نیولو سره د ذکر لپاره غوره شوی دی او د شاذلیه ډلې په اند (لا اٍله ألا الله) دی، نورې ډلې هم دوی ته ورته اندونه لري. دا ذکر له استغفار او پر محمد (ص) له درود سره یو ځای وي. ځینې ېې د ذکر په تیزوالي کې د ضمیر په لفظ (هو، هو) هم وايي.
ابن تیمیه د مجموع الفتاوی د سلوک کتاب په ۲۲۹ مخ کې وايي: پر مفرد نوم که څه هم هغه ظاهري اسم او یا هم ضمیر وي بسنه کول دلیل او بنسټ نلري، د خواصو او عارفینو ذکر ګرځیدل خو پر ځای پریږده. دا کړنه ډول ډول بدلارۍ او بدعت ته لار هواروي او د الحاد او اتحاد د خاوندانو له احوالو څخه د فاسد احوال د تصور سبب کیږي.
نوموړی همدا شان په ۲۲۷ مخ کې لیکي: څوک چې وايي: یاهو، یاهو، او یا وايي: هو، هو او دې ته ورته، دا ضمیر یوازې د هغه څیز لور ته نغوته کوي چې زړه تصور کړی وي او زړه کله په سمه او کله په بده لاره ځي.
ځیني کسان چې ځان صوفیان ګڼي، له عادت څخه لرې (خارق العادة) او حیرانوونکې چارې تر سره کوي. په دې اړه ابن تیمیه د تصوف کتاب په ۴۹۴ مخ کې لیکي: د سر لوڅول، د ویښتانو اوبدل او له ځان سره ماران ګرځول د مسلمانانو د هیڅ یوه له صالحینو، اصحابو، تابعینو، لومړینو او وروستیو شیخانو له نښو او شعارونو څخه نه وو او نه هم د شیخ احمد رفاعي شعار وو، بلکې دا چارې د شیخ له وفات څخه ډیر وروسته رامنځته او وپنځول شوې.
ابن تیمیه د تصوف کتاب په ۵۰۴ مخ کې لیکي: د مشائخو او نبیانو په ګډون د مړو، د هغوی د قبرونو او یا د قبرونو د مجاورینو (ترڅنګ اوسیدونکو) لپاره د نذر نیول شرک او د الله (ج) له فرمان څخه سرغړونه ده.
د همدې کتاب په ۵۰۶ مخ کې راځي: له خدای (ج) پرته پر ملائکو، پیغمبرانو، مشائخو، پاچاهانو او نورو قسم خوړل منع او ناروا دي.
په ۵۰۵ مخ کې لیکل شوي: له پردیو ښځو سره د نارینه وو ورورولي نیول، له هغوی سره یوازیتوب او د هغوی عورت ته کتل د مسلمانانو په اتفاق حرام دي، هغه څوک چې دا کار له دیني چارو څخه ګڼي، د شیطان د وروڼو له ډلې دی.
ابن تیمیه د سلوک کتاب په ۳۳۷ مخ کې د رب له شهودو (بصیرت) پرته د فنا د مقام په اړه چې هغه له ارادې فنا دی، داسې لیکي: په دې فنا کې کله داسې وايي: (أنا الحق، یا سبحاني او یا هم ما في الجیبي اٍلا الله)، البته کله وايي چې د مشهود (څرګندتیا) په مرسته له خپل شهود او د موجود په مرسته له خپل وجود ځینې فاني کیږي. په دې حالت کې مستي او بیهوښي رامنځته کیږي چې د ایمان له خوږو سره تمییز او بیلونه له منځه ځي، هماغه شان چې په شرابو د مست او پر ښکلي مخ د مین د مستۍ پر مهال رامنځته کیږي. د هغوی په اړه داسې ویل کیږي چې که د حرام کار په سبب د عقل د زایلیدو پر خلاف که عقل د روا چارو په سبب له منځه تللی وي او په دې حالت کې که له نوموړي کس څخه حرام کارونه رامنځته شي، نو ګناه پرې نشته. هماغه شان چې ګناهګاره نه دی، دا هم جائز نه ده چې پیروي ېې وشي او یا هغه کړنې او خبرې سمې وبلل شي، بلکې دوی په دې حالت کې د باندنیو چارو په اړه د لیونیانو په څیر دي.
د ماسوا وجود د فنا د مقام په اړه ابن تیمیه د سلوک کتاب په ۳۳۷ مخ کې لیکي: دریم: فنا له وجود څخه ما سوا ده، یعني داسې وینئ چې الله عین وجود دی او نور پر ده ولاړ وجود او نه غیر له ده څخه هیڅ څیز وجود نلري. دا حالت د بلیاني، تلمساني، قونوي او نورو په شان د وروستیو زندیقو اتحادیانو دی. هغه کسان چې حق عین موجودات او د کائناتو حقیقت ګڼي او وايي چې له هغه پرته هیڅ څیز شتون نلري، نه په دې معنی چې د ټولو څیزونو تلپاته والی د هغه په واسطه دی، بلکې موخه ېې دا ده چې هغه عین موجودات دی، ځکه نو دا خبره او ګروهه کفر او تیروتنه ده.
اندیزي او ګروهیزې جرړي:
د صوفیانو هاند او هڅې له ډیر پخوا څخه پیل شوي دي، یعني له هغه مهاله چې انسان له خپلو غوښتنو او نفس سره د مقابلې اړتیا حس کړه. په دې کې شک نشته چې د زهد، ورع؟؟؟؟؟؟؟، توبه او رضا په څیر خبرو لور ته د صوفیانو بلنه د اسلام برخه ده او اسلام د هغو د پلي کولو او په هغو د منګولو لګولو او ورته کار کولو ته بلنه ورکوي. خو د حلول، اتحاد، فنا او د ستونزمن هاند په شان هغه چارې چې ځینې صوفیان ورته رسیدلي دي، له اسلام څخه د پردیو سرچینو لکه: هندویت، جینیت، بودائیت، افلاطونیت، زردشتیت او مسیحیت څخه تصوف ته ننوتلي دي.
میرکس مستشرق په دې باور دی چې تصوف د شام له رهبانیت څخه راغلی دی.
جونس مستشرق هغه د هندوانو له فیدای سره تړي.
نیکولسن وايي: تصوف د یوناني فکر او شرقي ادیانو د یووالي یا په دقیقه توګه د افلاطونییت د نوې فلسفې، مسیحي دیاناتو او غنوصي مذهب د یووالي زیږنده دی.
د تکلیف لرې کولو او له شرعي چارو څخه د تیریدلو په مرسته د نشت په کړۍ کې لویدل د براهمیانو کړنه ده. برهمي وايي: کله چې له براهما سره یو شو، هغه مهال د هیڅ کړچار او فریضي په تر سره کولو اړ نه یو.
د حلول په اړه د حلاج او د پوره انسان په اړه د ابن عربي خبرې د عیسي (ع) په اړه د نصاراوو له خبرو سره توپیر نلري.
بې لارې تصوف د تواکل، بې برخې والي، د انسان د شخصیت له منځه وړل او د شیخانو د شخصیتونو د درناوي په شان د بدیو د ننوتلو لپاره لویه دروازه ده. له دې سره داسې لار ورکې چارې هم لري چې انسان له اسلام څخه وباسي.
خپریدنه او د اغیز سیمې:
د صوفیانو تګلارو د روحي اغیزې په مرسته چې دوی ېې لري او د (جذب) په نوم ېې یادوي، د اندونیزیا، د افریقا په ډیره برخه او نورو هغو سیمو کې د مسلمانانو لښکرو نه وې فتح کړې، د اسلام په خپراوي کې ډیر کار وکړ.
د روحي جهاد او پر کفارو باندې د حملو کولو د تیارۍ لپاره واکمنو د صوفیانو پر قطبونو باور کاوه چې له هغې ډلې احمد بداوي، ابراهیم دسوقي او شاذلي دي.
تصوف د وخت په تیریدو سره خپور شو او د اسلامي نړۍ ډیره برخه ېې لاندې کړه. د هغوی ډلې په مصر، عراق، شمال لویدیځه افریقا، منځنۍ، ختیځه او لویدیځه آسیا کې خپرې شوې دي.
دوی په شعر، نثر، موسیقي او لیک لوست په فن کې مهم اغیز درلود او د زوایو، تکیه خونو، پټنځایونو، روغتونونو او بندرونو په شان نښې ېې پر ځای پرې ایښې دي.
روحانیت پر مادیت غوښتونکو لویدیځوالو باندې اسلام ته د راښکودلو لپار اغیز درلودلی دی او له دوی څخه ځینې ېې اغیزمن کړي دي چې له دوی څخه یو (مارتن لنجز) دی. هغه وايي: زه یو اروپايي یم، خو ما خپله روحي ژغورنه په تصوف کې ومونده.
صوفیانو د نولسمې پیړۍ په پای او د شلمې پیړۍ په پیل کې شاتګ پیل کړ او هغه واک او اغیز چې پخوا ېې درلود، پاته نشو.
اخستنې:
۱- التصوف الاسلامي احمد توفیق عیاد- الانجلو المصریة- ۱۹۷۰ م.
۲- المنقذ من الضلال لحجة الاسلام غزالي،
مع ابحاث فی التصوف د. عبدالحلیم محمود- مطبعة حسان- القاهرة.
۳- مجموع فتاوی ابن تیمیه المجلد (۱۱) عن التصوف. والمجلد (۱۰) عن السلوک – طبعة ۱۳۹۸ ه.
۴- الدعوة الاسلامیة فی غرب افریقیا د. حسن عبدالظاهر- مطبوعات جامعة الامام محمد بن سعود- ۱۴۰۱ه/۱۹۸۱م.
۵- نشأة الفلسفة الصوفیة و تطورها د. عرفان عبدالحمید فتاح- المکتب الاسلامي-بیروت- ۱۳۹۴ه/۱۹۷۴م.
۶- فی التصوف الاسلامي و تاریخه ابو العلا عفیفی.
۷- الصوفیة الاسلامیة نیکلسون- ترجمة شریبه.
۸- احیاء العلوم الدین للامام الغزالي- دار احیاء الکتب العربیة- ۱۹۵۷م.
۹- الفتوحات المکیة للشیخ الاکبر محی الدین محمد بن عربی- بیروت- دار صادر- بلا تاریخ.
۱۰- کتاب الطواسین للحلاج نشرة لویس ماسنیون- پاریس ۱۹۱۳ م.
۱۱- اخبار الحلاج نشرة لویس ماسنیون- پاریس ۱۹۳۶ م.
۱۲- دیوان الحلاج نشرة لویس ماسنیون- پاریس ۱۹۳۱ م.
۱۳- کتاب اللمع لابی نصر السراج الطوی- تحقیق د. عبدالحلیم محمود و طه عبدالباقي سرور –
دارلکتب الحدیثة- مصر ۱۹۶۰ م.
۱۴- الرسالة القشیریة لابی القاسم عبدالکریم بن هوازن- مکتبة محمد علی صبیح- القاهرة ۱۹۵۷م.
۱۵- فی التصوف الاسلامي و تاریخه ارنولد زینولدز نیکلسون- د هغو مقالو ټولګه چې دکتور ابوالعلا عفیفي ژباړلې دي-
قاهرة- ۱۹۴۷ م.
پردۍ سرچینې:
1- Nicholson, R. A. Studies in Islamic, Mysticism, Cambridge, 1961.
2- Spencer Trimingham, T. The Sufi orders of Islam, Oxford, 1971.
3- Arberry, A. J. An introduction to the history of Sufism, Oxford, 1942.
4- Nicholson: Literary history of Arabs.
5- Macdonald L. Development of Moslem Theology.
6- Sufism: An account of the mystics of Islam, London, 1956.
7- Fazlur Rahman: Islam, London, 1966.
8- Encyclopedia of religion and ethics, 1980, The Articles: Soul, Pantheism, Sufis.
9- Encyclopedia of Islam, The new edition, the arts: Al Hallaj, Ibn Arabi, Al Bistami, Asceticism.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more