د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

وزلوبه:

Hashmat Kahn
28.03.2013

په افغانستان کې دلومړي ځل لپاره د وزلوبې ملي لوبډله جوړه شوه. سره له دې چې وزلوبه په افغانستان کې زوړ تاریخ لري او له سلګونو کلونو راهیسې په افغانستان کې کېږي دا لومړی ځل دي چې د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټې د وزلوبې ملي لوبډله جوړه کړې. تر ډېره وزلوبه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کیږي خو اوس د دغه هیواد د المپیک ملي کمیټه وايي په پام کې لري چې دا لوبه د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځووي. دغه لوبه معمولآ په اوړي او منۍ کې په دښتو کې ترسره کیږي. پدی لوبه کې هر څوک کولي شي له خپل آس سره میدان ته ننوځي او ونډه واخلي. هغه کسان چې په دي لوبه کي ګډون کوي هغوي ته چاپ اندازان وایې. لوبه داسي پیلیږي چې یوه دایره په یو کنج د میدان کي ایستل کیږي او وزه هلته اچول کیږي دغو دایره ته هلاله دایره هم وایی. په بل کنج د میدان کې یو بیرغ درول کیږي چاپ اندازان ددایری شاه ته دریږي دوزلوبي د مشر په غږ سملاسه چاپ اندازان کوښښ کوي چې وزه له دایره څخه واخلي او د بیرغ تر شاه چې د میدان په بل کنج کي دي راتاو کړي او بیرته یي دایره ته راوړي هرڅوک چې دغه کار تر سره کړي هغه کټونکي اعلانیږي.
وزلوبه دهیواد ملي لوبه
څه عجیبه ساعت تیری ده بز کشی ده بزکشی ده
د حلال په دایره کی په همدی حساس موقعه کی
پروت و زګوړی طلا یی ده بز کشی ده بزکشی ده
د حلال د دایری نه راټول شوی دی حلقی نه
ښی ا و چپ ډلو سیالی ده بز کشی ده بزکشی ده
وحشی لوبه ده چالانه کشمکش له هری خوانه
چه د خان په آس څوک ځغلی دهمغو کامیابی ده
ای ددی لوبی حامیانو تنو مندو بزکشانو
د وزی په جګیدو مو کړه قبوله خود کشی ده
بز کشی ده بزکشی ده بز کشی ده بزکشی ده
بز کشی ځانله هنر دی هر څوک کله تری خبر دی
اوریدلی به چا نوی د چهل دزدو فکاهی ده
بز کشی ده بزکشی ده بز کشی ده بزکشی ده
خلک حیرانه او ابتر دی د خپل ځانه بی خبر دی
که څوک لږ پکی دخیل شی بیا نو سمدم بی آبی ده
دا چه سیل یی بی پیسو دی چانس د ځوان او د زړو دی
که جا هل پکی کامیاب شو بیانو جوړه خرابی ده
بزکشی ده بز کشی ده
سمیع الدین افغانی
28/07/2009
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl


larghonay laraway
03.04.2013

سلام
جوړه دې شي کومه بده خبره نه ده. دا دا د افغانستان تاريخی لوبه نه ده بلکې د منځنۍ اسيا تاریخی لوبه ده او د افغانستان په شمالي ولايتونو کې يې هم هغه خلک پخوانی دود لري چې له ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او بخارا څخه راغلي دي.
ولی نوم يې غلط دی!
پښتو کې هم له پاړسۍ نه غلط ژباړل شوی دی.
په ميدان کې خوسی کشول کېږي او دوی ورته بزکشي وايي


لرغونی

Hashmat Kahn
04.04.2013

مننه ستاسو له نقد څخه. تاسی ویلی چې وزلوبی په پښتو کې بزکشی ته نه وایي. کولی شی تاسی صیح نوم د بز کشی په پښتو کې راته ووایی؟


Re: لرغونی

pattang
08.06.2013

دصليب دعسکري تيرور قومندان صيب هغه شی چې دچا کلچر نوي او اولسي نوي نو کلتوري او فرهنګي هم نشي کېدی او نوم هم نه ورته
لري او ضرور هم ندی !
تلوېزيون ، راديو … کمپيوټر زمونږ اولسي اختراع نده نو مونږيې هم
په هغه نوم بولو چې له اصله راځي !
ښه نو دصليبي د تيرور درونې ته به څه نوم ورکوو ! زمونږ کوچنيان او
ښځې ورته بونګنه طياره وايې او ډير سخت ترې ډارېږي ځکه چې ډيرې
مندې يې بورې ،کنډې او ډېر واړه يې يتيمان کړل !!

[quote:740f539c24="Hashmat Kahn"]مننه ستاسو له نقد څخه. تاسی ویلی چې وزلوبی په پښتو کې بزکشی ته نه وایي. کولی شی تاسی صیح نوم د بز کشی په پښتو کې راته ووایی؟[/quote:740f539c24]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more