د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

آیا غواړی دښه صحت خاوند وواوسئ ؟

مساپر
27.03.2013

څومره خواړه ؟
بل ځلې چې په ميلمستيا کې د افغاني دسترخوان نه ځان ته ډوډۍ رااخلئ نوله کوربه د وړوکي قاب غوښتنه وکړئ اولومړې د سلاتو د کاسې نه ترکاري راواخلئ. د لاس د ورغوي هومره غوښه يا د چرگ ټوټه او يا دوه کوفتې ، د يوې لپې په اندازه وريژې ورسره کړئ. که وريژې نه خورئ نو د لاس په اندازه سپوره ډوډۍ راواخلئ . که قاب درته تش ښکاري نويوه قاشوغه پخه ترکاري واخلئ. که وروسته خواږه هم وي نو دوه قاشوغې فيرني به درته بس وي. او که پوهيږئ چې خواږه مو کمزوري ده او ډير به يې خورئ نو هيڅ ورته مه گورئ. داسې تصور وکړئ چې په دې فيرني به يو ماشوم خوشاله شي او هغه ته يې پريږدئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more