د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

بې پیلوټه الوتکو، په امنیت کې مرسته کړیده

اتل
26.03.2013

اسلام علیکم
خبریال رپوټ ورکوي چې بې پیلوټه الوتکو د کڼړ او نورستان په ګډه پوله، د غازي آباد په ولسوالې کې په وسلوالو طالبانو باندې په ګذارونو کې د طالبانو د وتلي قوماندان ملاشفق ورور چې په غازي آباد کې د طالبانو په اصطلاح ولسوال ؤ، ددریو نورو وسلوالو طالبانو سره وژلئ دئ.
د کنړ او نورستان چارواکي وایي چې د بې پیلوټه الوتکو د فعالیت په برکت، د کنړ او نورستان په ولایتونو کې امنیت بهتره شویدئ.
د ډورنډ د کرښې دوارې غاړې پښتانه د بې امنیتۍ، د خارجي ترهګرو، او د هغوی د داخلي بړیڅو د تشدد، د طالبانو د سیالو ډلو دخپل منځي جګړو، او په ولس باندې د زور زیاتي نه خلک تر پزې راغلي دي.
په تیرو څو کلو کې د القاعدې ګڼ شمیر مشران، د بمونو د جوړولو، ځان مرګو د روزنې او القاعدې د جنګي او تمویلي چارو سرغنه افراطي تیرورستان وژل شویدي، او د سیمې نه د هغوی د ورک کیدوه په برکت عام ولس د امنیت او آرامي نسبي سا ایستلې ده.
تر هغې چې ټول عرب او نور خارجي تیرورستان او د هغوی وطني بړیڅي د صحنې نه ونه ایستل شي، د ډورنډ ددواړو خواوو پښتانه به نه آرام ژوند وکړئ شي، او نه به یې اولادونه په سوله او امنیت کې تعلیم وکړئ شي.
که تیرورستان دلته نه وي، او هره ورځ مسلمانان ونه وژني، او بهرنیو ملکونو ته ګواښ نشي، خارجي قوتونه به و ختي وتلي وې، او بې پیلوته الوتکې به هم اډو دلته وې نه. که ا لقاعدې پّه مشرتابه کې ګډوډې راغلې د همدغو بې پیلوټه الولکو په برکته ده
په درناوي


pattang
26.03.2013

وا وا اتل خانه څه احساساتي له وياړه ډک سوړن خبر دخپور کړی !!

که کرزی او شمالي ټلوال څو تنکۍ نجوني هره ورځ امريکايانو ته ور ليږي
نو درونې به نورې هم لا زياتې شي او عجيبه دادی چې د افغانستان امنيت
صليبيان ساتي هغه هم په غلط راپور بې ګناه خلک په خپل تيرور وژني خو
لاسپوڅې او دهغوی حاميان صليبيان بايد پردې پوه شي چې هر څومره دوی
تيرور کوي په هغه اندازه به اسلامي مقاومت زياتيږي او مجاهد مسلمانان به
دنړۍ له هره کنجه افغاني جهاد ته داسې ور دانګي لکه دشاتو مچۍ !

دادې روانج نور نو څه غواړې :

ته مې بوزې وهه xx او زه به دروزې وهم !!!!!!!!!

[color=red:40a66209e6][size=24:40a66209e6]
عاجل خبر :[/size:40a66209e6][/color:40a66209e6]

** نن سهار پنځه بجې یو شمیر فدایي مجاهدینو ددننګرهار په مرکز جلال اباد کې دپولیسو او پوځیانو دروزنې په اکاډمۍ برید وکړ ، چې لا هم دوام لري ، له سیمې عیني شاهدان وایي چې برید په یوه لویه چاودنه پیل شو، طالبانو ویلي چې څو تنو په وسلو سمبال فدایان یې دپولیسو مرکز ته په داخلیدو توانیدلي دي ، دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی دمعلوماتو له مخې برید خورا بریالی او په دقت سره طراحي شوی وو ، له همدې امله یې بهرنیو او داخلي عسکرو او روزونکو ته دروند زیان اړولی ، دښاغلي مجاهد په وینا په برید کې ۴۰ داخلي او ۱۵ بهرني عسکر او روزونکي له منځه تللي ، او جګړه لا هم په شدت روانه ده .

له بلې خوا دننګرهار چارواکي هڅه کوي دتیر په شان دجګړې مؤثریت درسنیو له سترګو پټ وساتي ، له همدې دعوه کوي چې جګړه پای ته رسیدلي ، په داسې حال کې چې له سیمې درنې ډزې لا هم اوریدل کیږي .

په دې وروستیو کې په کابل او یوشمیر نورو سیمو کې دطالبانو فدایي بریدونو خورا زور اخیستی ، چې ډیر ځله خورا بریالي او حیرانوونکي وي ، خو دکابل حکومت او بهرني ملاتړي یې دوروستۍ هڅې په توګه تل هڅه کوي چې بریدونه غیرمؤثر وښیي نو ځکه تل خپل تلفات دنشت برابر بولي .


daud
26.03.2013

سلامونه او احترامونه

ترهغه بى ننګه نه وي په دنيا
چې ساتي شرين وطن په امريكا

چې په خپله ميړه نه وي په دنيا كې
نو فخرونه تل كوي په خپل اغا

دملي ناموس دفاع دهر يوه فرض دى
بى غيرته وي هغه ،چې ناموس ساتي په بل چا

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


اتل
28.03.2013

اسلام علیکم، پتنګ اغا پخیر راغلې
ورورګله دا خبره بدې هسې د چوکاټ نه وتلې او بابې ځه وګڼم چې ( که کرزی او شمالي ټلوال څو تنکۍ نجوني هره ورځ امريکايانو ته ور ليږي
نو درونې به نورې هم لا زياتې شي). دا چې تاسې وایاست:عجيبه دادی چې د
افغانستان امنيت صليبيان ساتي هغه هم په غلط راپور بې ګناه خلک په خپل تيرور وژني
دا بین المللي قواوې، القاعدې مجبورې کړې،چې ددې د تیرورستي ډلې د منځه وړلو او یا د افغانستان، نه د هغې د شړلو دپاره دلته راشي
بې پیلوټه الوتې بې ګناه خلک نه وژني، بلکه د افغانستان او بالخصوص د پښتنو د سیمو د خلکو دښمنان او تیرورستان په نښه کوي. تاسې پوهیږئ چې پدغو ګذارونو کې په لسګونو د القاعدې عرب، نور خارجي اواو د سمی غړي چې د قتلونو مرتکب شوي وو او لاسونه یې و لس په وینو سره وو وژلی دي
ددوو پاکستاني محققینو پرویز هوډ بهایي او فرحت تاج ځرګندونې: پاکستان تر
امریکا ډیر ډرون لري: عنوان لاندې مضمون کې په اوپن دموکراسي وېب پاڼه چاپ شوې وې او مشال رادیو په ۴/۱۱/۲۰۱۲ دا مضمون خپر کړئ ؤ. دوی دواړو په قبایلو کې تحقیق کړئ او ولس ورته ویلي چې هغوی د القاعدې او نورو افراطي ډلو نه تر پزې راغلې او دوی غواړي چې حکومت مځکنۍ قواوې ور ولیږي چې د تیرورستانو د شر نه یې خلاصکړي. خو د قبایلو خلک، تر پوځ نه، د بي پیلوټ الوتو زیات په حق کې دي. د کرمې شیعه ګان هم د بې پیلوټه الوتکو حمایه کوي
پتنګ ګله، سوزي هغه مځکه چې اور پرې بل دئ. خلک د جنګ او تشدد نه ستړي شویدي، دوی غواړي چې تیرورستان چې د هغوی په سیمو کې یې ځالې کړیدي، دعلاقې نه ووزي تر څو دوی آرام نفس وکاږي. زه او ته دواړه ښه پوهیږوچې زموږ ولس څومره د القاعدې او نورو تیرورستانو د لاسه کړیږي
آیا ته غواړئ چې عرب او نور ترهګر راشي، خپلې بین المللي آجنډاوې ستا په ملک کې پر مخ بوزي او ملک دې وران کړي. خارجي قواوې بل سبا وزي، که دغه دهشت ګر همداسې د خلکو وژنې ته دواوم ورکوي، آیا ددوی اعمال د بین المللي قواوو موجودیت زموږ په ملک کې نه اوږدوي؟


pattang
28.03.2013

اتل خانه دا بې ګټې دبل او بلبل خبرې دي !
په افغانان کې تيروريستان نشته خوشې پلمې دي هرڅوک

پرې پوهيږي زما دکلي خلک تيروريستان ندي او که وي
هم داشغالګرويې پرې څه ? خبره دا ده چې ته مکروبي
بدن روغ ښيې او هرڅومره چې وخت تېريږي نورهم
مکروبي کيږي!
دجګ علت صلبي اشغالګر او دا فاسد رژيم دی ، جهادفرض
دی ترڅو چې دا فاسدان ورک شي !!


اتل
29.03.2013

پتنګ ګله، اسلام علیکم، خدای دې جنتي کړه
ته خو وايې چې په افغانستان کې تیرورستان نشته. همدغه نن یې په کاپیسا کې پاکستاني او عرب جګړه ماران وژلي دي، او هغه بله ورځ یې ۲۵ پاکستاني تیرورستان په هلمند کې وژلي دې او مړي یې د بلوچستان یوې مدرس ته ور سپارلي.
درۍ ورځې مخکې یو ازبکستانئ جګړه مار په کندز کې په جنګ کې وژل شویدئ
یو پټئ ریشکه یې وخوړه، ته یې لا مږه بولې؟ دا که تیرورستان ندي نو څوک دي؟
دا چې وایې که زموږ په ملک کې تیرورستان هم وي، ددوی يې ورباندې څه؟
ستاسې دا تبصره ددې معنی لري، چې تاسې پخپل ملک کې د تیرورستانو په حضور راضي یاست. دا هماغه د طالبانو د حکومت د وخت خبره شوه چې تیرورستنا یې ساتل
ولې یې د نورې دنیا پرې څه؟ هغه بل ځل هم د افغانستان ڼه په خارج کې ګذارونه وشول، آیا تاسې بیا په هماغه پله روان یاست؟ هرڅوک دا حق لري چې د ځان دفاع وکړي. که تیرورستانو ته تاسې پناه ورکوئ، او دوی د پخوا په شان تیرورستي اعمال سرته رسوي، دا نو تاسې پخپله دبین المللي قواوو، چې د دهشتګرو د مهارکولو دپاره یې بې پیلوټه الوتکې یومؤثر جز دي، په لوی لاس د په خپل وطن کې عمراوږدوئ. ددغو خارجي قواوو تر ټولو مؤثره او دقیقه وسله همدغه د بې پیلوټه الوتکو ګذارونه دي.
تاسې وایاست چې دجنګ علت صلیبي اشغالګر او دا فاسد رژيم دی ، جهادفرض
دی ترڅو چې دا فاسدان ورک شي
ورور ګله، دا خارجي قواوې خو سبا بل سبا زموږ د ملک نه وزي، آیا بیا به هم د حکومت پر خلاف جهاد کوئ؟ تاسې اشالغګر او افغان حکومت په یوه تله وتلل؟ له یوې خوا وایاست چې د اشغالګرو پر خلاف جهاد فزض دئ، او له بلې خوا د حکومت پر خلاف هم جهاد کوئ، او آیا دا حکومت هم کافر بولئ او تکفیروئ یئ.
آلله دې جنتي کړه .


pattang
29.03.2013

انډيواله دجهاد او تيرور بايد فرق وکړې !
داخبرې چې ته يې ليکې د پسرليخېلو له پاڼې څخه
رااخيستې دي,دا ټوله پرو پاګنده ده او واقعت نلري !!
دجنګ علت صليبي اشغالګر دي !!


اتل
01.04.2013

پتنګه وروره، بیااسلام علیکم
ورورجانه، تاسې خو بیخي د بحث له موضوع نه وتلي یاست، او یوې بلې موضوع ته تللي یاست. زموږ او ستاسې مسئله په افغانستان او سیمه کې د تیرورسیتانو مجودیت ؤ. تاسې ویل چې په افغاستن کې تیرورستان نشته، خو ما تاسې ته ثابته کړه چې اوس هم دلته تیرورستان شته او په دوامدار ډول، قریب هره ورځ وژل کیږي.

خو اوس تاسې د جهاد او تیروریزم مسئله نداف ته اچولې چې ښه ډانډس شي. تاسې وایاست چې جهاد او تیروریزم باید فرق ولري. اول خو داووایاست چې جهاد باید د تیروریزم سره باید فرق ولري آو که فرق لري. که فرق لري ، هغه موږ ته وښیه. که په افغانستان که تیرورستان نه واي خارجې قواوې اډو راتلې نه، او که تیرورستان یو څه کم شوی وي هغه هم د بې پیلوته الوتکو د ګذارونو له برکته دي.
په درناوي


pattang
02.04.2013

[quote:49a30799dd]پتنګه وروره، بیااسلام علیکم
ورورجانه، تاسې خو بیخي د بحث له موضوع نه وتلي یاست، او یوې بلې موضوع ته تللي یاست. زموږ او ستاسې مسئله په افغانستان او سیمه کې د تیرورسیتانو مجودیت ؤ. تاسې ویل چې په افغاستن کې تیرورستان نشته، خو ما تاسې ته ثابته کړه چې اوس هم دلته تیرورستان شته او په دوامدار ډول، قریب هره ورځ وژل کیږي.[/quote:49a30799dd]

کله د سابته کړې او کړون يې امکان هم نلري !
ځکه چې په حقيقت سترګې پټې شوي دي !
ته دلوګر دسجاوڼ د 17 هلکانو او ښځو وژنه د تروريستانو وژنه بولې ?
ته غزني د عامو خلکو وژنه د تروريستانو وژنه بولي ?
اول ته بايد پوه شي چې افغانستان اشغال دی او اشغالګرو د خپل هدف لپاره
جنګي جنايتکاران او اجنټان د افغانستان ددولت په سر کښېنولي دي ا
=> دهيواد دازادي لپاره هر عمل روادی !

[quote:49a30799dd]خو اوس تاسې د جهاد او تیروریزم مسئله نداف ته اچولې چې ښه ډانډس شي. تاسې وایاست چې جهاد او تیروریزم باید فرق ولري.[/quote:49a30799dd]
ډانډس خو پردې دی چې زه ځان حق بولم او تا نا حق !
دازادي لپاره هر عمل روادی ، دلته که يې جهاد بولې او ترور دواړه دازادي
لپاره يو ډول دي !

جهاد : = ترور او يا جهاد =/ ترور په کتابي ډول فرق لري خو دازادي لپاره
دواړه دوښمن ته ضربه ده او روا ده !
ولې زمونږ د ازادي لپاره ترور په قوس () کې ونيول شي !

- شامير ترور ونکړ چې په فلسطين کې يې 240 انګليسي عسکر په يوه ورځ
ترور کړل او داسرائلو ددولت خښته يې کېښوده !
- جاپانيانو په دوهم عمومي جنګ کې ( کميکاڅې ) ترور نه کاووچې امريکايانو
ته کلکې ضربې ورکړې !
- روسانو په دوهم عمومي جنګ کې د هيټلرد عساکرو په مخنيوي کې ډېرځله
ځان وژنې کړې دي!
وروره دازادي لپاره هم ترور روا دی او هم ځان وژنه چې دوښمن پرې مات
او نقصاني شي !

[quote:49a30799dd])اول خو داووایاست چې جهاد باید د تیروریزم سره باید فرق ولري آو که فرق لري. [/quote:49a30799dd]

په تعريف کې هو خو ديوې جنګي الې په دود د اشغالګرو په مقابل کې داوړه
وسلي يو رول لوبوي ، روا او دوښمن ته زيان اړوي !

[quote:49a30799dd]که فرق لري ، هغه موږ ته وښیه.[/quote:49a30799dd]

کتابي تعريف يې ديني عالمان کوي ، زه ديني عالم نيم !

[quote:49a30799dd]که په افغانستان که تیرورستان نه واي خارجې قواوې اډو راتلې
نه، او که تیرورستان یو څه کم شوی وي هغه هم د بې پیلوته الوتکو د
ګذارونو له برکته دي.[/quote:49a30799dd]

کوم خلک چې دوی مجرمين بلل هغه يې مړه کړل او يا يې ونيول ! زمونږ
افغانانو هيڅ ترور ددوی په ملک کې ندی کړی نو دوی اوس څه کوي ولې
زمونږ خلک د شپې په چاپو کې وژني !
ايا ددوی درونه ترور ندی !! دترور په تعريف ځان پوه کړه !
دوطن دازادي لپاره مونږ ته هر کار روادی !

خو دالر خواره له يوې خوا اسلام ځبي او ازادي صلبوي او له بلې خوا مسئلې راته کوي !


اتل
02.04.2013

پتنګ جانه وروره اسلام علیکم
اول خو دا چې د لوګر د بره کې برک د سجاوند په کلی کې ۱۷ هلکان او ښخئ ندي وژل شوې، بلکه څلو ملکی خلک په عملیاتو کې وژل شویدي. د غزني کیسه به دې هم دغسې وی
رابه شو ستاسې دې خبرې ته چې، له یوې خوا وایاست چې تروریزم او جهاد د دښمن په مقابل کې يو شئ دي، او له بلې خوا وایاست چې په فرق او تعریف یې نه پوهیږي، دا ددیني عالمانو کار دئ، او ته دیني عالم نه یې
وروره ستا خبرې ضد او نقیض دي، تاسې پخپله ځان غرغره کړ، خپلې خبرې دې پخپله په صفر کې ضرب کړې. که تاسې نه پوهیږئ، نو بیا ولی وایاست چې جهاد او ترورېزم ددښمن په مقابل کې يو شئ دي؟
جهاد په اسلام کې مشخص تعریف او حدود لري، اوڅه چې تاسې وایاست هغه جهاد ندئ.
زما او ستاسې اصلې مسئله هماغه ده، چې که ترورستان افغانستان ته نه وای راغلي او زموږ د ملک نه یې د ۹/۱۱ کیسه نه وای جوړه کړې، خارجي قواوې او بې پیلوټه الوتکې به ولې افغانستان ته راتللې
تاسې به اوریدلې وي چې وړمه شپه بې پیلوټه الوتکو، د فراه د ولایت د پشت رود په ولسوالۍ کې د دوو خارجي ترورستانو او دوو ځان وژونکو په شمول نهه تنه طالبان چې په یوه کور کې راغونډ شوي وو، او په سیمه کې یې د حملو بندو بست کاوه، وویشتل او ویې وژل.
دادئ ستاسې د پاره بل ثبوت چې دغې ډلې ترور کاوه او دوه تنه خارجي ترورستان او ځاوژونکي هم پکې وو چې بې پیولټه الوتوکو د سیمې خلک د هغوی د شر نه خلاص کړل. اوس تاسې وویاست چې، ولې به خلک د بې پیلوټه الوتکو د خدماتو ملاتړ او هرکلئ نه کوي.
ورورجانه، په هغو دې سپارم چې بارانونه اروي
===
لوګر ته استول شوي پلاوی وايي د سجاوند په عملیاتو کې یوازې ۴ ملکیان وژل شوي
| دوشنبه, 01.04.2013, 09:14 PM | (282 لیدل شوی)

خبریال: ولي ستانکزی(پل علم) په لوګر کې د ملکي تلفاتو د ادعا د څېړنې لپاره دې ولایت ته د جمهوري رياست له لورې ليږل شوي پلاوي د ملي اردو له خوا شوي عمليات بريالي وبلل او د دغو ځواکونو ستاينه ېې وکړه.
څو ورځې وړاندې د لوګر د برکي ولسوالۍ د سجاونجډ په سيمه کې ګډو ځواکونود وسلوالو طالبانو په يو پټنځای باندې بريد وکړچې په پايله کې یې ګن شمير وسلوال ووژل شول او يو شمير ټپيان او تر څلويښتو پورې مشکوک کسان ونيول شول .
دعملياتو په پيل کې رسنيو د مرګ ژوبلې په اړه بيلابيل ارقام خپاره کړل چې د ملکي تلفاتو يادونه هم پکې شوې وه.
له پېښې څخه يوه ورځ وروسته د ولسمشر له لوري پلاوی وټاکل شو څو په دې عملياتو کې د ملکي تلفاتو شميره مالومه کړي. په دې پلاوي کې سلاکار وزيرشهزاده مسود، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو استازواو د لوګر ولايتي شورا استازي ګډون درلود.
دغه پلاوي له دوو ورځو ليدنو کتنو څخه وروسته خپلې پايلې په ډاګه کړې .
شهزاده مسود وويل په دې عملياتو کې څلور ملکي وګړي او درويشت وسلوال وژل شوي او همدارنګه ګڼ شمير وسلوال ټپيان او نيول شوي دي.
نوموړي وويل د نورو ولايتونو عملياتو ته په کتو د لوګر وروستي عمليات په دې بريالي وو چې زيات شمېر وسلوال پکې وژل شوي او د ملي اردو ځواکونو ته پکې کمرګ ژوبله نه وه اوښتې.
شهزاده مسعود وويل:« موږ د ملي اردو اوپه ځانګړې توګه د ټول افغان ځواکونو څخه هيله دا ده چې په هرځای کې د مخاليفينو په وړاندې دا ډول وجنګيږي او د بهرنيانو له وتلو سره خلکو اوبهرنيانو ته دا وښيي چې افغان ځواکونه د عملياتو جوګه دي.
د لوګر د ولايتي شورا ر يس ډاکتر عبدالولي وکيل پر وسلوالو طالبانو نیوکه وکړه چې په سجاونډ سيمه کې دا دوهم ځل دی چې د وسلوالو طالبانو د بريدونو له امله ملکي تلفات رامنځ ته کيږي.
له بلې خوا د سيمې یوه قومي مشر وويل که چېري وسلوال دا ډول کړنو ته دوام ورکړي نو د لوګر د نورو سيمو په شان به دوی هم پاڅون وکړي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې عملياتو کې يوازې د دوی دوولس کسان وژل شوي او نور ټول ملکي وګړي دي .
ياده دې وي چې عمليات هغه مهال پيل شول چې وسلوالو طالبانو د ملي اردو دوه تنه سرتيري وتښتول او غوښتل ېې چې د ګڼو وسلوالو په مخکې ېې ووژني.


pattang
02.04.2013

اتل خانه دپښتانه يو صفت د حقيقتونووېيل دي متاسفانه
چې ته سترګې پرې پټوې ! داخبردې له تاند څخه اخيستې
چې د خلقيانو اوغربيانومرکز دی ، تاند اسلام ډوله
تبصرې نه خپروي او نه دمقاومت د پلو يانو ،دادې سبوت
چې لاسپوځي دولت دا ابلاغيه د صلبيانوپه ګټه خپرهکړې
ده .
نالت په درغ ويونکو !

افغان01.04.2013 02:36
http://www.tolafghan.com/posts/27279
دا لینک په خپله وګورئ. د عام او بې ګناه خلکو وژنه چې
د هر چا وي غلط کار دی. دا پیښه یو کال مخکې په
سجاونډ، برکي برک کې شوې وه او همدارنګه پیښه څو
ورځې مخکې په همغه ځای کې تکرار شوه. په خپله یې
وګورئ:
http://www.youtube.com/watch?v=WHENKsZc-rY


اتل
04.04.2013

پتنګ جانه، اسلام علیکم
کیدای شي زه او تاسې، پدې مسئله باندې ډیر اوږده بحثونه وکړئ شو، چې چا پر افغانانو ظلم وکړ،او څومره یې ووژل. که زما او ستا ولسي وروڼه اوخویندې، په ودونو باندې په خطایي بمباریو کې وژل کیږي، اوکه په فراه کې د محکمې او بانک په ودانیو باندې عام خلک په عمدي حملو کې وژل کیږي، نتیجه داده چې دا دافغانانو تباهي اوغمیزه ده، چې دواړه حالتونه یې باید وغندل شي

زما او ستا مشکل زموږ په ملک کې تشدد دئ، او پکار دي چې اساسي چاره یې وکړل شي. دا مشکل له کومه شو؟ خارجیانو زموږغاړې ته را اچولئ دئ. کومو خارجیانو؟ ترورستانو او بهرنیو پوځي قواوو.

بهرنیو قواوو خو تعهد کړئ چئ سبا بله ورځ زموږ د ملک نه وزي
آیا موږ به د ترورستانو د شر نه هم خلاص شو؟
اصلي ټکئ همدغه دئ، ځکه چې د فساد زړئ دوی دي. بې پیلوټه اوتکې همدغه ترورستن په نښه کوي، او په نهایت کې زموږ ولسونه د ترورستانو د شر نه خوندي کیږي. دا متل به دې اوریدلئ وي:
هئ هئ په پاده لره، او نظر پرخپل خوسي
الله دې وبښه، وروره


pattang
05.04.2013

[quote:1074119314]پتنګ جانه، اسلام علیکم
کیدای شي زه او تاسې، پدې مسئله باندې ډیر اوږده بحثونه وکړئ شو، چې چا پر افغانانو ظلم وکړ،او څومره یې ووژل. که زما او ستا ولسي وروڼه اوخویندې، په ودونو باندې په خطایي بمباریو کې وژل کیږي، اوکه په فراه کې د محکمې او بانک په ودانیو باندې عام خلک په عمدي حملو کې وژل کیږي، نتیجه داده چې دا دافغانانو تباهي اوغمیزه ده، چې دواړه حالتونه یې باید وغندل شي! [/quote:1074119314]

دا خطايې بمباري ندي دا قصدي بمباري دي غواړې چې اولس ته زور مالوم
کړي او داولس دازادي ملا ماته کړي ! په يوه کلي ، کور بمبار خط يې ده !
ايا په کلي کور کې يواځې او يواځې تروريستان ژوند کوي او دکلي کور خلک
نور نشته ! ايا دايوځل ده او که سل ځله تکراريږي ايا دوی مازغه نلري !
هو دوی عالمان دې پوهېږي خو مسلمان دوی ته اهميت نلري !!

طالبان خو واضح وايې او حق په جانب هم دي اوهغه داده :
څوک چې دصليبي اشغالګرو په اشغال کې ملګرتيا کوي او ددوی دمردارو
اهدافو لپار کار کوي او دطالبانو مخبري خپلو بادارانو ته کوي له خبر تيا
وروسته به سخته جزا ، تر وژنې پورې ورکړل شي!

[quote:1074119314]زما او ستا مشکل زموږ په ملک کې تشدد دئ، او پکار دي چې اساسي چاره یې وکړل شي.[/quote:1074119314]

هو ، خو داخو پخوا نه وو او اوس شته !! دا ولې ? داداسې چې اشغالګر
هلته شته او جنګي متوازنه ډېر فرق لري !

[quote:1074119314]دا مشکل له کومه شو؟ خارجیانو زموږغاړې ته را اچولئ دئ. کومو خارجیانو؟ ترورستانو او بهرنیو پوځي قواوو. [/quote:1074119314]

که اشغالګر لري شي نور تشدد نشته لکه پخوا له درې منه طلا او الماسو
سره سرې سترګې ګرزه !!

[quote:1074119314]بهرنیو قواوو خو تعهد کړئ چئ سبا بله ورځ زموږ د ملک نه وزي
آیا موږ به د ترورستانو د شر نه هم خلاص شو؟[/quote:1074119314]

لېونيه دا ټول چل دی بهرنۍ قواوې ولې راتلې چې اوس وزي ??
بهرنۍ قواوې خپل هدف ، لاسپوڅې رژيم دغلا ، بډو او مفتو دالرو غلا
هدف لري په دې اړ او دوړ کې خپل ژوند لکه الجي او فنجي کوي !
يو افغان هم تروريست ندی فلهذا شته والی او جنګ يې غيرې قانوني دی !

[quote:1074119314]اصلي ټکئ همدغه دئ، ځکه چې د فساد زړئ دوی دي. بې پیلوټه
اوتکې همدغه ترورستن په نښه کوي، او په نهایت کې زموږ ولسونه د ترورستانو د شر نه خوندي کیږي. [/quote:1074119314]

واوا ګرانه داخو داسې خبرې کوې لکه د cia استازيتوب چې کوې او که
شمالي غله داخبرې درنه واوري بخششونه به هم درته در کړي !
ددروڼي په تخنيک ځان خبر که لکه امي داسې فکر مه کوه ، ترونه دصليبيانو
دترور يوه اله ده چې دجايې جاسوسانو د روغ او غلط راپور په مالوماتو خپل
ترور کوي چې ترڅو انسانان په ډاراو وهم کې واچوي !
درونه ستا په ترمينالوګي د تروريست دخلو بوی نشي مالومولی بلکې ددالري
اجنټانو د مالوماتونو يوه اله ده چې ترور کوي !
يادونه !
هره هغه وژنه چې بې له محکمې او دوسيې په بې خبره ډول صورت
مومي ترور دی !


اتل
05.04.2013

دقدر، عزت او پښتنې پت خاونده، پتنګه وروره ، اسلام علیکم
اقتباس
[هره هغه وژنه چې بې له محکمې او دوسيې په بې خبره ډول صورت
مومي ترور دئ!].
بې پيلوټه الوتکو خو، معلومدار او پیژندل شوي ترورستان په نښه کړي او وژلي دي. د وژل شوو ترورستانو نومونه تاسې ته هم جوت دي. خو دا د فراه دښار
دوړمې ورځې عام قتل چې ۴۴ یې ولسي خلک وو، د هغوی بې له محاکمې قتل هم تروریزمب ولې؟
په درناوي.


pattang
05.04.2013

[code:1:d023c6e199]
بې پيلوټه الوتکو خو، معلومدار او پیژندل شوي ترورستان په نښه کړي او وژلي دي. د وژل شوو ترورستانو نومونه تاسې ته هم جوت دي. خو دا د فراه دښاردوړمې ورځې عام قتل چې ۴۴ یې ولسي خلک وو، د هغوی بې له محاکمې قتل هم تروریزمب ولې؟ [/code:1:d023c6e199]

اتل خانه يووارېبيا!
درونه بوی نلري او نه سترګې ! درونې ته د ځای کواردينات ورکول کيږي ، کامره او GPS لري نوظالمه
اول خودغه په ترور تور شوي خلک دوسيه او تحقيقات
نلري نو وژل يې بې سوال او ځوابه په غربي صليبي قانون
سره جنايت دی او ته خبر يې چې له هر شکمن شخص سره
په وزيريستان کې څومره بې ګناه خلک وژل کېږي !


اتل
08.04.2013

پنګه وروره، بیا اسلام علیکم
زه ستاسي سره پدې خبره اتفاق لرم، چې دا خلک د تحقبق نه پرته وژل کیږي
اول: خئ تاسې ووایاست چې ددغو خلکو چې د پردیو ملکونو نه راغلې زموږ په وطن کې ترورستي اعمال سرته رسوي ، څنګه مخه ونیول شي، ترڅو عام ولس د هغوی د قتل او قتال نه بچ شي؟
د مسئلې د پوره مضاحت دپاره، مهرباني وکړه دا لاندی مطلب ولونه:
دوم: یوه پاکستاني ماهر پرویز هوډ بهایي د [پاکستان تر امریکا زیات ډرون لري] تر عنوان لاندې مقاله کې چې په ډموکراسي وېب پاڼه کې چاپ شوې وه، لیکلی وو، بې پیلوټه الوتې جګړه ماران په نښه کوي او هغوی د بمباریو له ویری پر یوه ځای نشي غونډېدای، دجنوبي وزیرستان نه، شمالي وزیرستان او کرمې ته تښتي
پرویز هوډ بهایي وايي، چې دغه هوایي بریدونه لا اقل، خاص هدفونه لري او رسایې ولي هم، مګر هغه په مدرسو کې تربیه شوي افراد چې طالبان یې د خود کش په حیثیت استعمالوي، نه خاص هدفونه لري او نه هم خاص خلک وژني، بلکه دوی په عامه محضر کې ځانونه چوي او وچ او لانده ګډ سیزي
پرویزهوډ بهایي او څیړنکاره فرحت تاج چې دواړو په قبایلو کې پراخ تحقیقات کړیدي وایي چې، د قبایلو غوڅ اکثریت که څه هم غواړي چې د پاکستان پوځ دې هلته ورشي او هغوی دې د تروریزم او افراطیت له شر نه بچ کړي، خو هغوی د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په حق کې دي. لیکوال وايي چې د کرمې د ایجنسي شیعه ګان هم د بې پیلوټه الوتکو د ګذارونو ملا تړ کوي
لیکوال وایي چې د طالبانو په لاس د سرونو د پرې کولو، په بمونو کې د ولس دالوزولو، د ماشومانو د تښتولو، د ښونځیو د نړولو اود طالباود داسې نورواعالو نه خلک تر پزې راغلی او غواړي چې آرام سوله ایز ژوند وکړي.


اتل
08.04.2013

پنګه وروره، بیا اسلام علیکم
زه ستاسي سره پدې خبره اتفاق لرم، چې دا خلک د تحقبق نه پرته وژل کیږي
اول: خئ تاسې ووایاست چې ددغو خلکو چې د پردیو ملکونو نه راغلې زموږ په وطن کې ترورستي اعمال سرته رسوي ، څنګه مخه ونیول شي، ترڅو عام ولس د هغوی د قتل او قتال نه بچ شي؟
دوم: یوه پاکستاني ماهر پرویز هوډ بهایي د [پاکستان تر امریکا زیات ډرون لري] تر عنوان لاندې مقاله کې چې په ډموکراسي وېب پاڼه کې چاپ شوې وه، لیکلی وو، بې پیلوټه الوتې جګړه ماران په نښه کوي او هغوی د بمباریو له ویری پر یوه ځای نشي غونډېدای، دجنوبي وزیرستان نه، شمالي وزیرستان او کرمې ته تښتي
پرویز هوډ بهایي وايي، چې دغه هوایي بریدونه لا اقل، خاص هدفونه لري او رسایې ولي هم، مګر هغه په مدرسو کې تربیه شوي افراد چې طالبان یې د خود کش په حیثیت استعمالوي، نه خاص هدفونه لري او نه هم خاص خلک وژني، بلکه دوی په عامه محضر کې ځانونه چوي او وچ او لانده ګډ سیزي
پرویزهوډ بهایي او څیړنکاره فرحت تاج چې دواړو په قبایلو کې پراخ تحقیقات کړیدي وایي چې، د قبایلو غوڅ اکثریت که څه هم غواړي چې د پاکستان پوځ دې هلته ورشي او هغوی دې د تروریزم او افراطیت له شر نه خلاص کړي، خو هغوی د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په حق کې دي. لیکوال وايي چې د کرمې د ایجنسي شیعه ګان هم د بې پیلوټه الوتکو د ګذارونو ملا تړ کوي
لیکوال وایي چې د طالبانو په لاس د سرونو د پرې کولو، په بمونو کې د ولس دالوزولو، د ماشومانو د تښتولو، د ښونځیو د نړولو اود طالباود داسې نورواعالو نه خلک تر پزې راغلی او غواړي چې آرام سوله ایز ژوند وکړي.


pattang
09.04.2013

اتل خانه خبره به لنډه کړو :
طالبانو په خپل وخت کې ملکې وګړي اونور بې له جنګه ندي وژلي او نه
دې دوی ديني وظيفه ده ، خو کله چې ټول صليبيان سره يو شول او له افغان
اولس سره يې جنګ شروع که نو مسلمانانو يې هم په مقابل کې جنګ شروع
که ! خو دصليبيانو د نظامي قوې ځواب وېيل ډېر سخت کاردی يوه مخامخ
د لښتي جګړه امکان نلري نو ځکه طاليبان پارتيزني جنګ کوي او حتا دځان
تر قرباني پورې اودا کار څوک نشي کولی ، طالبان هم پردې عمل خوشاله
ندي څکه چې نژدې ملګري او نور خلق هم پکشې وژل کېږي !
ددې جنګ مخنيوی ترهغه وخت پورې تړلی دی، چې څه وخت به صليبيان
کونه شاته اچوي ! بيابه جنګ نه وي خبرې به وي !
صليبيان په افغانستان کې بل شی نغواړي غير لدې چې اسلامي اخلاق ،
افغاني دود او کلچر مات او خراب کړي دوی له افغانستانه خريمه خره
جوړوې چې زاولې به زويې او هر خر به پرې سپرېږي نو له دې کبله
يې له جنګي جنايتکارانو سره لاسليک کړی دی او دواړه خواوې يوتربله
ګټې اخلې که اشغالګرې قوې پاک په کار پوهه خلک په قدرت را وستلي وی
نو هلته به دغه جنجال کم او دطالب خوله به تړلې وه او دوروري په فضاکې
به خبرې کېدې او دحل لاره به پيدا شوې وه !


pattang
09.04.2013

اتل خانه که دغه عنوان ته:

[quote:d2730b370b]بې پیلوټه الوتکو، په امنیت کې مرسته کړیده[/quote:d2730b370b]

سړی ځير شي نو سړي ته له قهره ژړا ورشي او ددوښمن داسې ناځوانه
ظالم، مغروره، اشغالګر شعار ته يې د سر ويښتان ورته جګيږي او انسان
په کلکو احساساتو راولي او هر هغه عمل ته تياريږي چې دوښمن پرې تبا
اوکلکه ضربه ورکول کيږي !

دغه شعار/خبره د cia ده چې خپله نوې اصلحه هلته امتحانوي او ټست يې
کړي ,داچې په هغه کې مسلمانا وژل کيږي دا ددوی لپاره بې تفاوته ده٠
دجرمني دجنګ وزير هم ددغې جنګي ، قتلي او تروريستي الې داخيستلو يو
عاجل وړانديزخپل پارلمان ته وکه تر څو چې ژر دغه د وژلو تروريستي
ماشين واخلي او په افغانستان کې يې ټست کړي ، خو په پارلمان کې چپيانو
مخالفت ښکاره که !
نو اتله ، ستا نوم اتل او د cia په درونه وياړ کوي ، په رښتيا هم هيواد
پالونکي، اسلام پالونکي انسانان هغه طالبان دي !


اتل
09.04.2013

پتنګه وروره، بیا اسلام علیکم
زموږ بحث د بې پیلوټه الوتکو د استعمال نه تر دې حده را ورسید. خو تاسې بیاد طالبانو ځان مرګي حملو ته د برائت ورکولو مسئله مطرح کړه. دا یوه بېله موضوع ده او پدې کې هم بیا بیل بحث درسره کوم او دا به درته ثابته کړم چې د ا اشتهادي حملات ندي، بلکه خود کش حملات دي او حرام دي. دا جهاد ندئ، بلکه د قدرت پر سر جنګ دئ.

د بې پيلوټه الوتکو د استعمال د مسئلې مسؤلیت هم طالبانو ته متوجه کیږي، ځکه چې دالقاعدې او نورو سیمه ایزو ترورستانو سره یې لاس یو کړ، او اوسنئ روان جنګ د هماغو ترورستانو د اعمالو محصول دئ، نه په مستقیم ډول د طالبانو. بې پیلوټه الوتکې په خاص ډول دالقاعدې او نور هغه تیرورستان په نښه کوي چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي.


pattang
10.04.2013

[quote:e8ba8cf21d]پتنګه وروره، بیا اسلام علیکم
زموږ بحث د بې پیلوټه الوتکو د استعمال نه تر دې حده را ورسید. خو تاسې بیاد طالبانو ځان مرګي حملو ته د برائت ورکولو مسئله مطرح کړه. دا یوه بېله موضوع ده او پدې کې هم بیا بیل بحث درسره کوم او دا به درته ثابته کړم چې د ا اشتهادي حملات ندي، بلکه خود کش حملات دي او حرام دي. دا جهاد ندئ، بلکه د قدرت پر سر جنګ دئ.[/quote:e8ba8cf21d]

وروره زه ديني عالم نيم ، وچ په وچ درته وايم چې هېواد مې اشغال وي او
اشغالګرو ډګه په لاس کې راته نيولې وي نو دازادي لپاره زه هر کار کوم او
جائز يې بولم ، داسې کارونه نورو ملتونو او کامونو هم کړي دي !!

[quote:e8ba8cf21d]د بې پيلوټه الوتکو د استعمال د مسئلې مسؤلیت هم طالبانو ته متوجه کیږي،[/quote:e8ba8cf21d]

ولې اشغالګر خو دترور پر ضد دي نو دوی په خپله ولې ترور کوي !!

[quote:e8ba8cf21d]ځکه چې دالقاعدې او نورو سیمه ایزو ترورستانو سره یې لاس یو کړ، او اوسنئ روان جنګ د هماغو ترورستانو د اعمالو محصول دئ، نه په مستقیم ډول د طالبانو. بې پیلوټه الوتکې په خاص ډول دالقاعدې او نور هغه تیرورستان په نښه کوي چې لاسونه یې د افغانانو په....[/quote:e8ba8cf21d]

درونه هيڅ وخت په ټولنه کې هغه محکوم شخص ويشتلی نشي او بيل يې په
نخشه کول نشي ارو مرو به نور بې ګناه خلک ورسره وژل کېږي او
اشغالګريې په کامره کې ويني ، موټر، کور ... نو پردې عمل
اشغالګرخبردي ! خو دا کار قصدي کوي ! چې دبشريت ضد يو لوی
تيرور بلل کيږي !

د طالب په ماينونو کېښودلو کې يې هغوی په سترګو نه ويني چې څوک راڅي
او څوک به زخمي او وژل کيږي خو هدف يې اشغالګر دي ، خدای دوکړي
چې په فرق يې پوه شې !!


اتل
12.04.2013

پتنګه وروره، بیا سلامونه تقدیم کوم
لمړئ دا چې تاسې وایالست :زه ديني عالم نيم ، وچ په وچ درته وايم چې هېواد مې اشغال وي او
اشغالګرو ډګه په لاس کې راته نيولې وي نو دازادي لپاره زه هر کار کوم او
جائز يې بولم ، داسې کارونه نورو ملتونو او کامونو هم کړي دي !!

وروره، دا زمانه واوره چې بې علمه شیخي مه کوه. که په نا پوهۍ کئ په حرامو د حلالو فتوی کوي او بیا عمل ورباندې کوي، دا هم ګناه ده، او ناپوهي برائت نه درکوي. یو دیني عالم را پیدا کړه چې زه دا خبره درته ثابته کړم، چې خودکشي او په لوی لاس دبې ګناه انسانانو وژنه حرامه ده.
دا چې تاسې وایاست، نورو ملکونو هم دا کار کړيدئ، وروره دیته ښه ځیر شه چې نورو ملکونو د دښمن سره جنګ کاوه، نه جهاد. که طالبان ووایې چې جنګ کوي جهاد نه، بیا به دا انتقاد هم ورباندې نه وي. دوی د اسلام تر پرده لاندې جنایت کوي، او پدې ترتیب اسلام بدنام کوي او اسلام او مسلمانو ته دوکه ورکوي. دوی هم پښت خوري، هم تولۍ وهي. دواړه نه کیږي. وایي خان صاحب هم هغه کوي، او هم دغه.

رابه شو دیته چې تاسې وایایست: د طالب په ماينونو کېښودلو کې هغوی په سترګو نه ويني چې څوک راڅي
او څوک به زخمي او وژل کيږي خو هدف يې اشغالګر دي

قربان دې شم ورورکه، دا خبره خو چې یوه ماشوم ته هم وکړې، درته وایي پداسې حال کې چې طالبان پدې پوهیږي چې ددې ماینونو په چاودنو کې بې ګناه مسلمانان مړه کیږي او کیدای شي چې دښمن پدې لاره هیڅ لاړ نشي، نو بیا یې ایښودل او په هغو د مسلمانانو وژل کیدل حرام دي. لکه تاسې چې وایاست: طالبان یې په سترګو نه ويني چې څوک راڅي
او څوک به زخمي او وژل کيږي؟ دا خو د حافظ سوټئ شو، چې دهرچا پر سر ولګید.

ستاسې بلې خبرې ته چې راشو، هغه داده چې هغه څه چې تاسې وایاست ماته بالکل نوي دي. دا چې بې پیلوټه الوتکې څنګه تیرورستان په نښه کوي زه نه پرې پوهیږم. په څشي چې زه پوهیږم، هغه دادي چې د بې پیلوته الوتکو په ګذارونو کې یو، دوه، او له هغو نه زیات تیرورستان همزمان وژل شویدي. د الیاس کشمیري اوعربو ترورستانو پر وژلو خو به ښه خبر وي چې د ترورستانو بسته بسته ګروپونه تباه شویدي. دا الوتکې دومره دقیقې دې چې ددروغجن خبره ستن نه خطال کوي، نو بیا به د تیرورستانو سره ولي ولسي خلک وژل کیږي؟
دا پروپاګنده ده، چې بی پیلوټه الوتکې قصداً په کورونو کې بمباري کوي او خلک وژني.تراوسه پدې بمباریو کې د القاعدې ددیرشو نه شل پنځه ویشت سرغنه ترورستان وژل شویدي، او زموږ ولسونه یې د شر نه خلاص شویدي.

بي پیلوټه الوتکې د ترورستانو د ترور مخه نیسي. که دا شل پنځ ویشت یرغنه ترورستان بې پیلوټه الوتکو نه واې وژلي، خدای خبر چې هغوی به د ترور څومره نور پلانونه عملي کړي وای، او زموږ خویندې میندې او وروڼه به یې وژلي وو. الله دې په نیکۍ شه پتنګه.


pattang
13.04.2013

اتل خانه دا حقيقت ندی چې ته يې ليکې !
که جنګي وسائلو موازنه لرلی نو بيابه فدايې مسلمانانو
داکار نه کاوو، څکه يوزوی چې لوئيږي مور څومره
پرې ځوريږي ، داچي دوښمن د نه منلو وړ وسلې لري نو
دا کار دهيواد دناموس او ساتني لپاره په مجبوريت کېږي٠
داسې کار هر څوک کولی هم نشي !
اتل خانه جنګي ترمينالوږي او کلچر فرق لري نور ملکونه
جنګ ورته وايې خو په اسلامي کلچر کې دمسلمانانو او
کفاروتر منځ جنګ هر وخت جهاد بلل شوی دی !
انډيواله چې لنډ په خبره سره پوه شو ته خپل لاسپوڅي
دولت او صليبي اشغالګروته خپل اګيتاڅيون کوې اوزه يو
امي پښتون مسلمان يم ،په ځينو خبرو کې دې سلسله نشته
پرې او يو پلو دي ،ته وايې چې درونه توريستان وژني په
پردې کې خو شک نشته ، اول خو دهغه ګناه دوسيه نلري
په چا وېلو تروريست دی او بل دا چې د بې ګناه خلکو له
وژلو څخه انکار کوې اود غه داشغالګرو خبرې دي !
دغې بنګنې الوتکې (درونې) زمونږ په ځای کې او زماله
کورنۍ او خپلوانو څخه ډېر خلک شهيدان کړل !
طالبانو د خپل وخت په واک کې هيڅوک بې ګناه ندي وژلي
او نه يې ځانمرګي کړې ده ، داچې اوس بل حالت صليبي
يرغل او د وسلې توازن نشته نو هر عمل د اشغال په مقابل
کې رواده !
- جهاد د اسلام جنګي تر مينالوګي ده له کفارو سره !
- ځان وژنه او داشغالګرو له منځه وړنه د توازن نلرلو
پايله ده ، داچې ملکي وګړي پکشې مري دطالب د زړه
زخم دي خو داشغالګر لپاره داسې ښکاري لکه د يووجرګ
وژنه !!


ګرانه پتنگه!

Hashmat Kahn
16.04.2013

لومړي اجازه راکړي چې دا په ډاگه کړم چې موږ افغانستان ته په دي خاطر نه یو تللي چې افغانستان غصب کړو. موږ افغانستان ته په دي خاطر تللي یو چې هغو کسانو چې په متحده ایالاتو په یولسم د سپتمبر له افغانستان نه بریدونه وکړل دقانون منگولوته وسپارو اود افغانستان نه یو ښه اوسوکاله ځاي جوړ کړو ترڅو دافغانستان وگړي وشي کولي په سوله کې ژوند وکړي.
او که تاسي دا ادعا کوي چې په افغانستان کې تروریستان نشته نو ستاسو نه باید دا سوال وشې چې هغه کسان چې د ښځو په جامو کې او چادریو کې له چاودیدونکو ټوکو سره هره ورځ ملی پولیس ، ملی اردو او ملی امنیت نیسي هغه څوک دي؟ موږ له خپل افغان ساری سره په گډه ترهغوبه کار کووچې دغه تروریستان د قانون منگولو ته وسپارو او تر هغو چې نور ددوي له خوا کوم ویر او تهدید اولس ته نه وي.
که تاسو له جهاد نه خبري کوي ټولو افغانانو او نړیوالو ستاسو جهاد د فراه په ولایت کې یو څو ورځۍ وړاندي ولید چې ټول ښار مو په وینو کې ولمبوه ستاسو جهاد د ولسي وګړو په وړاندي دي.
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
Digital Engagement Team - USCENTCOM
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl


Hashmat Kahn
16.04.2013

ګرانه پتنگه!
لومړي اجازه راکړي چې دا په ډاگه کړم چې موږ افغانستان ته په دي خاطر نه یو تللي چې افغانستان غصب کړو. موږ افغانستان ته په دي خاطر تللي یو چې هغو کسانو چې په متحده ایالاتو په یولسم د سپتمبر له افغانستان نه بریدونه وکړل دقانون منگولوته وسپارو اود افغانستان نه یو ښه اوسوکاله ځاي جوړ کړو ترڅو دافغانستان وگړي وشي کولي په سوله کې ژوند وکړي.
او که تاسي دا ادعا کوي چې په افغانستان کې تروریستان نشته نو ستاسو نه باید دا سوال وشې چې هغه کسان چې د ښځو په جامو کې او چادریو کې له چاودیدونکو ټوکو سره هره ورځ ملی پولیس ، ملی اردو او ملی امنیت نیسي هغه څوک دي؟ موږ له خپل افغان ساری سره په گډه ترهغوبه کار کووچې دغه تروریستان د قانون منگولو ته وسپارو او تر هغو چې نور ددوي له خوا کوم ویر او تهدید اولس ته نه وي.
که تاسو له جهاد نه خبري کوي ټولو افغانانو او نړیوالو ستاسو جهاد د فراه په ولایت کې یو څو ورځۍ وړاندي ولید چې ټول ښار مو په وینو کې ولمبوه ستاسو جهاد د ولسي وګړو په وړاندي دي.
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
Digital Engagement Team - USCENTCOM
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more