د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د حرص غندنه

سراج شاهد
15.03.2013

[color=darkblue:6e456af72b][/color:6e456af72b][size=18:6e456af72b][/size:6e456af72b]تر شيطان زر كوټي بد دى هغه سراښ *
چي يې شليږي و غيران ته پرتوګاښ *
كوز و پاس ګرځي بي شرمه روي بروي *
كرګس رنـــــــګه د مرداري په تــــلاښ *
فرق د حل و د حرمت ورباندي نه وي *
چي قادر شي پر كښيكاږي د حرص غاښ *
چي يې كوم ځاي د روپۍ ګټه يقين شي *
ور رهي شي پر تتۍ لكه چونګاښ *
پر زړه وليكه دا يو پند له ( زخمي ) نه *
عاقبت به شي د ژوند باغونه لاښ *


larghonay laraway
24.03.2013

سلامونه
سراج شاهد صيب ښه شعر دې ليکلی او حرص ښه غندنه يې کړې خو فکر کوم چې شعر د کوم داسې شاعر دی چې په شنه زور يې د (ښ) توري لپاره ديواني شاعري کړې ده
د (لاښ او تلاښ) توري خو يې بېخي په شنه زور او د قافيوي مجبوريت له امله راوړې دي کنه په اصل کې (لاش يا لعش او تلاش دي.
مننه


سراج شاهد
25.03.2013

وعليكم السلام
گرانه وروره دا شعر مي د نامتو شاعر مرحوم مولانا عبدالفغار صاحب (بريالي)(زخمي) د أشعارو د كتاب (أهاړ) څخه را اخيستى دى ، او دا هغه شاعر دى چي شعر يي تكلفي نه دى ، او ده په خپلو أشعارو كي دا خبره ډيره په فهم كي نيولي ده چي بايد د پښتو هغه كلمات او لغات وكاروي چي د پښتنو څخه زيات تغير وتبديل پكښي راغلى دى او ياخو بالكل د خلگو څخه هير شوي دي .
او تا چي د تلاښ او د لاښ يادونه كړي ده نو گرانه وروره كه مونږ او تاسو په خپله خپله پښتو ژبه د نورو ژبو تابع ونه گرځوو نو زمونږ او ستاسو ژبه به هيڅكله هم د نورو ژبو سره مختلطه او غيرمستقله ژبه نه شي .
تلاش لفظ فارسي دى او په پښتو كي تلاښ ليكل په كار دى . دغه رنگه (كوشش) په فارسي كي ليكل كيږي او په پښتو كي كوښښ ليكل په كار دي ، او همدارنگه په عربي كي صلح ليكل كيږي خو په پښتو كي بيا سوله ليكل كيږي . او بله خبره داده چي د هري منطقي هغه خپله إصطلاح معتبره ده ، هغه عربي مقوله ده چي وايي : كل متكلم يتكلم بإصطلاحه ! او بله مشهوره او مقبوله خبره داده چه و شاعرانو ته هغه كلمات مستعملول روا او جائز دى چي بل چا ته نه دي روا (مايجوز للشعراء لا يجوز لغيرهم)

دا هم د نوموړي شاعر له ويناوو څخه يوه بله قطعه

چي د عشق له هاي و هوي څخه شي كوڼ *
د فتنو په غشو بار ځي لكه شكوڼ *
تر پېكي لاندي يي خال ښكاري په مخ كي *
كه پر غله باندي سپېدو و واهه سپوڼ *
زما و مرگ ته يې ليندۍ د ورځو كش كړي *
خوشي بولي يې په نام د تندي چوڼ *
راته شوخ مه گوره ياره زه ړنديږم *
شبپرك و لمر ته وي په سترگو بوڼ *
په كاكل ئې د سنبل تشبيه غلط دى *
كله ځاي د گلابتون وهي سوڼ *
د شهلا شونډو په ديد رقيب نه گرځي *
پر قند مكړه خداي هرگز د مگس بوڼ *
لمر د وصل به يې هسك شي په لمن كي *
كه فلك رنگ واړه شپه وم په مخ روڼ *
كه پاخه دي كه اومه دي ، دي له ځانه *
(بريالى) مضمون گويي نكړي په سوڼ *

په درناوي


larghonay laraway
27.03.2013

السلام عليکم!
سراج وروره داسې نه ده چې د فارسي ژبې هر (ش) مونږ (ښ) کړو نو دا به مو ګنې پښتو کړی وي.
بلکې تلاش په پښتو او فارسي دواړو کې تلاش ليکل کېږي او تلفظ کېږي.
دا که د کندهار خلک (ښ) د (ش) غوندې تلفظ کوي نو د پکتياو، وردګو او نورو پښتنو سره څه کوئ چې هغوی (ښ) سم دم په خپله بڼه تلفظ کولی شي؟
بله دا چې لهجه په خپل ځای او ليکل په خپل ځای !
د کندهار خلک خو (لکه) چې مفهوم يې (مثال) دی (کله) تلفظ کوي يا (دومره) ته (دوندې) وايي. همدا راز دېرش ته (دېش او اتيا ته اچيا) وايي نو ايا همداسې يې بايد وليکي؟
نه ! بالکل نه!
لهجه په خوله خو ليکل د معيار له مخې کېږي.
بريالی صيب دې خدای اوبښي زه د مړو په هکله څه نه وايم بله دا چې د يو ښه شخص (متوکل) پلار هم دی نو تاسو خپله بايد کوښښ وکړئ چې املاء زده کړئ.
لهجه ليکل د بې سواده او کم سواده خلکو کار دی!
مننه
بريالی اوسې


سراج شاهد
28.03.2013

وعليكم السلام
گرانه وروره ستا خبره سمه ده چه لفظ بايد د خپل اصل مطابق وليكل شي .
خو ريشتيا هم د إملاء تصحيح بيا يو مشكل كار دى . مثلا اصل (صاحب) دى چه معنا يي هم معلومه ده ، خو تاپه إملاء كي ((صيب))ليكلى دى نو ارتباط به يي د اصل يا مأخذ سره كوم شي او مراده معنا به يي كومه شي ؟
همدارنگه (بل) عربي لفظ دى چه د استدراك معنا يي ده ، او (كه) فارسي لفظ دى چه په پشتو كي يي معنا د (چه) ده ، او چه مركب شي نو ((بلكه)) ليكل په كاردى ، چه تاسو بلكـي ليكلى دى ؟؟
او داسي نور
او د (اتيا) و (اچيا) تر مابين خورا زيات فرق دى چه دكندهاريانو بغير بل چاته يي دا فرق نه معلوميژي .
لكه كندهاريان چه د (مونژ) او (مونگ) تر مابين فرق نه شي كولاي ، خو وردگانو ته بيا دا آسانه خبره ده !
مننه
په درناوي


pattang
29.03.2013

لکه پښتانه چې خېل ، خېل دي ، ژبه يې هم داسې ورکه
معيار نلري ! کله به معياري شي او کله به رسمي شي?
تر هغه وخته چې داېران او ستميانو تر بيرغ لاندې ژوند
نورونکړي !


larghonay laraway
31.03.2013

سلامونه!
ګرانه زه په دې پوهېږم چې صاحب دی خو لنډون په ژبه کې يو اصل دی چې ژبپوهان پرې پوهېږي.
بله دا چې يو واول يا حرف علت پر بل بدلېدلی شي او دا کوم عيب نه دی نو
دا چې ټول پښتانه (صاحب) نه وايي بلکې (صيب وايي ما هم (الف) چې حرف علت دی په (ی) بدل کړی او (ح) مې د لنډون په خاطر غورځولې ده. بيا هم ډېر پرې ټينګار نه کوم که چېرته ټول پښتانه وايي چې صاحب ويلی شو نو بيا يې ليکم !
بله خبره د (بلکه) ده بلکه پښتانه (د وړې خاشې يا دړوکې رڼا) ته وايي او دا چې پاړسيوان يې (بلکه) ليکي دا د هغوی خپل کار دی خو په کره او معياري پښتو کې (بلکې، چې) ليکل کېږي او دا بايد زده کړې!

پتنګ صيب دا د يو شمېر زاړه پالو ارمان دی چې پښتو معيار له منځه يوسي او د خپلې پاړسي وزمه لهجې قرباني يې کړي خو دا يو پليت او ناوړه هدف دی!
معياري پښتو ته په کلونو کار شوی، له لهجو رابېله شوې او پښتو مشهورو مشرانو پرې لاسليکونه کړي لکه ارواښاد حبيبي، بينوار، رښتين، خادم، ګل پاچا الفت، رشاد او د کوزې پښتونخوا ګڼو عالمانو او ژبپوهانو!
هيله ده چې په پښتو معيار سترګې پټې نه کړو

سراج خانه دا که په اتيا او اچيا څوک پوهېږي او يا نه پوهېږي خو معيار نه دی او بايد (اتيا) وليکل شي!
مننه


سراج شاهد
31.03.2013

سلام ويل په خپله سنت كار دى خو د سلام جواب وركول بيا واجب دى ، خو هغه په دي شرط كه سلام پر مسنونه طريقه باندي برابر وو ، د رسول الله صلى الله عليه وسلم په يوه حديث كي راغلي دي چي د يوه مسلمان پر بل مسلمان باندي 10 حقوق دي چي يو دهغو څخه سلام دى مگر كه چيري سلام پر مسنونه طريقه برابر وو نو جواب يي واجب دى ، او د سلام اچولو په اړه زمونږ فقاهت او همدارنگه أحاديث او تفاسير وايي چي ، يا به {السَّلام عليكم} وايي او يا به {سلامٌ عليكم} وايي او كه نور زيادت ورسره كوي هغه خو بيا ډير د ثواب كار دى ، لكه : ورحمة الله وبركاته چي ور زيات كړي .
مگر اوس چي تا د هغه را نقل شوي او مأثور سلامه بغير نور توري ويلي دي ، يعني (سلامونه) نو داخو كه د سلام او د سنت اداكولوپه نيت وي ، داخوسلام مسنون نشو اوكه دا هم د پښتو معياري سلام بولي نو په دينياتو كي تغير راوستل يو څه خطري خبره ده كه نه نو لمونځ هم بايد په معياري پښتو وويل شي ، په هرصورت سلامونه يا سلامونه او نيكي هيلي او ښي چاري ، دا د مروج هركلي پښتويي كلمات دي خو دمسنون سلام سنتيت نه په اداء كيږي ، خير خو بياهم زه درته وايم چي وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته .
پاته شوه داخبره چي ته وايي چي د لنډون لپاره مي دا حرف په دي بدل كړى او دا حرف مي وغورزاوه . نو انډيوال جانه يو خو د حروفو بدليدل يا غورزول خپل صرفي او نحوي قواعد لري داسي نو نه چي هر څوك د خپل طبعيت مطابق إبدال و ترخيم پكښي كوي ، او بله خبره داده چي تاته معلومه چي په ډير لږ تغير و تبديل سره د لفظ يو غټ انقلاب او اوښتون په معنا كي راځي هغه كه په حروفو كي وي او كه په حركاتو كي تغير وي ، مثالونه يي هم ډير دي هم واضح دي !
بله خبره داده چي اگر كه مونږ د خپلي ژبي لپاره كوښښ كوو چي يوه مستقله ژبه ځيني جوړه كړو ، خو په حقيت كي زمونږ اوستاسو ژبه نسبت و عربي ژبي ته ناقصه ژبه ده او په پښتو كي د اصله څخه نيمگړتياوي موجودي دي .
د مثال په توگه په عربي ژبه كي د واحد او تثنيي او جمعي لپاره جلا جلا صيغي شته . لكه ويوه غله ته په عربي كي سارق وايي او و دوو غلو ته سارقان وايي او و ډيرو غلو ته سارقون وايي . خو په پښتو كي د تثنيي يعني دوو لپاره خپله ځانگړي كلمه نشته تر څو چي بله كلمه ورسره يو ځاي نكړي . لكه چي و يوه غله ته خو (غل)وايي او و دوو غلو ته هم (غله)وايي او و ډيرو غلو ته هم (غله) وايي نو جلاوالى به يي ته هغه وخت كولاي شي چي ته د تثنيي سره دوه ووايي او د جمعي سره ډير ووايي .
بل په دي وجه په پښتو كي نقصان دى چي بعضي حروف شته چي په پښتو كي په مستقل ډول نشته اگر كه په مستعار شكل شته لكه (ض) يعني ته وماته هغه د پښتو خپل لفظ راوښيه چي د هغه په اول كي دي (ض) راغلى وي ؟
او بل ته وماته هغه لفظ راوښيه چي په اول دي (ڼ) راغلى وي ؟
نو د پښتو استقلال او غير استقلال خو به يو ډول شي خــــو ته دينيات يعني سنتيات وغيره د خپل ځان پر طبعيت مه جوړوه يعني دين پر خپل ځان باندي مه برابروه بلكه ځان دي پر دين برابر كړه داسي نه چي د تحفه نبوي ( صلى الله عليه وسلم ) چي ( السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ) ده پرځاي باندي خالي (سلامونه)ليكي .
مننه په درناوي
تربيا................ :idea:


حمید هڅــاند
31.03.2013

اسلام علیکم...
سراج صیب! هغه د خلکو خبره: غټې سترګې او دومره غوصه؟؟

ډېر کم خلک دي چې (صاحب) وایي، نور ټول (صیب) اسانه ویلی شي. ډېری لیکوالان اوس (صیب) لیکي چې خوندور هم اېسي، مګر شاربل یې نه دي په کار.

...هوکې...پښتو به لیکو، خو سمه به یې لیکو؛ داسې نه چې (اتیا) ته (اچیا) ولیکو چې بیا به یو ته پرې پوهېږې او موږ به هسې سترګې ورته غړوو :roll:

درنښت


pattang
31.03.2013

لرغونی لاروي صيب !
هرکلتوري خوځښت چې په هغه کې يې دخپل ار درنښت،
ا سانتيا وې او پر مختګ نوي جهالت دی!
معياري پښتودټول ار کلتوري دروند والی دی خو داچې
پښتانه يو سياسي خپلواک جغرافيې ټاټوبی نلري ،په
پاکستان او افغا نستان تپل شوي غلا مان دي نو داديبانو
پرېکړې يې هم په يخي ليکلې پرېکړه ده ، داپردې مانا
چې رسمي دائمي اودولتي پالنه نلري!
چېرته دامعيار پروت دی چې زه يې ولونم !

په المان کې هروخت (!) ژبپوهان الماني ژبه اسانه وي او
ځينې کلماتو ته يې تغيرورکوي نوپه دوهمه ورځ کې په
ټولوجرائدو او مکاتبو .... ليکل کيږي او په کتابي
پروتوکول ې ساتل کېږي !

خدای پاک دې پښتنو ته واقعي خپل ټاټوبی ورکړي
چې پرېکړې يې خپلې اوکارونه يې وستايل شي !!!!

[quote:a2a9765267]پتنګ صيب دا د يو شمېر زاړه پالو ارمان دی چې پښتو معيار له منځه يوسي او د خپلې پاړسي وزمه لهجې قرباني يې کړي خو دا يو پليت او ناوړه هدف دی!
معياري پښتو ته په کلونو کار شوی، له لهجو رابېله شوې او پښتو مشهورو مشرانو پرې لاسليکونه کړي لکه ارواښاد حبيبي، بينوار، رښتين، خادم، ګل پاچا الفت، رشاد او د کوزې پښتونخوا ګڼو عالمانو او ژبپوهانو!
هيله ده چې په پښتو معيار سترګې پټې نه کړو [/quote:a2a9765267]

[quote:a2a9765267]لهجه ليکل د بې سواده او کم سواده خلکو کار دی![/quote:a2a9765267]
نه داخبره زه نه درسره منم ! ځکه چې x ليکل او لوستل
کولی شي خو اديب به نوي !!


larghonay laraway
01.04.2013

السلام عليکم!
سراج صيب کور دې ودان چې په سړه سينه بحث کول غواړې.
که څوک بحث د بحث لپاره ونه کړي او په سړه سينه د دې لپاره بحث وکړي چې څه زده کړي يا يې بل ته وښيي په دې کې ډېره ګټه ده!
نو تر هرڅه وړاندې ستاسو د سړې سينې هرکلی کوم!
اوس به د (سلامونه) خبرې ته راشم!
د سلام په اړه دې ښه خبره کړې خو دومره د انديښنې وړ هم نه ده. ځکه چې سلام سنت دی او د لمانځه د ننه سنت هم نه دی چې لمونځ به تحريمي مکروه شي!
بلکې د سلام حکمت او ګټه دا هم ده چې يو مسلمان ستا له خوا ډاډمن شي چې سلامتيا يې غواړې نو تاوان نه ور رسوې!
بيا هم زه د بحث په پيل کې هر وخت بشپړ (السلام عليکم) ليکم خو تاسو د بحث په پيل کې هيڅ سلام نه دی ليکلی!
خو خير دی مونږ ته ستا بحث مهم دی!
اوس به دې ته راشو چې تاسو ليکلي پښتو ناقصه ژبه ده!
د نړۍ هيڅ ژبه سل په سلو کې پوره نه ده. او بله دا چې که ناقصه هم ده خو زمونږ مورنۍ ژبه ده نو څنګه وکړو؟
ايا پرې يې ږدو او عربي شروع کړو؟
مونږ کله هم نه دي ويلي چې عربي خرابه ژبه ده او پښتو ترې غوره ده خو پښتو مو ژبه ده نو خامخا بايد خدمت ورته وکړو او له نورو ژبو سره يې سياله کړو چې دا کومه غير اسلامي خبره نه ده!
دا چې د پښتو د کومې کلمې په سر کې د (ڼ) توری نه راځي دا هم کومه حتمي خبره نه ده چې خامخا دې د کلمې په سر کې (ڼ) راشي. چې نشته خو نشته نو څه وکړو؟

پاتې شوه د پتنګ صيب خبره چې حکومت نشته نو معيار هم نشته!
نه ! زه دا نه منم. ځکه مونږ د تاريخ په اوږدو کې داسې حکومت نه دی موندلی چې پښتو ته دې خدمت وکړي نو ايا چې حکومت نه لرو ژبه دې هم تر خاورو لاندې کړو؟
نه !
حکومتونه به خپل کار کوي. کاشکې مو د المان غوندې حکومت درلودی چې د ژبې خدمت يې کړی وای خو چې نه يې لرو خپله بايد کار وکړو او انشاء الله چې يو وخت به د يوې معياري ژبې او يو ښه حکومت درلودونکي هم شو.
دنيا په اميد خوړل کېږي
مننه


سراج شاهد
06.04.2013

وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته
گرانه وروره زه هم اول بيرته هغه دسلام خبري ته راځم ، انډيوال جانه په ډير معذرت بايد ووايم چه زه ستا ددي خبري سره نه يم موافق چي ته وايي چي سلام يو سنت كار دى كه نه وويل شي هم دومره مهمه نه ده .
ستا د خبري دا طرف خــــو سم دى چي سلام سنت دى فرض او واجب نه دى مگر كه يو سړى سنتيات پريږدي او واجبات و فرضيات كوي داهم كار نه دى ، او بل ما درته وويل چي دا د هغه بل مسلمان ورور حق دى ، او بل خداي تعالى هم ويلي دي چي سلام ويل د جنتي علامه ده {تحيتهم فيهاسلام} اوبله خبره داده چي ته وايي چي سلام دومره خبره نه ده او مهمه دا بولي چي بايد د ( تلاش ) پر ځاي ( تلاښ ) ونه ويل شي يا داسي نور . نو زه وايم چي د محمد صلى الله عليه وسلم د يوه سنت په مقابل كي دي ټوله پښتو ژبه قربان شي هغه كه سلام وي كه بل سنت وي . او دا كه د يو چا څخه سهوا پاته شي نو په مسنوناتو كي بيا دا قانون دى چي سړى نه په گنهگاره كيږي .
او دا چي تا ويلي دي چي كه پښتو ژبه ناقصه ده كه نه ده نو مونږ څه وكړو بدلولاي خــــو يي نه شو ،،، زه هم داسي وايم چي مونږ بايد خپلي ژبي ته خدمت وكړو ، خــــو خدمت يي زما په آند دادى چي زياته لاسوهنه او تخفيفات نه پكښي وكړو چي د چا اعتراض پر پاتي نشي . او كه مونږ تغير و تبديل پر خپل سر پكښي كوو نو په لوي لاس به مو خپله ژبه پر بل لور روانه كړي وي ، ما مخكي هم وويل چي په لفظ كي تغير راوستل په معنا كي تغير راولي ، لكه ( قلب ) زړه ته وايي خــــو ( كلب ) بيا سپي ته وايي ، او داغه رنگه صاحب ملگري ته وايي خــــو صيب بيا باران ته يا نزول د باران ته وايي چي يوه معنا يي هم د مقام سره نه ده موافقه .
او دا خبره چي څوك كوي چي زيات خلك دا صيب لفظ ډير كاروي ، نو دا خبره يي بي ځايه ده ځكه چي يو خــــو زيات استعمال د صاحب دى ، او بل يوه عامه او معقلوله خبره ده چي وايي دليل په رجالو سره نه دى دليل .
د پتنگ صاحب څخه هم مننه ، مگر يو خــــو يي بحث پر بله خوا روان كړى دى چي د پاكستان او غلامانو خبره يي كړي ده ، زمونږ هم د پاكستان او غلامانو څخه او د امريكا او غلامانو څخه داسي بد راځي لكه د لامده سپي څخه . او بل يو څه تندي او تيزي هم ور څخه شوي ده ځكه په ليكنه كي يي د ((جهالت)) ټكى ويلي دى :cry:

لاروى صاحب داسي پښتو كلمه شته چي په اول كي يي (ڼ) راغلى وي ته ښه په دقت سره په پښتو نومونو كي وگوره ان شاء الله درته معلوم به شي ژبـــپـــــوهـــــانـــــوته خــــو بالكل معلوميږي !
مننه
تربيــــــــــــــــــا...............


larghonay laraway
06.04.2013

السلام عليکم
سراج خانه وروره ما مخکې هم درته وويل چې سلام سنت دی او که له چا کله کله ترک شي نو نه کافر کېږي او نه ګنهګارېږي!
که ګنهګارېږي نو تاسو د بحث پيل کړی او سلام مو نه دی اچولی چې بل ته يوه خو ځانته مو څلور ګوتې راجع کېږي!
پاتې شوه د صاحب او صيب خبره
اکثره خلک صیب وايي او صيب ليکي!
بله دا چې تاسو په پتنګ اعتراض کوئ خو خپله مو هم بحث په بله روان کړ
بحث د ژبې موضوع وه چې تاسو د حرص په نامه د ارواښاد بريالي صيب شعر بحث ته وړاندې کړی ؤ او ما يې په املاء خبرې وکړې
دا د ژبې او ادب په اړه بحث فورم دی
په همدې ترتيب دلته کومه مقايسه نشته چې اسلام يا سنت ښه دی او که ژبه
هر يو خپل ځای لري. مونږ کومه مقايسه نه ده کړې او نه مو دا وړانديز کړی چې سنت پرېږدئ او ژبه جوړه کړئ!
تاسو خپله هم بحث کږوئ
د اسلام، فرض، واجب، سنت، مستحب يې له ژبې سره هيڅ ټکر نشته!
بله دا چې تاسو وايئ چې په ژبه کې به ډېر لاس نه وهو!
ګرانه يوه لهجه ده او بل معيار دی
لهجه د هر ولايت او حتی په ځينو ولايتونو کې د هرې سيمې بېله لهجه ده نو تاسو د خپل عقل له مخې فکر وکړئ چې که په ژبه کې لاس ونه وهل شي، معياري نه شي او يوه نه شي نو ګڼې پښتو ليکنۍ ژبې به ولرو چې بيا به پرې پوهېدل ګران کار وي.
سراج خانه که د پکتيا يا خوست ولايت نوم درته واخلم چې په يوه ولايت کې تر څلور پنځو زياتې لهجې دي او ځينې يې دومره سختې دي چې بل څوک په سختۍ پرې پوهېږي نو د پښتنو ژبنی وحدت به څنګه راشي چې په ژبه کې لاس ونه وهل شي او معياري نه شي!
همدا راز پاړسي ګڼې لهجې لري چې دوی خپلې ژبې ته کار کړی، يوه کړې يې ده او خوږه کړې يې ده!

خو دا چې څوک به په ژبه کې لاسوهنه کوي او جوړوي به يې؟
ژبپوهان او د ژبې ډاکټران او مسلکي خلک
مننه


پتوال
31.05.2013

السلام علیکم و رحمة الله!
لومړی ددې بحث له پرانستونکي او بیايې له ټولو ګډونوالو څخه مننه کوم چې خپلې خپلې ملغلرې یې لوستونکو ته وړاندې کړي دي او بحث يې
لکه د سیکل د نوي زده کونکي په څیر که هر څو له خپلې لارې (سکالو) څخه هره خوا کوږ ؤوږ درومي، خو درومي او د هدف خواته نږدې کیږي!

دا باید ومنو چې معیاري پښتو شته او شکر چې شته، که څه هم نور هم پرې کار کیږي او بشپړول به (تل)د تکامل له پاره غواړي.
دا هم منو چې د معیاري ژبې د خامو توکو یوه سرچینه ده او لکه غنم له چج-غلبیل ، ژرندې او معیاره له نغري، داش تناره له بټیو وروسته
د تودې ډوډۍ غوندې فولادي او معیاري ژبه د چا خبره په نهمه میاشت ایله په بیله زیږوي، نو څومره ادلون بدلون او تغیرات منی!

تر کومه چې پښتو علمي وده له نورو ژبو سره پرتله کوو نو د رسمي هلو ځلو تاریخ يې ورسره باید هم په پام کې ونیول شي.

عربي د اسلامي هیوادونو د ژبو له پاره داسې ډیره پراخه ژبه ده لکه لاتین په د اروپايي ېبو له پاره نو د پښتو پرتله کول له عربي سره
که غالې نه وي نو عادلانه هم نه بریښي. له عربي پرته د تثنیه وجود په نورو ژبو کې نشته یا په نشت حساب دی. نورو ټولو ژبو صرف د مفرد او جمع په لرلو بسنه کړې ده او پښتو هم !
خو دجمع او مفرد توپیر کله کله د هیواد په ځینو ډیرو خوږو لهجو کې له ګوتو وځي د ساري په توګه لکه :
کرزي صاحب په خبرو کې [color=blue:86c165e528]قسم وخوړ [/color:86c165e528]چې نور به اړونده موضوع ته ځانګړې پام ورګرځوي.
دلته قسم مفرد دی او مفرده صیغه یعنې وخوړ ورته کارول شوی.
کله چې د قسم پرځای قسمونه راشي نو بیا فعل هم د جمع په ډول ویل کیږي چې:
کرزي صاحب په خبرو کې [color=yellow:86c165e528]قسمونه وخوړل [/color:86c165e528]چې .....
خو ځینې نطاقان د لهجې په تعبد د مفرد په حالت کې هم وايي:
کرزي صاحب په خبرو کې[color=red:86c165e528] قسم وخوړل [/color:86c165e528]چې نور ......
چې دا کار د ګرامر او معیار د تعمیم سره جفا او د هغې مخنیوی دی!

همدارنګه دا هم یو منلی حقیقت دی چې د عربی کلمو په جزیترین تغیر سره د معنی بدلون رامنځته کیږي، نو په پښتو کې یې پښتنې کول سم کار نه دی او د صاحب او معلوم پر ځای صیب او مالوم لیکل له سرخوږي او مفهوم بدلېدنې پرته بله کومه نتیجه نه لري. زه خو آن په خوشال باندې د خوشحال اړول چې له عربی سره هېڅ تړاو هم نه لري ښه او رغنده کار نشم بللی، ځکه چې خوشال هېڅ معنی نه ورکوي، نو په تلفظ کې یې کارول خیر، ولې لیکل يې باید سم دم [color=blue:86c165e528]خوشحال[/color:86c165e528] وي او بس!

په پای کې که څوک یو (ش) په دوه ډوله (سپک او دروند) ډول تلفظ کوي نو کوي دي، ولې لیکل يې هم په دوه ډوله د چا ضرورت دی؟؟؟
که شکلی څوک په ټینګ (ش) وايي او که په سپک ویل يې سم دي،نو په لیکنه کې پرې چاته دا ښودل غواړي چې مطلب مې سپک (ش) نه ،
بلکې ټینګ (ښ) دی ؟؟؟؟ د نورو لهجو والاو ته خو بالکل دا توبیر بېتفاوته دی
او په فرق يې پوهیږي هم نه چې ویونکي (ش) ترنګلی وايي او که غړنده.
نو د (ش) لهجوال باید تل له (ش) څخه کار واخلي او شکلی د (ښکلي) په بڼه ونه لیکي. په دې ډول به لیکونکی پرې خپله لهجه هم نورو ته هم ژر معرفي کړي چې د (ش) لهجوال دی. خو هغه پښتانه چې د (ش) په تلفظ کې فرق نه حس کوي ، بلکې بالکل یو بل توری کاروي چې سپکه (خ) ورته وايي ، نو هغوی دغه سپکه (خ) د (ښ) په بڼه لیکي، څو هم د (ش) او هم د (خ) سره يې فرق وشي!
دا فرق هم په ویلو او هم لیکلو کې ښودل اړین دي او له دې کبله یې بّ (ښ) لیکل
هم خرما ده او هم ثواب، نو ځکه به خایست ته (ښکلا ) وايي او که نه لږ تر لږه په لیکلو کې باید ښکلا او ښکلی ولیکي، نه خکلا او خکلی !
په دې توګه به لوستونکی هم ژر وپیژني چې لیکوال د (ښ) لهجوال دی ، نه د (ش) .

په ټوله مینه اودرناوي!


ډاکتر څپاند
01.06.2013

محترم پتوال صاحب سلامونه،

زه خو ژبپوه نيم خو که ليکوالو ته "اجازه"ورکړی شي چې دخپلې "خوښې" سره سم ښکلی دې شکلي پشان وليکي ،نو هغه څوک چې غواړي معياري پښتو وليکي،څه وکړي؟
پدې ډول به يوه بله لانجه رامنځ ته نشي؟

ځما په اند،معياري او "کتابي"ليکدود او املا بايد دټولو لپاره يو شان وي٠

په درناوي


larghonay laraway
05.06.2013

السلام عليکم!
پتوال صيب زما په نظر خو لوستونکي ته د ليکنې پيغام مهم دی نه (لهجه وال)!
زه چې کله کومه ليکنه لولم نو بايد په دې پوه شم چې د ليکوال هدف څه دی. دا هيڅ مهمه نه ده چې د ليکنې لهجوال دې په نښه شي!

ښه اوس راځم د (صيب او مالوم) خبرې ته!
مالوم خو مې کله نه دی ليکلی خو صيب ليکم!
ولې پرې کلک نه يم ولاړ.
زه وايم مونږ بايد يوه عمومي قاعده ولرو چې عربي لغات يا په خپل شکل وليکو او يا په اړولې بڼه!
اوس ګډوډي ده!
صلح د سولې په شکل ليکو او په صيب نيوکه کوويعنې څه؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more