د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د شرافت ژوند/ راځئ! بسم الله یې کړو

حمید هڅــاند
26.02.2013

د یو په زړه پوري کتاب د ژباړې لومړۍ برخه
ژباړه-زه پخپله

راځئ بسم الله یې کړو
............................

ځوان مدیر له خپلې دندې کور ته راغی، په دفتر کې یې خپل کارونه پای ته نه ول رسولي، غوښتل یې تر سهاره ټول ناتمام شوي کارونه تر سره کړي. ستړی مدیر لا خپله دمه نه وه جوړه کړې چې پنځه کلن زوی یې ځان په غیږ کې ور وغورځاوه او ویې ویل: " پلاره، راځه څه لوبه پیل کړو" پلار یې ځواب ورکړ: " زویه، د دفتر کارونه مې نن نه دي خلاص کړي، د دفتر له ملګرو شاته شوی یم، اړ یم چې همدا نن شپه ټول پاتي کارونه خلاص کړم". زوی یې ځواب ورکړ: " پلاره، زه چې ښوونځي کې له ټولګېوالانو شاته شم، په داسې ګروپ کې مې کېنوي چې زیات تکړه نه وي او ما غوندي په زده کړه کې ورو وي، تا ولي په دفتر کې له ورو ګروپ سره نه کېنوي؟". پلار یې ځواب ورکړ: " زویه، ښوونځی او کاروباري نړۍ ځمکه-اسمان توپیر لري، په کاروبار کې اړیو چې له نورو سره اوږه په اوږه و اوسو، کنه بیا څوک دنده نه راکوي".

د لیکنې پاتې برخه
http://samononline.com/index.php/category-4/1309-2013-02-25-09-32-52


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more