د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

اوږدې که لنډې

حمید هڅــاند
25.02.2013

هغه ورځ دروند حامد صیب په فیسبوک کې لیکلي ول چې پخوا به تکړه لیکوال هغه کس ته ویل کېدی چې اږدې-اوږدې لیکنې به یې کولې؛ خو د ده په وینا نن تکړه لیکوال هغه دی چې لنډې لیکنې وشي کړای. د ده په وینا اکترونیکي اړیکې او فیسبوک دا خبره لا په زبات ورسوله، ځکه د لنډو لیکنو لوستونکې زیات وي.
زه د حامد صیب له دې نظر سره پنځوس په سلو کې موافق یم، دا ځکه چې:
۱...
په ادبي او له پنده ډکو لیکنو او کیسو-میسو کې دا خبره پرځای ده. چې څومره لنډه، ادبي او هنري لیکنه وي هغومره ښه.
۲...خو،
علمي لیکنې او څېړنې نه شې کېدای چې لنډې شي. البته د جملو د تکرار او اږدوالي مخه خو باید هرو-مرو ونیوله شي، خو بیا هم، ان یوه څېړنه ممکن په پنځوس پاڼو کې هم ځای نه شي.

هغه د عبدالسلام خبره...
دا ځما نظر دی :D


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more