د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

افغانستان کی معتاد ماښومانو درملنی لپاره پرانیستل شوی مرکزونه.

مومند
22.02.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
د خواشینی وړ خبر دی چی زمونږ ماښومان هم د دغه بده بلا نه خوندی پاتی شوی ندی او په دغه بلا اخته شوی دی. د لوږی، یتیمی، بی وزلی، بی بسی او نازده کړو مصیبتونو سر بیره زمونږ کړیدلی، ځوریدلی خوار بچیان دغه بله مصیبت سره هم لاس په ګریبان دی، الله پاک دی پر مونږ او زمونږ پر ماښومانو باندی رحم کړی.

((په افغانستان کي معتاد ماشومان
افغانستان چې د نړۍ ۹۰ سلنه تریاک تولیدوي د لويانو تر څنګ معتاد ماشومان هم لري. دغو ماشومانو ته ډیر وخت د هغوی د والدینو له خوا نشه يي مواد ورکول کیږي. په کوچنيوالي کې اعتیاد ډیري ټولنیزي ستونزي پيدا کوي.
په افغانستان کې د لويانو تر څنګ ډیر شمیر ماشومان هم د مخدره موادو معتاد دي. ډیر شمیر دغه کوچنيان هغه وخت په مخدره موادو اخته کيږي چې په ماشوموالي کې یې ميندي هغوی ته د دې له پاره چې و نه ژاړي او ویده شي، تریاک ورکوي.
پر دې سربیره ډیر وخت کله چې د کورنۍ مشران تریاک کاروي، نو کوچنيان هم د هغه دود تنفسوي چې ورو ورو هغوی هم معتادیږي
دې ستونزې ته په کتو سره اوس په افغانستان کې ډیر شمیر داسې مرکزونو په کار پیل کړی دی، چې د معتادو ماشومانو د درملنې په برخه کې کارکوي. د دغو مرکزونو له ډلې څخه یوه هم د «ودان مرستندويه ټولنه» ده چې په ننګرهار ولایت کې د درملني يو مرکز لري. د دغه مرکز په انګړ کې ماشومان په لوبو بوخت دي او خوشاله بریښي
د دې مرکز یوه کارکوونکې معصومه، وایي: کله چې ما هغوی [معتاد ماشومان] د لومړي ځل له پاره ولیدل ډیر خواشیني ښکاریدل. هغوی به لوبې نه کولې او خپل ځانونه یې پاک نه ساتل.» خو اوس هر څه ښه شوي دي. ماشومان له یو بل سر لوبې کوي، خوشاله دي او د خپلي راتلونکې په اړه فکر کوي
د ودان په خیریه موسسه کې له ۲۵ معتادو ماشومانو او د هغوی د ۳۵ تنو والدینو ساتنه کیږي. د دغه مرکز د لګښتونو یوه برخه د ملګرو ملتونو له خوا تمویلیږي
د ودان په خیره ټولنه کې هغو کسانو ته چې له مخدره توکو څخه د لاس اخیستني په بهیر کې له روغتیایي ستونزو سره مخامخی‎ي، طبي خدمتونو واندي کیږي او د هغوی درملنه کیږي. په دغه مرکز کې تر درملني لاندي ماشومان د درو او۱۲کلونو تر منځ عمرونه لري
لس کلنه مروه هم په دغه مرکز کې تر درملني لاندي ده. هغه غواړي چې په راتلونکې کې یوه انجینره شي. مروه وایي: «ما له ماشوموالي څخه د خوب درمل خوړل [...] زما سر به تل درد کاوه. ما زده کړه هم نه شوای کولای. زما ملګرو به ښه زده کوله. هغوی به پر ما باندي ملنډي وهلې.» مروه زیاتوي چې تر درملنې وروسته هغه اوس یو څه ښه احساس کوي
د ودان د خیریه مرکز یو تن ادارې مسئول فضل وحید، وایي چې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې ماشومانو ته د خوب درمل ورکول کیږي چې هغوی آرامه شي. خو د هغه په خبره ډیر وخت ماشومانو ته د «ریزش» او «نس دردۍ» په خاطر داسې درمل ورکول کیږي چې پکې د کورنیو له خوا تریاک ګډ شوي وي
ښاغلی فضل وحید وایي: «دا چې په افغانستان کې تریاک په اسانۍ او ارزانه بیه تر لاسه کیدای شي، ډیر خلک یې د درد ضد درملو په توګه کاروي.
دا چې په افغانستان کې څومره معتاد ماشومان موجود دي، په دې اړه دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته، خو د ملګرو ملتونو د وروستيو اټکلونو له مخې په دغه هیواد کې د معتادو مشرانو شمیر۱،۳میلیونه او معتادو ماشومانو شمیر۳۰۰۰۰۰ تنو ته رسیږي.
په افغانستان کې اوس تر۹۰ ډیر داسې مرکزونه شته چې پکې معتادین تر درملني لاندي دي. د دغو مرکزونو له ډلې څخه ځینې یې د کوچنيانو او ښځو له پاره ځانګړي شوي دي))

په درنښت

مومند


starslord
15.04.2015

د خبر هغه برخه چې، اوريدونکې يا کتونکې ځان ته راکاږي، هغه د سر ټکي وي. دا دخبر يا .... دویم حد ښايې د املايې تورو د غټوالي پورې اړه لري. کله-کله يو ...


Patchanuty
13.12.2017

دا خورا ښه ده که چیرې دا واقع وي. کولی شي راحت او له ډیرو نورو سره مرسته وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more