د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

سبحان الله ته دی ته وایی محبت

حلیم یار فطرت
10.01.2013

دمکی دفتح په ورځ دټولو مسلمانانو لپاره ډ?ره دخوشالۍ ورځ وه هرچادالله ج ددی لوی احسان او لوی نعمت شکرونه اوحمدونه ویل
په دی ورځ دحضرت اوبوبکرصدیق رضی الله عنه پلار ابوقحافه هم په اسلام مشرف شو
دابوبکر صدیق "رض"دپلار ابوقحافه چی په سترگو ړوند وو اوتردغی ورځی لا نه وو مسلمان شوی.
له فتح سمدستی وروسته حضرت ابوبکرصدیق "رض" خپل پلارته ورغی او هغه یی درسول الله صلی الله علیه وسلم حضورته وروست
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:ای ابوبکره!
تاولی دی سپین ږیری ته تکلیف ورکاوو خومونږ به هلته ورغلی وو
حضرت ابوبکرصدیق "رض"ورته وویل :
یارسول الله ته مستحق وی باید مونږتاسو ته راشو غوښتل می چی ستاپه مبارک لاس بیعت وکړی او اسلام راوړی
ابوقحافه د رسول صلی الله علیه وسلم په وړاندی په اسلام مشرف او بیعت یی ورسره وکړ
ابوبكر"رض"سره له دي چی پلار یی اسلام راوړی وو په ژړا شو دومره یی وژړل چی ټول ورته حیران شول یوچاورته وویل چی ای ابوبکره ! ته نن ورځ ولی ژاړی نن خو تاسو ته ډیره دخوشالۍ ورځ ده نن ستا پلار له ډیری مودی پس حق موندلی او په اسلام مشرف شوی نن تاباید دخدای شکرونه ایستی وای او خوشالۍ دی کړی وای عجیبه خوداده چی ته دخوشالی پرځای ژاړی ؟
حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه
جواب ورکړ:
ویل قسم په خدای که نن ماته داخوشالی مهمه وی زه به هغه وخت خوشاله وای چی زما دپلار پرځای ابولهب مسلمان شوی وای ځکه بیا به رسول صلی الله علیه وسلم تر اوس زیات مسرور او خوشاله وای
و ګورۍ ریښتینی محبت او عجیبه قربانی ته چی دخپل محبوب لپاره یی خپله خوشالی هم خوشالی ونه بلله او دخوشالی پر موقع یی ځکه وژړل ترڅو رسول الله ﺹلی الله علیه وسلم ته داحساس ونشی چی ولی زما په خپلوانو کی څوک نشول
نوځکه یی خپله خوشالی هم تری قربان کړه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more