د موضوعګانو سرپاڼه

بیا رغونه او پرمختګ

دهیواد پال کارنامه

خیریوسی
17.11.2012

دجنوب اسیا یوه غریب سړی وخلیج ته دکار دپاره تللی ؤ څو کاله مزدوری وکړه وکور ته به داولاد لږ ځه مصرف لیږی نوری پیسی به یی دځان سره ساتلی
میرمن یی ورته ویل وماته ګیڼی راولیږه او پیسی راواستوه چي وځان ته ښه کور جوړ کړو میړه یی ورته ویل ته صبر وکړه هم به ګیڼی درته واخلم او هم به بلډنګ درجوړ کړم
سړی چي څه پیسی وګټلی دعرب څخه یی پاته حساب واخستی په ټولو پیسو یی دخورما نالان رانیول او دځان سره یی وخپل هیواد ته یووړل .
دسړی میرمنی چي ولیدل دګیڼو او پیسو پر ځای یی میړه دخورما نالان ورته راوړل ډیره خوابدی سوه او دخپل سړی څخه یی طلاق وغوښتی .
سړی ورته وویل ځمکه لرم نالان به ګښیږم بس دوه دری کاله خواری ده هر څه چي ته غواړی هغه به ټول وسی
میرمنی یی نه ورسره منل سړی ورته وویل بلډنګ !به وماته څه راکړی.
خو دغه زما لږ خواری به وما اوتاته هر څه (بلډنګ ، ګیڼی ....)راکړی .
خو بیا هم میرمنی یی نه ورسره منل اخر یی ښځه طلاقه کړه او دخورما نالان یی په خپله مځکه کي کښیونل چي څو کاله ورسته دهغه باغ باغ سو او په خپل هیواد کي یی ددی کارنامی ازانګی تر ټولو خلګو ورسیدی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more