د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

دسترګو دبهرني پوښ ناروغئ

ډاکتر څپاند
25.10.2012

دسترګو دبهرني پوښ ناروغئ

١-دسترګو دبهرني پوښ التهاب يا
[color=red:12a9ba5edf]conjunctivitis[/color:12a9ba5edf]دسترګې د کرې ياګردئ دپوښ التهاب،هغه ناروغي ده چه قريب ټول وګړي ئي پیژني٠لکه څرنګه چه په تصوير کې ليدل کيږي،پدې ناروغۍ کې سترګه يا سترګې
http://www.google.com.au/search?hl=en&biw=1259&bih=622&q=conjunctivitis&um=1&ie=UTF-8&tbm=isch&source=og&sa=N&tab=wi

په ګړندي ډول دساعتونو يا د شپې او ورځې په موده کې سرې شي ،دغه رازسترګې درد، خارښت، سوزش او پړسوب پيداکولی شي٠اوښکې بهيږي او ورسره التهابي افرازات چه ژړ رنګ لري او د چرک يا خيري په نامه هم ياديږي،ليدلی شو٠ځينې وخت،دسترګو باڼه يود بل سره سريښ شي او ناروغ نشي کولی چه سترګې پرانيزي٠
لاملونه
ميکروبونه،خاصتابکتيريا او ويروسونه ،چه معمولا د ناپاکه لاسونو په وسيله سترګو ته انتقالیږي، ددې ناروغئ عمده اسباب دي٠
الرژي يا حساسيت ددې ناروغئ بل عمده سبب دی چه معمولا دواړه سترګې ناروغه وي٠
داميکروبي ناروغئ شديدا ساري ده،او په اسانې سره دکورنۍ نورو غړو،خاصتا ماشومانو او په وړکتونو او ښونځيو کې نورووګړو ته سرايت کوي٠
درملنه
که دناروغ سترګې تړلې او چرکين افرازات ولري،بايد په احتياط سره پاک او و وينځل شي٠
که امکان ولري،دډاکتر سره مشوره وکړئ٠
ډاکتران معمولا ضد ميکربي څاڅکي( قطرې) اويا هم ملم (مرهم)، توصيه کوي،دمثال په توګه:
chloramphenicol,sulfactamid,gentamicin,tobramicin,
ciprofloxain
او ورته نور مشتقات٠
که دناروغۍ سبب حساسيت يا الرژي وي،پورتنۍ داوګانې ګټه نه کوي او د
antistine previn،patanol
او ورته نورو دواګانو استفاده کيدی شي٠

[color=yellow:12a9ba5edf]Pterygium٢[/color:12a9ba5edf]دغه ناروغئ چې دې زيات لمر لرونکو سيمو په اوسېدونکو،خاصتا دې کرهنګروپه سترګو کې ډير ليدل کيړي،دسترګې دې بهرني پوښ يا conjunctiva يامنضمې دې غير نارملې نشونما له کبله رامنځ ته کيږي٠
ځرنګه چې په عکسونو کې ليدی شئ،داحالت اکثرا دسترګو په دنني کنج يعنې دپوزې خواته رامنځ ته کيږي٠
https://www.google.com.au/search?q=pterygium&hl=en&prmd=imvns&source=lnms&tbm=isch&sa=X&ei=hIuIUMScGs-wiQeX0YDQAg&ved=0CAcQ_AUoAQ&biw=1024&bih=587
دې لمر شعاع،وچه يا نامرطوبه ککړه هوا اوباد يا شمال، ددې ناروغئ په اسبابو کې دخيل ګڼل کيږي٠

اعراض او علايم:
دناروغ دسترګې ياسترګو داخلي کنج سور والی او پړسوب لري٠ناروغ احساس کوي چې ګواکې په سترګه کې ئي کوم شی (اجنبي جسم) لوېدلی دی.

ددې ناروغئ دمخنيوي لپاره،محافظوي عينکې يا چشمې پکار دي٠

معالجه:
که دې ناروغ دليد ساحې ته ضرر ورسي نو لازمه ده چې دسترګو متخصص ته دجراحئ لپاره وشي٠
دوا او دسترګو څاڅکي چندان ګټه نه کوي خو که سترګې وچواله يا خرښت هم
ولري،يا داچې ميکروبي شي،نو دسترګو څاڅکي ګټه لرلی شي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more