د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

کیسي اوپندونه

رښتینی
10.10.2012

په ټولیزه توګه دکیسي په ژبه پیغام او ګټورحکمتونه ترخلکو رسول ډیر په زړه پورې او ګټور کاردی اوکه په کومه لنډه کیسه کې یولوی حکمت نغښتی وې او دکارخبره لوستوالوته ورسوې دا نو ډیره خوندوره خبر د ه ، ځکه اوس خلک وایې وخت نلرو اوږده شیان ... نه خوښوې ، نیت مې کړې ده د زړه له اخلاصه .... چې ګرانو لوستوالو ته لنډي کیسې راټولي کړم او دپایلي اونتیحي اخیستني په توګه به دوه دری لنډي جملي هم ورپورې نښلوم .

یادونه : دلته زه خپلي زړې اونوې ټولي کیسې رایوځای کوم
خدای دې وکړې مکرري هغه مو خسته نکړې بښنه غواړم .

(۱)

د واوري په اوریدلو سره هغه بڼ تک سپین وځلیدی ، هلته دریو ملګرو لوبي کولې یوه یې وویل : راځئ له یوه بل ن دمخکي کیدلو لوبه وکړو ، د بڼ په دیوال کې به یو هدف وټاکو اوبیا به هغه ځانونه رسوو په واورو کې به په خپلو بوټونو لاره جوړوو او هریوبه کوښښ کوې چې ترهدفه سیخه او مستقیمه لاره جوړه کړې اوهیڅ کږوالی ونلرې ،

دوی له یوه بل نه بیل شول او هر یوه هدف ته دلاري په جوړولو پیل وکړ ، په بوټونو یې واوره تخته کوله او لاره یې جوړوله ، په دوی دریو کې یې یو په مکمله توګه له هدف نه کوږ ولاړی ، دویم فکر کاوه چې ده به هدف ته سیخه لاره جوړه کړې وې خو چې هدف ته له رسیدلو وروسته یې بیرته لاري ته ولیدل هغه کله چپي اوکله ښۍ خواته کږه وږه جوړه شوې وه ، اودریم یې هدف ته مستقیمه لاره ایستلي وه ، دوی په خپلو کې سره کیناستل او داپوښتنه یې رامنځته کړه چې ولي لومړې ملګرې پوره کږه او دویم یوڅه کږه او دریم سمه سیخه لاره هدف ته ورسوله ، دریم او بریالي ملګري وویل :
تاسو دواړو لاندي خپلو پښوته کتل ځکه مولاري کږې شوې اوما مخامخ وړاندي هدف ته کتل پښو او یوه بل لورته مې نه کتل نوځکه زما لاره سیخه او ستاسو کږۍ شوې .
زموږ ژوند هم تریوه بل مخته کیدل دې موږ باید دژوند په لاره دتګ په مهال دخلکو خبروته ونه ګورو ،خپل هدف باید په نظر کې ونیسو او په ثبات سره د هغه په لور روان واوسو .


رښتینی
10.10.2012

(2)

یوه ډاکټر له یوې نجلی سره واده کول غوښتل او څوک یې ورو لیږل ، دنجلی کوروالو په یوه شرط له هغه سره خبر ومنله او هغه داچې کله هغوی د ده دکور معلومات ترلاسه کړل نو یې ورته وویل چې ستامور موږ د واده په مراسمو کې نه غواړو او هغه به نه راځې ، ډاکټر دي
خبرې ته هک پک پاتي شو او دمشوري له پاره یې دخپل پوهنتون استادانو ته ځان رساوه ، له هغوی نه دمشوري په مهال یوه یې وپوښته چې هغوی دا شرط ولي لګولی ده ، ده په شرمندوکي لهجه ورته وویل : زه دیوه کال وم چې پلار مې ومړ او مور مې دخلکو په کورونو کې مزدوري پیل کړه دخلکو لوښې او جامي به یې مینځلي او له دي لاري به یې زمادخوراک او زده کړې لګښت برابراوه ، وروسته یې وویل :مااو زما مور په ژوند کې ډیرې ستونزي ګاللي دې ترڅو چې دي ځای ته راورسیدم ،

یوه استاد یې ورته وویل : زه له تانه یو کوچنی غوښتنه لرم ته اوس کورته لاړ شه کله چې دي مورته ورشې دهغي لاسونه ور ومینځه سبا چې ماته راشې زه به خپل نظر درکړم ، دی چې کورته ولاړ له مور نه یې وغوښتل چې نن ستا لاسونه زه درمینځم ، کله یې چې دمور لاسونه مینځل پیل کړل او دهغي لاسونه یې ولیدل نو له سترګو یې اوښکي رواني شوې ، دهغي دلاسونو تڼاکي ، ګونځي او پرهارونه یې مخکي په دومره دقت سره نه و لیدلي ،

ډاکټر ونشوی کولی ترسبا پوري انتظار وکړې ، دخپل هوښیار اوځیرک استاد نظر او مشوري ته یې هم اړتیا نه ولیدله ، سمدستي یې دخپل ملګري مور ته تلیفون وکړ چې زه نه غواړم دخپلي کړیدلي مور ټول ژوند له خپل ایند ژوند نه قرباني کړم زه له هغو خلکو سره دوستي نه غواړم .


رښتینی
14.10.2012

(3)

تاسوپوهیږئ چې هوسۍ له زمرې نه ډیره تیزه ده نو ولي یې زمرۍ نیسې او ولي دهغه په پنجو کې لویږې ؟!!ځکه کله چې هوسۍ زمرۍ ووینې چې ورپسې دی نو دپه دي باور شې چې هغه له دي نه پیاوړی دی او خامخا به یې ښکار کوې او خورې به یې ....، همدا د نه خلاصون ویره یې دي ته مجبوره کړې چې دځغاستي په مهال بیابیا شاته وګورېاو د دي او زمرې ترمنځ شته فاصله وڅارې ، او دا شاته کتل د هوسې په ځغاسته اغیزکوې او دتګ په تیزوالي کې یې سستي پیداکوې ، اوپه دي توګه زمرۍ موکه پیداکړې چې په هغي پسې ورسیږې ، او اخر یې ښکار کړې ،

که هوسۍ دځغاستي په مهال شاته نه کتلی زمري نشوی کولی هغه ښکار کړې ، که هوسۍ پوهیدلی چې که څه هم دزمري دپنجو ځواک له دي نه زیات دی خو په منډه کې دا له هغه نه تیزه ده نو خامخا به یې له زمرې نه په منډه ځان خلاصاوه .........

موږ دژوند په منډه کې څومره ډیر شا او ماضي ته ګورو اوپه دي توګه مو دپرمخیون منډه سسته کړي ده ، اوډیر ځله موږ د ناکامي له ویرې نه دبریالیتوب غوره چانسونه له لاسه ورکړي دې او داراز ډیر ځله موږ پرځان نه باور او له غوره موکو نه د ویرې له کبله دبریالیتوب زریني موکي له لاسه ورکړي دې .


رښتینی
14.10.2012

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۴)

یوه سړې دښار ښایسته ماڼیواو ودانیوته کتل او خپل ملګري ته یې وویل : دا شتمنی چې ویشل کیدلي موږ چرته وو ؟!

هغه ملګري له لاسه ونیو او روغتون ته یې بوتلو : هلته یې ورته وویل : کله چې داناروغی ویشل کیدلي موږ چرته وو؟!

د ( الحمدلله ) جملي خوند باید وڅکو !!


رښتینی
14.10.2012

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۵)

د تاتاریانو د ځواکمن مشر هلاکو خان نوم به مو شاید اوریدلی وې هغه ټوله اسلامي نړۍ ونیوله اودظلمونو اوتیریو پریمانه داستانونه یې تاریخ ثبت کړي دې : وای دهغه لور په یوه ښار کې ګرځیدله یوځای یې ډیر زیات خلک ولیدل چې په یوه عالم باندي راټول دي ،په تعجب سره یې وویل داڅه دې ؟!
چاورته وویل :دا دمسلمانانو یو عالم دی او ورته ناست خلک یې شاګردان دې ، دي امر وکړ چې ورشئ لاسونه اوپښې یې په خپله پګړۍ ور وتړئ بوټ او جرابي ترې وباسئ او ماته یې تړلی راولئ ،
همدا سې تړلی یې دامیري مخته راوړ او دي ورته وویل :

ته عالم یې ؟
عالم : هوکي
امیره : موږ پر الله باندي ترتاسوګران یو ځکه موږ یې پرتاسو غالب کړو او له موږ سره یې مرسته وکړه ، اوتاته پته ده چې الله وایې : والله یؤیدبنصره من یشاء ، یعني دالله چې چاته خوښه شې مرسته یې کوې .
عالم : زه به هلته ځواب درکوم چې زما لاسونه اوپښې خلاص کړئ اوستاپه څیرپه چوکۍ کینم ، د عالم لاسونه یې خلاص کړل او هغه پوښتنه یې بیا ورته تکرار کړه عالم ورته وویل :

ایاته شپون پیژني ؟
امیره : هو موږ ټول یې پیژنو
عالم : هغه میږې لرې ؟
امیر ه : ولي نه
عالم : دهغه په میږو کې سپي هم وې ؟
امیره : بلکل وې
عالم : سپي یې دڅه له پاره ساتلي وې ؟
امیره : په سپیو میږې ساتې اوکومه میږه چې پاته کیږې یابل لورته تښتې هغه را ایساروې اونه یې پریږدې چې بل خواته لاړه شې اوکه هغه میږه نه راګرځې سپی یې داړې هم خوخامخا یې له نورو میږو سره یوځای کوې ،
عالم : زموږ اوستاسو مثال هم کټ مټ داسي ده ، الله جل جلاله راعي اوشپون دی ، موږ مسلمانان میږې یو او تاسو تاتاریان سپي یئ کله چې موږ مسلمانانو دین ته شا کړه او دالله له اوامرو نه مو تیښته غوره کړه الله پرموږ سپي مقرر کړل څو مو بیرته خپل دین ته راوګوځوې


رښتینی
14.10.2012

___________________________

(6)
وای یو وخت یوځای لوږه ولګیده ، دسیمي والي له خلکو نه دلوږي او کاختي دمخنیوې له پاره یوعجیبه غوښتنه وکړه هغه داچې د سیمي دکلیو په منځ کې یې یولوی دیګ کیښود اوله خلکو یې وغوښتل چې هر نراوښځه به دي دیګ ته یوګیلاس شیدي راوړې خوپه دي شرط چې دیګ ته به شیدي په داسي حالت کې تویوې چې یواځي وې او هیڅوک یې ونه وینې ، ټولو خلکو دشپي په تیاره کې دشیدو په راوړلو پیل وکړ او هریوه به په پټه په دیګ کې د شیدو ګیلاس تشاوه ، سهار والي راغی او ددیګ سر یې خلاص کړ چې ګورې ....
دیګ ټول له اوبو ډک ده !! او دشیدو نوم هم نشته
په کلي کې لوږه ولګیده او ګڼ شمیر خلک له لوږې مړه شول ...

دوی هریوه فکر کاوه چې د ده په یوه ګیلاس اوبو به د دومره لوی دیګ شیدو ته څه تاوان ورسیږې خو له بده مرغه چې هریو دضمیر غل وخوت او په پایله کې ټول دیګ له تشواوبو ډک شو ، هرڅوک چې د ځان په فکر کې وې په شخصي ګټو بوخت وې اوپه ټولنیزو چاروکې اخلاص نلرې او یوه بل ته ګوري یادنورو په تمه وېاو ځان مسؤل نه بولي دهغوی برخي به تل خواري او دیګونه به یې له تشو اویوډک وې


رښتینی
18.10.2012

(7)
یو سړی یوه حکیم ته راغی او ورته ویې ویل : فلانکي په
یوه مجلس کې ته وښکنځلي اوبدي خبرې یې درپسې وکړې !
حکیم ورته وویل : هغه زما په لور غشی ویشتلی دی خو ماته
ونه رسیدی ، نوتا ولي هغه غشی ماته راورساوه او زماپه زړه
کې دې خښ کړ !!


رښتینی
18.10.2012

8
یوه چینایي حکیم ته یوځوان ورغی او ورته ویې ویل : کولی شې د بریالیتوب راز راوښیې ؟ حکیم صیب وویل : ولي نه ، دبریالیتوب راز په په مجبوریو کې نغښتی دی ، ځوان وویل : مجبوریت څنګه رامنځته کیږې ؟
حکیم وویل : مجبوریت ستا په زیاته لیوالتیا کې نغښتی دی ، ځوان وویل : موږ به په ځانونو کې زیاته لیوالتیا څنګه پیدا کوو ؟ حکیم ورته وویل : یوڅه صبر وکړه !
ځوان ناست و او حکیم کورته ننووت ، بیرته چې راستون شو په لاس کې یو لوی داوبو ډک لوښی راخیستی و او دځوان مخته یې کیښود ،
له ځوان نه یې پوښتنه وکړه : ایا په رښتیا دزیاتي لیوالتیا سرچینه معلومول غواړې ؟ ځوان په لیوالتیا سره ځواب ورکړ : بلکل غواړم یې ، حکیم ورته وویل : نو دي لوښې ته ښه رانږدي شه او لاندي پکې وګوره ! ځوان اوبو ته سر ورنږدي کړ ، ناڅاپه حکیم په دواړو لاسونو سره دځوان سر په اوبو د ننه کړ او دڅټ له لوري یې دهغه سر په اوبو کې غوپه او ټینک ونیو ،
څو ګړۍ خو ځوان غلی و اوڅه یې نه کول ، وروسته یې یوڅه کوښښ وکړ څو په ورو دحکیم له لاسونو سره خلاص او له اوبو یې وباسې ، خو حکیم ټینګ نیولی و ، کله چې ځوان نفس تنګي ته نږدي شو ، په ډیر زور سره یې له حکیم نه سر خلاص او له اوبو یې وویست ، په غوسه سره یې حکیم ته وکتل او ورته ویې ویل : دا څه کوې ؟!! حکیم موسکی شو او ځوان ته یې وویل : له دي تجربي دي څه زده کړل ؟ ځوا ن وویل : هیڅ شی مې زده نکړل ، حکیم ورته وویل : بچیه ! داسي نده تاډیر څه زده کړل :
په لومړیو ثانیو کې تا وغوښتل چې له مانه سرخلاص او له اوبو یې وباسي خو هلته لا ستا لیوالتیا یا مجبوریت دومره زیات نه و وروسته دي هم دکم وخت له پاره لا مجبوریت زیات نه و او دسرخلاصولو له پاره دي کم کوښښ کاوه خو کله چې ستا ساه تنګه شوه او نور دي نشوی کولی سرپه اوبو کې پاته ولرې نو هغه وخت دي مجبوریت زیات شو او بیا دي نو دومره پیاوړي هڅه وکړه چې ما ونشوی کولی ستاسر تم کړم او هغه و چې سر دي خلاص کړ ،
په هرکار کې رغبت ، لیوالتیا او مجبوریت دبریالیتوب اساسي شرط ده موږ چې له کوم شي سره څومرهزیاته مینه ولرویا په کومه ستونزه کې ډیر مجبور شو هغه وخت داړوند کار په ارتبات بریالیتوب ترلاسه کولی شو .


رښتینی
18.10.2012

9

تاسومنئ چې فقيرواكمن به هم وې ؟!!

عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د حمص له خلكو وغوښتل چې ىخپلي سيمي
(حمص) دبي وزلو اوفقيرانو ليست ورته راوليږې څوله بيت المال نه دهغوي مرسته
وكړې , كله چې دحمص دبي وزلواوفقيرانو دنومونوليست عمربن عبدالعزيزته راورسيد هغه يې په لوستوپيل وكړ, ناڅاپه يې دسعيدبن عامر په نوم سترګي
ولګيدلي .... ! سعيد بن عامر د حمص والي و !! خليفه هك پك پاته شو چې دده وا لي هم دحمص په فقيرانو كې ليكلي دي !!

د حمص له حاضرو خلكويې پوښتنه وكړه : چې والي يې رښتيا فقيردي ؟!
هغوي ورته وويل : بي شكه هغه فقير دي هغه خپله ټوله تنخا د حمص په فقيرانو ويشي او وايې چې څه وكړم له مانه به په اخرت كې د دوي پوښتنه كيږې او وايې زه مسؤل يم ...خلیفه هغوي وپوښتل : ايا تاسو په هغه كې كوم عيب ليدلي دي ؟ هغوي وويل : هوكي په هغه كې دري عيبونه دې , هغه موږ ته له كوره ناوخته رواځي هغه له كوره څاښت مهال راوځي , د شپي يې بيخي نه وينو او ورك وې او په جمعه كې يوه ورځ تري تم وې ..!!
كله چې خليفه له سعيد نه د دي عيبونو پوښتنه وكړه هغه ورته وويل : اميرالمومنينه ! دادري واړه عيبونه لاندي اسباب لرې :دا چې زه دوي ته له څاښت نه مخكي نه ور وځم , ځكه زه چې د كور له كارونو خلاص شم بيا دوي ته ور وځم , زه دكور خادم نلرم او ميرمن مي ناروغه ده , اودا چې زه دوي ته د شپي نه ور وځم نو ماخپل وخت ويشلي ده شپه مي دخداي عبادت ته وقف كړي ده او ورځ د خلكو حدمت ته ...
او په جمعه كې يوه ورځ بهرته وځم ځكه زه يواځي يوجوړ جامي لرم , لري ولاړ شم هلته خپلي جامي ومينم او بيا راشم ,

اميرالمومنين عمر بن عبد العزيز وژړل ..او سعيد ته يې له بيت المال نه پيسي وركړې , سعيد دا ټولي پيسي لا په ىمشق كې په فقيرانو وويشلي .

دا د عمر بن عبد العزيز د يوه ملګري كيسه ده او ځكه خو عمر سره له دي چې تابعي و صحابي نه و بيا يي هم د امت د علماو په اتفاق د خليفه راشد لقب ترلاسه كړ او خیني پوهانو د (معجزة الاسلام ) لقب ورکړی دی اود ملوكيت په زمانه كې يې خلافت راشده قايم كړ .


رښتینی
20.10.2012

10
موږټول نبمګړتیاوي لرو

په ویتنام کې د امریکا دجګړي او اشغال په مهال دکلیفورنیا دیوه کلي یو کس هم برخوال و ، دي ځوان یوه بوډی مور او سپینږیری پلار لرل ، موږاوپلاربه یې هروخت دده په فکرکې وو ، او ډیربه یې یاداوه ، یوه ورځ د ټلیفون ګینټی وشرنګیدله پلار یې په بیړه غوږی پورته کړ ... او د دواړو ترمنځ داسي خبرې پیل شوې :

پلار : الو څوک یې ؟
دویم لوری : پلاره زه یم : کلارک ، څنګه یې پلار جانه ؟
پلار : څنګه یې زویه کله به راځې ؟
کلارک : پلارجانه ایله دوه ورځي کیږې راغلی یم
پلار : ښه نو کورته به کله راځي ؟ زما او موردي ډیر یادیږې
کلارک : پلار جانه سمدستي نشم درتلای ، ځکه زما سره مې یو ملګری دی ، په جګړه کې دهغه دواړه لاسونه اوښی پښه پرېشوې دې ، او نشې ګرځیدلی ، ایا زه کولی شم هغه له ځانه سره کورته درولم ؟
پلار : دلته یې له ځان سره راولي ؟!
ځکه نه یې شم پریښودلی ، هغه وایې په دي حالت کې کورته نشم تلی ، دی ویریږې چې په دي حالت کې به یې کوروال ومني او هغوی به دده بوج ته غاړه کیږدې ،
پلار : زویه څه یې کوې پریږده یې روغتون ته یې وسپاره او راځه په دي حالت کې یې څنګه له ځانه سره راولي څوک به یې خدمت
کوې ؟ ته وایې هغه لاسونه اوپښه نلري نوڅنګه به له موږ سره اوسې ؟ کلارک زویه ... زما خبر اورې ولي ځواب نه راکوې ؟
کلارک : اورم پلاره ! ایا همدا ستا وروستی پریکړه ده ؟
پلار : هو زویه کوروالوته یې تلیفون وکړه هغوی ته یې
وسپاره او راځه ،
کلارک : پلاره څه فکر کوې چې کوروال به یې په دي حالت کې
قبول کړې ؟
پلار : نه زویه ګومان نه کوم د دي بوج وړلو ته دي څوک ملاوتړي ،
کلارک : ښه پلاره زه ولاړم مخته ښه ...

له دي خبرو وروسته امریکایې ځواکونو دکلیفورنیا په بحر کې دکلارک مړی وموند ، هغه له فوځي روغتون نه تښتیدلی و او دبحر اوبو ته یې ځان غورځولی و !

پلار یې راوغوښت چې دخپل زوی مړی تسلیم کړې ، پلار یې هلته هک حیران شو چې دخپل زوی بي لاسو اوبي پښې مړی یې ولید
ډاکټر ورته وویل : لاسونه اوپښه یې په جګړه کې پرې شوې دې

او دلته پوه شو چې هغه معیوب دکلارک ملګری نه و بلکي پخپله دی و او غوښتل یې مخکي له ورتګه پلار او مور وازمویې چې دده بوج ته ملاتړلی شې کنه ...

زموږ دټولني ډیری وګړي دکلارک پلار ته ورته دې ، موږ کولی شو پخپل چاپیریال کې له خپلو هغو وګړیو سره مینه وکړو چې هغه روغ ، تکړه اوښایسته وې ، خوموږ نشو کولی چې له خپلو اړوندو نیمګړیو او ناقصو وګړیو سره مینه وکړو ، کاش موږ ټول یو بل سره له خپلو نیمګړتیاو او نواقصو ومنو ، او باید په یاد ولرو چې موږ ټول څه ناڅه نیمګړتیاوې خامخا لرو اوهیڅوک پوره نشته ،


رښتینی
21.10.2012

11
وای یوه ناشولته بوډۍ وه تل به یې ژړل ، ځکه مشره لور یې یوه داسې سړي ته ورکړې وه چې هغه چتری خرڅولي او کشری لور یې د مکروني تاجرته ورکړې وه ، نو چې هوابه پاکه او اسمان به روڼ و نو دي به ژړل چې اوس به مې دمشري لور د سړې کارپه ټپه ولاړ وې ، اوکه به وریځي اوباران و بیابه یې هم ژړل چې اوس به مې دکشري لور دسړې کار خراب وې هغه به مکرونه چیرته وچوې ... اوپه دي توګه به یې سراوکال ژړل ،

یوه ورځ یوه حکیم ولیدله او هغه وپوښتله چې ولي ژاړې ؟
کله چې دي دهوا له حالاتو سرشکونه اودخپلي ژړا کیسه ورته بیان کړه ، حکیم صاحب ورته موسکی شو او ورته ویې ویل : ستا دستونزي اسانه علاج درښیم ، ته نشې کولی دهوا حالات تغیر کړې
ته دژوندچارو په اړه خپل نظر بدل کړه ، هغه داسې چې د لمریني هوا په صورت کې دا سوچ کوه چې اوس به دي د کشري لور کار برابر او میړه به یې ډیرڅه وګټې او دباراني هوا په مهال فکر کوه چې اوس به دي دمشري لور دمیړه کار ښه روان وې او میړه به یې ډیره سودا اوښه ګټه کړې وې ، بوډۍ د حکیم په خبره ډیره خوشاله شوه او دتل له پاه یې ژړا او فریاد پریښود ،

کله چې موږله خپل ژوند او حالاتو نه خوشاله نه یو او ورته خپه یو او نشوکولی خيل ظروف اوشرایط تغیر کړو باید دژوند چارو اوشرایطو اړوند خپل موقف او نظر تغیر کړو او پکار ده چې خپلو شرایطو او ژوند ته مثبت لیدلوري ولټوو او له هغه نه ورته وګورو او د فکر او سوچ په تغیر سره موږ کولی شو د ژوند حالت ته بدلون ورکړو .


رښتینی
21.10.2012

12
دیوې خادمي رښتیني کیسه

داکیسه یواځي هغه څوک منلی شې چې په خدای ټینګ ایمان لرې او کیسه داسې ده : دسعودي عربستان د پلازمیني ریاض په سیمه کې یوکلی دی (حریملاء ) نومیږې ، په دي کلي کې یوه میرمن وه چې دویني دسرطان ناروغي یې لرله ، نویې دکور دخدمت له پاره له اندونیسیا نه یو ه خادمه راوغوښتله ، دا خادمه ډیره دینداره او ښه ښځه وه ،

د دي ناروغي میرمني په کور کې چې دخادمي یوه اونۍ پوره شوه ، ناروغي میرمن دخادمي یوه عادت ته په فکر کې شوه او هغه دا چې خادمه به حمام ته ډیره تله اوپه حکا کې به یې له ضرورته زیات وخت تیرا وه ، یوه ورځ یې خادمي ته وویل : چې حمام ته ولي ډیره ځې او دومره زیات وخت ولي پکي تیروې ؟
په دي پوښتنه سره خادمي په ژړا ښ،ه او ډیر زیات یې وژړل ، اوکله یې چې دژړا دلامل پوښتنه ورنه وکړه نوخادمي ورته وویل : دلته راتګ ایله شل شپي مخکي مې زوی وزیږید چې په اندونیسیا کې د ویزاو د دُتر له لوري تلیفون راغی او راته ویې ویل چې ستا د تګ کاغذا تیار شوې دي او سباته سعودي ته دتګ تیارې ونیسه ... څنګه چې خواري او نیستي په سر اخیستي یو نو خپل تنکی ماشوم مې پرېښود او دلته مې راتګ ته ځان تیار او راغلم ، اوس چې ته مې ویني زه حمام ته ډیره ځم او هلته زیات وخت تیروم ځکه زما سینه له پیو ډکه ده او هغه په حمام کې تشوم ...!!

سعودی میرمن چې یې په دي دردوونکي کیسه خبره شوه سمد ستي یې اندونیسیاته دلومړی تلونکي الوتکي تیکټ ورته واخیست
او له ټیکټ سره یې د دوو راتلونکو کلونو ټوله تنخا ورته یوځای کړه
خادمه یې را وغوښتله او ورته ویې ویل : داستا د راتلونکو دوو کلونو تنخا اودا هم ټیکټ ده ته دي خپل کورته ولاړه شه ، زوی ته دي پۍ ورکړه او ویې روزه ، دوه کاله وروسته که دي خوښه وه زما تلیفون نمبر درسره دې راته ویې کړه اوبیابه دي زاوغواړم

د خادمي له تګ څو ورځی وروسته د دي میرمني د سرطان ناروغی دمعیني وعده وه ، ډاکټر ته ولاړه او معاینه یې وکړه ده معایني د پایلي په لیدلو سره ډاکټر هک حیران پاته شو او هغه ځکه چې د ناروغي پایله صفر وه او هیڅ شتون یې نلاره !! ډاکټر میرمني ته پایله بیان کړه او زیاته یې کړه چې دده زړه ته نه لویږې باید نوري معایني وکړې او تکرار یې کړې هماغسي څو معابنپ تکرارشوې خو ناروغي مکمله ختمه شوه ،

ډاکټر پوښتنه وکړه چې علاج دي چبرته کړی دی او دا څه ډول علاج ده چې په دومره کم وخت کې یې ناروغي پوره ختمه کړې ده ! دي میرمني دخپلي خادمي کیسه ورته وکړه او زیاته یې کړه :
عن أبي أمامه رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال :داوو مرضاكم بالصدقة ) .. یعني رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : تاسو په خیرات سره دخپلو ناروغانو درملنه وکړئ .

یادونه :
یوه ملګري دا کیسه لیکلي ده او وایې چې دایې له ډیر
کره او باورې سړې نه اوریدلي او کیسه ریښتیني ده


pattang
21.10.2012

رښتینی صيب سلامونه ، ډېره ښه پروژه د شروع کړې ، الله پاک دې قدرت درکړي !
وروره په ټول تخنيکي او سيانسي علم چې مونږ انسانان يې لرو دالهي د قدرتونو
يو فيصد هم ندی راته مالوم د الهي قدرتونه ، مهرباني او ازما يښتونه ډېر زيات
اولايتناهي اړخونه لري !
تعويذ ، دم او دوعا ځينې وخت لګېږي ، زه خپله يوو تعويذ له يوو جدي خطرناکه
مرض څخه خلاص کړی يم چاچې ماته تعويذ کړی وو هغه دکفارو په جنګ کې
شهيد شه الله پاک دې دجنت دروازي ورته خلاصې کړي٠


رښتینی
22.10.2012

محترم ورور پتنګ صاحب ډیره مننه خوشاله اوسې
او ستاسو خبره کره ده خو تاسو دتعویذ یادونه کړې ده
اوپه دي شیانو پسي خو به اوس حذیقه او وپیروز وروڼه
هم راځې :)


رښتینی
22.10.2012

13

دوه ملګري په لاره سره روان وو په خپلو کې یې جنجال شو چې یوه یې دبل پر مخ توده څپیړه ورحواله کړه هغه خوارکی یې ډیر خوږ کړ او پرته له دي چې څه ورته ووایې کېناست اوپه شګلنه ځمکه یې ولیکل : نن مې ګران ملګري په څپیړه ووهلم ،

دواړه روان و چې دسیندغاړي ته ورسیدل ، او دواړو غوښتل چې په سیند کې ولامبي همدا څپیړه خوړلی کس سیند ته ورښکته شو څو لامبي چې په تمبلی کې یې پښي ننوتلي او لاندي په غرقیدو شو ملګري یې لاس ونیو او له غرثیدو یې وژغوره ، کله یې چې را وایست نو راغی او یوې تیږې ته کیناست په هغه کاڼي یې ولیکل : نن مې خواږه ملګري له مرګ نه وژغورلم ...

ملګري یې پوښتنه ورنه وکړه چې کله مې یوه څپیړه ووهلي نو په شګو دې هغه خبر ولیکله او چې له مرګ نه مې وژغورلي دا خبر دي په کاڼي ولیکله ؟! ده ورته وویل : کله چې زموږ په منځ کې پر یوه بل تیری او له یوه بل سره بد رامنځته شې باید هغه په شګو ولیکو څو یې دبښني او تسامح باد ختم کړې ، اوکله چې له یوه بل سره ښیګڼه وکړو باید هغه په کاڼي ولیکو چې هیڅ ډول باد یې نشې ختمولی ،

خپل دردونه په شګو ولیکئ چې ژر ړنګ شې اوښیګڼي
اوخوشالی په کاڼو نقش کړئ چې تلپاته وې .


رښتینی
22.10.2012

(14)

د زړه ډاکټر مستري ته خپل موټر دجوړولو له پاره ودراوه ، مستري د ډاکټر صاحب دموټر په انجن باندي کارپیل کړ ، دا سموه او دا بدلوه ... خو بوخت وڅوموټرجوړکړې ، په دي منځ کې ډاکټر ته ورنږدي شو او په خوارنجوکي لهجه یې ورته وویل : ډاکټر صیب دیوې پوښتني اجازه راکوئ ؟ډاکټر ورته وویل : ولي نه صیب مهرباني وکړئ ،
صیب تاسو دزړه ډاکټر یئ او دزړونو عملیات کوئ ، زه هم کټ مټ ستاسوپه څیر دموټرو د زړونو (انجنونو) ماهر یم هغه جوړوم او کار پکي کوم ، نو ولي ستاسو ګټه زموږ له هغي ډیره زیاته ده ؟! ډا کټر لنډ ځواب ورکړ : ته کولی شې دموټر انجن چالان وې او ته کارپکي وکړې ؟؟
پایله : ځیني کارونه په صورت اوشکل کې یوه بل ته ډیر ورته وې خو ځیني جزئیات یې په منځکې پوره توپیر روښانه کوې .


رښتینی
07.11.2012

(15)

هغه چې له خوبه راپآڅید په سوچونوکې ډوب شو ، دا سوچونه یې سلبي و یعني ده فکر کاوه : نن به یې بي له کوم سببه له خپل کارنه ګوښه کړې ، موټر به مې خراب شې ... او په دي خبر یې خپل فکرونه پای ته ورسول : امید لرم دا ورځ به په خیر تیره شې ....سبا چې له خوبه راپاڅید تبیت یې خراب و اوبي له کوم سبب نه خپه و ...داورځي همداسې په خپګان کې تیریدلي او ډیرې ورځي یې په ورته خپګان کې تیرې شوې ... سهار مهال به خپه و او ماښام به هیڅ ستونزه هم نه وه اودنیکمرغې په حالت کې به یوده شو خو سهار به چې راویښ شو بیابه خپه و ...دا سړی دڅلویښتو کلونوپه عمر دزړه دحملي لامله ومړ ، ډاکټرانو وویل چې عقل یې زړه قتل کړ ځکه دی په دي نه پوهیدی چې دا نن ورځ هغه (سبا) ده چې موږ ورنه وویریدلو


رښتینی
07.11.2012

16
هوښیار شاعر

یوشاعر د وخت پاچا ته ورغی اوخپل شعر یې ورته وویلي ، پاچا
ورته وویل : ښایسته شعر مو تیارکړی دی ، وایه څه غواړي ؟ شا
عر ورته وویل : چې څه غواړم هغه راکوې ؟ پاچا وویل : هو ،
شاعر وویل : زه به یوقراني ایت تلاوت کوم په هغه کې چې کومه
شمیره راغلي وې هغومره دینار راکوه ! پاچا وویل : سمه ده ،

شاعر وویل خدای جل جلاله وایې : " ﺇﻟﻬﻜﻢ ﺇﻟﻪ ﻭﺍﺣﺪ"
پاچا امر وکړ یودینار ورکړئ ،
شاعر وویل : " ﺛﺎﻧﻲ ﺃﺛﻨﻴﻦ ﺇﺫ ﻫﻤﺎ ﻓﻲ ﺍﻟﻐﺎﺭ"
... دوه دیناره یې ورکړل ،
هغه بیا وویل :" ﻟﻘﺪ ﻛﻔﺮ ﺍﻟﻠﺬﻳﻦ ﻗﺎﻟﻮﺍ ﺇﻧﺎﻟﻠﻪ ﺛﺎﻟﺚ ﺛﻼﺛﺔ"
دری دیناره یې ورکړل ،
هغه بیا وویل :" ﻗﺎﻝ ﻓﺨﺬ ﺃﺭﺑﻌﺔ ﻣﻦ ﺍﻟﻄﻴﺮ ﻓﺼﺮﻫﻦ ﺇﻟﻴﻚ"
څلور دیناره یې ورکړل ،
شاعر بیا وویل : " ﻭﻻ ﺧﻤﺴﺔ ﺇﻻ ﻫﻮ ﺳﺎﺩﺳﻬﻢ"
پنځه اوشپږ دیناره یې ورکړل ،
شاعر بیا وویل : " ﺍﻟﻠﻪ ﺍﻟﺬﻱ ﺧﻠﻖ ﺳﺒﻊ ﺳﻤﻮﺍﺕ"
اووه دیناره یې ورکړل ،
شاعر په ایتونوکې پرلپسي شمیره راوړې اوبیا یې وویل :
" ﻭﻳﺤﻤﻞ ﻋﺮﺵ ﺭﺑﻚ ﻓﻮﻗﻬﻢ ﻳﻮﻣﺌﺬﺛﻤﺎﻧﻴﺔ"
اته دیناره یې ورکړل ،
شاعر بیا وویل : " ﻭﻛﺎﻥ ﻓﻲ ﺍﻟﻤﺪﻳﻨﺔ ﺗﺴﻌﺔ ﺭﻫﻂ
ﻳﻔﺴﺪﻭﻥ ﻓﻲ ﺍﻷﺭﺽ"
نه دیناره یې ورکړل ،
شاعر وویل : " ﺗﻠﻚ ﻋﺸﺮﺓ ﻛﺎﻣﻠﺔ"
پاچا لس دیناره ورکړل ،
شاعر وویل : " ﺇﻧﻲ ﺭﺃﻳﺖ ﺃﺣﺪ ﻋﺸﺮ ﻛﻮﻛﺒﺎ"
یولس دیناره یې ورکړل ،
شاعر وویل : " ﺇﻥ ﻋﺪﺓ ﺍﻟﺸﻬﻮﺭ ﻋﻨﺪ ﺍﻟﻠﻪ ﺍﺛﻨﺎ ﻋﺸﺮﺷﻬﺮﺍ
ﻓﻲ ﻛﺘﺎﺏ ﺍﻟﻠﻪ"
دولس دیناره یې ورکړل ، او پاچا وویل : همدومره نور دیناره
هم ورکړئ اونور یې رخصت کړئ ! شاعر ورته وویل : ولي صیب ؟!
پاچا ورته وویل : ویریږم اوس به ووایې : " ﻭﺃﺭﺳﻠﻨﺎﻩ ﺇﻟﻰ ﻣﺎﺋﺔ ﺃﻟﻒ ﺃﻭﻳﺰﻳﺪﻭﻥ"


رښتینی
07.11.2012

17
د ژوند کیسه

کیسه کا چې دری ځوانان یوه لیرې هیواد ته په چکر ولاړل ، هورې دوی په یوه پنځه اویا پوړیزه ودانی کې خونه کرایه کړه ، له بده مرغه د دوی خونه په پنځه اویایم پوړ کې وه ، داستقبال مسؤل ورته وویل : زموږ دهیواد نظام ستاسو دهیوادونو په څیر نده ، دشپي په لسوبجو زموږ د ودانی اتوماتیکي ځیني پخپله بندیږې نوتاسوباید خامخا له لسوبجومخکې په خپله خونه کې شتون ولرئ ځکه دکوم کمپیوټر په واسطه چې دا ځیني په اتوماتیکه توګه بندیږې هغه له دي ځایه لیرې په بله ودانی کې ده نو مطلب داشو چې یوځل اتوماتیکي ځیني بندي شې بیا یې دخلاصولو شونتیا نه لیدل کیږې .

په لومړی ورځ دریواړه ملګرې په مناسب وخت خپلي خوني ته راستانه شول خوپه دویمه ورځ خبر خرابه شوه هغه داسي چې دوی ترلسوبجو پنځه دقیقي واړولي خو ډیرپه منډه یې ځانونه راورسول څو اتوماتیکي ځیني خلاصي بیامومي و له بده مرغه ... !!
ځیني تړل شوې وې او لکه داستقبال مامور چې په لومړۍ ورځ ورت ویلي و دخلاصولو څوک یې نه و ،

پخپلو کې یې پریکړه وکړه چې دساده ځینو له لاري به پیاده خپلي خوني ته ځانونه رسوې ، یوه یې ورته وویل زما یو وړاندیز واورئ ؟ نورو دواړو ورته وویل : وایه ! هغه وویل زموږ هر یو به یوه کیسه پیل کوې او داکیسه به دومره اږده وې چې په پای ته رسیدلو سره یې باید موږ پنځه ویشت پوړه لاره وهلي وې ، بیا به دویمملګری کیسه پیل کوې پنځه ویشت پوړه به د هغه په کیسه لنډ کړو اوپاته پنځه ویشت د وروستي ملګري په کیسه ، اوپه دي توګه به خپلي خوني ته ورسیږو ،

ملګرو یې وړاندیز خوښ کړ او ورته کړه یې چې پیل به ته کوې ، ده ورته وویل : سمه ده زه به داسې خوندوره اوپه ټوکو اوبدلي کیسه درته پیل کړم چې له خندابه راته تک شنه شئ ، هغوی ورته وویل : موږ له خدایه همدا غواړو ، هغه خوندوره کیسه پیل اوچې پای ته یې رسوله پنځه ویشت پوړه وداني یې هم ترپښولاندي کړې وه ،

دویم ملګري یې وویل : زما کیسي یوڅه جدي دې اوراته غوږ شئ هغه هم په پنځه ویشته پوړیزه لاره خپله کیسه وغځوله اوپه دي توګه دوی پنځوس پوړه ووهل اوپنځه ویشت ورته پاته شول ، دریم ملګري ېې ورته وویل : زما کیسي په شخړو ، غمونو او دردونو لړلي دې ، دټوکو او جدي کیسي مو واوریدلي اوس به د دردونو کیسي سره کوو ، هغوی ورته وویل : پیل پرې وکړه ، همدا د دردونو او غمونو کیسې به مو خوب ته هم ښه لیواله کړې او چې څنګه خوني ته ورسیږو دستي به وید شو .

دریم ملګري داسي په غم لړلي کیسي ورته پیل کړې چې دپاچاهانو ژوند یې هم تریخ ګرځاوه کله چې دخپلي خوني وره ته ورسیدل ، ډیرې ستوماني له اخه توخه غورځولي وو اود دردونو او غمونو کیسي کوونکي ملګري ورته وویل : زماپه ژوند کې ترټولو دردناکه او غمژنه کیسه داده چې موږ اوتاسو دخوني کیلي د استقبال دمامو ر په خونه کې په ځمکني پوړ کې هیره کړې ده !!!
.
.
.
.

پندونه او عبرتونه

په دي کیسه کې خورا ښکلي اوګټور پندونه او نصیحتونه نغښتي دې ،زموږ ځوانان دژوند لومړې پنځه ویشتو کلونه په خنداګانو او ناپوهیو کې تیر کړې ، داپنځه ویشت کاله دانسان دژوند خورا مهم اوښایسته کلونه دې خو ځوانان یې نه د الله په عبادت او اطاعت کې ولګوې او نه یې دعقل اوپوهي په غوښتنه سره تیر کړې ،
د ژوند دویم پنځه ویشت کلونه په واده کولو اولادونوپاللو تیر شې دروزي په ترلاسه کولو انسان سخت زیات بوخت وې اودژوند بوختیاو ټینګ نیولی وې اوپه دي توګه انسان پنځوس کلن شې ،

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : زما د امت دوګړو عمرونه د شپیتو او اویا کلونوترمنځ دې په وروستی پنځه ویشت کلن پیر کې دردونه او غمونه پیل شې ، ناروغی او درملني پیل شې ، اخ او ټوخ وې ، اولادونه لویان شې دهغوی ودونه لوڼه ودول دهغوی هریوه دژوند ځان ځان ته فکرونه وې او انسان د دردونو او غمونو ځاله وګرځې ، او دګڼ شمیر فکرونو او اندیښنو په ګرداب کې راګیر شې ، تردي پورې چې دمرګي نوبت راورسیږې ، په دي وخت کې ده ته وریاد شې چې کیلي (دجنت کیلي) خو یې ډیره لاندي دعمر په لومړیو پنځه ویشت کلونو کې هیره شوې ده !!
نو الله ته مفلس ورشې ، "ربِ ارجعون.." خدایه بیا وخت راکړه بیرته مې وګرځوه ! دا مهال افسوس کوې او بي ګټی لاسونه مروړې : "لو أن الله هداني لكنت من المتقين"او ناري وهې : "لو أن لي كرة.." خوپه ځواب کې ورته وویل شې : "{بَلَى قَدْ جَاءتْكَ آيَاتِي فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنتَ مِنَ الْكَافِرِينَ }.

داسې نده ته دروغژن یې تاته زموږ ایتونه راغلي و خوتا هغه دروغ وبلل او لویې دې وکړه او ته دمنکرانو له ډلي یې ....


رښتینی
07.11.2012

(18)

زیاته لیوالتیا دبریالیتوب لاره

له یوه جاپاني حکیم نه خپل شاګرد پوښتن وکړه :څنګه کولی شم حکیم وګرځم ؟ جاپاني حکیم کوچیډو کونډو ورته وویل : په زیاته
لیوالتیا کې دبریالیتوب راز نغښتی دی ،
داراز یو شل کلن ځوان کاټیډرل له خپل مشهور استاد روبرټ چولر
نه پوښتنه وکړه : څنګه کولی شم ستاپه څیر بریالی اونوماند لیکوال
جوړ شم ؟ هغه ورته وویل : که ستا لیوالتیا زیاته وه چې ستا څه زړه غواړي هغه کیدلی شې ،

ځوان پوښتنه وکړه چې زیاته لیوالتیا یعني څه ؟ ډاکټر روبرټ چولر ورته کړه : هغه داسې چې له تاسره له خوب نه مخکي هم دلیکوالي فکر وې ، او سهار مهال چې پاڅیږې نو لومړۍ شی چې ستاپه دماغ کې راپورته کیږې هغه به لیکوالي وې ، هروخت او هرځای چې ته خبر کوې یا سوچ اوفکر کوې دلیکوالي په اړه به وې ، کله چې ستاپه ټولو افکارو دلیکوالي فکر مسلط او ولکه ټینګه کړې اوپه وینه کې دي جریان پیل کړې ؛ دي ته زیاته لیوالتیا ویلی شو او دا بریالیتوب لاره ده .

په دي اړه د سید جمال الدین افغان رحمه الله یوه وینا هم مشهوره ده هغه وایې انسان که رښتینی تکل اوپوخ هوډ ولرې
له نبوت پرته هرمقام ته ځان رسولی شې او نبوت یواځي الهي ورکړه ده هغه ته په انساني هڅو سره رسیدل ندي شوني ،

په دي کې شک نشته چې په هرکار کې وتلی ځای او لوی بریالیتوب ترلاسه کول خورا ډیرو هڅو او زیاتو منډو ترړو ته اړتیا لرې
اوکه په انسان کې له خپلي موخي او ټاکلی هدف سره د لیونی میني یا زیاتي لیوالتیا محرک نه وې دومره ډیر کار نشي سرته رسولی ،

دپوهانو دا حکیمانه خبري مو ږ تردي په پراخه کچه د قرانکریم په دي ایت شریف کې : وان لیس للانسان الا ماسعي ، موندلی شو او د قرانکریم په دي ایت کې دا مطلب او معنا په ډیره لنډه او ښایسته توګه ځای کړل شوی دی . یعني ...او داچې انسان به یواځي دخپلو هڅو میوه ترلاسه کوې .

یادونه : شاید داکیسه مکرره وې خود کیسوپه لړۍ کې دپېیلوپه
موخه مې دلت راوړه ، معذرت غواړم ....


رښتینی
07.11.2012

(19)

روایت کا چې امام احمد بن حنبل رحمه الل ته چا وویل : چې ستا یو شاګرد ټوله شپه عبادت کوې اوترسهاره په لمانځه کې پوره قرانکریم ختموې .... اوله هغه وروسته دسار لمونځ کوې ، امام نیت وکړ چې خپل شاګرد دقرانکریم په تدبر اودهغه په غوره تلاوت پوه کړې ، نو ورغی او ورته ویې ویل : چاراته وویل چې ته ټوله شپه عبادت کوې او پوره قرانکریم په لمانځه کې ختموې ؟ شاګرد یې ورته وویل : وکې ،

امام احمدورته وویل : ځه ته نن شپه هم خپل عبادت وکړه لکه مخکي دي چې کاوه ، خوداځل به دقرانکریم تلاوت داسې کوې لکه زه چز درته ناست یم ، او سهار بیا ماته حال راکړه چې څومره تلاوت دي کړی دی ... شاګرد ولاړ او شپه یې په عبادت تیره کړه سبا چې راغی امام وپوښتی چې څومره تلاوت دي وکړ ؟ شاګرد ورته وویل : په ټوله شپه کې مې ایله لس سیپاري تلاوت وکړ ،
امام ورته وویل : ځه نن شپه دي هم خپل عبادت وکړه خو تلاوت داسي کوه لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ستا تلاوت اورې اوته یې په مخکي تلاوت کوې ، اوسبا ماته حال راکړه ،
سبا چې شاګرد راغی ورته ویې ویل : محترم امام بیګا شپه مې ایله جزء عم ( وروستی سیپاره) ختمه کړه ... امام ورته وویل : ځه نن شپه داسي تلاوت وکړه لکه ته چې د لوی څښتن جل جلاله په حضور کې ولاړ یې ، شاګرد په دهشت کې ولوید او ولاړ ....
سبا چې راغی سترګي یې اوښلني وې اودستوماني نښې یې په مخ کې ځلیدلي ، امام احمد رحمه الله وپوښتی چې بچیه څه دې وکړل ؟ شاګرد په ژړغوني اواز ورته وویل : استاده ! .... په خدای سوګند که ټوله شپه مې یوه فاتحه هم پوره تلاوت کړي وې ...


رښتینی
07.11.2012

(20)

زوی له پلاره وغوښتل چې دمرغانو دښکار له پآره یو توپک ورته واخلې پلار یې ور سره ومنله او دواړه ښارته روان شول ، دښکاري توپکو پلورونکي دکان ته ورننوتل او پلاریې د زوی غوښتنه ورته بیان کړه ، ټوپک پلورونکی دپوخ عمر اوډیر هوښیار سړی و ،

هلک ته یې دوه ډوله ټوپک راښکته کړل او ورته کړه یې چې یو یې یوډز کوې او دابل دوه ډزی دی ، اوهلک دوه ډزی ټوپک غوره کړ ، او له دوکانداره یې وپوښتل چې کانه دا له یوډزي نه غوره دی ؟

هغه ورته وویل : که زه ستاپه ځای وی نو یوډزی مې غوره کاوه ځکه هغه تردي غوره او ښه دی ... ځکه که یوډزی ټوپک دي په لاس کۍ وې نو ته به دپیل له ډز سره اتیات کوې او ځیربه اوسې چې وار خطا نکړې یعني لومړۍ موکي ته به بیدار او ښه متوجه وې او که دو ډزی توپک درسره وې نو دومره به ځکه ن یې متوجه چې ته به فکر کوې : ځه ک دا خظا شو بل خو تیارشته ... نوپه لومړې صورت کې به ستایو ډز له وروستیو دوو ډزونو ډیر ددي وړ وې چې هدف وولي ،

هلک د دکاندار خبره ومنله ، یوډزی توپک یې واخیست او ورسره یې دژوند له پاره ښه درس هم ترلاسه کړ هغه داسې چې هر انسان باید هروخت په ژوند کې لومړۍ موکه مهمه وبولي او له موکي نه دګټي په اخیستلو کې غفلت ونکړې ، دویمي موکي ته په انتظار سره په لومړۍ موکه کې غفلت نده پکار ځکه لاس ته درغلي موکه بدل نلرې ، او دویمي موکي ته انتظار کول د بریالیتوب ځنډول دې


رښتینی
07.11.2012

(21)
دسیبویه مینځه

شاید دامام سیبویه رحمه الله نوم ډیرو خلکو اوریدلی وې هغه دعربي ژبي دنحو ستر امام او دعلم العروض موسس بلل کیږې ، دی اصلا فارسي ژبی و او په عربي نحو کې یې دامامت مقام ترلاسه کړی و او داسې امام چې دعربي ستر امام یې شاګردان وو

وای یوه بدوې عرب چې دسیبویه دامامت او په عربي ژبه کې دفصاحب خبر ه واوریدله نو انکاریې وکړ او ویې ویل : عجیبه ده یو داسې کس به له موږ نه په عربي کې زیات مهارت لرې چې هغه عرب ندی دانشې کیدی !! زه به دهغه دازمویني له پاره خامخا هغه ته ورځم ...

بدوې عرب د سیبویه کره روان شو ، چې ورسید دسیبویه دکور دروازه یې وټکوله ، دسیبویه مینځي ور ـ ورته خلاص کړ ، عرب پوښتنه وکړه : سیبویه چرته دی ؟ مینځي ورته وویل :

- ﻓﺎﺀَ ﺇﻟﻰ ﺍﻟﻔﻴﺎﻓﻲ ﻟﻴﻔﻲﺀ ﻟﻨﺎ ﺑﻔﻲﺀٍ ، ﻓﺈﺫﺍ ﻓﺎﺀَ ﺍﻟﻔﻲﺀُ ﻓﺎﺀَ . ( بهرته تللی دی څو موږ ته ښکار راوړې ، او په لمر لویدو به راځې ) عرب هک پک او ګوته په غاښ پاته شو !! اوله ځانه سره یې وویل : دا یې دمینځي فصاحت ده او دی به لا څنګه وې !!

په هرشي کې دمهارت لوړ پوړ ته رسیدل دانسان په وس پوره دې
په دي شرط چې همت یې لوړ وې او خدای ورکړې قوتونه وکاروې


رښتینی
24.11.2012

22

دمیخونو کیسه

دیوه هوښیار سړې یو شوخ او تریخ ژبی زوی و ، هر وخت به یې شحړې او جګړې کولي یوه ورځ یې پلار ورته وویل : دا کڅوړه له میخونو ډکه ده داواخله او کله چې دي له چاسره شخړه او جنجال راځې د باغ پردیوال باندي یو میخ ټک وهه !

هلک دمیخونو کڅوړه واخیستله ، په لومړۍ ورځ یې په شمار اووه دیرش میخونو دباغ پردیوال ټک وهل یعني دومره ځله یې جنجالونه وکړل ، هلک له ځانه سره وویل : داکار ستونزمن دی ... دځان کنترولول یې پیل کړل ، په دویمه اونۍ کې دمیخ ټکولو شمیر کم شو هلک فکر وکړ چې د کڅوړې ترښورولو او میخونو ټکوهلو دځان کنترول یوڅه اسانه ده ، دمیخ کمیدلو لړۍ دي حد ته راورسیدله چې داسې ورځ هم راغله چې په ټوله ورځ کې یې یومیخ هم پردیوال ونه ټکواهه ،

پلار ته ورغی او ورته ویې ویل : زه اوس دي ته اړتیا نلرم چې پردیوال میخونه ټکوهم ، پلار یې ورته وویل : او س ولاړشه او کوم میخونه دي چې پردیوال وهلي دي هغه یو یو را وکاږه ! هلک ولاړ او ټول میخونه یې را وایستل څو ورځی وروسته یې پلار ته وویل چې دا کار هم پای ته ورسید ،

پلار یې ترلاس ونیو او دباغ دیوال ته یې بوتلو ، د دیوال خواته یې پلار درا ایستل شویو میخونو نښوته نغوته وکړه او ورته ویې وویل : زویه ! دي نښو ته ګوره دا دیوال هیڅکله دپخوا په شان نشې کیدلی او دا نشې به یې خامخا پر ټټر پاته وې ، کله چې دې له چا سره شجړه رامنځته شې او ستا له خولي نه سپکي او ترخي خبرې ووځې ، په دي خبرو سره تا دهغه انسان زړه داسې ټپې کړ لکه په دیوال کې دمیخونو سوړي چې ته ویني ، ستاپه سپکه خبر ، ښکنځل او بدو ویلو سره دهغه پر زړه ټپونه جوړ شې اوس که څه هم ته د معذرت او بښني په غوښتلو سره کولی شې دهغه له زړه نه دښکنځلو اوسپکو خبرو میخونه وباسې خو نښې او اثاربه یې په خپل حال داسې پاته وې لکه ستا مخته پردیوال ستا دټکوهل شویو میخونو نښې ،

دکیسي دپیغام دروښانتیا او وضاحت له کبله
زه غلی او چوپ خوله تیریږم .....


رښتینی
25.11.2012

23

په کوڅه کې پر یوې زړیدلي لوحه لیکلي و :
شل افغانی رانه ورکي شوې دې ، که چاموندلي وې لطفا فلاني نمبر کور ته دي راورسوې ، میاشتنی معاش مې ډیر کم ده ، د ډوډۍ پیسي نلرم ،

یوسړی دا اعلان ولید ، زړه یې نرم شو په اعلان کې ښوول شوې کورته ورغی ، له ځانه یې ورته وویل : ستا شل افغانی ما موندلي دې ، او په کورکې بوډۍ میرمني ته یې شل افغانی ورکړې ،
میرمن په ژړا شوه او ورته ویې ویل : ته دولسم کس یې ، له تامخکي یوولس کسان نور هم ماته راغلل او هر یوه شل شل افغانی راکړې هریوه ویل ستاشل افغانی ما موندلي دې !!

سړې موسکی شو او چې روانیدی بوډۍ ورته وویل : لطفا هغه اعلان څیرې کړه زه اصلا څه نشم لیکلی ا و نه هغه اعلان ما لګولی دی ، میرمن په ژړا شوه او ویې ویل : خدای دې زما ګاونډیان خوشاله کړې داټوله دهغوی مهرباني او ښیګڼي دې !!

له خپلو بیوزلو ګاونډیانو سره هرډول مرسته لازمه اوستر انساني او اسلامي مسؤلیت دی ، که هغه پخپله وې اویا دنوروتوجه ورته راجلبول وې لکه په لوړه کیسه کې ، هغه څوک چې پخپله ډکي ګیډي څملي او د بي وزله ګاونډیانو په کیسه کې نه وې هیڅ ډول انساني عاطفه او احساس نلرې او الله به د دي غفلت پوښتنه خامخا ورنه کوې ،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more