د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

دزياتو ماشومانو لرل دفقر او مرض ستر عامل

ډاکتر څپاند
20.09.2012

دزياتو ماشومانو لرل دفقر او مرض ستر عامل

په لمړنيو يا ابتدائي انساني ټولنو کې دزياتو ماشومانو لرل دنسل
دبقا او دطبيعي حوادثو سره دمقابلې لپاره حتمي او ضروري ګڼل کيده٠خو په نني عصر کې دډيرو ماشومانو لرل دکورنۍ داقتصادي حالت،روغتيا ،دژوندانه دنادود او دچاپيريال دککړتيا ترټولو ستر سبب دی٠

په متمدنه ټولنو کې اکثر کورنۍ، يو يا دوه ماشومان لري٠کڼ شمير کورنۍ درې،يو لږ شمېر د څلور او ندرتا تر هغې زيات ماشومان ټولنۍ ته وړاندې کوي٠
واقعيت دادی چې د يوې کورنۍ دغړو شمير دهغې کورنۍ په ژوندون هر اړخيز او ژور اثرات لري٠نن سبا په پرمختللو ټولنو کې يوه کورنی هله دماشوم د راوړو تکل کوي چه دنوي زيږيدلي ماشوم د بدني،رواني روغتيا،تعليم او تربيي لپاره دضرورت وړ شرايط تيار وي٠
په متمدن ژوند کې ښځه او ميړه تر ټولو دمخه دکورنۍ اقتصادي حالت په پام کې نيسي ٠واضحا چې دکورنۍ اقتصاد دښځې اوميړه دتعليمي سطحې او دمناسب کار او عايد دلرلو سره کلک تړاو لري٠(دلته دهغوڅو محدودو خوشبختو ميليونرانو دکورنيو په هکله بحث نه کوم،هغو چې دنورو دوينو په څکلو ئي ځانته دځمکې پرمخ"جنتونه" جوړ کړي دي)٠
دپوهې لرونکې اوپه علم سينګاره کورنۍد ماشوم لرل په تصادفي ډول "نصيب وقسمت" نه بلکه ديوه پلان پر بنسټ تنظيموي٠

پداسې حال کې چې لمړنيو انسانو کور،کالي ،ډوډۍ دژوند بنسټيزي اړتياوې بللې،دنن ورځې انسان برعلاوه تعليم،تربيه،روغتيا،دموکراسي،سوله ،مينه او . . .هم د ژوند ضروري عناصر ګڼي٠

نو د ماشوم تر لرلو دمخه ښځه او ميړه دمسلک او کار دلرلو تکل کوي٠تر هغې روسته ديوه مناسب هستوګنځي لرل٠مناسب کور دماشوم لپاره مستقله خونه او د ژوند نور ضروريات٠دوړکتون او ښونځي او حتی دلوړو زدکړو
دغه راز کورنۍ بايد لازم اقتصادي امکانات او پوهه ولري څو د ماشوم دروغتيا،خوړو ،کالو او خاصتا دسالمې تربيي لپاره پوره تياری ولري٠

ددې لنډو توضيحاتو نه جوتيږي چې د "زورش برزمين روزيش ازخدا"شعار ډير زوړ ناوړه او ګمراه کونکی شعار دی٠

څنګه کولی شو چې ځوانان او کورنې ودې ستر مسئوليت ته متوجه کړو؟

http://www.google.com.au/search?q=contraceptive+methods&hl=en&rlz=1G1ACAW_ENAU334&prmd=ivns&source=lnms&tbm=isch&ei=8Ht1TpvcFcudmQW45ZHODA&sa=X&oi=mode_link&ct=mode&cd=2&ved=0CAQQ_AUoAQ

پدې هکله ښونه او روزنه تر ټولو مهم او ضروري دي٠

لمړی ځوانان او کورنۍ بايد وپوهول شي چې د ماشوم لرل يو تصادفي او "طبيعي لوبه" نه بلکه هغه ستر مسئوليت دی چې لوی څښتن زموږ په اوږو بار کړی دی٠که موږ ددې امکانات او توان نلرو چې يو سالم او ښه انسان وټولنې ته تقديم کړو او خداې مکړه زموږ ماشوم ناروغ،ناپوهه او دناوړې روزنې سره وټولنۍ ته علاوه کيږي،نه يواځې داچې نوموړی ماشوم به پخپل شخصي ژوند کې ناکامه او سربډال وي،بلکه داسې افراد وټولنې ته مضر واقع کيږي٠ او دهغو دفسق او فساد او نورو ګناهونو پيټی د هغو په مور او پلار هم بار شي٠
دمور جسمي او رواني روغتيا د تکراري حملونو په وجه شديدا متاثره کيدی شي،پلار هم ددې حالت نه مصئونيت لرلی نشي٠
دناوړه اقتصادي او اجتماعي شرايطو په وجه دافغانستان پشان په روسته پاته ټولنو کې حمل او زيږونه يا ولادت ديوګڼ شمير ميندو او ماشومانو دمرګ سبب ګرځي.

پدي هکله دخلکو پوهاوی دچا دنده ده؟

دا دهرانسان وظيفه ده چې خلک وسمې لارې ته وهڅوي٠
په خاصه توګه دولت،دعامې روغتيا ،تعليم تربيي،لوړو زدکړو،راډيو تلويزون ،اخبار والا ،ژورناليستان او ورته افراد او مؤسسات ،دنده لري چې د متعددو حملونو دمخنيوي لارې چارې دملت غوږ ته ورسوي٠

څنګه کولی شو چه دحملونو دکثرت مخنيوی وکړو؟
که مور بل ماشوم ولري دماشوم په ذريعه د تي رودل د بل حمل چانس کموي٠
دغه رازپه طبابت کې ګولۍ،پيچکارۍ يا ستنې،تخنيکي او طبيعي لارې چارې شتون لري٠

contraceptive methods
څنګه چې په تصويرونو کې ليدل کيږي دحمل دمخنيوي لاری چارې کمی نلري٠
الف:موقت متودونه
١-ګولۍ،تابليتونه يا دحاملګئ ضد قرسونه
Oral Contraceptive Pills
د څه دپاسه ٥٠ کلنو راهيسي رواج لري٠خورا مؤثر او کم ضرره دي،دطبابت په بازارکې دهغوپه لسګونه ډولونه شته،چې بايد هره ورځ يوتابليت واخستل شي٠
2-پيچکارۍ ياستنې
Depo Provera 150 mg
په هر ٣ مياشتو کې يوه ستن په غوښه،يعنې ورون يا بازو کې پيچکاري کيږي٠
3-Implanon
دامتود هم د تابليت او پيچکارې پشان د ميرمنو دبدن طبيعي هورمون ته ورته ماده ده چې ديوې مخصوصې ستنې په مرسته د پوټکي لاندې(معمولاچپ بازو)
ځای پرځای کيږي چې د٣ کلونو لپاره دحمل مخنيوی کولی شي خو دضرورت په وخت کې کيدی شي په هر وخت او زمان کې په سادګئ سره دبدن څخه بهر کړی شي٠
٤-Intra Uterine Device يا IUD
دا ډول وسايل چې ځيني ئي لکه Marena هورمون هم لري دميرمن په رحم کې ځای پر ځاې او د يوې اوږدې مودې يعنې ٥ او ځينې ډولونه ئي د ٧ کلونو
لپاره دحمل مخنيوی کوي،خو بياهم بايد وويل شي چې دضرورت په وجه کيدی شي چې پرهر لازم وخت کې واپس را و ويستل شي٠
٥ -حلقه يا دايرې ته ورته وسيله چي يو مشهور ډول ئي د
Nuvoring
په نامه ياديړي،دميرمني په وسيله د هغې بدن ته داخل او درې اونۍ روسته راويستل ٠دا وسيله تر ټولو نورو پيژندل شويو متودونو،په ورځني ډول خورا لږ مقدار هرمونونه ازادوي٠

ب- دايمي يا تقريبا دايمي متودونه
پدې طريقه کې د ميرمنۍ دتخمې انتقالي کانال يا تيوب
Tubal Ligation
او يا هم دنارينه دتخم دانتقال کانال

Vasectomy
په ميخانيکي ډول تړل کيږي٠

سره ددې چې ددې متودونو دارجاع امکان شتون لري خو اسانه ندی او دجراحئ عمل غواړي٠
دځينو خلکو دعقايدو خلاف،دامتود د ښځې او نارينه تر منځ پرجنسي اړيکو هيڅ ډول منفي تاثير نلري٠
دغه راز هورمونونه (تابلټونه،ستنې او نور)د ددايمي عقامت يا "وچيدو" سبب کيدی نشي٠

دحمل دمخيوي ميخانيکي لاری چارې

ددې لارو چارو له جملې نه ترټولو مشهور
condom
دی،نورې لارې هم شته چې کولی شئ دخپل ډاکتر نه معلومات تر لاسه کړئ٠

په درناوي،


عبدالله صابر
26.09.2012

السلام عليکم

ډاکټرڅپاند صيب
دليکنې له عنوان سره دموافق نه يم ،هغه ځکه چي داسلام پاک دين نه يواځي
داچي دډيروماشومانولرلومخالفت نه کوي بلکي د اولادونوډيروالي ته ترغيب
کوي ،دحديث شريف يوې برخې له مخي اسلام د خاندان اوکورنئ ته په کتو
دهغوښځوکولوامرکوي کومې چي ډيراولادونه زيږه ولئ شي ،له بل پلود
تجربې اومشاهدې له مخي هيڅکله هم ډير اولادونه دفقريامرض سبب نه
ګرځي بلکي په اسلامي اوپه تيره بياپښتنې ټولنه کښ هغه کسان ترهغوډير
شتمن اودښه صحت خاوندان وي چي ډيراولادونه لري داځکه ډيرکسان ډير
کارهم کوي اودټولنې هرکاراومشکل ته په اسانئ لاسرسئ اوځواب ويلئ شي
داولادونوډيرښت مخالفت مفکوره له غيراسلامي ټولنوراوتلي اومقصد يی د
مسلمانانوډيرښت مخه ډب کول دي ځکه ددوی ټولنې رښتياهم دډير اولاد
برداشت نه شي کوئ نو مسلمانان هم داولاد کمښت ته هڅوي ، که زما
مشوره مني هغه مسلمانان چي کفري هيوادونوکښ اوسيږي بايد چي که ممکنه
وي څلورڅلورښځې وکړي اودومره اولادونه وزيږه وي چي يووخت له دي
لاري غيراسلامي هيواد په اسلامي هيواد بدل کړي ٠


حمید هڅــاند
29.09.2012

ډاکتر څپاند او صابر صیب، اسلام علیکم...

ښاغلی څپاند، ستاسو له لیکنې سره زه هم نه یم همنظر، د زیاتو اولادونو لرل د فقر او بې چاره ګۍ لامل نه دی او نه هم تجربې د دې دعوې ملاتړ کوي. حقیقت سرچپه دی، د زیاتو ماشومانو لرل د ټولنې د نیکمرغې او هوساینې لامل کېږي. په دې اړه زیات دلایل او عملې بیلګې شتون لري چې د کلي، کورنۍ او ټولنې په کچه هم او دهیوادونو په کچه هم شتون لري. د هدایت او رزق څښتن او ورکوونکی الله جل جلاله دی، نه زه او ته.

درنښت


طالب ISI
05.12.2012

زه ورسره هم نظره یم.

۱. غله، ډاکه مار، جنګ سالار، پوډري...باندې نه اسلام ښادیږي نه مسلمانان، نه د حضرت محمد ص د فخر سبب کیږي.
د شپږو په ځای دری بچیان ولره، خو ښه تکړه عالم ( ملا نه!)، داکتر، انجینر، معلم...تري جوړ کړه چې هم د ځان په درد وخوري هم د نورو.

۲. د شپږ اولادو لویول ډیر زیار او مصرف غواړي، د هغې په ځای هغه خپل وقت، زحمت، مینه خپلې ښځې او کم شمیر اولادو ته وقت کړه.

۳. که یو ماشوم په اوسط ډول د کال لس زره افغانی مصرف ولري، نو د شپږو ماشومانو مصرف ۶۰ زره شو. اوس که عین مصرف په دریو ماشومانو تقسیم شي، هم به ښه کالي ولري، هم ښه خواړه هم ښه روغتیا.

۴. مور به لږ زحمت ګالې.

۵. په مجموع کې به مو ټولنه سالمه ، روغه ټولنه وي.

۶. په پخوانیو جنګ سالارانو کې داسې ډیر کم شمیر ځوانان و چې هغه به ۱۲ او پوهنتون خلاص کړی او اول خط کې جنګیدل. حتا اوس هم چې د چا لږ انګلیسې زده وي، لږ تحصیل یې کړی وي، بیخې یې د طالبانو په خط کې نه شې پیدا کولای.

که ګلم جم و، که نور ټوپکیان ټول بې سواده ځوانان و، چې والدینو یې سم نه ور روزلې.

۷. تر ډیرو انسانو چې په ټول ژوند کې نه ځان ته ګټه ورسوي نه نورو ته هسې پیدا شي، خوراک وکړي، او مړه شي، بیا خو یو حیوان ښه دی چې نورو ته خو په درد خوري. خر بار وړي، غوا شیدي ورکوي، آس سوارلې وړي...

۸. پاکستان کې نفوس ډیر شوی، هغه دي خبره د خرو غوښو خرڅولو، د مړو ښځو د ویښتانو خرڅول ته رسیدلې.
۹ . چې ۲۰۵۰ کې د پاکستان نفوس ۳۵۰ میلیونه ته ورسیږي بیا به د افغانستان د اوبو په سرجنجالونه او مداخلات وګوري. ځکه همدومره لوی نفوس خو همدومره خوارک او اوبو ، ته ضوررت لري.


pattang
06.12.2012

شهير جانه پاکستان څه کوې دافغانستان غم وخوره!
په افغانستان کې يې هم داسې تو يه وي لکه ملخ ، هغه دښتې او ډاګونه چې ما ليدلي
وو ، اوس ټولې کلاوې پکشې وهل شوې دي او جنګونه د مځکې په سر روان دي !
دمځکو غله داولس نمايندګان او دلاسپوڅې رژيم دکابينې غړي هم دي٠
داخو لا څه کوې اوس داسې هم موډ شوی دی چې په کوچنويو هلکانو او نجونوتېری
کېږي او بيا هغوی / هغه هم وژل کېږي ( زما دسر وېښتان دلته ورته جګ شي..... ) داهم
دغربي کلچر يوه غيرې اسلامي تحفه !
مخ کې به ښځه هغه چا/سړي کوله چې ساتلی به يې شوی اوس خو وروره هر ٢١ کلن
پرې سپرېږي نه ميړه مالوم دی نه شادګل !
بې سواده خلک هم دظالمې طبقې لپاره غټه سرمايه ده ، اوس هم امريکا يان په افريقا
کې بې سواده جنګيان په معاش اخلي او په اسلامي ممالکو کې يې جنګوي !!!

خدای دژر ژر لويه وه چې دياري شې
پر دانيمو شپو به چېرې ځې باران دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more