شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
حمید هڅــاند ستوري

دغړيتوب نېټه: 23 سپتمبر 2009 ليکنې: 741
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اګست 29, 2012 12:38 pm عنوان : له حجرې ګیله |
|
|
اسلام علیکم
د ولور پرسر فورمونو کې څو څو ځایه بحثونه وشول، خو زما ګیله په حجره کې له راټولو کسانو څخه ده چې ولي لاس تر زنې ناست دي. زموږ پښتانه چېري په باغ، دوکان، دفتر او نورو کې په دې موضوع ګړېږي خو چې حجرې ته ستانه شي بیا نو هیڅوک څه نه وایي ځکه هلته خو مشران ناست وي، چې په مخ کې یې ماغوندي کم عمره کسان پټه خوله وي. دا حجره هم کټ مټ همداسي ده، راځئ دې ستونزې ته یو حل را وباسو، اخر پنځه لس لکه روپۍ پرې کول خو څه مفته خبره نه ده.
ایا دې ستونزې ته حل لاره ممکنه ده؟؟
په څه ډول؟؟؟ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اګست 30, 2012 12:44 am عنوان : |
|
|
هڅاند صيب سلامونه او ستړي مشي
يوځاي اوجامعه کي چه دانش نه وي هغلته هرڅه بي سنجشه روان وي يعني په ګټه او تاوان ئې هغه وخت سر خلاصيږي چه دخپلو کرلو اعمالودحاصل سره ئې مخ شي
اصلا ١٥ لکه روپي اخيستنه داولاد خرڅونه ده لکه سړي چه په منډه ئې کي ځانته غوا واخلي يعني کورني ئې بايد په اينده کي دخپلولي طمعه ونه لري
هغه ښځه هم دخسر په کورني کي ديو عادي انسان حيثيت ځان ته نه شي قائل کيدلاي ځکه د١٥ لکه روپيو سره د خريد او فروش په معامله کي تبادله شويده
هر امر او دهر چا له خوا ،، وړوکي ،غټ ،،چه ورته وشي لکه مزدوره بايد عملي ئې کړي
يعني داسي ښځي دغلامي ژوند تيروي
ټول عامل ئې دولور پيسي دي
ولور اخيسته خريد او فروش دي نه خپلولي
بدبختانه چه زمونږ په جامعه کي خصوصا په اطرافو کي سپيڅلي او ملايکي پيغلي له خپلو انساني حقوقو دفاع نه شي کولي
زما په نظر خپل اولاد ته دراتلونکي خوشبختي په خاطر بايد دانسان نظر وشي نه دحيوان چه دپيسو په بدل کي معامله شي
اوکه دواده والا په خپله خوښه سره دتوانه په خپل واده کي خرابات کوي دا دهغه شخصي کار دي خو نه دولور په نوم چه دنجنۍ پلار ته ئې نقدي ورکړي بيا نو خريد او فروش شو او يا دنجنۍ پلار دپيسو تقاضا وکړي
دازما نظر وو
تربيا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
حمید هڅــاند ستوري

دغړيتوب نېټه: 23 سپتمبر 2009 ليکنې: 741
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اګست 30, 2012 6:24 am عنوان : |
|
|
تندر صیب، مننه. یوې خبرې ته دې پام را اړوم. یواځې ولور ستونزه نه ده، دلته لسګونه نور بې ځایه رواجونه دي. که لس لکه ولور ورکړې، نو ستا همدا لګښت نه دي، بلکې ټولیز هغه ممکن تر شلو واوړي. له بل پلوه، د دغو اضافي رواجونو له امله، د نجلۍ د پلار کور ته هم له ولور څخه څه نه پاتېږي، او ان له ځانه ورباندي پیسې لګوي. د نجلۍ کورنۍ دغه ټکی یادوي او ولور هغه دچا خبره justified کوي. خو د دې هرڅه مخه به څنګه نیوله کېږي؟؟؟ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اګست 30, 2012 10:58 am عنوان : سلامونه |
|
|
سلامونه
هڅاند صيب تاسو د بي ځايه رواجونو قيصي راځيستي په دي وډار شي چه دپښتون نسل ورک نه شي
ځکه هره ورځ زيات تعداد وژل کيږي او زندان ته وړل کيږي چه هغلته زاړه او مړه شي او نور ئې له بي کوري او لوږي تندي ساه ورکړي
ما غوښتل چه ديوه افغاني کورنۍ ،، شمال ټلوال ،، عکس دلته ښکاره کړم چه ديوي ښځې سره ٨ خپل ماشومان راون يو ئې په ګاډي کي ناست او يو ئې په خيټه کي هههههها چه هغه هم په نن اوسبا کي راروان دي ښکاره کړم
ددي لپاره چه څوک انتقاد ونه کړي تري صرف نظر شوم
نور قومونه سره يوځاي کيږي يوپر بل ننګ کوي پښتانه دبي اتفاقي اوبدبختي په لور روان دي
مونږ ولور غواړو ،مونږ ديګونه له وريجو ډګ غواړو مونږ که لري ئې او که ئې نه لري دطلاو اميلونه غواړو او داسي نور
وروره ټول ويده يو سبا به ټول چه کوم يو پاتي وي بس دکابل په ښار کي به دجواليتوب پړي په غاړه او کراچي چلوي ځکه ولور به ځانته ګټي هههههها
ولاکه يو ميرزا پيدا کړي چه خط پري ولولي بس ټول به لکه پخوا ملا صيب ته منډي وهي چه دبرق بيل ورته ولولي ههههها
دغه ټولي بدبځتي يواځي په پښتنو کي دي
تربيا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
حمید هڅــاند ستوري

دغړيتوب نېټه: 23 سپتمبر 2009 ليکنې: 741
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اګست 30, 2012 11:43 am عنوان : |
|
|
یاره تندر صیب، راځه یوڅه خو یې حل لاره هم روښانه کړه. ملاصیب به هله د برق بیل لولي چې برق خو موجود وي  |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اګست 30, 2012 12:26 pm عنوان : سلامونه |
|
|
سلامونه
هڅاند صيب دحل لاره ئې دهغه ذات سره ده چه ټول کاينات ئې خلق کړي او دنابودي توان ئې هم لري
اومونږ ته ئې هم لکه دنورو قومونو ماغزه ،،کمپيوټر،، راکړي هههههها خو تري استفاده نشو کولاي
مونږ يو ملي مشر ته ضرورت لرو چه سمه او کږه لاره راوښې په ښو او بدو مو پوه کړي خپلو مينځو کي مو لکه ورونه نژدي کړي بيا دغه ټول مشکلات او خراب رواجونه له مينځه تللي شي ځکه دانش او پوهه مينځ ته راځي او يو نيک بخته ژوند مينځ ته راځي نور به راته په درنه سترګه ګوري او هم به ئې سترګه راڅخه سوزي دفقر ،ناپوهي او بي عذتي نه به نجات پيدا کړو اوداسي نور
خپل سري او ځان ځاني کي به همدغسي وهل خورو لکه نن ئې چه وينو چه حتي پنجابي هم وارونه کوي
زما داشعر ئې دبلور په خاطر دفرانکفورت په لويه پښتونخوا غونډه کي اصلاح کړي وو ،ځکه دپنجابي نوم او ښاغلي بيلور هم دعوت شوي وو
خو دامي په اول کي دستيچ په سر ورته وويل ،بيلور سره هم څوبدماشان شاوخوا ګرځيدل ،،باډي ګارد،،
لر او برنشته يو افغان دي ....................په اغيار باندي غږونه کوو
په پښتو اوپښونخوا باندي نازيږو.........له خوښي نه نن جشنونه کوو
دوروري لاسونه موورکړي يو تربله.........سباله قندهاره تراټکه اټنونه کوو
امريکا او غربيان څه کړي ..........................تور پنجابي هم ګذارونه کوي
پټان اګهي نه ئې ډارول پرون بچيان ..........نن په پټان باندي وارونه کوي
راځي چه ورپه ياد تاريخ داحمدشاه او ميرويس خان کړو
چه داسي سبا ياد شو لکه مونږ چه په نيکوباندي فخرونه کوو
خداي راکړي هري خواته لوړ لوړ غرونه
...................................له زمريانو ډک په کي پريمانه سنګرونه
تور پټکي په سر دشهادت جام ئې په لاس کي
..................................په الله اکبر لري ايمان ورسره نشته کفنونه
هم ئې ځواني هم ئې جذبه هم ئې دشمن شته
.................................تندر وائې راځي ورسره يو شو بيابه کله جهادونه کوو
دوعا وکړه چه خداي پاک وطن ازاد کړي دا نور شيان سره له رواجونو به انشاالله په خپله اصلاح شي
که پتوال صيب په خير سره اولسمشر شو زه د ٦ مياشتو لپاره ددفاع وزير يم ههها
فقط چه په اټک کي درته دافغان بيرغ ودروم بيا به تر ابده زه او ټول افغان ژوندي او سر لوړي وي انشاالله
دا خاوره او اولس يو اتاتورک او عبدالرحمن خان ته ضررت لري چه هر څه تصفيه کړي او بس څکه دلته سوال،عذر او زاري او منطق نه چليږي
ديو کم وخت لپاره سوټک راسي ته ضرورت دي هههها بيا اصلاحات مينځ ته راځي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
تربيا
وروستی ځل بدلون tandar په ٥ شنبه اګست 30, 2012 11:02 pm
ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
شبيراحمد ستوري

دغړيتوب نېټه: 13 اپريل 2009 ليکنې: 189 ځای: پکتيا
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اګست 30, 2012 3:22 pm عنوان : السلام عليکم ورحمة الله |
|
|
اقتباس: |
ایا دې ستونزې ته حل لاره ممکنه ده؟؟
په څه ډول؟؟؟ |
هوشته هڅان صيب ! هغه داچې ټول هغه ځوانان چې مسافراوکورونوته په خپلومټواو
خولو ګټلي پيسې استوي په ګډه خپل کلي ته يوخط واستوي اومشرانوته پکي وليکي چې:
که ولور ارزانوئ ارزانه يې کړئ ګني په هغه ديرش سيپارې قرآن که انه لا در ولېږو.
همدايې لاره ده ګني دا لس لکه ولور به په مشرانو پرې نه ږدې. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اګست 30, 2012 10:54 pm عنوان : پوله |
|
|
شبير احمد صيب ستړي مشي
نره خبره دي کړي خو بعضي خلک پيدا کيږي چه له خارجه څه نه ورځي خپله پوله او پټي ورته خرڅوي او وائې چه دايو ځوي مي دي دده ارمان پوره کوو
ښځه کورته راولي اخر ئې ځوي بي ځمکي او بي کوره ټول عمر دنورو مزدوري کوي
دغه دي عقل او پوهه
دځوي ارمان ايستل يعني دځوي راتلونکي ژوند سره له ميرمني تباه کول ههههها
حتي ځمکه ورته خرڅوي
خداي پاک دي وطن ازاد کړي داکورني خبري انشاالله حل کيږي
تربيا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
حمید هڅــاند ستوري

دغړيتوب نېټه: 23 سپتمبر 2009 ليکنې: 741
|
د ليکنې نېټه : شنبه سپتمبر 15, 2012 9:01 am عنوان : Re: سلامونه |
|
|
tandar ليکلي: |
سلامونه
هڅاند صيب تاسو د بي ځايه رواجونو قيصي راځيستي په دي وډار شي چه دپښتون نسل ورک نه شي
ځکه هره ورځ زيات تعداد وژل کيږي او زندان ته وړل کيږي چه هغلته زاړه او مړه شي او نور ئې له بي کوري او لوږي تندي ساه ورکړي |
تندر صیب، تاسو دلته دیموګرافیک غږېدلي یاست. هرڅوک څېړنې کوي او بیا یې پایلې خپروي. یو څل مې کومه مجله کې لیکنه ولیده، د لیکوال وېره داوه چې څو سوه کاله وروسته به د نړۍ پر سر د کمعقلانو شمېر د هوښیارانو څو برابره شي اوبیا به ورو ورو بشر د کم عقلۍ په لور نو هم ګړندی ولاړ شي. دده استدلال داسې ؤ:
پوه کسان خپل اولاد ته ژر کوژده نه کوي، پرېږدي چې لومړی یې ده کړې بشپړې شي، بیا دنده واخلي، خپل عاید ولري او بیا یې نو د اولاد خوښه. اولاد بیا نور سوچونه لري، زما انتخاب داسې او هاسې دی اوبیا چې کله له کلو وروسته خپل انتخاب ومومی، واده وکړي ، هغه هم له داسې جینۍ سره چې د ده په څېر را لویه شوې وي. بیا نو وایی چې اولاد به نه لرو یا به یو لرو او... خو کمعقلان د بل څه کیسه کې نه دي، په روا او ناروا لګېدلي او بچیان زېږوي ... او دده خبرې زیاتې وې.
خیر هغه لیکنه دې را په زړه کړه، ما یې هم کیسه درته وکړه. راځم ستا خبرو ته. تاسو رښتیا وایاست، زړه ته دې لوېږي چې زموږ ځوانان نشیان له ولوره شول، بې کاره له ولوره شول، مساپر له ولوره شول، مړه له ولوره شول، ځان وژنې یې له ولوره وکړې، بې تعلیمه له ولوره شول..... خو زما مشر لا سر نه خلاصوي...
اقتباس: |
هوشته هڅان صيب ! هغه داچې ټول هغه ځوانان چې مسافراوکورونوته په خپلومټواو
خولو ګټلي پيسې استوي په ګډه خپل کلي ته يوخط واستوي اومشرانوته پکي وليکي چې:
که ولور ارزانوئ ارزانه يې کړئ ګني په هغه ديرش سيپارې قرآن که انه لا در ولېږو.
همدايې لاره ده ګني دا لس لکه ولور به په مشرانو پرې نه ږدې. |
شبیر احمد وروره، ښه وړاندیز دی، ما خو له خپلو ټولګیوالو سره وار له مخه ستا وړاندیز باندې خبرې کړې دي.
درنښت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : شنبه سپتمبر 15, 2012 10:18 am عنوان : سلامونه |
|
|
هڅاند صيب سلامونه
زه وايم خدايه ورحميږي اول وطن راته ازاد کړي چه ملي او سخصي نانوس مو خوندي وي
خدايه زمونږ ملت دپوهي او دعلم په لباس ملبس کړي بيا دابي ځايه رواجونه او دودونه په خپله له مينځه ځي
خدايه په مونږ کي ديوالي او ورورولي روحيه را ژوندي کړي
خدايه يو داسي اولسمشر راکړي چه دخاوري دازادي او د ملت دغمخوري روحيه ورسره وي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دولور په هکله به دا يوه لنډۍ بس وي
پلار ئې په لپو روپي غواړي
.............................دلور چپه پيوند ته نه ګوري مينه
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|