د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

په ننګرهار کې د جنازې حکم

طالب ISI
05.09.2012

د بحث فارم له عالمو وروڼو څخه یوه پوښتنه لرم.

کله چې جنازه کشتار خانه وګرځي، آیا د خپل سر ساتلو لپاره ننګرهار یا نور افغانستان کې جنازې ته تګ جواز لري؟

ځکه وایې د سر ساتل هم فرض دي، او جنازه ته تګ خو فرض نه دی.
پاکستان دې خدای پاک خوار کړي چې نه یې جومات، نه زیارت، نه هم جنازه په امن کې پریښوده.


Re: په ننګرهار کې د جنازې حکم

pattang
05.09.2012

شهير جانه دومره وروسته ، چې را مالوم شوې !
زه خو پوهېږم چې هدف دې څه شی دی !! نه داسې ندی !
ددغسې کارونو مخنيوی يو فاسد ، مذدور ، لاسپوڅی ، بېکاره رژيم نشي کولی
بلکې رژيم په داسې کاروکې پخپله ور شامل دی او درژيم دباغ مېوه ده!
که دچا په مور،خور ، ورور اوپر مال تعرض شوی وي او په زور ترې اخيستل شوی وی
او دغاصب تيرکونکي او دولت لاسونه سره ګډ وي او ستاخبره نه اوري او نور دهم
تحقيروي نو ته به څه کوې ?? کله چې ته باغيرته پښتون مسلمان تربيه شوی يې نو
ته به څه کوې ? نو بله چاره نشته له خپله سره به تېرېږي او داخنځيران به هم جهنم دوزخ
ته معرفي کوې او بيايې به يې !
دې بېکارو مفسيدينو ، ځيره خورو ، اجنټانو ، بې غيرتو او ناموس خرڅونکو ته
ښه پلمه پيداشوې ده چې وايې : `` [color=black:87640ca0b6]داکار ټول د طالبانو دی[/color:87640ca0b6]``
دفاسد رژيم له منځه وړنه دهر مسلمان وظيفه بولم او الله دې نو ر هم قدرت ورکړي !

[quote:87640ca0b6="shaheer"]د بحث فارم له عالمو وروڼو څخه یوه پوښتنه لرم.

کله چې جنازه کشتار خانه وګرځي، آیا د خپل سر ساتلو لپاره ننګرهار یا نور افغانستان کې جنازې ته تګ جواز لري؟

ځکه وایې د سر ساتل هم فرض دي، او جنازه ته تګ خو فرض نه دی.
پاکستان دې خدای پاک خوار کړي چې نه یې جومات، نه زیارت، نه هم جنازه په امن کې پریښوده.[/quote:87640ca0b6]


Re: په ننګرهار کې د جنازې حکم

میوند جان
05.09.2012

سلام علیکم
پتنګه وروره
تاسو نه یوه پوښتنه ، تاسو په کوم هیواد کی ژوند کوئ؟ ستاسو د لیکنو او ځوابونو څخه داسی معلومیږی چی تاسو په کوم بل هیواد کی هوسا ژوند تیروئ او هره لیکنه او موضوع تاسو ته دروغ او پرپاګنډه ښکاری او پری نیوکه نیسئ. شهیر صیب پوښتنه کړی وو چی:
[quote:e3bd5795cd="shaheer"]د بحث فارم له عالمو وروڼو څخه یوه پوښتنه لرم.
کله چې جنازه کشتار خانه وګرځي، آیا د خپل سر ساتلو لپاره ننګرهار یا نور افغانستان کې جنازې ته تګ جواز لري؟
ځکه وایې د سر ساتل هم فرض دي، او جنازه ته تګ خو فرض نه دی.
پاکستان دې خدای پاک خوار کړي چې نه یې جومات، نه زیارت، نه هم جنازه په امن کې پریښوده.[/quote:e3bd5795cd]
او تاسو د سم ځواب پر ځای مخ مو یو ځل بیا بلی خوا ته وګرځاوو او د دوی/طالبانو د بریدونو او چاودونو طرفداری مو پیل کړل. که تاسو په افغانستان کی ژوند کاوه هیڅکله به مو د دغو بریدونو په هکله داسی د زړه له کومی نه او د سپیڅلی مظلوم خلکو د وژلو او مړینی په هکله داسی په ویاړ خبری نه کاوه. د دوی د بریدونو په لړ کی ډیر شمیر بیګناه او مظلوم افغانان وژل کیږی او تاسو خدای خبر په کوم ځای کی نرم او ګرم ژوند تیروئ او بس خبری کوئ. او که تاسو باندی د شهیر صیب بد دعا چی پاکستان ته کړی وو بده ولګیده او که څنګه؟

په درنښت

میوند جان


pattang
05.09.2012

ميوند جان صيب زما خبرې يووارې بيا په ساړه سر ولونه !
زماځای خو زما له نوم لاندې ليکلی دی !
ددې ټولو کارو علت صليبي اشغالګر او دکرزي لا لا له پنجيانو قاتلانو ډک
رژيم دی .
میوند جانه ما د صليبيانو د شپې چاپې او بې ګناه وژنې ليدلې دي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more