د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

پیربابا، فقیربابا او تصویربابا

تاج محمدتمکین
01.09.2012

لیکوال : تاج محمد تمکین
پیربابا ، فقیر بابا او تصویر بابا
د انسان طبیعت روښانه شي ، خوشاله شي او ګل خندانه شي چې کله د ښایسته ځای دیدن وکړي او یاهم پکې یو څه وخت تیرکړي ، د انسان فطرت دی او همدا یې طبیعت دی چې هڅه کوي تل داسې ځای کې واوسي چې راحت وي او د ذهني ارام پکې برکت وي او مازغه یې لرې د مصیبت وي ، تیرو څو ورځو کې د یو څو یارانو سره د پښتونخوا د بونیر د سیمې په لور مو حرکت وکړ ځکه چې د ګرمئ د ترانو نه مو غوږونه دومره تنګ شوي وو چې نور یې نه غوښتل د ګرمئ اوازونه واوري او یا یې هم د اوازونو له لاسه دردونه او تنګ وختونه رامنځته شي .
بونیر یوه ډیره ښایسته او په زړه پورې سیمه ده ، د صوابئ سیمې نه تر طوطالئ او د طوطالئ نه ترچنګلئ پورې ټوله سیمه وریځو نیولې وه او په غرونو باندې یوه ښکلې ښکلا خپره وه ، هرې خواته یوه ښایسته شان نظاره وه او دنیا په ننداره وه ځکه خو ټول خلک د بونیر په لور را خوزیدلي وو او د خپلو ګرمو سیمو نه را کوچیدلي وو.
ډیری شمیر خلک د پیربابا په لور روان وو نو ځکه مونږه هم رخت سفر د پیربابا په لور تړلی وو ځکه چې په بونیر کې پیربابا ډیر مشهور ځای دی او د ځآن سره مو اراده کړې وه چې دپیربابا سیمه به هم وګورو او د پیربابا د زیارت سیل به هم وکړو . سفر اسانه وو خو په وروستیو وختونو کې د ځینو ستونزو او جنګونو له کبله اوس پاکستاني ملیشیاوو او فوځیانو هلته ځای په ځای تالاشي ځایونه جوړ کړي ووچې خلک ترینه ډیر تنګ وو او د ځآن سره په جنګ وو ، دغه ملیشاوو کوواو د معمول مطابق به یې د تنګولو په خاطر یو څو پوښتنې هم کولې . باوجود له دې ټول څه نه خلک دومره خوشاله وو چې ځای په ځای یې موټرې درولې وې او هرې خواته دموسیقئ غږونه په فضا کې خواره وو ، بابا ګان او ځوانان دواړه د عمر په دې دوره کې د مستئ سټیج ته ختلي وو او د ژوند له دې مرحلې او مست موسم څخه یې ځان برخمن کاوه .
زیات شمیر ځوانانو لا ګډیدا هم کوله او د دنیا د غمونو نه یې ځآن ناخبره کړی وو ، هر څوک خوشال وو او ټول د موسم کمال وو ځکه خو فضارنګینه وه او هوا هم ګلورینه وه .ځینې خلکو لا په لاره باندې ځآی په ځای موټرې درولې او انځورونه او تصویرونه یې اخستل ، یو بل یې د باران په اوبو هم لمدول او چترئ به یې ترې تښتوله .
زمونږه د ګاډي استاذ هم ترینه کم نه وو او چې د موسیقئ اواز او د ګډا تماشه به یې ولیدله نو یو دقیقه به ورته ودرید او د څو چیغو سره په هم غږئ به نوموړي هم خپل غږ ور ضمیمه کړ چې مونږه ته یې هم مزه راکوله . د ښایسته اوږد سفر نه وروسته باالاخره د پیربابا بازار ته داخل شو چې په کې کافي شور وو او دباران هم پکې زور وو ، زمونږه هم ذهن ته د پیربابا په اړه یو څو ټپې راغلې او د ځان سره مو تکرار کړې چې :
پیره بابا په ډاګه یې ولې
په تا تیریږي دیوانه بابا ته ځینه
زما سرخوږی ستا ده تبه
زه چې جوړه د پیربابا په لورې ځونه
ډیر ښایسته ځای وو او په سلګونه خلک او که لږ پکې مبالغه وکړم نو ویلی شم چې په زرګونه خلک دغه ځآی ته د سیل او زیارت لپاره راغلي وو ، یو حال وو چې هم دپیربابا په جنوب او هم په شمال وو ، نارینه ، ښځې او واړه ماشومان ټول په سیل او چکر راوتي وو او د ځآن سره یې کیمرې هم راوړي وې چې عکسونه واخلي ،
مونږه هم د پیربابا د زیارت په لور ور روان شو چې پکې خورا بیروبار جوړ وو ، چې زیارت ته ورتلو نو ګورو چې لاره کې فقیران باباګان ناست دي او څادرونه یې غوړولي دي او خلک ورته د پیسو په ځای کیمره مخکې کوي او تصویر ترې اخلې او یاهم په بله اصطلاح که ووایو چې د فقیربابا نه یې تصویربابا جوړکړی وو ، بابا هم داسې چې په غاړه یې کلویي کلوي زنځیرونه او درانه شیان اچولي وو او بیا به یې یوه قلندري چیغه هم پورته کړه تا به ویل چې هسې نه اوس دا چت راباندې راپری وځې .فقیربابا هم د تصویربابا په شکل ډیر خوشالیدو خو چې تصویربابا به ترینه جینکو جوړاوه .
زیارت ته چې کله داخل شو هلته هم یو حال روان وو چې زیات سړي ورته حیران وو چې خدایه پاکه دا څه دي . که ښځه وه که نر د پیربابا دقبرسره به ودریدل او د کیمرو ترپ او تروپ وو ، هرې خواته صرف تصویرونه او عکسونه اخستل کیدل او دلته د پیربابا زیارت د تصویر بابا تماشه وړاندې کوله . ځوانان او بوډاګان دواړه په عکسونو اخستلو کې دومره مصروف ول چې هر څه ترینه هیر وو ، د پیربابا د زیارت د دروازې نه تر زیارته پورې دپیربابا سره تصویربابا او فقیربابا په هر قدم کې ملګري وو.
دا خو لا څه کوې چې ځینو خلکو د زیارت یو کونج ته یو ډانګې کې قلفونه اچول او ددوی په اصطلاح چې دې کار سره سړی د پیربابا سره تړل کیږي او هغه همیشه بیا خوشاله وي او سوکاله وي . په دې ځآی کې هم چې بابا ګانو به قلفونه اچول نو یو چاته به یې ویل چې د قلف اچولو په وخت کې ترینه عکسونه واخلي او هلته یې هم مختلف سټایلونه کول .لنډه دا چې د زیارت دننه د فقیربابا تر څنګه د پیربابا سره تصویر باباګان هم زیات مالومیدل او دپیربابا ملګرتیا یې نه پریښودله .
ډیر نااشنا ښکاري کوم ځآی ته چې په ښه نظر کتل کیږي او شاید چې پیربابا هم یو ښه سړی تیر شوی وي د هغه ځآن نه نن یواځې او یواځې د نندارې ځای جوړ شوی ، د تماشې ځآی جوړ شوی او په عقیدوي لحاظ تر ټولو زیات زیان رسونکی ځآی دی .
د زیارت نه بهر ښځو او نرانو په ګډوډ شکل سره اخلی پخلی کاوه او بعضو به پکې لا ټپه هم پورته کړه چې زمونږه به یې هم موډ د ټپو طرف ته ویوړ. عجیبه په دې چکر کې دا وه چې د ځوانانو په پرتله په پیربابا کې نور باباګان زیات وو او د پیربابا تر څنګ فقیربابا او تصویر بابا هم زیات مالومیدل چې پخپله زه ورته ډیر حیران شوم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more