د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د کابل ګیله له اسلام اباد څخه

تاج محمدتمکین
01.09.2012

لیکوال : تاج محمد تمکین
د کابل ګیله له اسلام اباد څخه

کابل چې زمونږه وطن دی او د هیواد پایتخت دی ځکه خو بدبخت دی چې یاري یي تل له داسې خلکو سره کړیده چې دغه یاري ورته ناري شویده او چاته یې چې یار ویلی دی ورته د لستوڼي مار شوی دی ، چاته یې چې دوست ویلی دی هغه ترینه پوست باسلی دی چا نه یې چې د خیر طمع کړیده هغه ورته بې خیري او شر ورکړیدی .
کابل نن د اسلام اباد نه خوشال نه دی ، کابل نن خفه او په بدحال دی او د خپل ځان سره په جنجال دی ځکه خو نن د اسلام اباد نه ګیله کوي چې ته خو زما یار وې زما د زړه قرار وې او زما دوهم دیار وې تا ولې زه دومره وځورولم دومره دې وکړولم .په تا کې ناستو خلکو ولې له ماسره سر له اوله دښمني شروع کړیده . په تاکې ناست خلک بل چا دوکه کړل او زما یې مخالف کړل او که نه په خپله یې په وړو کې شګه وه او زما په تباهئ کې یې خپله خوشالي لیدله .زما په رسوایي کې یې خپل عزت او عظمت لیده . زما په بربادې کې یې خپل پت لیده.
کابل د اسلام اباد نه ګیله کوي چې ستا خلک ولې د خپلو بچو لپاره روښان مستقبل غواړي او زما د بچو لپاره د توپک او وسلو دلدل غواړاي او په غم یې ککړول غواړي ، ته ځان ته سوله غواړې او ماته اورونه بلوې ، خپلې ګټې دې زما په تباهئ کې وینې ، تا ولې زه تل ژړولی یم او زورولی یم . تا زما د تباهئ لپاره په ماکې دومره ډلې تپلې جوړې کړې چې زه دې پرې تیکه تیکه کړم . ماخو تاته خپل خلک درولیږل چې ته ورته سمه لار وښیې او د غلیم مقابل کې ورته لارښونه وکړې خو تا دهغوی داتحاد سیند په اوه سترو ویالو وویشه او هغوی دې په دې ویالو باندې په جنګ واچوه ، زه دې پرې لوټې لوټې کړم . ستا خلک خپل ایین اسلامي ګني او زما د حنفي فقې او اسلامي قوانینو په اسام جوړ اساسي قانون غیراساسي او غیر اسلامي ګڼي ، ستا لوڼه چې تعلیم کوي نو خیر دی خو زما چې تعلیم ته زړه ښه کړي نو ته وایې چې دا ګناهګاره شوه ، ته چې په خپلو بچو عصري تعلیم کوې د ملک خدمت دی او زه یې چې پرې کوم نو داسلام سره بیا ساینس په ټکر کې شو .دا دې څنګه یارانه ده چې ترې جوړه کشاله ده .
کابل اسلام اباد نه ګیله من دې چې ته ماکې دجهاد کولو فتوې راکوې او ځان بیا ترینه ساتې ، زه غیر اسلامي شوم او ته اسلامي شوې ، ما او تا خو د یو بدن دوه برخې یو نو بیا ولې ته ما د خپل ځآن نه جدا ګڼې ، تا کې که ښځه وزیره شي د ملک خدمت کوي زما بیا ستره ګناه ګڼل کیږي که څوک دفتر ته لاړ شي . ستا لوی لوی په اسلام مین عالمان چې دوعاکوې نو ماته پکې خیرا کوې ستا عالمان وايي:
یا الله د افغانستان نه قبرستان جوړ کړې ، ته پکې داسلام جنډه لوړه لرې ، ته د افغانستان خلک په دې جنګ کې بریالي کړې چې د اسلام بیرغ په ټوله نړئ کې لوړ ودروي .یاالله زمونږه داملک پاکستان هم اباد کړې ، ته ترینه دا جنګونه ختم کړې ، په دې ملک کې امن ، اخوت او بهایي چاره راولې ، ددې ملک رهبران سره متفق کړې او ته یې د دښمن د شره او پردو له دره وساتې .
دا نوکوم اسلام شو ، زما او ستا دین خو یو دی ، زما او ستا کتاب خو یو دی ، زما اوستا پیغمبر خویو دی نو ستا خلک بیا ولې دوه اسلامه جوړوي ، ستا خلک ولې دده دینو تخلیق کوي ، ستا خلک ولې زمونږه د پیغمبر وینا نه منې ، ته ځآن د اسلام قلعه ګڼې او ددې قلعې د ابادولو دعاکوې خو ما نه قبرستان جوړول غواړې دا ولې . ته خو ځان زمونږه اسلامي ورور ګڼې نو بیا ولې درته زه کفري ورور ښکارم . کابل نن په ګیله کې خپل دوست اسلام اباد ته وایي چې :
په تا کې ناست خلک زمونږه خوشالي نه غواړي
په تا نو کوم کافر دا نوم اسلام اباد ایښي دی
ته خپل ځان ته د ټولو نه اول د پاکستان چیغه خوښوې او ماته بیا داسې نه وایې ، ما ته د ټولو نه اول داسلام چیغه وهې . زما بچي د وسلو سره غواړې خو د خپلو بچو په ګوتو کې بیا قلم غواړي ، دا دې څنګه انډیوالي ده چې زما لپاره جنجال خوښوې او ځآن ته پاکستان خوشحال. تا خو چیغې وهلې چې
ورور بهايي کا نعره
محبت امن بهایی چاره
خو ما سره دې تل د دښمن سلوک کړی دی ، زما بچي دې ژړولي دي ، تا لا تراوسه خپله بیوفايي نده بس کړې او ورته دوام دې ورکړي ، ته لا تراوسه خپله بقا زما په فنا کې ګورې . زه دې د خپلو بچو په نظر کې کافرکړی یم.
کابل د اسلام اباد نه خفه دی او ورته په ګیله ناک شکل وايي چې ولې دې زما هر تعمیر زما په بچو کنډواله کنډواله کړ، زما موزیمونه دې بې سوره کړل او زما اثار دې چور کړل ، زما خپل بچیان دې په یو نوم او بل نوم در په در خاورې په سر کړل ، زما په خپلو بچو کې دې دوه سوه اسلامه راوباسل او یو بل سره دې په بدحال کړل ورسره دې په جنجال کړل او همدا وجه ده چې زما زامن یو بل نه په څنګ دی او خپلو منځو کې په یو نوم او بل نوم په جنګ دي ،نن زما هره تیږه او هربوټی له تانه خفه دی ، زما هر غر تانه نفرت لري او زما هر سیند تانه کرکه کوي ، ستا ملت ته زه اوس هم سلام کووم چې زما دبچو یې قدر کړی دی خو ستا دولت چې په تا حاکم دی زما بچي یې زورولي دي. اسلام اباده زه بیا هم تاته دملګري او دوست په صفت ګورم ، خیر دی خپلې رویې ته دې بدلون ورکړه ، زما اوستا رغیدل نشته ، د یو بل نه لرې کیدل نشته ، نو بیا ولې ما او تا تل په تاو تریخوالي کې ژوند وکړو .
کابل اسلام اباد ته نن دا وړاندیز کوي چې رازه بس ده نور باید د خپلو خلکو لپاره روښانه راتلونکی وغواړو!
رازه نور د یوبل په خلاف د کړنو څخه لاس په سر شو او د خپلو خلکو د خوښئ لپاره کار وکړ و!
رازه نن نه وروسته د مینې او محبت فضا جوړه کړو !
رازه نور د یوبل سره یو ځای د امن لپاره کار وکړو !
رازه نور نو درښتونې انډیوالئ او همکارئ لپاره کار وکړو!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more