د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

له حجرې ګیله

حمید هڅــاند
29.08.2012

اسلام علیکم

د ولور پرسر فورمونو کې څو څو ځایه بحثونه وشول، خو زما ګیله په حجره کې له راټولو کسانو څخه ده چې ولي لاس تر زنې ناست دي. زموږ پښتانه چېري په باغ، دوکان، دفتر او نورو کې په دې موضوع ګړېږي خو چې حجرې ته ستانه شي بیا نو هیڅوک څه نه وایي ځکه هلته خو مشران ناست وي، چې په مخ کې یې ماغوندي کم عمره کسان پټه خوله وي. دا حجره هم کټ مټ همداسي ده، راځئ دې ستونزې ته یو حل را وباسو، اخر پنځه لس لکه روپۍ پرې کول خو څه مفته خبره نه ده.
ایا دې ستونزې ته حل لاره ممکنه ده؟؟
په څه ډول؟؟؟


tandar
30.08.2012

هڅاند صيب سلامونه او ستړي مشي
يوځاي اوجامعه کي چه دانش نه وي هغلته هرڅه بي سنجشه روان وي يعني په ګټه او تاوان ئې هغه وخت سر خلاصيږي چه دخپلو کرلو اعمالودحاصل سره ئې مخ شي
اصلا ١٥ لکه روپي اخيستنه داولاد خرڅونه ده لکه سړي چه په منډه ئې کي ځانته غوا واخلي يعني کورني ئې بايد په اينده کي دخپلولي طمعه ونه لري
هغه ښځه هم دخسر په کورني کي ديو عادي انسان حيثيت ځان ته نه شي قائل کيدلاي ځکه د١٥ لکه روپيو سره د خريد او فروش په معامله کي تبادله شويده
هر امر او دهر چا له خوا ،، وړوکي ،غټ ،،چه ورته وشي لکه مزدوره بايد عملي ئې کړي
يعني داسي ښځي دغلامي ژوند تيروي
ټول عامل ئې دولور پيسي دي
ولور اخيسته خريد او فروش دي نه خپلولي
بدبختانه چه زمونږ په جامعه کي خصوصا په اطرافو کي سپيڅلي او ملايکي پيغلي له خپلو انساني حقوقو دفاع نه شي کولي
زما په نظر خپل اولاد ته دراتلونکي خوشبختي په خاطر بايد دانسان نظر وشي نه دحيوان چه دپيسو په بدل کي معامله شي
اوکه دواده والا په خپله خوښه سره دتوانه په خپل واده کي خرابات کوي دا دهغه شخصي کار دي خو نه دولور په نوم چه دنجنۍ پلار ته ئې نقدي ورکړي بيا نو خريد او فروش شو او يا دنجنۍ پلار دپيسو تقاضا وکړي
دازما نظر وو
تربيا


حمید هڅــاند
30.08.2012

تندر صیب، مننه. یوې خبرې ته دې پام را اړوم. یواځې ولور ستونزه نه ده، دلته لسګونه نور بې ځایه رواجونه دي. که لس لکه ولور ورکړې، نو ستا همدا لګښت نه دي، بلکې ټولیز هغه ممکن تر شلو واوړي. له بل پلوه، د دغو اضافي رواجونو له امله، د نجلۍ د پلار کور ته هم له ولور څخه څه نه پاتېږي، او ان له ځانه ورباندي پیسې لګوي. د نجلۍ کورنۍ دغه ټکی یادوي او ولور هغه دچا خبره justified کوي. خو د دې هرڅه مخه به څنګه نیوله کېږي؟؟؟


سلامونه

tandar
30.08.2012

سلامونه
هڅاند صيب تاسو د بي ځايه رواجونو قيصي راځيستي په دي وډار شي چه دپښتون نسل ورک نه شي
ځکه هره ورځ زيات تعداد وژل کيږي او زندان ته وړل کيږي چه هغلته زاړه او مړه شي او نور ئې له بي کوري او لوږي تندي ساه ورکړي
ما غوښتل چه ديوه افغاني کورنۍ ،، شمال ټلوال ،، عکس دلته ښکاره کړم چه ديوي ښځې سره ٨ خپل ماشومان راون يو ئې په ګاډي کي ناست او يو ئې په خيټه کي هههههها چه هغه هم په نن اوسبا کي راروان دي ښکاره کړم
ددي لپاره چه څوک انتقاد ونه کړي تري صرف نظر شوم
نور قومونه سره يوځاي کيږي يوپر بل ننګ کوي پښتانه دبي اتفاقي اوبدبختي په لور روان دي
مونږ ولور غواړو ،مونږ ديګونه له وريجو ډګ غواړو مونږ که لري ئې او که ئې نه لري دطلاو اميلونه غواړو او داسي نور
وروره ټول ويده يو سبا به ټول چه کوم يو پاتي وي بس دکابل په ښار کي به دجواليتوب پړي په غاړه او کراچي چلوي ځکه ولور به ځانته ګټي هههههها
ولاکه يو ميرزا پيدا کړي چه خط پري ولولي بس ټول به لکه پخوا ملا صيب ته منډي وهي چه دبرق بيل ورته ولولي ههههها
دغه ټولي بدبځتي يواځي په پښتنو کي دي
تربيا


حمید هڅــاند
30.08.2012

یاره تندر صیب، راځه یوڅه خو یې حل لاره هم روښانه کړه. ملاصیب به هله د برق بیل لولي چې برق خو موجود وي :)


سلامونه

tandar
30.08.2012

سلامونه
هڅاند صيب دحل لاره ئې دهغه ذات سره ده چه ټول کاينات ئې خلق کړي او دنابودي توان ئې هم لري
اومونږ ته ئې هم لکه دنورو قومونو ماغزه ،،کمپيوټر،، راکړي هههههها خو تري استفاده نشو کولاي
مونږ يو ملي مشر ته ضرورت لرو چه سمه او کږه لاره راوښې په ښو او بدو مو پوه کړي خپلو مينځو کي مو لکه ورونه نژدي کړي بيا دغه ټول مشکلات او خراب رواجونه له مينځه تللي شي ځکه دانش او پوهه مينځ ته راځي او يو نيک بخته ژوند مينځ ته راځي نور به راته په درنه سترګه ګوري او هم به ئې سترګه راڅخه سوزي دفقر ،ناپوهي او بي عذتي نه به نجات پيدا کړو اوداسي نور
خپل سري او ځان ځاني کي به همدغسي وهل خورو لکه نن ئې چه وينو چه حتي پنجابي هم وارونه کوي
زما داشعر ئې دبلور په خاطر دفرانکفورت په لويه پښتونخوا غونډه کي اصلاح کړي وو ،ځکه دپنجابي نوم او ښاغلي بيلور هم دعوت شوي وو
خو دامي په اول کي دستيچ په سر ورته وويل ،بيلور سره هم څوبدماشان شاوخوا ګرځيدل ،،باډي ګارد،،

[color=darkblue:a7ddc05b76]لر او برنشته يو افغان دي ....................په اغيار باندي غږونه کوو
په پښتو اوپښونخوا باندي نازيږو.........له خوښي نه نن جشنونه کوو
دوروري لاسونه موورکړي يو تربله.........سباله قندهاره تراټکه اټنونه کوو[/color:a7ddc05b76][color=red:a7ddc05b76]
امريکا او غربيان څه کړي ..........................تور پنجابي هم ګذارونه کوي
پټان اګهي نه ئې ډارول پرون بچيان ..........نن په پټان باندي وارونه کوي
راځي چه ورپه ياد تاريخ داحمدشاه او ميرويس خان کړو
چه داسي سبا ياد شو لکه مونږ چه په نيکوباندي فخرونه کوو
خداي راکړي هري خواته لوړ لوړ غرونه
...................................له زمريانو ډک په کي پريمانه سنګرونه
تور پټکي په سر دشهادت جام ئې په لاس کي
..................................په الله اکبر لري ايمان ورسره نشته کفنونه
هم ئې ځواني هم ئې جذبه هم ئې دشمن شته
.................................تندر وائې راځي ورسره يو شو بيابه کله جهادونه کوو[/color:a7ddc05b76]

دوعا وکړه چه خداي پاک وطن ازاد کړي دا نور شيان سره له رواجونو به انشاالله په خپله اصلاح شي
که پتوال صيب په خير سره اولسمشر شو زه د ٦ مياشتو لپاره ددفاع وزير يم ههها
فقط چه په اټک کي درته دافغان بيرغ ودروم بيا به تر ابده زه او ټول افغان ژوندي او سر لوړي وي انشاالله
دا خاوره او اولس يو اتاتورک او عبدالرحمن خان ته ضررت لري چه هر څه تصفيه کړي او بس څکه دلته سوال،عذر او زاري او منطق نه چليږي
ديو کم وخت لپاره سوټک راسي ته ضرورت دي هههها بيا اصلاحات مينځ ته راځي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
تربيا


السلام عليکم ورحمة الله

شبيراحمد
30.08.2012

[quote:df32ee3a8d]ایا دې ستونزې ته حل لاره ممکنه ده؟؟
په څه ډول؟؟؟[/quote:df32ee3a8d]
هوشته هڅان صيب ! هغه داچې ټول هغه ځوانان چې مسافراوکورونوته په خپلومټواو
خولو ګټلي پيسې استوي په ګډه خپل کلي ته يوخط واستوي اومشرانوته پکي وليکي چې:
که ولور ارزانوئ ارزانه يې کړئ ګني په هغه ديرش سيپارې قرآن که انه لا در ولېږو.
همدايې لاره ده ګني دا لس لکه ولور به په مشرانو پرې نه ږدې.


پوله

tandar
30.08.2012

شبير احمد صيب ستړي مشي
نره خبره دي کړي خو بعضي خلک پيدا کيږي چه له خارجه څه نه ورځي خپله پوله او پټي ورته خرڅوي او وائې چه دايو ځوي مي دي دده ارمان پوره کوو
ښځه کورته راولي اخر ئې ځوي بي ځمکي او بي کوره ټول عمر دنورو مزدوري کوي
دغه دي عقل او پوهه :oops:
دځوي ارمان ايستل يعني دځوي راتلونکي ژوند سره له ميرمني تباه کول ههههها
حتي ځمکه ورته خرڅوي :oops:
خداي پاک دي وطن ازاد کړي داکورني خبري انشاالله حل کيږي
تربيا


Re: سلامونه

حمید هڅــاند
15.09.2012

[quote:e7a5b68fe2="tandar"]سلامونه
هڅاند صيب تاسو د بي ځايه رواجونو قيصي راځيستي په دي وډار شي چه دپښتون نسل ورک نه شي
ځکه هره ورځ زيات تعداد وژل کيږي او زندان ته وړل کيږي چه هغلته زاړه او مړه شي او نور ئې له بي کوري او لوږي تندي ساه ورکړي[/quote:e7a5b68fe2]

تندر صیب، تاسو دلته دیموګرافیک غږېدلي یاست. هرڅوک څېړنې کوي او بیا یې پایلې خپروي. یو څل مې کومه مجله کې لیکنه ولیده، د لیکوال وېره داوه چې څو سوه کاله وروسته به د نړۍ پر سر د کمعقلانو شمېر د هوښیارانو څو برابره شي اوبیا به ورو ورو بشر د کم عقلۍ په لور نو هم ګړندی ولاړ شي. دده استدلال داسې ؤ:
پوه کسان خپل اولاد ته ژر کوژده نه کوي، پرېږدي چې لومړی یې ده کړې بشپړې شي، بیا دنده واخلي، خپل عاید ولري او بیا یې نو د اولاد خوښه. اولاد بیا نور سوچونه لري، زما انتخاب داسې او هاسې دی اوبیا چې کله له کلو وروسته خپل انتخاب ومومی، واده وکړي ، هغه هم له داسې جینۍ سره چې د ده په څېر را لویه شوې وي. بیا نو وایی چې اولاد به نه لرو یا به یو لرو او... خو کمعقلان د بل څه کیسه کې نه دي، په روا او ناروا لګېدلي او بچیان زېږوي ... او دده خبرې زیاتې وې.
خیر هغه لیکنه دې را په زړه کړه، ما یې هم کیسه درته وکړه. راځم ستا خبرو ته. تاسو رښتیا وایاست، زړه ته دې لوېږي چې زموږ ځوانان نشیان له ولوره شول، بې کاره له ولوره شول، مساپر له ولوره شول، مړه له ولوره شول، ځان وژنې یې له ولوره وکړې، بې تعلیمه له ولوره شول..... خو زما مشر لا سر نه خلاصوي...

[quote:e7a5b68fe2]هوشته هڅان صيب ! هغه داچې ټول هغه ځوانان چې مسافراوکورونوته په خپلومټواو
خولو ګټلي پيسې استوي په ګډه خپل کلي ته يوخط واستوي اومشرانوته پکي وليکي چې:
که ولور ارزانوئ ارزانه يې کړئ ګني په هغه ديرش سيپارې قرآن که انه لا در ولېږو.
همدايې لاره ده ګني دا لس لکه ولور به په مشرانو پرې نه ږدې.[/quote:e7a5b68fe2]
شبیر احمد وروره، ښه وړاندیز دی، ما خو له خپلو ټولګیوالو سره وار له مخه ستا وړاندیز باندې خبرې کړې دي.

درنښت


سلامونه

tandar
15.09.2012

هڅاند صيب سلامونه
زه وايم خدايه ورحميږي اول وطن راته ازاد کړي چه ملي او سخصي نانوس مو خوندي وي
خدايه زمونږ ملت دپوهي او دعلم په لباس ملبس کړي بيا دابي ځايه رواجونه او دودونه په خپله له مينځه ځي
خدايه په مونږ کي ديوالي او ورورولي روحيه را ژوندي کړي
خدايه يو داسي اولسمشر راکړي چه دخاوري دازادي او د ملت دغمخوري روحيه ورسره وي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دولور په هکله به دا يوه لنډۍ بس وي :oops:
پلار ئې په لپو روپي غواړي
.............................دلور چپه پيوند ته نه ګوري مينه :oops: :oops:
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more