د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

د معدي تکلیف

وزیري
07.08.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

محترمو ډاکټر صاحبانو دا دوه میاشتي کیږی چی معده می ډیره سوځي او بعضی وخت کی خو درد هم کوي. دیر لږ خواړه هم راباندي بوج وی او هاضمه می بیخي ضعیفه ده. په دي روژه کی یی ډیر په عذاب کړای یمه. بیګاه می یو دانه ویتامین سی ګولۍ هغه چی په اوبو کی یی اچوي وخوړله نیژدي وه چی اسمان ته یی خیژولی وم بس لږ پاتي وه :lol:
دا پاکستاني او عربي امپرازول او موکسل شربتونه می ډیر وخوړل خو چندیاني فایده یی ونه کړه.
نو مهرباني وکړی، که څه مو له لاسه کیږي راسره شریک یی کړي.
دا د Helicobacter pylori نتیجه هم منفی ده.

مننه
والسلام


خیریوسی
07.08.2012

محترم وزیری صاحب خدای دی روغ صحت درکړی
وروره ناروغي دی ان شا ء الله معمولي ده ډیر فکر مه کوه یو خو ستاسو دا څو ورځی دحذیفه صاحب سره
پر فقهی مسئلو فکر خراب ؤ هم دغه دفکر خرابوالی پر اعصابو تاثیر کوی هاضمه بی نظمه کیږی .
او بل داچي روژه ده دخوړو او خوب وخت دمخکنی عادت څخه بدلون مومی
تر څو چی تاسو وډاکترته مراجعه کوی او یا ډاکتر څپاند صاحبڅه علاج درته لیکی تر هغه پوری دغه کار وکړه
درې ګولی ډوډۍ کمه خوره او دخوب په وخت کي ځای داسی جوړ کړه لکه دروغتون چپرکټ
چي سر او ځیګر دی 15 سانتی لوړ وی.
ان شا ء الله چي ډاكترڅپاند صاحب به هم خپله مشوره درکړی
-


وزیري
08.08.2012

خیریوسی وروه خیریوسي.
ګمان نه کوم چی دا دي د فقهی مسائلو خبره وي ځکه چی دا دوه میاشتي کیږی چی همدا تکلیف لرمه. بیا هم احیانا که دا د فقهی مسائلو او اعصابو باندي د فشار په خاطر وي نو د حذیفه صاحب معده خو بیخي جام شوي وی :lol:

له ډاکټر څپاند صاحب نه می هیله دا ده چی هغه اول خو که کومه لازمه مشوره ویني ویی نه سپموي. دوهم که د خواړو یو لیست راته ولیکي څه څه شی خوره او څه شی مه خوره. زه ګوره په پرهیز کی ډیر تکړه یمه.

او پرون ډاکټر ته هم تللاي ومه، هغه بیا هماغه موکسل شربت او Esomeprazol شل ملي ګرامه راکړه. یو بل قسم ګولی یی هم راکړی چی نوم یی نده راته یاد خو رنګ یی داسی وه لکه کاکاو او داسی ګردي ښويې غوندي خوږي وي.

دوه ټیمه می وخوړلي خو تر اوسه پوري هیڅ فایده هم نده کړي.

والسلام


pattang
08.08.2012

وروڼو له طبابت او مرض څخه د کرزي د ې ادارې او مشاورينو پرېکړې مه جوړوۍ !
وزيري صيب ستا د مرض علاج ستا د مرض دياګنوستيک دی ، که واقعي روغ
دياګنوستيک دې وشي نو علاج دې بيا روغه لاره پيد ا کوي !
ورشه وروره دمعدي داخلي عکسونه دې واخله داسې چې حجره يې هم وکتل شي
نو بيا د علاج کار او بار کېږي :
په شربطونو او ګولويو دا شيطانان جاهلان خوشې پيسې ټولوي او نورې داخلي
اعضاوې دې هم خرابوي !
که زما منې او بله چاره نوي نو له کليوالي طب څخه استفاده وکړه چې زه يې په جرمني
کې هم ترې کومه او هغه داده چې نرکچور ميده کړه ،يوه کپه يې خولې ته واچوه ښه يې
وزويه ، اوبه يې تېروه او بيااوبه پسې وچکه چې ټول معدې ته لاړ شي !
انشاالله چې مرسته به وکړي خو نور بدن ته دې نقص غيرې له ګټې نرسوي !
نه پو هېږم نر کچور ته ستاسې په ځای کې څه وايې !
په مينه
پتنګ


ډاکتر څپاند
09.08.2012

محترم وزيري صاحب سلامونه 
دلوی خدای ج له درباره درته عاجله روغتيا غواړم٠
دپتنګ لالا مشوره تقريبا دتائيد وړ ده
[quote:6619549ab1]وروڼو له طبابت او مرض څخه د کرزي د ې ادارې او مشاورينو پرېکړې مه جوړوۍ !
وزيري صيب ستا د مرض علاج ستا د مرض دياګنوستيک دی ، که واقعي روغ
دياګنوستيک دې وشي نو علاج دې بيا روغه لاره پيد ا کوي !
ورشه وروره دمعدي داخلي عکسونه دې واخله داسې چې حجره يې هم وکتل شي
نو بيا د علاج کار او بار کېږي : [/quote:6619549ab1]

کله چې يو "ناروغ"ډاکتر ته ورځي نو ډاکتر ته دناروغ او ناروغتيا په هکله
معلومات پکار دي٠

مثلا:
وزيري صيب څو کلن دی؟
څومره وخت کيږي چې دګېډې درد لري؟ (دا دوې مياشتې ئي لمړنی ځل دی
او که پخوا ئي هم داسې دردونه لرل؟)که درد تکراري وي نو ايا دپخواني درد
پشان دی او که فرق لري؟ فرق ئي څه دی؟
ايا درد مو دشپې لخوا له خوبه راويښوي؟
درد کله شروع کيږي؟ځه موده دوام کوي؟په کوم سبب شدت يا تخفيف مومي؟
ايا درد ډیر شديد دی؟ايا درد انتشار لري(مثلا دشا ،نامه،ستوني،اوږې،مټ٠٠
کې هم محسوس شي)

نو وزيري صاحب متل دی چې از "ګپ ګپ ميخيزد"،نو دپورتنيوسوالونو اوجوبونو نه روسته ډاکتر دخپل احتمالي تشخيص  ياتشخيصونو ته درسيدو لپاره نورو معلوماتو ته هم اړتيا پيداکوي٠اوبيا ډاکتر خپل فزيکي معاينه تر سره کوي
چه دګيډې،زړه،سږي،بډوډي٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ورکې شامل دي٠
کله چې داکتر تشخيص ته قريب شو،نو ترهغه روسته لابراتواري کتنې،عکسونه او نور معاينات توصيه کوي٠
متاسفانه چې دا دانټرنټ کار ندی٠دلته صرف عمومي معلومات وړاندې کيړي٠

خو چې تاسو خفه نشئ،اول وزيري صيب،ايا پر ناروغ روژه لازمه ده؟

که ځواب نه وي نو هر سړي خاصتا دګيډې ناروغانوته لازمه ده چې د٢٤ ساعتو غذا لږ لږ په شپږو وختو کې نوشجان کړي٠
غوړ،مالګه،مرچ،سرکه،ترشي او نور مثاله جات هر چاته مضر دي ،زر يازنډ
به دهغو د بدو څکه وکړي،نو لازمه ده چې احتياط وکړو٠

دګيډې درد کېدي شي دمعدی،اثناعشر يامرئ زخم او التهاب وي چې دهغې لپاره وزيري صيب دوا اخلي خو ګټه ئي ورته نده کړې٠
دصفرا په کڅوړه کې دډبرو شتون،دپانقرياس ناروغئ او اثتثنا  دقلب ناروغی بايد هيره نشي٠
په ځينو ناروغانو کې تر ټولو څيړنو روسته،هيڅ ډول (دانسان داوسني علم پر بنياد) ناروغي پيدا کيدی نشي،متاسفانه دې ناروغانو ته درواني تکليف لرونکي نوم ورکول کيږي،خوزما په اند دا دطبابت دعلم بيکفايتي ده٠  
په درناوی،


وزیري
09.08.2012

پتنګ صاحب کوشش وکړه دا نرکچور لږ را معرفي کړه.


pattang
09.08.2012

وزيري صيب سلامونه !
سوال دادی چې چېرې اوسې او ژوند کوې :
که په افغانستان کې يې نوپه کابل کې منډيې ته لاړ شه او يو يوناني دوکان ته ورشه
هغوی نر کچور پېژني او نر کچور داسې شی دی لکه سونډ ، شکل يې داسې دی لکه
د ونې ولې او غټه ريښه ! دکابل هندوان يې ښه پېژني ماته يې هم له افغانستان څخه
رالېږي !
اوکه په اروپا ، امريکا يا خارج له افغانستان او پاکستان څخه اوسې نو زه يې درلېږم !
نر کچور ډېر ه ګټور شی دی !

[quote:f19b133583="وزیري"]پتنګ صاحب کوشش وکړه دا نرکچور لږ را معرفي کړه.[/quote:f19b133583]


وزیري
10.08.2012

پتنګ صاحب ډیره زیاته مننه. جنس می بالکل په ذکر شویو اوصافو سره پیداکه. خو یو شی می هیرشو چی تري پوښتلي می وای چی په نهر یی خورم او که په مړه ګیډه؟ او په ۲۴ ساعتو کی څو دفعي؟ اندازه یی د نصوارو قدري راته وښوده. صحیح به وي؟

والسلام


pattang
10.08.2012

[quote:6e9de4e0a1="وزیري"]پتنګ صاحب ډیره زیاته مننه. جنس می بالکل په ذکر شویو اوصافو سره پیداکه. خو یو شی می هیرشو چی تري پوښتلي می وای چی په نهر یی خورم او که په مړه ګیډه؟ او په ۲۴ ساعتو کی څو دفعي؟ اندازه یی د نصوارو قدري راته وښوده. صحیح به وي؟

والسلام[/quote:6e9de4e0a1]
وزيري صيب سلامونه !
په مړه ګېډه يې زه خورم فقط يوه ښه دنسوارو کپه خو په غاږو به دغه په اونګ کې ميده
شوی نرکچور ښه زويې ( لږ څه تريخ بدخندی دی ) اواوبه به يې تېروې په اخر کې چې ښه دې وزو ، نو اوبه پسې دوه درې وارې چښې او په خوله کې به يې غر غړه کوې چې ټول معدې ته لاړ شي ! توکل په خدای ، خدای پاک دې درت دارو کړي ٠
وزيري صيب دروژې مبارکې بيا قضايې وګرزوه په دين کې زحمت نشته او زمونږ يو
ډېر معقول دين دی چې هر څه يې داسان په ګټه دي !
ستاسو پتنګ


ډاکتر څپاند
14.08.2012

دپتنګ لالا اصلي نسخه او درملتون:?

http://www.youtube.com/watch?v=v3P6fiycTig&feature=player_embedded


pattang
14.08.2012

ډاکتر ګله ودې خندولم!
خو ريچن لا لا مې پکښې ونليد !
ريچن لالا يو ډېر مشهور هندو يوناني ډاکتر وو چې له هر ځايه به زړې او زاړه
په خرو سپاه ورته راتلل !!

[quote:68944c0a88="ډاکتر څپاند"]دپتنګ لالا اصلي نسخه او درملتون:?

http://www.youtube.com/watch?v=v3P6fiycTig&feature=player_embedded[/quote:68944c0a88]


Samsor Afghan
17.04.2013

وروڼو سلامونه می ومنی

دواګانی خو مو ډیری لیکلی وی خو زما له نظره یو څه معایناتو ته ضرورت شته نو ددی په خاطر که څوک کابل کی یو د معدی ښه ډاکټر پیژنی نو نوم او ادرس یی راته ولیکی چی ثواب مو وشی.

او پتنګ فکر کوم یونانی ډاکټر دی نو یو ملګری می د معدی ذخم لری او ډیر تری په عذاب دی ډیر دواګانی یی وخوړی خو جوړ نه شو نو په یونانی دواګانو کی د معدی د ذخم د پاره ګټور دی فقط نوم یی راته ولیکه نو ډیره مهربانی به دی وی.

په درنښت


pattang
18.04.2013

[quote:b5c8959296="Samsor Slimankhil"]وروڼو سلامونه می ومنی

دواګانی خو مو ډیری لیکلی وی خو زما له نظره یو څه معایناتو ته ضرورت
شته نو ددی په خاطر که څوک کابل کی یو د معدی ښه ډاکټر پیژنی نو نوم او
ادرس یی راته ولیکی چی ثواب مو وشی.
او پتنګ فکر کوم یونانی ډاکټر دی نو یو ملګری می د معدی ذخم لری او ډیر
تری په عذاب دی ډیر دواګانی یی وخوړی خو جوړ نه شو نو په یونانی
دواګانو کی د معدی د ذخم د پاره ګټور دی فقط نوم یی راته ولیکه نو ډیره
مهربانی به دی وی.
په درنښت[/quote:b5c8959296]

سليمانخيل صيب زه يو ناني ډاکتر نيم او س به راشو ستا ملګري ته :
ايا ستا دملګري درسته دياګنوزه يانې د مرض تشخيص شوې ده ??
ايا ستا ملګري دا معائنات (Endoskopie, Koloskopie او Gastroskopie ) کړي دي او نتيجې يې څه وايې ??
ايا دمعدې حجرات په لابراتوار کې کتل شوي دي او نتيجه يې څه شی
دی !!!
syndrom او symptome يې څه شی دي !

که دا شيان مالوم وي بيا يې سړی ددوااو دعلاج پرېکړه اسانه کولی شي!
دافغانستان ډاکتران په څه نه پوهيږي ،مسلکي ندي ، دوايې ژړه وخت يې
تېر شوی وي او تاسير نکوې او دکمياوي تر کيباتو فيصدي مقدار په دوا کې ډېر کم وي نو څکه دوا تا سير نکوي ٠
داټول جنايت دی !

اوس بل سوال !
ستا د ملګري سرخوږيږي ، استفراق کوي ، له نسه ده ،تبه يې وي
زړه يې بد بد کېږي ?


Samsor Afghan
19.04.2013

سمه ده زه به پوښتنه تری وکړم

خو په پیښور کی یو ډاکټر ورته ویلی وو یعنی انډیسکوپی کړی وه چی ستا معده ذخم ده بیا دوا ورکړی وه خو دوا تاثير نه وو پری کړی.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more