د موضوعګانو سرپاڼه

کمپیوتري مرستې

پښتو په جاپان کې بیا یتیمه شوه .

تاج محمدتمکین
14.07.2012

لیکوال : تاج محمد تمکین
پښتو په جاپان کې بیا یتیمه شوه
پښتو دمینې ژبه ده ، پښتو محبت دی ، پښتو غیرت دی ، پښتو پت دی ، پښتو عزت دی ، پښتو یواځې ژبه نه ده بلکه پښتو یو رواج دی ، پښتو اصول دي ، پښتو پښتو ده دا هغه څه دی چې د خپل بابا نه مو به هر وختې اوریدل ، پښتو خوږه ژبه ده ، پښتو ویل پښتون ته سکون ورکوي ارام ورکوي او پښتو وینا هر خواته دمحبت پلوشې خپروې .
په پردئ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې لیلا بله سودا خو مجنون نه کا
خپلې ژبې خپل تهذیب وته چې شاکا
ملګرتیا له هغه قومه ژوندون نه کا
اوله خپله ژبه ، وروسته نورې ژبې
بې بنیاده عمارت خو سمون نه کا
هغه پښتو چې مونږه پکې دژوند چارې زده کړي دي ، هغه پښتو چې مونږه پرې کور کلي کې ، ښوونځي کې غږیدلي وو هغه نن بیا یتیمه شوه ، یو ځل په بن کنفرانس کې یتیمه شوې وه او دا ځل په جاپان کې یتیمه شوه او د جاپان دکنفرانس څخه وویستل شوه ، پښتو به څومره ژړیدلې وې چې دجاپان دکنفرانس نه ویستل کیده ، ایا همدا انصاف دی چې دمینې په بدل کې مونږه پښتو ته ورکړیدی ، ایا همدا مینه ده چې مونږه یې پښتو ته ورکوو چې په یو کنفرانس کې یې ژبه نه شو ګرځولای ، یو کنفرانس ته له ځانه سره خپله ژبه خپل نه شو داخلولای .
پښتو خو زمونږ ایمان دی ایا پخپل ایمان مونږه دومره غیرت نه شوکولای ، یو څوک زمونږ ایمان زمونږسره یو ځای نه پریږدي او مونږه بیا هم دهغوی درشل باندې قدمونه ږدو ، پښتو به څومره کړیدلي وي ، څومره به دردیدلي وي او په سرو سترګو به ژړیدلي وي چې د جاپان په کنفرانس کې یو ځل بیا یتیمه شوه او خفه لاړه ، پښتو خو مونږ نه ډیرې طمعې لرلې ، پښتو خو مونږ نه ډیر توقعات لرل خو افسوس چې مونږه د خپلې ژبې ټول ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل .
پښتو نن په چیغو چیغو ژاړي چې زما سره ولې تل دا ظلم کیږي، زما سره ولې دا انصافي کیږي زه خو دخپل ملت د 83 سلنې خلکو ژبه یم ، ما خو خپل ملت روزلی دی د هغې بدل کې ما ته دا بدله راکول کیږي چې زه په جاپان کې د خپل مشر سره ، د خپلو زامنو سره نه شم کیناستی ، ما خو د خپل ملت ماشومانو ته تل د پښتو درس ورکړیدی نو بیا ولې زما بچي په ما باندې غیرت نه کوي او زه یې همداسې نهیلې پریښودم .
پښتو بیا د غم په درشل کیناسته ، پښتو یو ځل بیا داسې محسوسوي چې ماته ولې خلک دقدر په سترګو نه ګوري ، ماته ولې خلک د یوې ښایسته ژبې په نظر نه ګوري ، زه ولې په خپل کور کې بې کوره یم ، زه ولې د خپل وطن د دفتر ژبه نه یم ، زه ولې د مرګ ژبه یم ، پښتو بیا بیا دګیلو نه ډکې دا پوښتنې کوي چې زما ځینې بچي ولې زما په ویلو شرمیږي ، زما بچي ولې په ما نه غږیږي او په بله ژبه کې ورته پت ښکاري ، خپل ځان دروند ګڼي ، زه ولې تروریسته ژبه ګنلای شم ، اخر زما ګناه څه ده زما قصور څه دی ، زه خو خوږه ژبه یم ما ولې خلک ترخه ژبه ګڼي ،زه خو د مینې ژبه یم ماولې خلک دنفرت ژبه ګڼي ، زه خو دسولې او امن ژبه یم ماولې خلک ناامنئ ژبه ګڼي ، زه خو د ارګ دخان ژبه یم نو بیا ولې ما خلک د قتل ژبه ګڼي .
پښتو نن د جاپان نه دا چیغې وهی چې زما بچیانو تاسو چې زما قدر ونکړئ نو قدردان به شئ ، چې په ما غیرت ونکړئ نو نو غیرتیا ن به نه شئ ، چې زما خیال ونه ساتئ تاسو به هم ښه وځ ونه ګورئ ، چې ما په رښتیا هم د مینې ژبه ونه ګرځوئ د ښو ورځو خاوندان به نه شئ ،که ماته مو عزت رانکړ د عزت خاوندان به نه شئ ،
پښتو وايي چې ما خو خپل وطن خپل وطن ګڼلای او هغه مې خپل کور ګڼلای زه ولې دبې کورئ ژبه ګرځیږم ما خو تل دا شعار ورکړای چې
هره کوڅه چې شوه خالې نن د پښتو له شوره
ما په ژړا افغانستان ته سترګې سرې ونیوې
خو نن هغه افغانان په ما باندې په جاپان کې نه غږیږي ، نن هغه افغانانو ته زما په نسبت بله ژبه ښه ښکاري نن هغه خلک په ماباندې بل چاته فوقیت ورکوي. کله به زه په رښتیا سره بیرته د خپل پښتون ژبه شم ، کله به بیرته دمحبت ژبه وګڼلای شم آو کله به ماباندې په خپل وطن کې ، په بن کې ا وپه جاپان کې غیرت وکړي اخر کله ؟؟؟


pattang
18.07.2012

ننګرهاره نګرهاره زما پلاره
ته يې سر داديبانو بې شماره

دپښتوژب پالنې لوی حامي يې
ستاکښې پټې خزانې دي بې شماره

تا په هر حال او سختي پښتو پاللې
رب دساته د ټلوالو له ګذاره

زه پتنګ به دې ټول عمر غلامي کړم
که را وساتي پښتو ته له ټګماره !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more