tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د ښوونځي تړل پوهیږئ څه دي!

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> تاریخ او تاریخپوهنه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
تاج محمدتمکین



دغړيتوب نېټه: 12 جولاي   2012
ليکنې: 6
ځای: ننګرهار ، افغانستان

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جولاي   12, 2012 5:56 am    عنوان   : د ښوونځي تړل پوهیږئ څه دي! Reply with quote

شاعر : تا ج محمد تمکین
د ښوونځي تړل پوهیږئ څه دي!

بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
زمونږ دقوم دماشومانو په مخ
ددوی د زده کړې مرکزمه بندوئ
زمونږدقوم دماشومانو په مخ
دښوونځيو دروازې مه تړئ
بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
نور مو دبل لاسو ته مه کینوئ
زمونږ بچي پریږدئ چې زده کړه وکړي
دیو ښوونځي تړل پوهیږي څه دي
د قوم بچیان ټول جهالت ته بلل
دښه او بد توپیر ترې هم هیرول
بیرته دتیږې زمانې ته بوول
دخپله لاسه خپل خپلوان قتلول
او داسې نورې مانا هم ورکوي
بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
دعلم تږي ګلالي ماشومان
پریږدئ کتاب کې کلمه ولولي
دعلم تږي ګلالي ماشومان
پریږدئ بناوې داسلام چې زده کړي
دعلم تږي ګلالي ماشومان
ددې وطن په ارزښت وپوهیږي
دعلم تږي ګلالي ماشومان
پریږدئ خبر دخپل زرین تاریخ شي
بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
دمکتب ښکلې او ښایسته ودانئ
دراکټو په لوګي مه توروئ
دستر قران هغه سپیڅلې نسخې
دراکټو په لمبو مه سوځوئ
بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
په شین سحر کې څو معصوم ماشومان
دخپل مکتب چې وران تعمیر ولیدو
نو ناګهانه یې د مخ په کتاب
داوښکو ستر ستر دریابونه راغلل
چې یې سپارې سیځلې ولیدلې
نو په ژړا ژړا یې پلار ته وویل
دادا دا دومره ظلم چا کړی دی
زمونږه ستر کتاب ایرې ایرې دی
زمونږ ښوونځي داخلک ولې ولي
زمونږ ښوونځې دا خلک ولې تړي
دپلار دحاله یې هم خدای خبر وو
د ډیر خفګانه یې څه ویلی نه شو
خو ناڅآپي یې ژړیدلي غږ کې
درپيدلو وچو شونډو په مخ
یو قهریدلی اواز وڅرخیده
او همدا یو اواز یې بیا بیا کاوه
بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
محمود سعيد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 مارچ   2011
ليکنې: 559

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اګست   26, 2012 4:14 am    عنوان   : Reply with quote

تمکين صیب سلامونه او په خيرونه.
شعر مو ډېر عالي او ښکلی دی. که د شعرونو په خونه کې مو خوندي کړی وای، ښه به وای. ستاسې د لا ښکلو ليکنو په هيله.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address
حمید هڅــاند
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 23 سپتمبر   2009
ليکنې: 741

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه سپتمبر   09, 2012 12:06 pm    عنوان   : Reply with quote

پتنګ صیب، یو ځای کې مي د پوهنتونونو، ښوونځیو، لارو او نور..په اړه ستاسو وضاحت لیدلی ؤ خو نن مي ژر په مخه رانغی. که یو ځل بیا خپل نظر څرګند کړﺉ ښه به وي.
تمکین صیب، زه په شعر نه پوهېږم، خو ستا د شعر بیتونه واقعا خواږه دي.

درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   سپتمبر   10, 2012 12:47 pm    عنوان   : Reply with quote

هڅاندصيب مقصد به دې دا لاندې لينک وي !
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=61725#61725
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
حمید هڅــاند
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 23 سپتمبر   2009
ليکنې: 741

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه سپتمبر   16, 2012 8:58 am    عنوان   : Reply with quote

اقتباس:
راغلو دمکتبونو او پوهنتونونو ، تلوېزونونو ، جرائدو په بر خه کې :


باالکل پتنګ صیب، همدې لیکنه پسې مو ګرځېدم.

اقتباس:
دغه ټول کارونه ددې لپاره چې اسلامي او افغاني اخلا ق بې پلانه اوبې خپله کلچره
غربي اخلاقو ته واړوي او يوه خرېمه خره ترې جوړه کړي او بيا يې پرېږدي چې نور
کوټکي هم ترې پيدا شي !


رسنۍ، تلویزونونه، رادیو ګانې به یوې خواته پرېږدو؛ ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو ادارو څه تاوان در رسولی؟؟

اقتباس:
هر کار په يوو پلان ، ضرورت او اقتصادي څېړنه کېږي خو ته يې ماته راپه ګوته که
چې په افغانستان کې کوم شی په پلان شوی دی ?


منم یې درسره پتنګ صیب، افغانستان کې هر کار ( لکه د طالبانو مقاومت ځینې کړنې) بې پلانه شوی دی. خو د نه پلان خبرې په کولو تاسو دا لاندي خبره هم کوئ:
اقتباس:
٤٠ پوهنتونونه افغانستان څکوې ، فارغان به يې څه کوي ، چېرې به کار ځان ته ګوري!
دافغانستان خلک بايد په خپله دکار په مانا ، دکار په پلان او ضرورت يې ځان پوه
کړي نه د ا چې کتاب ولوني او ټوپونه شروع کړي !


ګوره پتنګ صیب، د کار د زمینې نه مساعدتوب د دې دلیل نه شي کېدای چې تاسو دې نو ښوونځي او پوهنتونونو ته قلفونه واچوئ. هوکې، په یوه خبره کې درسره یوه خوله یم، له بده مرغه د ناسم پلان له امله د افغانستان په ادارو کې کم کسان جذب کېږي . په دې اړه د بې روزګارۍ رامینځته کېدلو ځینې لاملونه په افغانستان کې شتون لري، زه نه غواړم هغوی ته په ورتګ خبره اوږده کړم، الحمدالله، ستاسو له مخکینیو لیکنو برېښي چې د اقتصاد له پوهې سره بلدتیا لرئ. خو همدې کمو کسانو ته چې بوختیا پیداکېږي هم، طالبان ورته اجازه نه ورکوي. ښه بیا نو بسم الله کړه او دا ټول ښوونځي او زده کړنیز مرکزونو ته قلف واچوه.

اقتباس:
په پاخه سرک کې طالب چې جنګي قوه يې له صليب سره مساوي نده ماين نشي
کېښودلی نو څکه پوخ سرک نه پرېږدي ترڅو چې په منطقه کې د سرطان دمرض
ريښې لويې نشي او همداسې نور شيان يې !
خو په ذات او اصل کې طالب نه دسرک ، نه دعلم ، نه دمکتب اونه .... مخالفت کوي !!!


چې یو پولیس په یوه کلاشینکوف شپږ امریکایان وژلی شي، د هر طالب په وس هم پوره ده، خو که په رښتیني ډول له سره تېر شي. د سړک په له مینځته وړلو مو څه ګټه ګړې؟ امریکایانو ته د ور اړول کېدونکې زیان کچه مو هم خورا کمه ده، او هیواد خو مو کړ برباد. رښتیا پلونه هم په درد نه خوري او په له مینځته وړلو یې ستاسو ځواک هم انډول کېږي.

مګر پتنګ صیب، زما اصلي پوښتنه داده: د طالبانو مشرتابه خو نه د تعلیم مخنیوی کړی، نه یې د پوهنتونونو د تړلو څه ویلي او اوس خو یې د نجونو تعلیم ته هم اجازه ورکړې، تاسو څنګه راځئ او د مشرتابه له تګلارې څخه خلاف خبرې کوئ؟؟؟ ولي؟؟

درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> تاریخ او تاریخپوهنه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.