د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

دانسان دښمنان

ډاکتر څپاند
24.06.2012

دانسان دښمنان

ميکروبي ناروغئ دې ماشومانو اوځونان نسل  دمرګ ترټولو ستر عوامل دي٠
هر کال څه دپاسه ١٣ ميلونه انسانان دميکروبي ناروغيو په وجه مري٠
هره ګړۍ يا په هرو ٦٠ دقيقو کې  ١٥٠٠ تنه له دې امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چه له نيم زيات ئي تر ٥ کلونو ځوان تنکي ماشومان دي٠

ددې ناروغيو مصدومين عمدتا په فقيرو هيوادو کې ژوند کوي٠

د وژنکو ميکروبي نارغيو له جملي نه ٤ ستر وژونکي

Hepatitis B

په ټوله نړۍ کې قريب دوه بيليونه وګړي په دې ناروعۍ اخته دي٠
ددې ناروغۍ په وجه ځيګر التهابي اوغټ شي٠ناروغ زېړی لري اودې شديدي ستومانتيا،زړه بدواله،کانګو او اسهال نه شاکي وي٠
يوشمير ناروغان،دمرض په همدې لمړنۍ صفحه کې مري٠دژونديو مصدومينوله ډلې نه يو شمير شفا حاصله او دتل لپاره ددې نارغې له شرنه خلاص شي خو يوګڼ شمير دتل لپاره دنارغې عامل يعني د هيپتاتس بي ويرس په خپل
بدن کې لري،چه نه يواځې نورو ته ئي نقلوي،بلکه پخپله هم د ځګر دپرمختللې ناروغئ يا سيروز او دې دځګر د سرطان دخطر سره موا مخامخ دي٠
داناروغۍ د ويني او دبدن دنورو افرازي مايعاتو له لارې نورو خلکو ته انتشار اوسرايت کوي٠دغه راز دحاملګې په دوره کې هم ياد ويروس ،دمورنه ماشوم ته سرايت کولی شي٠
داناوغي په افريقا،اسيا او جنوبي امريکا کي ديره ليدل کيړي٠
ددې نارغې د عامل دسرايت چانس دې

HIV

په تناسب قريب سل ځله زيات دی٠
دنړۍ په کچه دکال ٦٠٠٠٠٠،يا شپږ لکه وګړي ددې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي٠

نری رنځ،سل يا توبرکلوز
Tuberculosis
په نړۍ کې څه دپاسه دوه بيليونه يا دو مليارده يا دوه زره ميليونه وګړي يعنی دې هرو دريو تنو نه يو،ددې ناروغې عامل چې
TB Bacilli
دی،اخته دي٠
البته په سلو کې ١٠ منتن وګړي،پدې ناروغۍ مبتلا کيږي٠
هر کال دوه ميليونه وګړي ددې ناروغئ له امله مري٠

ملاريا

Malaria
دکال ٥٠٠ ميلونه وګړي پدې ناروغۍ اخته کيږي٠
او قريب درې ميليونه خپل ژوند له لاسه ورکوي٠
داناروغې دنړۍ په ٩٠ هيوادو کې ليدل کيږي,اکثرا ماشومان  پدې ناروغۍ اخته او په هر ٣٠ ثانيو کې يو ماشوم ددې ناروغئ له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي٠

دهر ٥ افريقائي ماشومانو نه يو دملاريا په وجه مري٠

 

HIV/AIDS

دا ناروغئ چې ديوه ويروس په ذريعه را منځ ته کيږي،دلمړي ځل لپاره په
١٩٨١ عيسوي کال وپيژدل شوه٠
داويروس دانسان دبدن معافيت يا دې ميکروبي او ځيني سرطاني ناروغيو په مقابل کې دمقاومت سيستم ته سخته صدمه رسوي٠نتيجه داچې ناروغ ديوه معمولي ميکروبي ناروغئ په وجه مري٠
په نړئ کې څه دپاسه ٤٠ ميلونه خلک،عمدتا په افريقا کې پدې ناروغئ اخته دي٠

ماخذ:
http://www.triond.com/users/anndavey650

تبصره:
دHIV/AIDS نارغئ په اسلامي هيوادو کې لږه ليدل کيږي٠خومتاسفانه هغه افغانان چې په ايران او پاکستان کې دمخدره توکو په استعمال معتاد شوي دي،خاصتا هغه ډله چې مخدره مواد لکه هيرئين دستنې يا پيچکارۍ په
ذريعه اخلي،پدې ناوغۍ اخته او دا تحفه ئي دځان سره وطن ته راړې ده٠

ديادولو وړ ده چه پورني ارقام دې نړۍ په سطحه تخمين شوي دي٠
زموږ په هيواد کې د٣٠ کلنۍ جګړې او اشغال په وجه،پدې هکله هيڅ ډول معتبر او حتی نيم معتبر ارقام ندي ثبت شوي٠

خو که دې تنکيو ماشومانو مړينه په عمومي ډول مطالعه شي، نو دا به جوته شي چه دې محرقې،ملاريا او توبرکلوز علاوه،اسهال او استفرق،شری يا سرخکان سينه وبغل او نورې دوقائي وړ ميکروبي ناروغئ،هرکال،زموږ دې لسګونوزرو هيواد والو دمړينې باعث ګرځي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more