د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

طنز


jamal
17.06.2012

طنز

په سینما کې چې تیاره سي پورته سي توره پرده

تور فېلمونه خرتیزي کړي روښانه پر سپينه پرده

تور فېلمونه د نورله محراقه سي روښانه اورنګه

له هیرو او بدماش له وجدانه سي پورته پرده

نن پر پرده دبدمنګه بد ماش مخ سو ښکاره
پر خوله پسرلی ، پر زړه یې ژمي وهلي وه پرده
ولس چې ولیده د بدماشانو د امیر توره جوله
داړې یې غوښتل په لچري د سینما کړې ایله پرده
بشپړک شل میلیونه واخیستله د دلالي په بدله
هغه نامي خپله څیرې کړه خپله د شرم پرده
ناشولټه د ټپی سپاهیانو درمل ووهله په ګنډه
د مقام پر زور یی استپلر کړه خپله دبکارت پرده
ویستلی بهر ته میلیونونه بد ډوله او بدجوله
د وطند وستی په نغمه یې د ولس وشلوله دغوږپرده
د پړیس ورور او انډیوالانو چور کړد کابل بانګ پیسه
په ډیرو پرېولو یې وشوړوله د قضا دمخ پټیدو پرده
خوړجن د حج د قرباني په بسکیټونو ځان کړ ټنبه
په لندن کې یې وهلي اوس د اسلامی غلا زده کړو پرده
مادي چې کڅوڼې ډکي یووړې له سرای شهزاده
ننداره يې تر اوسه چلیږي د پارلمان په کونځې پرده
ولس په لم ختا باسي داپردي تک تورپسونه
ګڼي دا خلک ړانده دي یاپر سترګو لري پرده
یو اختلاس بل بډی خوری نور کوي بله چاره
په داسې واکمنو ، تل دپاچا مرۍ لنده وي بې پرده
د پردو تر شا یوازې ښکلې پیغلې نه وي همیشه
ډیري یې زړې دي چې ترې پورته سي پرده
دنیا دا نندار ه وینی په تلویزیونو کې ټوله
غلو لاخولۍد مازیگر پر ځای ایښې بې پرده
عالمه شرم شرم نسته شرم ورک سو له امرانو
کاڼه دی لکه چې نلري دا بد وربوزی د غوږ پرده
گوته په غاښ دنیا نیولې ده دې پلشتو پیغلو ته
ټوله دنیا پوهیږي چې دوی نه لري د بکارت پرده
پر دې خبرو سر پوش ایښوول نه دی په کارافغانه
پرده کله کیږي ، پرده نه کیږي ، دازله بې پرده
دا بل سوي انګارونه په یوه پوکله مړه کیږي
چې د مظلومو د آه طوپان یې مرګ نکړی پرده
«نظری» ختل په کار دی د دې خبرو په خیټه
په یوازې کله پورته کیږي دا در نه توره پرده
د قارون دخزانې مرغی دڅلویښتو غلو لومې نیولې
هغه لا پړه تکی وهی ونډه ونډه سوی پس پرده
کنایې :په لم خطا ایستل( غولول)، خولۍ د مازیگر پر ځای ایښوول ( غرور)، گوته په غاښ نیول ( اریان). [ د خبری پر خیټه ختل (د چا خبره نا تمامه ختم ول)، پر خبره سر پوښ ایښوول( معامله پټول )، پړه تکی ( په لومه کې د مارغه جست او خیز )
وييونه :بشپړک( شوخ هلک)، څټ مخی ( دوه مخی)، تورمخ( ګناهکار)،پړيس( چاغ او بد قواره )،ناشولټ (بی تهذيب اوبد قواره )،بدمنګه (بد قواره )،بد وربوزی( تريو تندی او بدشکله )، پرده ( شرم ، حجاب ، خيمه،) بې پرده ( بې عزت)، پس پرده ( پټه خوله، د پردې تر شا)، خر تيزه (جست اوخيز)، خوړجن(بدشکل)[color=indigo:3b2b3bd46e][/color:3b2b3bd46e][color=green:3b2b3bd46e][/color:3b2b3bd46e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more