د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دپتنګ صيب خبره حامد په طاقت دې دوه!

ډاکتر څپاند
12.06.2012

دپتنګ صيب خبره حامد په طاقت دې دوه!

په غږليد کې ګړ بړ وو او داسې بريښي چې حامد خان کرزی غواړي چې خپل
ورور قيوم جان کرزی پخپل ځای وټاکي :wink:

سره ددې چې نن سبا افغانستان تر اشغال لاندې هېواد دی او داشغال په
حالت کې خاصتا ټولټاکنې بې معني دي،خو بيا هم،يو ګڼ شمير هيواد والو ته
دا موضوع ډيره په زړه پورې ده٠بده به نه وي چې دوستان خپل اندونه په
دې هکله په ليکه کړي٠
په درناوي،


اکرم
13.06.2012

ډاکتر صاحب سلامو نه اودرناوی وړاندی کوم !

حامد په طاقت دې دوه! ډیر ښه عنوان مو موضوع ته ټاکلی دی ، خو پتنګ وایی په طاقت دڅلورو :D

اصلی خبرې ته:
تاسو ته بهتره معلومه ده چې دلاسپوڅو او دیکتاتوو مشرانو کړنې او نهایی مسیر تل یوشانتې وي ، یعنې دواک دګډۍ نه یې راکوزیدل ،دځان اونژدې حلقې دژوند په انتهاوي، پخپله خوښه هیڅ کله هم ترې نه کوزیږي.

دوه ورځې مخکې د طلوع تلویزون سره په مرکه کې محمود کرزي په خپله خوله دفقر خاورې سولوی ، ګډوډ لګیا ؤ چې ګوندې تر ده بل خوار اوغریب په افغانستان کې نشته ، په کابل کې هم په کرایی کور کې وسي او په کندهار کې هم، اوله بلې خوا یې بیا وویل چې دی په امریکا کې هم لا ملیونر ؤ!؟ دطلوع خبریال تر وپو ښتل چې ته کور نلري نو دا د(عینو مینه ) دچا ده ؟ محمود کرزي ورته کړه : چې هغه یوه پروژه ده چې لا تکمیل شوې نده او تکمیل یدل یې لس کاله نور وخت غواړي !؟ نو ددې خبرو ،او په امریکا او افغانستان کې د غلا اومالی فساد اودنورو تورونو نه داسې ښکاري چې هم د ویرې اوهم دحرص په لحاظ يې کورنۍ دسیاسی واک څخه په آسانه لاس نشي اخیستی ، دوي اوس له ویرې امریکا ته هم نشي تلی ، او که ورور یې په قدرت کې نه وي نه یواځي دا چې ددوي دسترو اقتصادی نامشروع پروژو اینده دخطر سره مخ ده بلکې دکابل بانک څخه یې چې په میلونو ډالر اخیستی هغه هم با ید بیرته ورکړي . نوزما په فکر دوي مجبور دي دشاشجاع سلطنت میراثی کړي . خو که یې باداران ورسره ومني !!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more