د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

داسلامی حقارت د وياند (پوچ) څرګندونې

تيمور
01.05.2012

ټولو درنو هیوادوالو ته اسلام علیکم،
د اسلامي د حقارت ګوند ویاند ذبیح اله محاهد ویلي دي:
[دا چې داسلامی امارت دځينو افرادو او مسئولينو په اړه دا څو ورځې کيږې بعضې مغرضې رسنۍ له حقيقته لرې او کاذبانه شایعات خپروې ، اسلامی امارت داسې پروپاګند په کلکو ټکو ردوې او ديرغلګر دښمن او ورسره ملو پلورل شوو جهتونو پوچ تبليغات يې بولي ، مولوی محمداسماعيل په اړه داسې آوازې او افواهات خپرول چې هغه له پنځه ويشتو کسانو سره په کوم ګاونډې هيوادکې وژل شوي دا له حقيقته لرې او محض دروغ دې مولوي محمد اسماعیل ژوندی او له ښه صحت څخه بر خمن دی.]

ګرانو هیوادوالو، د ملاعبيدالله، ملابرادر، مولوي معتصم او ملااسماعيل سرښندنې او هلې ځلې چې د طالبانو د تحريك لپاره يې کړې دي، له هيچا څخه پټې نه دي، خو دا هر څه د سترګو په دپ كې بدلېدل او د دوى له خوا د طالبانو له تحريك سره خيانت كول ناشوني او نه منونكې خبره ده.
دا به يو احمقانه باور وي، چې فكر وشي د انګریز بچیان (ناپاکان) افغانانو ته د احمدشاه بابا او يا سلطان محمود غزنوي غوندې اشخاصو او سياستوالو د روزلو، سولې او امنيت لپاره پيسې لګوي او يا د افغان هيواد او ولس د پالنې شوق لري او په دې سره دې وغواړي چې پر دوى خپل او يا د هند سومناتونه مات كړي او پښتانه دې پرې آزاد او خپلواك كړي، دا ټول (متأسفانه) چې یوازې او یوازې خوبونه او خیالات به وي.

والسلام،


طیب زابلی
01.05.2012

تیمور صیب د مولوی اسماعیل او معتصم په باره خو څه خبری موږ اوریدلی دی او تاچی شهید ملا عبیدالله او ملا برادر هم په دی لیست کی داخل کړی دی دا خبر خودی زه بالکل غلطه بولم ځکه طالبانو نه ملا عبیدالله له تحریکه ایستلی ده او نه ملا برادر طالبان چی کله دملا عبیدالله په شهادت خبر شول نوماتم یی اعلان کړ او دامارت ټولو منسوبینو او خواخوږو ته یی ددی امر وکړ چی په هغه پسی ختمونه او دوعاوی وکړی او دامارت په ویب سایټ کی دده ژوند لیک خپورسو . او که تاسی داګمان کوئ چی پاکستان دوئ ونیول نودابه دطالبانو په اشاره سره وی ځکه چی پاکستان دطالبانو خواخوږی ده نو داګمان مو هم غلط ده ځکه پاکستان دطالبانو خواخوږی نه ده پاکستان دخپلو منافعو خواخوږی ده پاکستان چی دطالبانومشران نیسی هغه هم دامریکا د خوشالولو لپاره اوبل تا داخبره کړی ده چی (دا به يو احمقانه باور وي، چې فكر وشي د انګریز بچیان (ناپاکان) افغانانو ته د احمدشاه بابا او يا سلطان محمود غزنوي غوندې اشخاصو او سياستوالو د روزلو، سولې او امنيت لپاره پيسې لګوي او يا د افغان هيواد او ولس د پالنې شوق لري ) نو چی ناپاکان دافغانانو لپاره سوله او هوسایی نه غواړی او ددی لپاره پیسی نه لګوی نو هغه خلګ چی هغه زموږ دوطن زموږ ددین زموږ دنبی زموږ دقرآن زموږ دپلار او نیکه له ازله دښمنان دی او ددښمنۍ اوږد تاریخ لری او خدای او قرآن زموږ دښمنان بللی دی نو ددوئ په باره بیا دا فکر کول چی دوئ به زموږ وطن او زموږ اولس ته سوله او هوسایی راولی او په دی نیت راغلی دی نو ایادابه ډیر احمقانه فکر نه وی ؟ او دا به بیخی دلیونیانو خوبونه اوخیالات نوی؟ او بل چی ته اسلامی امارت ته حقارت وایی شاید ستا په ویلو سره به هغه حقیر نه شی ځکه هغه ته الله جل جلاله عزت ورکړی ده ، او دا به ستا دخپل ځان حقارت وی . والسلام


حماد زابلی
03.05.2012

[color=white:daf2ce27d5]محترم طیب صیب سلامونه الله ج دی پرګوتواوقلم برکت کړه ډیرمصروف یم کنه د تيمور جواب راسره شته!هجرت ابواكرام[/color:daf2ce27d5]
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستاسو لیکنه اصلاح شوه ، کوښښ وکړئ چه فساد ته لاره خلاصه نه کړي
اداره


عادل عادل
03.05.2012

[quote:7d690b2214]ستاسو لیکنه اصلاح شوه ، کوښښ وکړئ چه فساد ته لاره خلاصه نه کړي
اداره[/quote:7d690b2214]

پېښې د مدیر کوې کارونه د مامور!

دا بحث/ګزارش په غلط فورم کې خپور شوی دی، دا فورم د اسلام دی!

لومړی غلط تیمور
دوهم غلط مامور



ع کريم حليمي
03.05.2012

[quote:d907615f21="طیب زابلی"] ایادابه ډیر احمقانه فکر نه وی ؟ . والسلام[/quote:d907615f21]


طیب زابلی
03.05.2012

حلیمی صاحب په مطلب دی پوه نه شوم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more