د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د پاکستان تر تسلط لاندې قبایل له خیبر پښتونخوا سره یوځای کېدل غواړي

اکرم
25.04.2012

د پاکستان تر تسلط لاندې قبایل له خیبر پښتونخوا سره یوځای کېدل غواړي

تاند(چهارشنبه/اپریل۲۵)
د پاکستان تر تسلط لاندې د قبایلي سیمو د اوسېدونکو یوه استازي وویل چې په دې یې خبرې پیل کړي چې یا قبایلي سیمو ته، چې اته ملیونه نفوس لري، جلا صوبه ورکړای شي او یا په خیبر پښتونخوا کې شامل کړای شي.
د پاکستان په ملي جرګه(اسمبلي) کې د قبایلي سیمو د پاړه چنار استازي جواد حسین توري نن وویل، اوس په پاکستان کې د نویو صوبو د جوړولو خبرې کېږي نو ولي قبایلي سیمو ته صوبه نه ورکول کېږي او که بیا هم دوی فکرکوي چې دا کار ممکن نه دی له خیبر پښتوخوا سره د دې سیمو یوځای کېدا خو ممکنه ده.
قبایلي سیمې له جغرافیايي نظره د یوې تړانګې په شان دي چې د افغانستان له کونړه تر پکتیکا پورې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې دي. ښه به دا وه چې وزیرستانونه (شمالي او جنوبي) اوسنۍ بلوچستان صوبې ته ورکړای شوي وای خو که دا سیمې له بلوچستان سره یوځای شي په دغه ایالت کې قومي انډول بدلېږي.
جواد حسین وویل چې دوی د خیبر پښتونخوا له حکومت سره خبرې پیل کړي او هڅه کوي چې قبایل د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې استازیتوب ترلاسه کړي.
ده وویل چې مرکزي حکومت تراوسه پوري د دوی له وړاندیزونو سره مخالفت نه دی کړی.
ده ټینګار وکړ چې په مرکز کې ستونزه نه ویني خو اول باید له قبایلي مشرانو سره وږغېږي.
په همدې حال کې راپورونه وايي چې د عوامي نشنل ګوند چارواکو د پاکستان د پارلمان د دواړو جرګو له غړیو سره خبرې پیل کړي څو دې مسلې ته د حل یوه لار اواره کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more