د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

شمشتو ستاسو دی خو افغانستان وران کړئ

larghonay laraway
25.04.2012

السلام عليکم!
تېره ورځ مې له پېښوره يو دوست راغلی ؤ راته ويې ويل چې پاکستان د شمشتو په خلکو لاس وواهه چې بايد په افغانستان کې جهاد شروع کړي!
ده وويل پاکستان ورته په ډاګه ويلي چې تاسو بايد په افغانستان کې جهاد شروع کړئ او له طالبانو سره د ګډوډۍ په جوړولو کې سمه ونډه واخلئ او لږ تر لږه دافغانستان ختيز ولايتونه بايد نا ارام کړئ. پاکستان ورته دا هم ويلي چې که داسې وکړئ نو هيڅکله هم څوک درته نه شي ويلی چې شمشتو پرېږدئ، بلکې په مالکانه توګه به په کې اوسئ!
په همدې خاطر په شمشتو کې غټه غونډه شوې او ټولو ملاتړلې چې بايد د پاکستان په فرمايش په ختيزو ولايتونو کې جهاد پيل کړي.
له همدې سره سم خارښتي قاضي حسين احمد هم تر ډېر ځنډ وروسته بيا غږ پورته کړ چې د طالبانو کړنې اسلامي نه دي او بايد اسلامي شي چې دا هم د ISI فرمايش دی او په افغانستان کې ګډوډي زياتولو ته د خلکو هڅول دي.
نتيجه:
که په افغانستان کې په دې لس کلونو کې يو خپلواک او ملي حکومت جوړ شوی وی نو افغانانو په شمشتو کې څه خاورې غوښتې ! خو دا چې له يوې خوا د افغانستان حکومت غلام، فاسد، مافيايي او د لنډه غرو ټولګه ده نو پاکستان به خامخاد شمشتو د جوړيدو لپاره افغانستان ورانوي!
راځئ هغو ځوانانو ته شعوري پوهه ورکړو چې په شمشتو کې اوسي چې که جهاد کوئ د خدای په خاطر يې وکړئ او د يو سپېڅلي هدف لپاره يې وکړئ نه د شمشتو لپاره !
په همدې هيله ستاسو لاروی


عادل عادل
25.04.2012

السلام علیکم

[quote:95de0de362]،،،، او له طالبانو سره د ګډوډۍ په جوړولو کې سمه ونډه واخلئ او لږ ،،،،،[/quote:95de0de362]

ښاغلی لاروی صاحب،،،

کور مو ودان چې د غلام پاکستان له ناولو نیتونو مو پرده پورته کړې ده،،، ستاسو د ملګري په ګزارش کې دا پورته جمله احتمالا داسې ده چې:

[color=white:95de0de362]،،،،طالبانو ته په ګډوډی جوړولو کې سمه ونډه واخلی،،،،[/color:95de0de362]

د ای-اس-آی د ګیرور قاضي څرګندونه چې ویلي یې دي د طالبانو کړنې اسلامي ندي،، هم زما د پورته پېشنهادي سمونې سره پوره پوره ډډه لګوي،،،،

په دې اړه ښایي چې له شمشاتو علاوه،،، په اسلام اباد کې د حزب اسلامي ښکاره مطبوعاتي غونډو او تر کابل پورې د دوی د واسکټي هییت ځغلېدلو او له کرزي اوهمدارنګه د سولې د شوروا د خدای شرمولي رباني د ناخلفه زوی سره لیده کاتو او لاس تر نامه کېدو ته هم باید اشاره وشي،،،،

د حزب اسلامي مشران خو په شعوري توګه څوک وزیران، څوک والیان او د کرزي بې قید او شرطه حامیان دي او کشران یې هم په لاشعوري توګه ستاسو د پورته لیکنې له مخې ګډوډیو ته هڅول کیژي،،،، خدای دې دوی ته خیر پېښوي چې د وروستی حربې په توګه د افغانستان د کړکېچ په پېچلتیا کې استعمالیژي!!


م . ق
25.04.2012

سلامونه او احترامات!
د ښاغلي لاروي صیب لاندې نتیجه یوځلې بیا سمه او رښتینې ده.
[quote:5beaded85f]نتيجه:
که په افغانستان کې په دې لس کلونو کې يو خپلواک او ملي حکومت جوړ شوی وی نو افغانانو په شمشتو کې څه خاورې غوښتې ![/quote:5beaded85f]

خو زه پکې یوڅه اضافه کوم او هغه د لسو کلونو په ځاي تیر شل کلونه دي چې د مجاهدینو او طالبانو دوره پکې هم شامله ده، که په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې یو خپلواک اسلامي او ملي حکومت راغلی وی، د افغانانو حیاء، عزت، مال او شتمني یې تضمین کړی وی او د ژوند لازم سهولیات لکه اوبه، بریښنا، کور یا ځمکه، مکتب، دوايي او هسپتال،ټرانسپورټ، د تجارانو او حرفوي تخنیکی مسلکیانو لپاره یې د کار زمینه مساعده کړی وی نو افغانانو به شمشتو څه چې حیات اباد، ارباب روډ او ټاون هم پریښی وو خو د افسوس خبره دا ده چې په افغانانو کې ملي احساس نشته، د خپلو د ورورۍ څخه ورته د پردیو غلامي ښه ښکاري، تل یې د خپل سیال ځپلو لپاره د اغیارو غیږې ته ځان غورځولی.
که چا یو څه اسلامیت لرلو نو ملیت یې نه لرلو او که چا یوڅه ملیت لرلو نو اسلامیت یې نه لرلو.
که موجوده ټول اطراف اوس هم د خپل تکبر، خودخواهۍ د مخالفانو د توهین او د قدرت د بې انتها هوس لپاره د اغیار پالنې څخه لاس وانخلي نو داسې په سلګونو نور شمشتو ګان به هم وزیږي، د حل یوازینۍ لار د یوبل زغمل، ټولو ته حق ورکول او د پردیو په مقابل کې افغاني ملي وحدت تامینول دي.

والسلام مع الاحترام
مبارز قرآني


Re: شمشتو ستاسو دی خو افغانستان وران کړئ

م . ق
25.04.2012

[quote:37c590098b="larghonay laraway"] قاضي حسين احمد هم تر ډېر ځنډ وروسته بيا غږ پورته کړ چې د [color=blue:37c590098b]طالبانو کړنې اسلامي نه دي[/color:37c590098b] او بايد اسلامي شي [/quote:37c590098b]
دا خو یې ډیره ښه خبره کړې ده خو زما په فکر چې دﺉ یواځې خپل پاکستاني طالبان یادوي او زمونږ په اخوندانو یې سترګې پټې کړي دي.
بهرحال د ده خبره ډیره سمه ده چې کړنې یې اسلامي ندي او باید چې اسلامي شي، د مثال په ډول د بې ګناه ښاریانو او غیر نظامیانو وژنه، د پیسو لپاره د مالدارو خلکو تښتونه، د کلیوالو او د هغوي د کورونو څخه ځان ته سپر جوړونه، د قومي مشرانو، سپین ږیرو او د خپلواکه جهادي قومندانانو وژنه، په زوره په هرچا د خپل مشر او ډلې تپنه، د مکتب، استاذ، کتاب، ساینس او ټکنالوژۍ سره دښمني، د هرهغه چا ځپل او له مینځه وړل چې ددوي د قوماندې او قیادت پرته په خپل پلان او مشرۍ جهاد او پاڅون کول غواړي،،،،دا او دې ته ورته نورې غیر اسلامي کړنې هغه څه دي چې نور باید ودرول شي.
د جهاد هدف همیشه د اسلام او اسلامي اصولو بالادستي او حاکمیت وي، او په هرهغه څه کې چې اسلامي اصول او اساسات ترپښو لاندې کیږي، مسلمانان په کې وژل کیږي، ځپل کیږي او نور هم محکوم او محتاجیږي، نو دا د جهاد پرتله ترډیره فساد وي.
نو د قاضي خبره سمه ده چې فساد باید په جهاد بدل شي او د مسلمانانو پرځاي صلیبیان باید له هر اړخه وځپل شي ترڅو د صلاح الدین ایوبي تاریخ بیا راژوندی او د مسلمانانو سر لوړ شي.

مننه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more