د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

خوله

ډاکتر څپاند
19.04.2012

ددرنو ژبپوهانو نه يوه بله پوښتنه،

خوله=دهن
خوله=عرق
خوله=کلاه

څنګه ليکل کېړي؟


اکرم
19.04.2012

محترم ډاکتر صاحب څپاند، السلام علیکم!

تاسولیکلي:
[color=darkred:780b4aebc6]خوله=دهن
خوله=عرق
خوله=کلاه
څنګه ليکل کېړي؟[/color:780b4aebc6]
زه خو ستاسو په لیکنه کې پرته له (ړ) نه بله کومه ستونځه نه وینم !
دا یوه به زه هم ورسره کړم:
خوله = هغه مطلقه او یا طلاقه شوی ښځه چې پخواني میړه یې بیرته په نکاح کړي
وي.

پښتو- پښتو، تشریحي قاموس


larghonay laraway
23.04.2012

اسلام عليکم!
څپاند صيب ښه موضوع ده او روښانه ده خو يو څه باريکي لري.
ستاسو په وړاندې شوې موضوع کې لومړی معدوله واو مطرح دی چې ارواښاد قلندر مومند په درياب کې پرې غږيدلی دی او دويمه د خج مسأله ده.

[color=red:b6b1ea0f87]خوله= (xwələ):دهن (دلته د خ او واو ساکن دي او د (له) په (ل) خج دی او زورکی لري. چې د باړه ګلۍ د پرېکړې له مخې يې سمه املا (خولۀ) ده لکه زړۀ (قلب)[/color:b6b1ea0f87]

[color=blue:b6b1ea0f87]خوله= xwəla) عرق (دلته خ ساکنه ده واو زورکی لري، ل زور او خج لري او سمه ليکنه يې (خوله) ده. لکه زړه (بوډۍ)[/color:b6b1ea0f87][color=violet:b6b1ea0f87]

[color=orange]خوله=کلاه[/color:b6b1ea0f87]
څپاند صيب دلته لهجه ليکلې چې خوله نه بلکې سمه بڼه يې خولۍ(xwəlay) يې سمه ده. پېښوريان يې ټوپۍ، وردګ يې خوېله اويو شمېر خوستوال او پکتياوال يې خېله بولي.
دا چې په ليکلو کې ستونزې لري او سره ورته دي دا ستونزه په ډېرو ژبو کې شته چې د کلام د سياق او سباق نه يې توپير کېږي. په پاړسو کې (شير شيدې او شير زمری) يو ډول ليکل کېږي همدارنګه په نورو ژبو کې هم دا شباهتونه شته چې املايې يو خېل او معنی يې بل خېل وي.
مننه
ستاسو لاروی


ډاکتر څپاند
23.04.2012

محترم لاروی صيب يوه دونيا مننه،که لږ رانږدې وای نو يوه خولۍ به دې د
جيزې په توګه ګټلې وه٠
په درناوي،


میرویس
12.02.2013

ګرانو وروڼو، اسلام علیکم
زما په خیال چې خوله، یا خولۍ په سر کولو، یا هلک خوله نلري.
خوله، یا په کار کې د خولې تویول، یا ناروغ چې خوله وکړي، زر به جوړ شي
خوله، یا خبره هرڅوک کوي، خو خوله د ملا بهادر غواړي.
ددې ټولو املا یوه ده، خو عبارات یې فرق کوي. د ا پدې پورې اړه لري چې د جملې مطلب څه دئ، او البته د کلمې تلفظ د عبارت سره فرق کوي او پکار ده چې تلفظ د عبارت او ددې خبرې سره اړخ ولګوي چې دا لیکل شوئ لفظ د کوم مفهوم د پاره استعمالیږي.

وايي: با خرابات نشینان، زکرامات ملاف - هر سخن وقتې، و هر نکته مکانې دارد.

.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more