د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

یو ښه نوښت!!!

تيمور
18.04.2012

په ننګرهار کې د جلالکوټ ادبي خوځښت په نوښت تر سلو زياتو افغان شاعرانو د يوې لويې مشاعرې په کولو سره جګړه وغندله، او په دې مشاعره کې د ختيځ زون پر شاعرانو سربېره د پايتخت کابل او د هېواد د يو شمېر نورو سيمو شاعرانو هم برخه اخستې وه.
د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند وويل چې پر افغانستان روانه جګړه د دې هېواد پر وګړو تپل شوې ده: دا د افغانانو خپله كمزوري ده چې پردۍ جګړې د دوى په هېواد كې كېږي، ګټه يې نورو ته رسيږي او زيانونه يې هم يوازې همدوى ګالي. موږ روانه جګړه غندو او په ښكېلو خواوو يې غږ كوو چې نور دغې خونړۍ جګړې ته د پاى ټكى كېږدي.
د ده په وينا، دوى هڅه كوي چې د ولس شعور لوړ كړي او د جګړې ښکيلې خواوې په دې پوه كړي چې جګړه هېڅ ګټه نه لري، موږ ته بله لار نه راپاتې، مجبور يو چې ولس ته مخه كړو او دې ته يې وهڅوو چې لاسونه سره يو كړي او د جګړې پر وړاندې له دوى سره اوږه په اوږه هلې ځلې وكړي چې نور له دې بدمرغۍ خلاص شو او د سولې په فضا كې خپل ارام ژوند وكړو.
هغه زياته كړه، كه ولس راپورته شي، احساسات يې راوپاريږي او د جګړې پر وړاندې كلكه مبارزه وكړي، نو لرې نه ده له دې بلا نه په امن كې شو.
له بلجيم څخه راغلي ځوان شاعر جلال امرخېل وويل، په اكثره ځايونو كې شاعران خلک جګړې ته رابولي، خو دا لومړى ځل دى چې دى په داسې يوه مشاعره كې ګډون كوي چې شاعران په كې په هنري ډول خلكو ته د جګړې د پای ته رسولو پيغام وركوي، زه له ټولو شاعرانو څخه غوښتنه كوم چې د خپلې شاعرۍ له لارې خلكو ته د جګړې زيانونه ور په ګوته كړي او دې ته يې وهڅوي چې د جګړې پر وړاندې مبارزه وكړي.
د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون د جګړې پر ضد دغه مشاعره يو ښه نوښت وباله او زياته يې كړه، جګړه هېڅكله هم چا ته ګټه نه رسوي او موږ دا څه باندې درې لسيزې كېږي چې د جګړې له لاسه در په در خاورې په سر يو، اوس چې هم نه پوهيږو، نو ګرم څو ك دى، زما په باور دا ډول مشاعرې زموږ اړتيا ده او كه دا د خپل ډول لومړۍ مشاعره وي، نو بايد وروستۍ نه شي، زه د دې مشاعرې نوښتګرو ته مباركي وايم او هيله ترې كوم چې په راتلونكي كې هم دې ته ورته نورې مشاعرې هم جوړې كړي.
د يادولو ده چې جلالکوټ ادبي خوځښت له نږدې يو نيم کال راهيسې په ننګرهار کې په فعاليتونو بوخت دى او تر دې دمه يې ۷۵ اوونيزې او لس ځانګړې غونډې جوړې كړې دي چې ښې پايلې يې لرلې دي او د خلكو له لوري ستايلې شوې دي.

[color=blue:27e9a6e0fb] هو ! :
جګړه نه غواړو ! جګړه زمونږ کار نه دی !!
.............................. د پردو بار دی ! زما او ستا بار نه دی!![/color:27e9a6e0fb]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more