د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

بي تعلیمه (مزدور او محتاج)

تيمور
13.04.2012

سلامونه او نېکې هیلې،
په اوسنۍ نړۍ کې، چې څوک نالوستی وي، هیڅ وخت به ښه او آرامه ژوند کولو ته ونه رسیږي او تل تر تله به نورو ته محتاج وي او د دوی مرستو ته به ولاړ وي، نور به پرې امر کوي او دوی به امرونه پر ځای کوي، د مزدور په شان.
په دې لسو کلونو مونږ ګورو چې ټوله نړۍ د پښتنو پر وړاندې را پورته شوې دي او په دې هڅه کې دي، چې څه ډول پښتانه وځپي، او د سواد او علم څخه جلا کړي، ویې وژني او د سیاست له ډګر څخه یې لرې کړي. پښتانه څوک په له هواي بمونو وژني او څوک په ځمکه ورته بمونه ږدي، څوک یې د طالب په نامه وژني او څوک یې له دولت سره د همکارۍ له امله، څوک یې ښوونکي وژني او څوک یې ښوونځي سوځوي، څوک یې قومي مشران وژني. نو اوس په رښتیا هم نړیوال سره په یوه خوله او یوه واک شوي، چې دا پښتانه له مينځه یوسي، بې سواده یې کړي، یتیمان یې کړي، ژوند ترې واخلي او پرمختګ ترې واخلي. خلک، چې نالوستی شو، نور نو د ژوند کولو لایق نه دی.
له دې ټولو څخه داسې ښکاري، چې نړئ په لوی لاس پښتانه د بېسوادۍ کندې ته ور ټېله کوي. کله چې د یوه هېواد ډېری وګړی نالوستي وي، نو هغه هېواد به څرنګه پرمختګ وکړي او په هغه هېواد کې به څه ډول امنیت راشي، په داسې یوه هېواد کې به څه ډول یو پیاوړی حکومت راشي، نه د جوړېدو امکان شته او نه هم د سولې د راتګ.
والسلام،


khoshalkhan
14.04.2012

تيمور جانه ته يې په ژبه (پښتو )کلک ودرېږه ! هر وخت په پښتو ليکه !


تيمور
14.04.2012

[quote:3b8a17b68b="khoshalkhan"]تيمور جانه ته يې په ژبه (پښتو )کلک ودرېږه ! هر وخت په پښتو ليکه ![/quote:3b8a17b68b]

خوشحال خانه، اسلام علیکم و رحمته الله،
خو شال خټک په درنو دروند ، په سپکو سپک !


پتوال
19.04.2012

هغه څوک چې د ( ظاهر ) د سولې په ۴۰ کاله دوره پښېمانه او د جګړې ۳۰ کلنه دوره نوره هم غځول غواړي، یو یې
د پاکوستان او عربي شیخانو له خوا اوبل یې د امریکا او ناتو له خوا په ملا ټپول کیږي او د ورور وژنې له پاره د جنګ میدان ته
په دې قومانده سره غورځول کیږي چې ورته وایي : پلاره نیسه یې!

دجنګ له پاره دپنجابیانو دغه پلار او د امریکایانو د غه بچی څوک دی؟؟؟؟؟ ایا دا پښتون نه دی؟؟؟؟؟
آیا د جنګ پلار ملا عمر او د جنګ بچی ملا کرزی نه دی؟؟؟؟؟

[color=red:6cd883cfe6]د جنګ پلار او جنګ بچو تر منځ جګړه ده
............................. د ایساف خو هسې نوم تشه بانه ده
چې غوږونه سره وشلوي مخ څیرې
................................. د سګوانو د سګانو غړمباوه ده
چې ترڅو پترو ډالر او پنجابیان وي
............................... د انګلیس او امریکا لوبه توده ده
چې يې غړي قام ملت پېژندی نشي
............................د هغه قام خو چپه د بخت کاسه ده (!!)[/color:6cd883cfe6]


سلامونه

tandar
19.04.2012

سلامونه
پتوال صيب وبښه زه هم دزړه بغ اوباسم

[color=red:99d3298aa3]د جنګ پلار او جنګ بچو تر منځ جګړه ده
..................................ولي نه پوهيږو؟ که مو مغز يوه بوساړه ده
ترهغي چه مونږ کي اتفاق او وروري نه وي
.............................انسان نظر به راته نشي خپل کور مو ګاو خانه ده
ويښ شي ،جيګ شي،سره يوشي اي افغانه
.............................که نه ،ورکيږي ،بي اتفاقي دغلامي غټه نښانه ده[/color:99d3298aa3]
تربيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more