د موضوعګانو سرپاڼه

بیا رغونه او پرمختګ

د یو مسلمان او ملي سوداګر سوغات

مساپر
07.02.2012

ټولو درنو افغانانو ته خپل توده سلامونه وړاندې کوم،

د سپین غر د خبري آژانس په وینا حاجي نظام الدین هغه ملي او مومن سودا ګر دي چې په ننګرهار ولایت کې د درې سوه زره امریکایی ډالرو په شخصي لګښت یوه لویه دیني مدرسه د (الغفوریه) په نوم تر بشپړېدو ورو سته ګټې اخیستنې ته وسپارله.
‎ددغې ولایت دعلماو په وینا چې ددغې مدرسې په جوړېدا به دسلګونو طالب علمانو دزده کړو ستونزې حوارې شي او له دې ورو سته به نور نه مجبوریږي چې پردي هیواد (پاکستان) ته ددیني زده کړو لپاره لاړ شي، دغه دیني مدرسه او دارلعلوم چې د سره روډ ولسوالۍ اړوند په شمشپور نومې سیمه کې په څلور جریبه ځمکه باندې په دوو پوړونو کې په پاخه او ډېرښه توګه (یولس درسي خونې ، یو لوی حال او یو ښکلی جومات) جوړه شوې، او په سلګونه کسان به په کې خپلې دیني فرایض او زده کړې ترلاسه کولی شي .
‎‎مونږ هم له خپلو ټولو عزتمندو افغان ملي سوداګرانو څخه هیله کوو چې د دغه راځ دیني مدرسو او جوماتونو په جوړولو کې خپل مظلوم ولس او ویجاړ هیواد سره همکاري وکړي تر څو چې د دوی دین او دنیا یې ښایسته شي (انشأ الله).

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more