د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د ډاکټر طاهر القادري له شرک او کفر څخه ډک محفل وګورئ

M Tahir
04.02.2012

پۀ پاکستان کې د بريلوي مسلک ديو ممتاز سکالر ډاکټر طاهر القادري له شرک او کفر څخه ډک محفل وګورئ . نوموړی د منهاج القران ( د قران لار) د علمي او مذهبي بنسټ مشر دی . نوموړي يو وخت وويل چې : رسو ل الله صلی الله عليه وسلم راته و ويل چې زۀ دپاکستان له خلکو ډېر زيات مرور يم، خو وروسته زما ( طاهر القادري) پۀ ډېرو زاريو بېرته خوشحاله شو، او راته ويي ويل چې زۀ پاکستان ته درځم خو ګوره او له کراچۍ تر لاهوره به د P.I.A ټکټ راته اخلې او نوره ميلمستيا وغيره به هم ستا پر غاړه وي!!!!

د ډاکټر موصوف دغه ادعا پۀ وېډيويي بڼه خوندي ده!
http://www.youtube.com/watch?v=tpnC68_OUxs&feature=player_embedded


وزیري
04.02.2012

طاهر خانه دا د محمد صلی الله علیه وسلم او د مولانا طاهر ګفتګو خو به ویدیو کی ښکاره نه شوه. ته یو پیرته دا لینک پخپله وګوره هسی نه چی خوب دی لیدلې وی.


M Tahir
05.02.2012

ښاغلی وزيری صاحب!
خوب مې نه دی ليدلی . خو ښايي تاسې زما ليکنه پۀ خوبولو سترګو لوستلې وي! ما ليکلي:
نوموړي [color=white:19f2521699]يو وخت[/color:19f2521699] [color=blue:19f2521699]وويل چې : رسو ل الله صلی الله عليه وسلم راته و ويل چې زۀ دپاکستان له خلکو ډېر زيات مرور يم، خو وروسته زما ( طاهر القادري) پۀ ډېرو زاريو بېرته خوشحاله شو، او راته ويي ويل چې زۀ پاکستان ته درځم خو ګوره او له کراچۍ تر لاهوره به د P.I.A ټکټ راته اخلې او نوره ميلمستيا وغيره به هم ستا پر غاړه وي!!!! [/color:19f2521699]

ياني پۀ دغه تازه لينک کې د ډاکټر طاهر القادري( PhD in Islamic Philosophy) نور کفريات ښکاري چې هغه نوموړي ته د خلکو له خوا سجده کول او پښې يي ښکلول دي!
او هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرورتيا او مېلمستيا پۀ اړه يي څرګندونې له موږ سره پۀ بله وېډيو کې خوندي دي!
که مې وخت پيدا کړ ... له تاسو سره به يي شريکه کړم

پۀ مينه
ستاسو طاهر


وزیري
05.02.2012

ریښتیا چی ما سمه نده لوستي، بښنه غواړم.


M Tahir
05.02.2012

ښاغلی وزيري صاحب
د ډاکټر موصوف دهغه څرګندونو يوه څنډه پر دې لاندې لينک وګورئ !
http://www.youtube.com/watch?v=tz1abyutUeI&feature=player_detailpage

دا د هغه چا څرګندونې دي چې وايي ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم هر ځای حاضر او ناظر دی ( استغفرالله)

پۀ مينه
ستاسو طاهر


وزیري
06.02.2012

وا طاهر خانه دا خو خوب ده کنه څه د بیدار حالت قیصه خو نه کوی کنه. که دا فورم می مناست ځاي موندلی وای نو ما به هم د خوب یوه قیصه درته کړی وه خو پریږدمه یی ځکه چی نن سبا دا د کفر ټاپی ډیري دی.


M Tahir
08.02.2012

وزيري صاحب
خوب بايد خوب وبلل شي , نه چې پۀ عام محضر کې اعلام شي! او بيا خوب هم د يو داسې چا چې هر مجلس يې د قران او حديث سره پۀ ټکر کې وي او د شرک بدعت پۀ خولو کې ډوب وي. د روحانيت او تصوف تر سپېڅليو او نازکو عنواناتو لاندې څۀ بل څۀ بدرګه کوي او پۀ خپل فکر او عقيدې سره د امت عقيدوي او نظرياتي بنسټونه کمزوري کوي! داسې سړی به څۀ صالح خوب و ويني؟
خو تاسې ته هم وايم چې خپل خوب مو له ځانه سره خوب وګڼئ او پۀ هيڅ ډول وړ مجلس / فورم کې يي انعکاس ته مه پرېږدئ. ځکه چې شرعا تاسې د کوم خوب پۀ بيانولو مکلف نه ياست!

پۀ مينه
ستاسو طاهر


وزیري
09.02.2012

ملا طاهر صاحب،

که ستا همنامي په ریښتیا هم جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په خوب کي په یو ښه حالت کی لیدلی وي. نو بیا خو ستا دا د بدعت او شرک ټاپه پرده باندي ۵۰۰ فیصده په سلو کی غلطه ده. ځکه چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب لیدل پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی توصیفوي:
من رانی فی المنام‏ فقد رانی فإن الشیطان لا یتمثل بی. (حدیث هم کره ده)

او ته له دي ځای نه دا ټاپه هم نه شي لګولای چی دی درواغ وایی ځکه چی پوره بی ثبوته او په شخصی نظر ولاړه ده.
د قرآن تلاوت خو به دی هم کړی وي، الله جل جلاله مهرباني کوي:
یا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ.....

نو بهتره خبره به دا وي چی پخپله عقیده یو دفعه تجدید نظر وکړه. خداینخواسته چی تا کی څه غم نه وی، هسی خو هم دا خپل عیب د ولو منځ او دبل عیب د کلي منځ وی.

والسلام


M Tahir
14.02.2012

ګوره وزيري صاحب
که د ډاکټر موصوف مريد يې او يايي هم مسلک يې نو بيا خو بحث کومه ګټه نه لري ځکه چې پۀ تاسف سره وايم چې تاسې به هم يو له هغه چا څخه ياست چې ټول عمر د خپل مسلک دفاع کوي او د اسلام او شريعت دفاع ورته ثانوي حيثيت لري.

ګوره ښاغليه!
زۀ خو ستاسو د را نقل کړي حديث پۀ پام کې نيولو سره وايم چې ډاکټر صيب له سره خوب نه دی ليدلی او يوازې د منهاج القران پۀ نوم د مسلمانانو له منځ څخه د اخراج القران پۀ موخه د رامنځته کړې ادارې لپاره د فنډ را جلبول وو. ياني نوموړي پۀ دې توګه خلکو ته د ويل غوښتل چې ګواکې د دغه ادارې بنسټ ګر پخپله رسول الله صلی الله عليه و سلم دی!

ايا هغه شرايط چې ډاکټر موصوف يې (معاذالله ) وړاندې کوي د نبوت پر سپېڅلې ژبه راوړل کېدای شي؟ دا د کوم نبي خبرې دي او که د پاکستان کوم Gazetted officer د خپل دولتي سفر پۀ تړا د T/A او D/A تفصيلات ورکوي ؟
او ګوره ښاغليه !
ماته ملا مه ليکه ځکه چې ستاسې پۀ قاموس کې بيا دا تعبير چې ګواکې دا ملايان هرځای فساد ته لمن وهي، ډېر خلک بېلارې کولای شي. او هم بله دا چې تاسې د سپېڅلي قران کوم حکم راته مخته کړی، الحمدالله چې پرې خبر يم او د الله پۀ فضل سره عملي جنبه يي هم لرم!

پۀ مينه
ستاسو طاهر


طیب زابلی
01.05.2012

وزیری صیب ته خوسم وایی دچادخوب درواغ یارښتیا خونشی معلومیدی مګرخوکوم حدیث چی تارانقل کړی ده ددی حدیث له نظره دامعلومیږی چی داخوب درواغ ده ځکه که داخوب رښتیاوګڼونوددی معنابیا داشوه چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم په جاز کی سپریږی او میلمستیاهم غواړی ،


حذيفه
05.07.2012

ښاغلي وزيري هم شايد دې ته ورته خوب ليدلی وي ځکه نو د طاهر قادري له خوبه دفاع کوي ، دا کس په اسلامي جامعه کي د يوه مار حیثیت لري او زموږ مسلمانانو په بلنه کي يې ستر خنډونه ایجاد کړي دي ، څو ورځې مخکي يوه هندو په انټرنيټ کي راته وويل: زموږ او ستاسو توپير نه شته ځکه تاسو د قبر عبادت کوئ او موږ د ډبرې او بيا چي کله ما ترې پوښتنه وکړه دا بیا څرنګه ؟ نو طاهر ته يې حواله ورکړه .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more