د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

افغانان په فکري ډګر کې څه ته اړتیا لري؟

م . ق
21.01.2012

السلام علیکم ورحمة الله،
ماچې دلته څومره نظرونه، دلایل او بحثونه ولیدل نو پوه شوم چې مونږ ټول افغانان په فکري ډګر کې ډیر وروسته پاتې یو، تراوسه د بحثونو ډیر ګډونوال د فکر او نظر اهمیت ته متوجه هم نه دي، ډیر داسې بحثونه کوي چې په یو مستقل، پوخ او پوه فکر دلالت نه کوي الا ماشاء الله
نو زه له پوهانو مفکرینو او د نظر خاوندانو څخه پوښتنه کوم چې ایا زمونږ ترټولو غټه نیمګړتیا دانه ده چې زمونږ مفکوره او نظریه پختګي او عمق نه لري، ایا دې ته جدی اړتیا نشته چې په افغانانو کې د یوې واحدې او سالمې مفکورې پیدا کولو لپاره کار وشي؟
پدې لړ کې د یوې مفکورې په جوړولو څنګه کار وکړو او بیا دهغې مفکورې په تطبیق او ترویج؟
باید ټول افغانان د فکر په وسله مجهز شي ترڅو د هر بهرني فکري او کلتوري یرغل په وړاندې دفاع وکړاي شي.
متاسفانه زه نشم کولاي چې فکر او مفکوره وڅیړم ځکه په اړه یې معلومات نه لرم، کڅوک پدې اړه پوهه لري باید خپلې علمي لیکنې زمونږ څخه ونه سپموي.
هیله ده چې ورونه به پدې اړه زمونږ په علم کې یوڅه را اضافه کړي.

په همدې هیله.


پتوال
21.01.2012

د ټولنيزو ستونزو د حل له پاره ټولنيز فکر په کار دی :

اول يو هدف ټاکل :
دا ډير مشکل پړاو دی ، له ځان ، غرض ، زور ، قوميت، برترۍ، امتياز او ګټو څخه به تيرېږي . ځان به د هغه ضعيف ، کمزوره ، مظلوم، ځپلي او محروم قوم ، شخص او ټولنيز فرد په ځای ګڼې چې تر هغه بل مظلوم او بې برخې انسان بل نه وي، او د هغه يا هغوی له نظره ، هيلو اميدونو ، لومړيتوبونو او غوښتنو له مخې به خپل اند او اندتوګه عياروې !
مثلا ً د يو پښتون په توګه بايد ديو هزاره ورور نظر خپل کړې او د هغه په نظر د ټولنيزو ستونزو د حل لار ولټوه ، د هغه هدفونه خپل او د ټولنې
هدفونه وګڼه . [color=red:dcea2bbb98]البته د تعميم وړ نظرونه يې ! [/color:dcea2bbb98]که غواړې د پښتنو ستونزې حل کړې نو داسې فکروکړه چې
ته يو هزاره يې او هزاره ورونو ملاتړ ، مشوره ، اندتوګه او وړانديزونه په دې برخه کې تر لاسه کړه ! او بالقابل د هزاره ورونو
د ستونزو د حل له پاره د پښتنو ملاتړ ته کار وکړه ! لهذا هدف داسې وټاکه چې د هزاره ، بلوڅ ، پشه يي، نورستاني، ترکمن،
ازبک او تاجک په ملاتړ ډآډمن يې ! او که ته ددوی له جملې څڅه يو افغان يې نو هدف داسې وټاکه چې تر ټولو لومړی د پښتون او بيا نورو ملاتړ وګټې !
مثلا ً هزاره ورور له يو پښتون څخه دفکر او بيا آزادي غواړي او دا هر پښتون ، هر تاجک ، ازبک ، ترکمن او نور قومونه هم غواړي نو ته به اول له هزاره ورور له ورورۍ څخه پيل کوې او ددې ټولو ملاتړ به ددغه هدف سره تر لاسه کوې !

که ته آزاد انتخابات او ددولت انتخابي ارګانونه غواړې ، که ته ماشومانو ته ښونځي غواړې، که نور ې لاسته راوړنې غواړې نو له هزاره وزرونو څخه بۀ پيل کوې او په پښتون بۀ يې ختموې !

او که ته پښتون نه ، بلکې هزاره ، تاجک يا ازبک يې او ملې خدمت کول غواړې نو اول هدف به دې د پښتونستان داعيې ته صادقانه خدمت او
هغه سې چې پښتانه يې غواړي مطرح کوې او د پښتنو او نورو ورونو په مرسته
به د بري لار تعقيبوې ! البته پښتونستان به هر افغان ورور د افغانستان له پاره غواړي ، نه صرف د پښتون له پاره ، بلکې د ټول ملت له پاره ، نو هله به دا يوه ملي داعيه هم وګرځي !

کله چې هدف وټاکل شو د لارو وسيلو او عملي اقدام په برخه کې د نومړو ورونو مشوره او ملاتړ پسې ګرځې ! نو هېڅکله په فکر کې داسې
هدف، لارې ، وسيلې او عمل ته ځای مه ورکوه چې د ټولو افغانانو ، يعنې فرد فرد افغان په لږه يا ډېره ګټه نه وي ! که دا معيار د الله (ج) د رضا
له پاره وساتې نو ستا فکر سم دی، غلطېدای نشي، بيا نو که پخپله په کې ومرې هم انشا الله د جهاد اکبر ثواب او شهادت درجه
دې په نصيب شي !

والسلام


محمود سعيد
22.01.2012

عليکم سلام ورحمت الله وبرکاته!
هيله ده تاسې دواړه ښاغلي روغ او جوړ وئ.
ښاغلي مبارز ډېره ښکلې سکالو پرانستې ده. د پتوال صيب نظر هم په زړه پورې دی. ما څو ځله له وروڼو سره په خبرو کې دا ويلي دي چې موږ بايد د ولس په منځ کې د فکري ويښتابه لپاره کار وګړو. تر څو چې ولسونه او عامې پرګنې فکري روڼتيا ونلري نو هيڅ کله د هدف او تګلوري سمه پيژندنه نشي کولای او په پايله کې به په داسې يوه لاره ځي چې کېدای شي تر ډېره د ټولو په زيان وي. تر څو چې موږ له خپل چاپېريال څخه پيل ونه کړو او هر ويښ افغان دا د کړنه د خپلو ورځنيو دندو يوه برخه ونه ګڼي بريا مو ناشونې ده.
همدا اوس د بېلتون او ځان غوښتنې فکر دومره پياوړی دی چې ان د پښتنو او په ټوليزه توګه د افغانانو د وړو ډلو او يا څو کسانو تر منځ هم همغږي ستونزمنه ده. دا بيا ډېره لرې خبره ده چې د پتوال صيب په وينا پښتون دې ځان ته هزاره ګي او هزاره دې ځان ته پښتني فکري جامه ورواغوندي.
د اوس لپاره اهداف روښانه دي، موږ يو اسلامي، ملي او خپلواک هېواد غواړو. نږدې د ډېرو کسانو تمرکز په همدې څو ټکو دی. خو بيا هغوی دې هدف ته د رسېدلو بېلا بيلې لارې غوره کړې دي. موږ بايد د دې لارو او ګودرونو د يو کولو او د يوې داسې لارې د لټولو هڅه وکړوچې تر نورو هغو ټولو ته ګټوره او د منلو وړ وي. دلته يوازې ستونزمنه خبره دا ده چې هغه کسان چې په فکري ويښتابه باور لري ډېر کم دي. څه ډول به له هغو تورمغزو سره تفاهم رامنځته شي چې د بېلا بېلو جاسوسي، پرديو او غلامو کړيو ريښو ېې مغزونو ته لاره کړې ده؟
هغوی چې تا هېڅ مني هم نه. ستا مرګ هم تر نورو د مخه روا او يا واجب ګڼي.
له دې ورهاخوا د هغو کسانو سره تفاهم ته څنګه لاره هواره شي چې د کلونو کلونو ورته د ټيټ ذاتۍ حس ورکول کېده؟ هغه چې اوس د پرديو په نغوته ورته ټول پښتون ولس غليم ښکاري.
دې پوښتنو ته بايد د حل لارې چارې ولټول شي.
په درنښت.


پتوال
02.02.2012

اسلام علیکم !
دروند ورور محمود سعید صاحب !
د خپلواک ملي اسلامي په ترکیب کې خپلواکي بیا له دوه جږو څخه جوړه ده : بهر ته د ملت خپلواکي او په داخل کې د ولس
خپلواکي یا ولسواکي ده . له بهر څخه آږادي تر هغه وخته پنډه پاتې کیږي تر څو چې په داخل کې واک
د ولس لاسته نه وي ورغلی ! د شورایت اصل په اسلام کې او د ولسواکۍ انتخابي جمهوریت او انتخابي ملی شورا (پارلمان ) د مسلمان ولس واک او واکمني تر پوښښ لاندې راولي او سره یوشی دي!
له ۱۷۴۸ نه تر ۱۹۶۴ پورې چې افغانستان څومره خپلواکي لرله یوه شنډه او بې ثمره خپلواکي وه ! د داود خان ددیکتاتورۍ
دوره هم په شنډه خپلواکۍ کې راځي!
نو ځکه مو لوی هېواد په واړه بدل شو، دډیورن استعماري کرښه پر مونږ تحمیل شوه ، دولتي تېرور له ۱۹۷۸ نه تر
نن ورځې پورې د شوروي ، پاکوستان او امریکا له خوا پر مون. حاکم او مسلط پاتې دی!
نو لهذا : که ملی اسلامي [color=blue:25482824c7]ولسواکي [/color:25482824c7]ونه لرو، خپلواکي مو بیا شنډه ، او هېواد مو د بهرنیانو په
تېره د ګاونډیانو د لاسوهنو او ګواښونو سره له یوې او دداخلي رکود او وروسته پاتېوالي سره له بلې خوا مخامخ کېږي!
[color=red:25482824c7]له دې کبله ږمونږ ګاونډیان نه پرېږدي چې مونږ خپله اسلامی او ملي ولسواکي هم ولرو ![/color:25482824c7]
داچې له ۱۹۷۸ راهیسې تر نن ورڅې پورې هغه شنډه خپلواکي هم نه لرو دا بېله خبره ده، [color=blue:25482824c7]
اوس نیمګړې او شنډه خپلواکي چې پښې مو آزداې خو لاسونه مو تړلي ساتي هېڅکله بیا خپل هدف نشو ګرځولای !
داځل به د خپلواکۍ سره انشا الله ملی اسلامی ولسواک نظام هم تړلی او لاینفک ملګری وي !!!!! [/color:25482824c7]
[color=yellow:25482824c7]مونږ باید د شورایت په اسلامي پرینسیپ سره مدرنه اسلامي ولسواکي په سرلوړي خپلواک افغانستان
کې پلې کړو! ومن الله التوفیق! [/color:25482824c7]
[color=blue:25482824c7]والسلام ![/color:25482824c7]


khoshalkhan
03.02.2012

bullshit
دوخت ضايع کول او يواځې نوروته اعصاب خرابي ده خو هدف په ټولو کې يو دی، دطالب سپکه د اشغالګرو اود لاسپوڅې دولت غيرې مستقيم ستاينه او پلوي !
ليکونکي د خلقيانو او پر چميانو په وخت کې هيڅ وخت داسې مضامين ندي ليکلي
چې په هغه کې يې پښتونستان غوښتی او يا يې عاملين ټکولي وي !
که يې ليکلي وي اسناد دې وړاندې کړي?
اوس دطالب په وخت کې هرڅه را پيدا شول !!.

[quote:c5698ac273="پتوال"]اسلام علیکم !
دروند ورور محمود سعید صاحب !
د خپلواک ملي اسلامي په ترکیب کې خپلواکي بیا له دوه جږو څخه جوړه ده : بهر ته د ملت خپلواکي او په داخل کې د ولس
خپلواکي یا ولسواکي ده . له بهر څخه آږادي تر هغه وخته پنډه پاتې کیږي تر څو چې په داخل کې واک
د ولس لاسته نه وي ورغلی ! د شورایت اصل په اسلام کې او د ولسواکۍ انتخابي جمهوریت او انتخابي ملی شورا (پارلمان ) د مسلمان ولس واک او واکمني تر پوښښ لاندې راولي او سره یوشی دي!
له ۱۷۴۸ نه تر ۱۹۶۴ پورې چې افغانستان څومره خپلواکي لرله یوه شنډه او بې ثمره خپلواکي وه ! د داود خان ددیکتاتورۍ
دوره هم په شنډه خپلواکۍ کې راځي!
نو ځکه مو لوی هېواد په واړه بدل شو، دډیورن استعماري کرښه پر مونږ تحمیل شوه ، دولتي تېرور له ۱۹۷۸ نه تر
نن ورځې پورې د شوروي ، پاکوستان او امریکا له خوا پر مون. حاکم او مسلط پاتې دی!
نو لهذا : که ملی اسلامي [color=blue:c5698ac273]ولسواکي [/color:c5698ac273]ونه لرو، خپلواکي مو بیا شنډه ، او هېواد مو د بهرنیانو په
تېره د ګاونډیانو د لاسوهنو او ګواښونو سره له یوې او دداخلي رکود او وروسته پاتېوالي سره له بلې خوا مخامخ کېږي!
[color=red:c5698ac273]له دې کبله ږمونږ ګاونډیان نه پرېږدي چې مونږ خپله اسلامی او ملي ولسواکي هم ولرو ![/color:c5698ac273]
داچې له ۱۹۷۸ راهیسې تر نن ورڅې پورې هغه شنډه خپلواکي هم نه لرو دا بېله خبره ده، [color=blue:c5698ac273]
اوس نیمګړې او شنډه خپلواکي چې پښې مو آزداې خو لاسونه مو تړلي ساتي هېڅکله بیا خپل هدف نشو ګرځولای !
داځل به د خپلواکۍ سره انشا الله ملی اسلامی ولسواک نظام هم تړلی او لاینفک ملګری وي !!!!! [/color:c5698ac273]
[color=yellow:c5698ac273]مونږ باید د شورایت په اسلامي پرینسیپ سره مدرنه اسلامي ولسواکي په سرلوړي خپلواک افغانستان
کې پلې کړو! ومن الله التوفیق! [/color:c5698ac273]
[color=blue:c5698ac273]والسلام ![/color:c5698ac273][/quote:c5698ac273]


پتوال
04.02.2012

[quote:66f8758791]ليکونکي د خلقيانو او پر چميانو په وخت کې هيڅ وخت داسې مضامين ندي ليکلي
چې په هغه کې يې پښتونستان غوښتی او يا يې عاملين ټکولي وي !
که يې ليکلي وي اسناد دې وړاندې کړي?
اوس دطالب په وخت کې هرڅه را پيدا شول !!. [/quote:66f8758791]

خفه نشې احمقه! .... بې درسه بې سبقه! :

هغوی دشوروي ګوډاګیان د افغان ولس دوښمنان وو، نو دا هیله ترې هډو کیدلی نشوه، ‌طالبان خو زه د ځان او اولس خپل ګڼم
چې صرف رهبري یې دوښمن یرغمل کړې ده ! ته نه ګورې چې تل مې ‌طالب جنګیالیو ته
د [color=blue:66f8758791]ورونو ! [/color:66f8758791]غږ له خولې راوځي ! دا د زړه غږ دی د زړه !، دا سیاست نه دی ! که د چا ورونه لکه
ماشومان له اور سره لوبیږي یا د تمساح خولې ته روان وي نو غږ به پرې نه کوي (؟) چې پام ! ځان او قام پرې مه سېزه !!
نه پښتونستان او نه د هغه پاسه پرې افغانستان هم له لاسه مه ورکوه !!!!
دا غږ ما (( د پنجاب تمساح)) تر سرلیک لاندې په خپل وخت کې په مجاهدینو هم کړي او په دعوت ورځپاڼه کې نشر شوی و!

او د کارمل او شوروي پر ضد مې آن په ۱۳۶۴ کال کې په پیښور کې د (( سپېدې))په نوم مشهوره مجله کې
چې مرحوم پسرلي صاحب چلوله په داسې یو سرلیک سره یو شعر نشر ته سپارلی و :

کارمله د کور غله ته په کومه لار روان یې ؟
..................................... حیوان یې که انسان یې ؟؟

قاتل د خپل ملت شوې ولې دومره بې وجدان یې
....................................... حیوان یې که انسان یې ؟؟

کارمل نه یې کار غل یې .....د کور ددوښمن مل یې ... نیولی نور اجل یې ! .................... شعر اوږود او مفصل و
خو نور مې یاد نه دی .

همدارنګه مې نجیب او ګل بدین په تنزیه شعرونو کې غندلي چې د شوروي تر وتلو وروسته نور ملت د قدرت
له پاره مه وژنئ او په دعوت کې البته په مستعار نامه نشر ته سپارل شوي !

زه د هر افغان ایماني وجدانیي دنده ګڼم په هر قیمت چې وي نور دمسلمان افغان د یو یو څاڅکي وینی د تویولو
مخه ونیسي او د امریکا یانو له وتلو سره سم په خپلو کې له ځنډ او درنګ قید او شرط پرته د خبرو مېزته سره کښیني !

له دې پرته نور والله که خپلې خوټې هم د کرزي په حکومت او یا په ISI پاکې کړم !!!
والسلام !


Naeem sadat
04.02.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب تاته لکه چی یواځی د کارمل شخصیت خوند نه درکوی که نه دا څه چی ته وایی د کارمل له ویلو سره څه توپیر نه لری


پتوال
04.02.2012

[quote:68a2fcfed9="نعیم ملتوال"]ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب تاته لکه چی یواځی د کارمل شخصیت خوند نه درکوی که نه دا څه چی ته وایی د کارمل له ویلو سره څه توپیر نه لری[/quote:68a2fcfed9]

څه پوی شوې ملتوال صیب چې ګواکې تو پیر نه لري؟؟؟؟؟
کله خو د حق او باطل تر منځ فرق ډېر مهم ولې ډېر کم وي چې ځینې یې د کموالي له امله درک کولی او ځینې یې
د مهموالي له امله بیا منلی نشي ! که نه د کارمل ګوډاګیتوب او له شوروی څخه یې دفاع بې بیانه هم عیان وه،
د کابل حکومت هم عین موقف لري او له بادار امریکا په شمول یې مردود ګڼم ، داچې له پاکوستان څخه د مجاهدینو
د تړاو او وابستګۍ په اړه د کارمل او نجیب ځینې خبرې رښتیا شوې
خو په دې نه دکارمل خپل ګوډاګیت او خیانتونه پټېدای شول
او نه یې د مجاهدینو په اړه نوموړي رښتیا په دې دروغ ګڼل کېدای شي چې ځکی کارمل هم په ګوته کړي دي (!)
دوښمنان یو د بل پر ضد لومړی له حقیقت او بیا له دروغو نه هم کار اخلي او مقابل لوری یې که نور دروغ
ورپورې نه تړي نو لږ تر لږه دروغ خو یې رسوا کوي او پهّ رښتیاو یې چوپ پاتې کیږي ، اعتراف برې نه کوي
او یا پرې آن منکریږي ! له دې کبله که څوک له یوې خوا د کابل کمونستي او شمالي ټلوالې
د حکومتونو دروغ او رښتیا سره تفکیکوي او له بلې خوا بخوا د مجاهدینو او اوس د طالبانو هم حق او باطل
اړخونه سره بیلوي نو ددې حقیقت منل تاسې ته ولې دومره زور درکوي چې تن ورته هډو ایښودلی نشي (!) ولې؟؟؟؟؟

ددې علت دوه شیان کېدلی شی، یا داچې د سړي احساساتو جنبه قوی ، د مسولیت منلو جنبه يې سخته ضعیفه وي
او د قضاوت په قاموس کې یې صرف او صرف دوه یا یو له دې دوه ویونو څخه ځای نیولي وي چې یو یې قدرت
غوښتنه او بل یې انتقام اخیستنه ده !
او بل له بد څخه بدتر او بدترین امکان دا دی چې خدای مکړه سړی مستقیما ددوښمن سره د پیسو په مقابل کې همکاری کوي !

زما دعا داسې اغایانو ته داده چې ددې دویم جنایت څخه خدای تعالی ساتلي وي او توفیق ورکړي چې که په
لومړي جنایت اخته وي ځانونو ته ترې نجات ورکړي ! والسلام !


Naeem sadat
05.02.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب لیکلی

[code:1:823e84c402]څه پوی شوې ملتوال صیب چې ګواکې تو پیر نه لري؟؟؟؟؟ [/code:1:823e84c402]

مقایسه

د کارمل ټول سیاست هم د پاکستان سره ددښمنی په چوکاټ کی جوړ وو

د پتوال صاحب ټول سیاست هم د پاکستان سره ددښمنی په چوکاټ کی جوړ دی

کارمل هم د پاکستان د نا اعلان شوی جنګ په مقابل کی جنګیده

پتوال صاحب هم د پاکستان د نا اعلان شوی جنګ په مقابل کی جنګیږی

کارمل په افغانستان کی د ضد پښتنی سیستم یعنی دولتی سیستم څخه ساتنه کوله

پتوال صاحب هم په افغانستان کی د ضد پښتنی سیستم څخه ساتنه کوی

د کارمل له نظره هم پاکستان د افغانستان تاریخی دښمن وو او باید په ضد یی له اروپایی هیوادونو سره اتحاد شوی وای

پتوال صاحب هم همیشه همداسی لیکی

نو د کارمل او پتوال صاحب فرق په څه کی شو

د


سلامونه

tandar
05.02.2012

ملت وال صيب سلامونه
بښنه غواړم چه ستاسو په جراوبحث کي مداخله کوم خو ديوه سيل بين په حيث ستاسو ددي لاندي نظر سره موافق نه يم ماخپله دپتوال صيب ټولي ليکني تل لوستلي مګر ضد ملي او خاصتا ضد پښتني کومه انګيزه مي دده له خوا تر سترګو شوي نه ده پس زه خپله ديوه شخص چه په ټول افغان کي دوطن دازادي او دملت ديوالي او خوشبختي لپاره تر خپل توانه پوري قلمي جهاد کړي او کوي ې ورته ډير احترام قايل يم او برياليتوب ې له لوي خداي،ج، څخه غواړم
دازما نظر دي
ديو ازاد او لوي افغانستان په هيله

[color=red:7ffec6f86a]
پتوال صاحب هم په افغانستان کی د ضد پښتنی سیستم څخه ساتنه کوی [/color:7ffec6f86a]


وصيل پېروز
07.02.2012

ښې چارې
ښاغلی او دروند مبارز ! افغانان په فکري ډګر کي ډېر شاته پاتي دي بلکي يوازي افغانان نه ټول مسلمان ملت په فکري ډګر کي شاته پاتي دئ او ټوله مسلمانه نړۍ په يو ذهني جمود اخته ده .
موږ بايد لومړی پر دې وږغېږو چي را منځ ته شوی جمود څرنګه مات کړو ، تر دې وروسته بيا موږ کولای شو په فکري ډګر کي پرمختګ وکړو.
افغانان هم د همدې جمود ښکار ګرزېدلي دي او د دې شاته تګ اصل عامل همدا جمود دئ ، کوم وخت چي له ذهنونو د جمود پردې پورته شي او ذهنونه د پلټنې ، تحقيق او شعور په وړانګو رڼا شي نو په خپله ذهنونه وده کوي ، مفکورې را منځ ته کېږي ، وړتياوې ځلېږي ، اندونه زېږي او ... تر دې وروسته بيا زموږ ډېري ستونزې په خپله هوارېږي او د ډېرو مشکلاتو مخه په خپله نيول کېدای شي مګر په اوس حالت کي داسي اقدام ډېري ستونزې او مشکلات لري .
خو بيا هم تاسو داسي پوښتنه کولای شئ :
اخير دا را منځ ته شوی جمود څرنګه له منځه وړلای شو؟.

دا په رښتيا هم پوښتنه ده او ځواب يې اړين دئ ، کوم وخت چي دې پوښتنې ته سم ځواب نه وي ويل شوی تر هغو د ټاکل شوي منزل پر لور تګ بې ګټې دئ .
هر وخت چي تاسو دا پوښتنه مطرح کړئ ان شاء الله بيا به يې ځواب درکړم ، البته دا پوښتنه هر څوک ځوابولای شي خو بايد د دې پوښتنې ژورو ته بايد ولاړ شي او د خپلې ټولنې د حالاتو په رڼا کي بايد د دې پوښتنې حل وړاندي کړي .

په مينه او درنښت


م . ق
09.02.2012

السلام عليکم،
د هر يو محترم پتوال صيب، محمود سعيد صيب، مشر تندر صيب او محترم وصيل پيروز صيب د علمي او سياسي ليکنو څخه ډېره مننه٠ 

ښاغلي وصيل صيب زما د پوښتنې مفهوم تقريبا همدا دی چې تاسو پرې رڼا اچولې ده
[code:1:9c87181399]اخير دا را منځ ته شوی جمود څرنګه له منځه وړلای شو؟[/code:1:9c87181399]
خو دا جمود فکري او سياسي جمود دی او ستاسو په وينا حل يې دا دی چې:
[code:1:9c87181399]کوم وخت چي له ذهنونو د جمود پردې پورته شي او ذهنونه د پلټنې ، تحقيق او شعور په وړانګو رڼا شي نو په خپله ذهنونه وده کوي ، مفکورې را منځ ته کېږي ، وړتياوې ځلېږي ، اندونه زېږي[/code:1:9c87181399]
نو پدې توګه مهم ټکی شعور، بصيرت، فهم و فراست، فکري او علمي ځواک دی او د دې د حصول لپاره پراخې مطالعې، وسيع نظر، علمي تحقيق او عميق فکر ته اړتيا ده٠

مننه او درنښت


پتوال
09.02.2012

ملتوال صیب او ټولو دوستنانو ته سلام!
ملتوال صیب ستا سې مقایسه یو سطحي او غلط تعیم دی ،ځکه زه په کې صرف یو نوم او دوه جزئي ټکي بدلوم :

د داود خان ټول سیاست هم د پاکستان سره ددښمنی په چوکاټ کی جوړ وو

د پتوال صاحب ټول سیاست هم د پاکستان سره ددښمنی په چوکاټ کی جوړ دی

داود خان هم د پاکستان د نا اعلان شوی جنګ په مقابل کی جنګیده (د بښتونستان داعیه)

پتوال هم د پاکستان د نا اعلان شوی جنګ په مقابل کی جنګیږی او د پښتونستان داعیه دفاع کوي

داودخان په افغانستان کی د ملي دولتی سیستم څخه ساتنه کوله

پتوال هم په افغانستان کی یو ملي دولتي سیستم غواړي

د داود خان له نظره هم پاکستان د افغانستان تاریخی دښمن وو او باید په ضد یی له غیرمنسلکو هیوادونو سره اتحاد شوی وای

پتوال صاحب هم تاریخی دوښمن بولي او همیشه په داخل او خارج کې په بیطرفۍ ټینګار کوي!

نو د داود خان او پتوال فرق په څه کی شو ؟؟؟؟؟

خو ملتوال صیب بیا هم د پتوال او داود خان ترمنځ فکري فرقونه لیدل کیږي :

داود خان په شورویانو غولېده، پتوال او نور ډیر افغانان اوس په خارجیانو نه غولیږي!

داود خان یو خودخواه او سرتنبه سیاستوال و او تر ځان پوه ملی شخصیتونه یې نشول زغملای ، خو پتوال په پوهو
ملی او نړیوالو افغاني شخصیتونو لکه شهید محمد موسی شفیق ، پښتون سید جمال الدین افغانی او داسې نورو ویاړي !

پتوال د داود خان ملی احساسات د قدر وړ بولي خو سیاست یې په فکري توٌرُ‍‍‍‍م او اکربۍ اخته ګڼي .

داود خان یو دیکتاتور و خو پتوال له اسلامی او ملي ولسواکۍ کلکه دفاع کوي

داود خان پر ځان مین و او ښه پرېمانه شهرت طلبی يې لرله، خو پتوال د الله په حضور کې ځان د یو ګناهګار
بنده په توګه درک کوي او په تواضع مین دی !

خو پتوال بیا هم اعتراف کوي چې داود خان د هغومره قدرت سره سره یو پاکنفسه او نجیب مشر باتې شوی و ،
خودا معلومه نه ده که زه د داودخان پر ځای ناست وای څومره به عملا هم پاکنفسه پاتې شوی وای ؟؟؟، ، ځکه چې
انسان (په تیره بیا زه )په خپله نیمګړتیا څه پوهېږي ، ځکه خو د سیاسی مشرانو په وړاندې ولسواکي
چې حتماً ملی او اسلامی ولسواکی وي اشداً اړینه او ضروري ګڼم ! والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more