د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

مسلمانه نړۍ او سیکولاریزم : تیر، حال او راتلونکې

ahmad bilal
21.01.2012

]مسلمانه نړۍ او سیکولاریزم : تیر، حال او راتلونکې

لیکنه: شاهنواز فاروقي
ژباړه: احمد بلال

مسلمانې نړۍ ته په درست تاریخ کې دری ستر چیلنجونه ورپیښ شوي دي، اسلامي نړۍ ته لومړۍ ورپیښ ستر چیلنج یوناني فکر ؤ، د دغه فکر بنیادي نکته دا ؤه چې یوناني فکر کې د وحي په مقابله کې عقل ته فوقیت ورکړل شوې ؤ، همدغه فکر بیا اسلامي نړۍ کې د فلسفې یو داسې روایت قائم کړ چې پکې د وحې په پرتله عقل ته د فوقیت ورکولو رجحان قوي شو، د دغه رجحان سامبول تر ټولو زیات ابن رشد ؤ څوګ چې د دغه مادي کائنات د لرغونوالي قائل ؤ، یعني هغه دا ګڼله چې دغه مادي کائنات د همیش څخه ده خو په اسلامي فکر کې قدیم یوازې د خدای ذات دی، دا د ابن رشد د ګمراهۍ یو مثال و که څه هم د هغه په لیکنو کې داسې ډیر ورته څيزونه کتل کیږي.

دغه فکر په خپل نهاد کې سیکولار ؤ او د دغه فکر د اثر وړانګې په روښان فکره طبقه کې په تیزې خپریدی، نو ځکه امام غزالي رحمة الله علیه په دغه فکر خپل مشهور تنقید ولیکه، د غزالي رحمة الله علیه کمال دا ؤ چې هغه نه یوازې یوناني فکر په مذهبي بنسټ رد کړ بلکه په عقلي او فلسفیانه دلایلو یې هم رد کړ. د غزالي دغه تنقید په اسلامي نړۍ کې د یوناني فکر هغه تخم د زرغون کیدو څخه دمخه بیکاره کړ خو د هغه وخت تر ټولو اهمه نګاه څخه یوناني فکر خواص نه ؤ بلکه د خواص الخواص پورې محدود ؤ د دغه فکر(یوناني فلسفه) د عام کیدلو خطر ؤه خو د هغه څخه مخکي چې په اسلامي ټولنه کې ډیرې اغیزې خپری کړي امام غزالي رحمة الله علیه د هغه زور مات کړ او مسلمانه نړۍ یې د خپل مدلل او فلسفیانه دلائلو له وجهې د دغه سیکولاریزم څخه وژغوره.

مسلمانې نړۍ ته دویم ستر چیلنج د تاتاریانو یلغار او د تاتاریانو فتوحات ول، تاتاریانو د مسلمانې نړۍ د سیاسي مرکز، بغداد، د تاداب خښتې وباسلې وی او په هغه ځای قابض شوي ؤؤ خو تاتاریان محض یوازې عسکري طاقت ؤل، هغوي سره خو نه کوم فکر ملګرې ؤؤ او نه یې له ځان سره کومه فلسفه درلوده او محض عسکري قوت په تاریخ کې هیڅ کله هم تاریخ په خپل محور کې نده اخستی. ځکه خو تاتاریان سره د خپل عسکري قوت د اسلام د روحاني او تهذیبي طاقت له امله مغلوب کړای شول او د هغوي دویم نسل مسلمان شول او علامه اقبال رحمة الله علیه هم دغه تاریخي تجربه پخپلو دوو مصرعو کې داسې بیان کړی ده:
ہے عیاں یورشِ تاتار کے افسانے سی
پاسباں مل گئے کعبے کو صنم خانے سی

داسې مادي فکر یو ځل بیا مسلمانه نړۍ فتحه نشوه کړای.

د مسلمانې نړۍ مخه چې د کوم دریم چیلنج سره وشوه هغه د اروپايي طاقتونه چیلنج ؤؤ، د دغه چیلنج څلور بنیادي اړخونه دي :

د اسلامي نړۍ د تاریخي تجربې په رڼا کې د دغه چیلنج انفرادیت دا ؤ چې اسلامي نړۍ باندې یو اروپايي طاقت واکمني ونکړه بلکه درست اروپايي طاقتونو په اسلامي نړۍ مسلط شول. توپیر پکې یوازې دا ؤ چې چیری به انګریز واکمن ؤؤ، چیرې به فرانسویان قابض ؤؤ، چیری به پرتګالیان آقا ګان ؤؤ او چیرې به جرمنیان اسلامي نړۍ کې تاویدل. دا د اروپايي طاقتونو یو اتحادي کامیابي وه، دغه کامیابي دومره ستره وه چې کامیابي پخپله د حق دلیل جوړ شو ځکه خو د سرسید په شان خلګو دا ویل پیل کړ که چیرې اروپايي طاقتونه په حق نه ول نو ولې به هغوي کامیابیدل! او څرنګه چې هغوي کامیاب شول، په دغه حالاتو کې فاتح راووتل نو ځکه هغوي په یقین سره په حق دي، که څه هم سرسید په دي خبره پوهیده چې کله کله د حق او باطل په جګړه کې کله حق هم ماتۍ خوري. رسول الله صلی الله علیه وسلم موجود ؤ خو بیا هم د احد په غزا کې مسلمانانو ماتۍ وخوړه خو د دغه دا مطلب هیڅ هم نده چې کفار په حق ول! خو په هر حال د اروپايي طاقتونو په حواله اسلامي نړۍ کې بعضو خلګو همدا وګڼل او د اروپايي طاقتونو راوړل شوې سیکولار تجربې ته د حق ځای ورکړل شو او همدغه څیز د اروپايي طاقتونو تسلط تر یوې پيړۍ پورې نور هم پياوړۍ کړ.

د اروپايي طاقتونود دویم چیلنج اړخ دا ؤ چې هغوي سره فکر هم ؤ او تهذیب هم، بغیر د کومه شکه د هغوي نظریات باطل ؤل خو د هغوي کمال دا ؤؤ چې هغوي خپل باطل نظریات د یو نظام په توګه وړاندې کړل یعني هغه یې systematize کړ،. د هغوي سره علوم ول، د هغوي سره فنونه ول او منظم فنونه، د هغوي سره د واکمنې طرز ؤ د هغوي سره قانون ؤ. د کوم څیز(سیکولاریزم) د نظام جوړیدا دا معنی وي چې هغه اوس ژوند دی او ژوند کې تحول راوستل آسانه ندي همدا وجه ده چې د اروپايي طاقتونو مسلط کړل شوې د سیکولاریزم تجربه تر دوو پیړیو پورې وخځیده.

د اروپايي طاقتونو د چیلنج دریم اړخ دا ؤؤ چې اروپايي طاقتونو مسلمانې نړۍ کې یو سیکولار طبقه پیدا کړه دغه طبقه خو د رنګ او نسل له نظره محلي ؤل خو د فکر، د ژوند په تصور او د ژوندانه په طرز کې اروپايي ؤل. دغې طبقې ته مذهب یا ثانوي څیز ؤؤ او یا کوم اضافي څیز.

دویمې نړیوالې جګړۍ ټول اروپايي طاقتونه کمزوري کړي ول او هغوي پخپلو مستعمرو په پریښیدلو اړ شوي ول خو د هغوي دغه خلاء مقامي غلامانو پوره کړه او د اروپايي سیکولار تجربې تسلسل د اروپایانو څخه وروسته هم پیل درلود.

د اروپايي طاقتونو د چیلنج څلورم اړخ دا ؤؤ چې اروپايي فکر، اروپايي نظام او د اروپاء پيدا کړل شوې طبقې په اسلامي نړۍ کې اسلام د اجتماعي او ریاستي امورو څخه خارج کړ او هغه یې یوه انفرادي مسئله وګڼله. د دغه عمل په هکله اسلامي نړۍ کې دوه خیالونه عام شول :
اول دا چې اسلام د اوسني وخت سره هیڅ ربط نلري او تر ټولو زیات د ماضي (تیر) یو څیز ده. چونکه اسلام یې د ماضي یو څيز وګاڼه نو د مذهبي خلګو په هکله هم دغه خیال عام شو چې هغوي د ریاست او سیاست لپاره غیر اړین دي.

د دغه ټولو اړخونو په پریښودلو په اسلامي نړۍ کې د سیکولاریزم د طاقت په هکله هیڅ خبره هم نشي کیدای که څه هم برصغیر د اسلامي امت یو مقامي حقیقت دی خو خدای پاک د درست ملت شعور او ضمیر جوړ کړی ده او د برصغیر روحاني تجربه او فکري رجحانات د ټول اسلامي امت لپاره کفایت کوي د مثال په توګه د سرسید د فکر دغه انداز ؤ چې د عقلي بنسټ له مخې د اروپايي طاقتونو فکر او د هغوي سیکولاریزم به په اسلامي نړۍ کې تر ډیره وخته پورې ژوندۍ وي خو د هغه په مقابله کې د اکبر اله آبادي د شاعرۍ مفهموم دا ؤ چې د سیکولاریزم تجربه به د اسلامي امت تر ذهنه پورې محدوده وي او د هغوي قلب او روح به نشي متاثر کولی د دې دا وجه وه چې اکبر کومه شاعري وکړه هغه د روح او زړه د آزادۍ نه بغیر ناممکنه وه. د علامه اقبال په شاعرۍ کې چې د فکر کوم لوړوالې، د تجربې ژوروالې او کوم کیفیت دی د هغه څخه برسیره کیږي چې اسلامي امت د اروپايي سیکولر فکر وروسته پاتې ښودلې یا یې Out grow کړی. د برصغیر د اسلامي امت په فکري افق کې د مولانا مودودي رحمة الله علیه ظهور د دغې خبری دلالت دی چې اسلام نه یوازې د اسلامي امت تمنا جوړیدونکي ده بلکه دې د اوسني وخت په حوالې سره خپل دلائل هم پیدا کړي دي او اوس به دا د نظام جوړونې یا systematization پلو ته روان وي.

اسلامي نړۍ کې، په دغه وخت کې، څومره سیاسي بدلونونه راپيښ شوي دي د دې په اړه ډیر خلګ وايي چې دا بدلونونه ناڅاپي منځ ته راغلل خو څرنګه چې مونږ ته جوته ده دغه عمل ناڅاپي منځ ته رانغې بلکه اسلامي نړۍ دغه حالاتو ته د رسیدلو په خاطر یو اوږد سفر کړی دی او اصله خبره خو دا ده چې اسلامي نړۍ کې د سیکولار فکر انداز، سیکولاري نظام او سیکولار طبقې خپل ټول امکانات پوره کړې دي او یو هر اړخیز تاریخي عمل دغه ټول څیزونه(سیکولاریزم) د کار څخه لویدلي ښکاروي او اوسني مسلمانان یې اوس د تاریخ په کثافت خانه کې یې غوځاروي!

د اروپايي طاقتونو دغه مقامي سیکولار طبقې په هکله دا حقیقت هم واضح شوې ده چې دا طبقه هیڅ د واکمنې صلاحیت نه لري! که چیرې دوي سره دا صلاحیت وای نو اسلامي نړۍ به د دغو ورپیښو ستونزو ښکار نه وای شوی. د سیکولر اسلامي واکمنانو پیدا کړل شوې دغه نظام د هر اړخه پوپنک وهلې او په هر بخش کې اصلاح غواړي، د مسلمانانو اقتصاد د پښو څخه لویدلې، د مسلمانانو تعلیمي نظام په پیاوړي بنیاد (دین) باندې نده ولاړ، د مسلمانانو زراعت ډیر وروسته پاتې ده....... او هر ځاې د دغه هرڅه ذمه وار سیکولار حکمرانان دي او د هغوي بدعنواني اوس د لمر په شان روښانه شوې دي. د دغه په حواله د تیونس پخوانې اولس مشر زین العابدین، د مصر پخوانې اولس مشر حسني مبارک، د لیبیا پخوانې اولس مشر معمر قذافي، او د پاکستاني اولس مشر آصف علی زرداري ترمنځ هیڅ فرق هم نشته. که په نړیوال سیاست کې هم وګورو نو د سیکولاریزم د نظام ناکامي یوازې اسلامي هیوادونو پورې ربط نه لري بلکه د اسلامی نړۍ ترڅنګ دغه ناوړه نظام په لویدیځه نړۍ کې هم خپل وخت پوره کړی ده. هلته د خلګو سیکولاریزم سره محبت کم ده خو عادت یې زیات ده! او د عادت معامله داسې وي چې انسان یې په هر وخت کولو مجبور او اړ شي او دغه عادت هم بیا په ډیر مشکله ځي. انسان ته معلوم وي چې د سګریټ څښلو څخه سرطان کیږي خو د سګریټو څښلو عادت د سرطان د خطرناک مرض په شان خوف باندې هم غالب راشي. لویدیځه نړۍ کې د سیکولاریزم دغه عادت د سرطان مرض څخه هم قوي ده ځکه هلته د سیکولاریزم پر ځاې کوم نظام نشته.

لودیځه نړۍ د تنهايئ هجوم Lonely Crowd منظر ورکوي، د فامیل د ادارې تهداب ولیدلې ده، د واده روایت پخپلو اخري شیبو کې ده، لویدیځه نړۍ کې د تعلق قحطي ده خو د تعلقاتو بیا آرزاني، د لویدیځوالو ژوند د روحانیت له نګاه صفر کې ضرب ده او په دغه کې د مادیت تکرار ده. اسلامي نړۍ سره د خوشخبتې ځای دا ده چې هغوي سره د اسلام انتخاب یاChoice لا موجود ده ځکه خو درست خلګ د سیکولاریزم د تورو تیارو څخه د اسلام په روښانه دائره کې راننوځي خو لودیځه نړۍ کې تر اوسه پورې د سیکولاریزم ځای ناستې نظام موجود نشته نو ځکه هغوي د سیکولاریزم پوپنک او خراب شوې نظام ته د من او سلوی په سترګو ګوري خو لویدیځه نړۍ کې به هم دغه نظام ډیر ولاړ نشي.

دلته پوښتنه دا ولاړیږي چې د سیکولاریزم نظام راتلونکي ولې دومره په تیارو کې ډوب ده؟ د دغې پوښتنې ځواب دا ده چې د هر انساني جوړ شوي نظام عمر کم وي. د سوشلیزم نظام په ۷۰ کلونو کې ختم شو، د سرمایه دارۍ نظام د دری نیم سوه کلونو څخه راپدیخوا په خپل ذلقعدن کې اخته ده خو د دغو انساني جوړ شوي نظامونو په مقابله کې یهودیت د مسخه کیدلو باوجود هم پس د دریو زرو کلونو څخه موجود ده ، عیسائیت د مسخه کیدلو باوجود پس د دوو زرو کلونو پورې تر اوسه ژوندۍ ده، هندوازم د مسخه کیدلو باوجود د پنځه زرو کلونو څخه راپدیخوا د ملیونو خلګو په زړونو کې ژوندې ده. د دغه لویه وجه دا ده چې مذهب د مسخ کیدلو باوجود هم آسماني عنصر په یوه نه یوه درجه کې لري، که د مسخ شوي روایتونو د طاقت دا عالم وي نو د اسلام د قوت به څه عالم وي؟!! د اسلام کشش به څومره غیر معمولي وي؟!! په نړیوال سټیج کې به یې کردار څومره بنیادي او څومره زیات وي؟!! او مسلمانان به د دغې پلو ته په څومره شدت او رغبت سره ، د اسلام پلو ته، راګرځیدونکي وي؟!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more