د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

كې که کښې؟

حمید هڅــاند
11.01.2012

د (کې) لیکل سم دي او که د (کښې)؟


محمود سعيد
12.01.2012

اصل ېې کښې دی. خو بيا لنډ شوی دی او کې ترې جوړ شوی دی.
لامل ېې دا دی چې د سهېل لويديځ سيمې خلک ېې اوس هم کشې وايي.


پتوال
13.01.2012

کندهار يان کشې داخل ، منځ يا دننه ته وايي،
[color=red:5714476a0d]د هميانۍ په داخل کې سپينې روپۍ پرتې وې [/color:5714476a0d]داسې وايي
[color=blue:5714476a0d]د هميانۍ په کشې کې سپينې روپۍ پرتې وې ![/color:5714476a0d]وګورئ دلته [color=red:5714476a0d]کشې او کې [/color:5714476a0d]سره بيلوي !


larghonay laraway
15.01.2012

السلام عليکم!
د پتوال صيب خبره زه هم تاييدوم. پوهاند حبيبي هم په همدې خاطر (کښې) په (کې) واړوله چې د دوی په لهجه کې يې بيا تلفظ نه کيدو ځکه چې بيا مجبور وو چې (په کشې کشې) يې ويلي وای. نو له همدې يې (کې) ليکله او دا وړ هم ده چې بايد (کې وليکل شي. يو شمېر پخواني ليکوال غواړي (کښې) وليکي دوی وايي په پخوانيو ليکنو کې (کښ) د يو توري په توګه راغلی دی چې بايد خوندي شي او دا خونديتوب يې په (کښې) کې کېږي خو دا دومره مهمه نه ده ځکه چې ليکدود او ژبه د غره ډبرې نه دي چې تل تر تله په يو ډول ولاړې وي. د وخت په تېريدو سره د تغير وړ دي. اوس د هيچا په لهجه کې هم يوازې (کښ) نشته نو په کار هم نه ده چې په زوره يوه کلمه اوږده او ستونزمنه کړو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more