tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

ډیر آسانه او بې جنجاله ورزش

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> طب او نباتي روغتیاپالنه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
مساپر
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جون   2011
ليکنې: 242

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   جنوري   09, 2012 9:33 pm    عنوان   : ډیر آسانه او بې جنجاله ورزش Reply with quote

له راپورونو سره سم، پلی تګ ورځ په روځ په نړۍ کې ډیر مینه وال پیدا کوي. د استرالیا د احصاییې اداره وایي چې د دغه هیواد په هرو پنځو اوسیدونکو کې یو کس دې ته ترجیح ورکوي چې د بل ورزش په ځای پلی وګرځي او په دې توګه پلی تګ په استرالیا کې د جسمي حرکاتو په تر ټولو عام ډول بدل شوی دی.

پلی تګ مختلف ډولونه لري، د سودا د پیرودلو لپاره د کوڅې دوکان ته له تلو رانیولې په کلیو او کروندو کې تر ساعتونو ساعتونو ګرځيدا پورې دا سټول په ورزش کې حسابیږي.

په دې وروستیو کلونو کې یوه امریکایي فلم جوړونکي د شپږو میاشتو په موده کې درې نیم زره کیلومتره پلی وګرځید او د خپل ټول سفر کیسه یې د پنځو دقیقو په یوه فلم کې خلاصه کړه. خو دا ضرور نه ده چې یو څوک دې دومره اوږده سفرونه وکړي. د پلی تګ کمال په همدې کې دی چې هر څوک ورته خپل وخت او امکاناتو ته په پام سره بیل پروګرام جوړولای شي.

په سیدني پوهنتون کې د عامې روغتیا استاد ، پروفیسر اندرین باومن وایي چې : د پلي تګ لپاره ته یوازې او یوازې دوو پښو ته ضرورت لرې، نور نو هیڅ وسیله نه غواړي. پلی تګ اعصاب اراموي، د چاغښت، د وینو د فشار د ناروغۍ، د سرطان، د شکرې او د زره د ناروغیو په مخنیوي کې برخه لري او د ذهن له فعال ساتلو سره مرسته کوي. د پروفیسر باومن په قول، د پلي تګ بل کمال دا دی چې تر بل هر ورزش پکې د ژوبلیدو خطر کم دی او که بنیادم هر وخت وغواړي شروع کولای یې شي.

د ماهرانو په قول، که غواړو چې پلی تګ مو روغتیا ته ښه ګټه ورسوي او د پوره ورزش ځای ونیسي نو پکار ده چې په شواروز کې حد اقل نیم ساعت وګرځو او داسې وګرځو چې ګامونه مو نه ډیر چټک وي او نه ډیر ورو. البته، هغه کسان چې چاغ دي او غواړي د پلی تګ په مرسته یې وزن کم شي، هغوی ته د ورځې لږ تر لږه یو ساعت پلی تګ پکار دی.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> طب او نباتي روغتیاپالنه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.