د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

ډیر آسانه او بې جنجاله ورزش

مساپر
09.01.2012

له راپورونو سره سم، پلی تګ ورځ په روځ په نړۍ کې ډیر مینه وال پیدا کوي. د استرالیا د احصاییې اداره وایي چې د دغه هیواد په هرو پنځو اوسیدونکو کې یو کس دې ته ترجیح ورکوي چې د بل ورزش په ځای پلی وګرځي او په دې توګه پلی تګ په استرالیا کې د جسمي حرکاتو په تر ټولو عام ډول بدل شوی دی.

پلی تګ مختلف ډولونه لري، د سودا د پیرودلو لپاره د کوڅې دوکان ته له تلو رانیولې په کلیو او کروندو کې تر ساعتونو ساعتونو ګرځيدا پورې دا سټول په ورزش کې حسابیږي.

په دې وروستیو کلونو کې یوه امریکایي فلم جوړونکي د شپږو میاشتو په موده کې درې نیم زره کیلومتره پلی وګرځید او د خپل ټول سفر کیسه یې د پنځو دقیقو په یوه فلم کې خلاصه کړه. خو دا ضرور نه ده چې یو څوک دې دومره اوږده سفرونه وکړي. د پلی تګ کمال په همدې کې دی چې هر څوک ورته خپل وخت او امکاناتو ته په پام سره بیل پروګرام جوړولای شي.

په سیدني پوهنتون کې د عامې روغتیا استاد ، پروفیسر اندرین باومن وایي چې : د پلي تګ لپاره ته یوازې او یوازې دوو پښو ته ضرورت لرې، نور نو هیڅ وسیله نه غواړي. پلی تګ اعصاب اراموي، د چاغښت، د وینو د فشار د ناروغۍ، د سرطان، د شکرې او د زره د ناروغیو په مخنیوي کې برخه لري او د ذهن له فعال ساتلو سره مرسته کوي. د پروفیسر باومن په قول، د پلي تګ بل کمال دا دی چې تر بل هر ورزش پکې د ژوبلیدو خطر کم دی او که بنیادم هر وخت وغواړي شروع کولای یې شي.

د ماهرانو په قول، که غواړو چې پلی تګ مو روغتیا ته ښه ګټه ورسوي او د پوره ورزش ځای ونیسي نو پکار ده چې په شواروز کې حد اقل نیم ساعت وګرځو او داسې وګرځو چې ګامونه مو نه ډیر چټک وي او نه ډیر ورو. البته، هغه کسان چې چاغ دي او غواړي د پلی تګ په مرسته یې وزن کم شي، هغوی ته د ورځې لږ تر لږه یو ساعت پلی تګ پکار دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more